• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د هنګري پر ویټو سربېره له اوکراین سره د مرستې ژمنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د اروپایی ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ دغه باور څرګند کړ چې دوی به د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان له مخالفت سربیره، د ۲۰۲۴ کال په پیل کې اوکراین ته د مرستو یوه لویه بسته برابره کړي.

له هنګري پرته د اروپايي ټولنې ټولو ۲۷ هیوادونو د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د روسیې له یرغل سره له اوکراین سره په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب خبرې پیل کړي.

هنګري چې د روسیې نږدې دوست دی، په دغه ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب مخالف دی.

د اروپايي ټولنې نورو غړو د دغه هېواد د لومړي وزیر اوربان ناراضيتوب په نظر کې ونه نیو او هغه هم له غونډې ووت.

د اروپايي ټولنې مشران په دې هم ونه توانیدل چې کییف سره د ۵۰ ملیارد یورو «۵۵ ملیارد ډالرو» د مرستې د تصویب او د نورو چارو لکه د کډوالو د سمبالولو لپاره د نغدو پیسو چمتو کولو په پرخه کې اوربان راضي کړي.‌

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه دوام لري، کییف په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو متکي دی.

خو له دغه هېواد سره د مرستو په تصویب کې پر اروپايي ټولنه سربېره امریکا کې هم ورته جنجال روان دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم لا په دې نه دی توانیدلی چې له اوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو کڅوړه پر کانګرس تصویب کړي.‌

له اوکراین سره د مرستو د برابرولو لپاره د اروپايي ټولنې مشران سره له دې چې د داسې یو پریکړې پلوي کوي چې ټول غړي یې ملاتړ وکړي، خو دویم پلان هم لري.

د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین ويلي چې د نوي میلادي کال په جنوري یا فبروري میاشت کې به د ټولنې غړي یوه بیړنۍ ناسته وکړي او د هنګري د لومړي وزیر له مخالفت سره سره به اوکراین ته د مرستې د تصویب په اړه یو حل لاره پیدا کړي.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل او حماس د جګړې اوږدېدو پسې امریکا د ملکي وګړو د خوندیتوب په لټه کې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د اسراییل او حماس ترمنځ د جمعې په ورځ په ټوله غزه کې سخته جګړه روانه وه. د شاهدانو په وینا، د اسراییل ځمکنی پوځ په داسې حال له سخت مقاومت سره مخامخ شوي چې امریکا هڅه کوي خپل متحد، اسراییل، د جګړې د ستراتیژۍ بدلولو ته وهڅوي ځکه چې اوسنۍ تګلاره یې د پراخو ملکي تلفاتو لامل شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو، د غزې په شمال کې په شیجایه، شیخ رضوان، زیتون، طوفه او بیت حنون کې او د غزې په مغازي او خان یونس ښار کې د جګړې خبر ورکړی.

د دیر البلاح، خان یونس او رفح روغتونونو د جمعې په سهار د دوو ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر مړو او ټپیانو د ور وړل کیدو خبر ورکړی.

ډاکټرانو او عیني شاهدانو ویلي، چې په رفح ښار کې پر یوه کور د اسراییل په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي او اسراییلي ټانکونو د مصر پولې ته څېرمه د ښار په ختیځ کې پر بیلابیلو موخو ډزې کړې دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د غزې ښار په شیجایه سیمه کې د حماس د قومندې مرکز ویجاړ کړی، په خان یونس کې یې د اورپکو په تونلونو بریدونه کړي او په رفح کې یې په هغه سیمه بمبار کړي چې حماس ترې غرې ته د وسلو وړلو لپاره کار اخیست.‌

په غزه کې سختې جګړې چې د ډیری اوسیدونکو او وسله والو له خوا یې پخلی شوی، په دې اړه پوښتنې راپورته کړي چې ایا په غزه کې د اسراییل دوه میاشتنیو هوايي او ځمکنیو بریدونو حماس پام وړ کمزوری کړی که نه.‌

د شپږو ماشومانو پلار ۴۵ کلن احمد چې د یو برقي په توګه کار او په یو کمپ کې ژوند کوي رویټرز ته ویلي: "د غزې تړانګه کې د شپې سختي نښتې روانې وې، موږ له ټولو لوریو د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل."

هغه زیاته کړه: "هغوی کولی شي کورونه او سړکونه ویجاړ کړي او ملکي خلک د هوا یا د ړندو ټانکونو مرمیو سره ووژني، مګر کله چې دوی اورپکو سره مخامخ جګړه کې ښکیل شي، جګړه بایلي، په غزه له بمباریو او بریدونه وروسته اوس موږ د لاسه ورکولو لپاره هیڅ نه لرو."

د اسراییل بې رحمانه بمباریو په تیرو دوو میاشتو کې د غزې ډیره برخه ویجاړه کړې ده.

د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، په دې بمباریو کې نږدې ۱۹ زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور کیدای شي د ورانو شوو کورونو لاندې پاتې وي.

اسراییل پر غزې دغه بریدونه د حماس له خوا پر اسراییل د اکتوبر د اوومې نیټې د برید د غچ اخیستلو لپاره پیل کړي دي.‌

د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل شول او ۲۴۰یرغمل کړل شول.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان سره په لیدنه کې ویلي و چې اسراییل به د بشپړې بریا ترلاسه کولو پورې له حماس سره په جګړه کې وي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ ویلي، جګړه به په میاشتو دوام وکړي او په پایله کې به دوی جګړه وګټي او حماس به له منځه یوسي.

واشنګټن له څو اونیو راهیسې پر اسراییل فشار راوړی چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي ځکه په غزه کې د پراخ بشري ناورین په اړه د نړیوالو غوسه په داسې حال کې مخ په ډیریدو ده، چې هلته طبي خدماتو ته لاسرسی بیخي محدود شوی او خلک په پراخه توګه د خوراکتوکو، سونتوکو او د څښاک اوبو له نه شتون سره مخامخ دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار سالیوان د جمعې په ورځ له نتانیاهو سره له "ډیرو رغنده خبرو اترو" وروسته وویل چې جګړه به نوي پړاو ته انتقال شي او تر ډیره به د حماس د مشرانو په نښه کولو او د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملیاتو په ترسره کولو تمرکز وشي.

سالیوان یوې خبري غونډې ته وویل چې په جګړه کې د اسراییل موخو ته رسیدل به میاشتې وخت ونیسي، مګر دا جګړه به په یو نوي پړاو کې دوام وکړي، د پراخو بمباریو او زغره والو ځمکنیو عملیاتو اوسنی بهیر به چې د ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د پراخو تلفاتو سبب شوی، بدل شي.

هغه دا هم وویل چې واشنګټن غواړي د ملکيانو او وسله والو ترمنځ د توپیر په اړه د اسراییل له خوا ورکړل شوی ډاډ په عمل کې وګوري.

د کډوالو نړیوال فورم کې د ایران استازی: د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل باید له منځه لاړ شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

جنیوا کې د کډوالو په نړیوال فورم کې د ایران استازي وویل، د کډوالو پر داوطلبانه ستنیدو سربیره باید د نویو بې ځایه کیدو مخه ونیول شي او د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل له منځه یووړل شي. عبدالله موبیني وویل، ټول شموله حکومت باید د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار زمینه برابره کړي.

ایسنا خبری اژانسد جمعې په ورځ د ليندۍ پر ۲۴ مه په يوه راپور کې ويلې، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ملي ادارې مشر په دغه کتنه کې وویل، څه د پاسه اوه سوه زره افغان محصلین په ایران کې په زدکړو بوخت دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې زرګونه افغان ماشومان او تنکي ځوانان د زدکړو له حقه بې برخې دي.

همدا ډول ایران هم د دغه هېواد په ۱۶ ښارونو کې د افغان اتباعو پر حضور بندیز لګولی دی.

دغه ایراني چارواکي پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا ایران ته د ورکړل شویو مرستو اندازه «د کډوالو د کوربه توب لپاره ډېره لږ ده او د کوربه توب د لګښتونو له يو سلنې هم کمه ده.»

ښاغلي موبیني ادعا وکړه، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته له دغې پېښې اغېزمن کسان ایران ته کډوال شوي دي.

دغه ایراني چارواکي له ایران افغانستان ته د اخراج شویو کډوالو احصایې وړاندې نه کړې.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران او پاکستان له بېلابېلو ښارونو لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال فورم د چهار شنبې په ورځ د ليندۍ ۲۲ مې نیټې د جمعې د ليندۍ ۲۴ پورې د سویس په جنیوا کې جوړ شوی دی.

د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز د دغې پروسې د روڼتیا په اړه اندېښنې را پورته کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د پاکستان یوې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د بندي شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د تړلو دروازو تر شا د محاکمې بهیر پر خبري پوښښ بندیز لګولی دی. دغه پریکړه چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په درشل کې شوې، د محاکمې د ړونتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي.

دغه ۷۱ کلن د کرېکټ پخوانی ستوری په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د لیرې کېدو راهیسې د پاکستان د سیاسي کړکېچ په محور کې دی.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې وګټلې، خو مخالفانو یې ویل چې دغه بریا یې د پوځ په مرسته ترلاسه کړې ده.

د پاکستان پوځ ډیری وخت د حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې پراخ رول لوبولی دی.

عمران خان هم له واکه د ګوښه کېدو پړه پر پوځ اچوي او وايي وروسته له هغه چې د هېواد د استخباراتو د مشر د ټاکلو پر سر یې له جنرالانو سره اختلاف شو، د واک پریښودولو ته اړ کړل شو.

د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ او له واکه د هغه د لرې کیدو تورونه رد کړي دي.

د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز لګول کولی شي چې د رای اچونې بهیر کې د درغلیو زمینه برابره کړي، ځکه د ټاکنو د کمیسیون په وینا، حاکم سرپرست حکومت د عمران خان د مخالفانو پلوي کوي.‌

پر خان لګېدلي تورونه له هغو محرمو اسنادو سره تړاو لري چې تیر کال په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لیږلي وو.

پر عمران خان تور دی چې دغه محرم اسناد یې خپاره کړي دي.‌ د پاکستان د رسمي رازونو قانون له مخې څوک چې محرم دولتي رازونه خپاره کړي تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د تړلو دروازو تر شا د محاکمې ترسره کیدل او د دغې بهیر پر خبري پوښښ بندیز په راولپنډۍ کې د یوې محکمې د حکم له مخې ترسره کیږي چې د پنج شنبې په ماښام صادر شوی دی.‌

د محکمې په دغه حکم کې چې د پاکستان د رسنیو مدیرانو او د مخابراتو شرکتونو چارواکو ته هم استول شوی، له بندیزه سرغړونکو ته د رسمي رازونو قانون په چوکاټ کې د "جدي عواقبو" خبرداری ورکړل شوی.

محکمې د عمران خان او له هغه سره په همدې قضیه کې تورن پخواني د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کورنیو ته په دې شرط په محکمه کې د حضور اجازه ورکړې ده چې دوی به د محاکمې پروسه هیڅ رسنۍ ته نه افشا کوي.

د بشري حقونو څار ډلې وايي، د رسنیو پر پوښښ دا ډول محدودیتونه د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف کار دی.

عمران خان د اګست په ۵ مه د فساد په تور په درې کاله بند له محکومیدو وروسته تر اوسه په زندان کې دی.‌

د ایران په سیستان بلوچستان کې د وسله والو برید کې ۱۲ پولیس ووژل شول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په راسک ښار کې د وسله والو برید کې ۱۲ ایراني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه اوه نور ټپیان شوي دي. د "جیش العدل" ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. ایراني چارواکي وايي، د جیش العدل ډلې غړي په پاکستان کې عملیاتي اډې لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې د جیش العدل ډلې د غړو د پېژندلو لپاره ځيني چورلکې د ایران او پاکستان پر پولو الوتنې کوي.

چارواکي وايي، چې د نن ورځې د برید دوه وسلوال وژل شوي، يو ټپي او نيول شوى او پاتې نور په تېښته بريالي شوي دي.

د پولیسو ویاند سعید منتظرالمهدي د جمعې په سهار په راسک کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وویل، چې په راسک کې وضعیت اوس "تر کنټرول لاندې" دی.

حال وش همداراز د راسک، ایران شهر، سرباز او شاوخوا سیمو ته د پوځي چورلکو د پرله پسې الوتنې او ګزمو خبر ورکړ.

د «جیش العدل» ډلې په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی ځواکونو د جمعې په ورځ د ليندۍ په ۲۴ مه سهار دوه نیمې بجې پر دغه مرکز برید وکړ.

له دې مخکي حال وش او د بلوڅو فعالانو د سیستان او بلوچستان په راسک ښار کښې د پولیسو په مرکز کښې د یوې درنې چاودنې او د سختو نښتو د اوازو خبر ورکړی و

د حال وش د راپور له مخې، د پوځي څارنې بې پیلوټه الوتکې د راسک په اسمان کې څار او عکاسي کوي.

د دغه راپور له مخې د راسک د پولیسو په مرکز د ډزو غږونه تر پنځو ساعتونو زیات دوام درلود.

حال وش د ځایی سرچینو په حواله وویل؛ د راسک وضعیت سخته امنيتي بڼه خپله کړې او د ښار په مختلفو برخو او شاوخوا غونډیو کې پوځی ځواکونه ځای پر ځای شوی دی. د راسک انټرنیټ هم خراب شوی.

د دغه راپور له مخې د نښتې له پيل درې ساعته وروسته د پوليسو د قوماندانۍ مرکز ته په روانو مرستندويه ځواکونو هم بريد وشو.

مسکو د دوو بهرنیو اتباعو د روسیې تابعیت د عسکرۍ نه کولو له امله لغوه کړ

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د لومړي ځل لپاره، روسیې د دوو بهر توکمه اتباعو روسی تابعیت د پوځي خدمت نه کولو له امله لغوه کړ. اینټرفاکس خبري اژانس د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په روسیه کې یوې محکمې له هیواد څخه د دغو دوو کسانو د ایستلو حکم صادر کړ.

اینټرفاکس د روسیې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه دوه کسان ۲۱ او ۲۴ کلن دي. تر اوسه د دغو دوو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د راپورونو له مخې له دغو دوو کسانو غوښتل شوي و چې په ۱۴ ورځو کې په پوځ د ثبت ادارې ته حاضر شي.

د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو اتباعو په وروستیو کلونو کې د روسیې تابعیت اخیستی دی.

د روسيې او اوکراين تر منځ د جګړې له پيلېدو وروسته دغه دوه ګوني اتباع د پوځ له لیکو تښتیدلي چې يو شمېر خپلو او يا نورو هېوادونو ته تللي.

په ورته مهال، د نړۍ په نورو سیمو کې د شخړو په زیاتیدو سره، د دغو اتباعو ځینې بیرته روسیې ته ستانه شوي دي.

پر اوکراین له یرغل وروسته روسیې د خپلو پوځیانو استخدام زیات کړ. د اوکراین له جګړې مخکې په روسیه کې پوځي خدمتونه اجباري وو.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت یوې چارواکي الینا دوبینکو ویلي، د هغو دوو کسانو روسي پاسپورتونه چې له پوځ تښتېدلي، ضبط شوي دي.

د اینټرفکس خبري اژانس د روسي چارواکو په حواله ویلي چې د څو نورو کسانو د تابعیت د محرومولو موضوع تر غور لاندې ده.