• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: که پر اټوم بم مې هم کېنوي پر خپل دریځ ولاړ یم

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یو لنډ ویډیويي کلیپ کې محکمې ته د وړاندې کولو څخه څو شېبې مخکې ویلي، چې که د پاکستان حکومت یې پر اټوم بم هم کېنوي له خپلې داعیې او دریځ څخه به پر شا نه شي.

نوموړي ویلي، چې که څه هم پر ده ډېره سختي ده؛ خو پلویان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې خپلې مبارزې او مزاحمت ته دوام ورکړي.

هغه وویل: “زما نیونه یوه ناجایزه نیونه ده او دوی به له ما څه تفتیش وکړي هر څه روښانه دي”.

نوموړی نن په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته د محاکمې لپاره وړاندې شوی دی.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغه د نیولو په اړه روښانه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین څو ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان لویدیځو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغځوله

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۰

پاکستان د هغو لسگونو زرو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نېټه دوه میاشتې نوره هم غځولې، چې په درېيم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر په ۱۳مه دغه موضوع وروسته له هغه اعلان کړه، چې د پاکستان د کابینې له خوا تصویب شوه.

اوس دغه ځانګړې ډله افغانان چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ باید د ډسمبر تر اخره له دغه هېواده ووځي،‌ کولی شي چې د فیبرورۍ تر ۲۹مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

سولنګي خبریالانو ته وویل:”د دې پرېکړې موخه داده، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان وهڅول شي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا ژر تر ژره په یوه درېیم هېواد کې د مېشتېدو پروسه نهايي کړي.”

هغه وویل هغه خلک چې له پاکستانه د وتلو لپاره د نوې ټاکل شوي نېټې څخه وروسته په دغه هېواد کې پاتې شي، د میاشتې به له ۱۰۰ ډالرو تر ۸۰۰ ډالرو پورې جریمه شي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یونیسیار او پاکستاني چارواکو په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، تر اوسه تر نیم میلیون پورې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان د دغو افغانانو د پاتې کېدو موده څو ورځې وروسته له هغه تمدید کړه، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د خوندیتوب پر اړتیا خبرې وکړې.

نېږدې شل زره افغانان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، په دې تمه دي چې د بیا مېشتېدو لپاره امریکا ته واستول شي.

د لښکر اسلام او ټي ټي پي ډلو په تیراه کې ۶ پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

په ټیلګرام کې د پاکستان مخالفو وسلوالو ډلو لښکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان ته نېږدې کانالونه وايي، چې یادو دواړو ډلو د خېبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې ګډ برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بل خوا سماء نیوز د خېبر پښتونخوا د یو شمېر چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې تېره شپه یو شمېر وسلوالو په تیراه کې د پاکستاني نظامیانو پر پوستې برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د حکومت دوه مخالفې ډلې پر یو ځای د ګډو عملیاتو خبر ورکوي، له دې وړاندې په جون میاشت کې هم د ګډو عملیاتو اعلان شوی و؛ خو د کوم ښکاره برید بېلګه یې معلومه نه وه.

د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۸ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د چمن ځايي پولیسو د پرلت د یو شمېر فعالو غړو پر کورونو چاپې پیل کړې، خو تر اوسه یې په دغو چاپو کې څوک نه دي نیولي. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت نږدې دوه میاشتې په پوره کېدو دي.

خو په دې وروستیو لسو ورځو کې د چمن ځايي امنیتي ادارو د چمن پرلت د فعالو غړو پر کورونو د شپې له خوا د دوی د نیولو په موخه چاپې پیل کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو په تازه چاپو کې تېره شپه ناوخته د څلورو پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې دي.

د چمن پرلت غړی او د ټولنیزو رسنیو فعال شاکر سنګري وايي، د چمن امنیتي ادارو د نوموړي او د هغه د کورنۍ د دوو غړو په کور څلور ځله چاپې وهلې دي.

ښاغلی سنګري وايي: «له هغې ورځې راهیسې چې ځايي امنیتي ادارو په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیو، له هغه وروسته په هرو دوو شپو کې زما پر کور د چمن امنیتي ادارې چاپې وهي، امنیتي کسان زما د ورور او د کاکا زوی د لټون په موخه زموږ په کورونو کې لټه کوي او په کور کې ښځې او ماشومانو ته سپکې سپورې هم وايي.»

د چمن ځايي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د نیولو په قضیه کې د پرلت پر شاوخوا ۳۵ غړو هم عریضې ثبتې کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو تېره شپه د چمن پرلت د مرکزي کیمټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي فدا محمد قبایل پر کور هم چاپه وهلې وه.

ښاغلی قبایل وايي: «موږ د پولیسو د لټون څخه نه پټیږو او نه هم وېره لرو. موږ خپله مبارزه مخته وړو خو د چمن امنیتي ادارې د قانوني سند لرلو پرته د شپې په تیاره کې زموږ پر کورونو چاپې وهي. دوی غواړي په دې کارونو موږ و ډاروي خو څه چې زموږ او زموږ د قوم حق دی د هغه د ترلاسه کولو لپاره به موږ تل مبارزه کوو.»

پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۰

پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد کابینې لوېديځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ اړوند مقررات بدل کړي دي. د نوې لایحې له مخې هغه افغانان چې ویزه یا د اوسیدو نور قانوني اسناد نه لري د ۴۰۰ امریکايي ډالرو جریمې په ورکولو سره له دغه هیواده وتلی شي.

تر دې وړاندې دغه جریمه ۸۳۰ ډالره وه.

د اېکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد کابینې پرېکړه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره د وتلو د اجازې لګښت يې له ۸۳۰ څخه ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته را کم کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر لا هم وايي چې نوی قانون به د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې د اعتبار وړ وي. هغه وايي چې له دې مودې وروسته به هره میاشت د جریمې په پیسو کې ۱۰۰ امریکايي ډالر ور زیاتيږي، چې دغه اندازه بېرته ۸۰۰ ډالرو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت هر افغان کډوال ته د ۴۳۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د پاکستان له ویزې پرته له هوايي ډګره په قانوني توګه د الوتنې اجازه ورکړې وه.

د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د لوېدیځو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې وه چې په شرایطو برابر لوړ شمېر افغانان لېږدوي.

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د لوېديځ د فشار له امله دغه اندازه ۴۰۰ امريکايي ډالرو ته راټيټه کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر: اسلام اباد به هېڅکله اورپکو ته تسلیم نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په پاکستان کې پر نظامي اډې له خونړي ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د ټپي شویو سرتېرو د پوښتنې لپاره پوځي روغتون ته ورغلی او هلته یې ویلي، چې اسلام اباد به کله هم جنګي ډلو ته تسلیم نه شي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځی ژمنه وکړه، چې اسلام اباد به ترهګرو ته تسلیم نه شي. هغه دغه څرګندونې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د لسګونو پوځیانو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه:‌ "موږ به ترهګرو ته تسلیم نه شو. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې پخوا هم جګړه کړې او ګټلې مو ده او د دې جګړې ګټلو ته به دوام ورکوو."

په ډېره اسماعیل خان کې د سې شنبې په ورځ په یو برید کې لږ تر لږه ۲۸ عسکر او درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک پورې تړلې ده، د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دغه برید په وروستیو کلونو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.‌

کاکړ پاکستاني جنګیالیو ته په خطاب کې وویل: "تاسو دا جګړه بایللې ده. تاسو هغې جګړې ته دوام ورکوئ چې بایللې مو ده؛ خو مونږ هغه جګړه کې جنګیږو چې ګټلې مو ده.‌"

هغه زیاته کړه:‌ "زه تاسو ته یو پیغام لرم؛ په خپلو بچیانو رحم وکړئ او تسلیم شئ ځکه چې تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی. هغه کسان چې تسلیمیږي د قانون له مخې به ورته ځینې امتیازات ورکول کیږي."

دوه کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې حکومتي ځواکونو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل کیږي.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې هلته مېشت وسله وال په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي؛ خو پر کابل حاکمو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.