• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو د دوو بهرنیو اتباعو د روسیې تابعیت د عسکرۍ نه کولو له امله لغوه کړ

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۰

د لومړي ځل لپاره، روسیې د دوو بهر توکمه اتباعو روسی تابعیت د پوځي خدمت نه کولو له امله لغوه کړ. اینټرفاکس خبري اژانس د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په روسیه کې یوې محکمې له هیواد څخه د دغو دوو کسانو د ایستلو حکم صادر کړ.

اینټرفاکس د روسیې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه دوه کسان ۲۱ او ۲۴ کلن دي. تر اوسه د دغو دوو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د راپورونو له مخې له دغو دوو کسانو غوښتل شوي و چې په ۱۴ ورځو کې په پوځ د ثبت ادارې ته حاضر شي.

د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو اتباعو په وروستیو کلونو کې د روسیې تابعیت اخیستی دی.

د روسيې او اوکراين تر منځ د جګړې له پيلېدو وروسته دغه دوه ګوني اتباع د پوځ له لیکو تښتیدلي چې يو شمېر خپلو او يا نورو هېوادونو ته تللي.

په ورته مهال، د نړۍ په نورو سیمو کې د شخړو په زیاتیدو سره، د دغو اتباعو ځینې بیرته روسیې ته ستانه شوي دي.

پر اوکراین له یرغل وروسته روسیې د خپلو پوځیانو استخدام زیات کړ. د اوکراین له جګړې مخکې په روسیه کې پوځي خدمتونه اجباري وو.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت یوې چارواکي الینا دوبینکو ویلي، د هغو دوو کسانو روسي پاسپورتونه چې له پوځ تښتېدلي، ضبط شوي دي.

د اینټرفکس خبري اژانس د روسي چارواکو په حواله ویلي چې د څو نورو کسانو د تابعیت د محرومولو موضوع تر غور لاندې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي د ۳۳ هېوادونو وګړي بې ویزې ور تللی شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د ایران حکومت په تازه ګام کې د ۳۳ هېوادونو د وګړو لپاره د ویزې لګولو قانون ختم کړ. په دې هېوادونو کې سعودي، هند او تاجکستان هم راځي، خو افغانستان او پاکستان پکې نشته. دې سره د هغو هېوادونو شمېر ۴۵ ته ورسېد چې وګړي یې ایران ته بې ویزې تللی شي.

د ایران د ګرځندوی او کلتوري میراثونو مرستیال وزیر علي اصغر شالبافیان له ایسنا سره په خبرو کې وايي، تهران له دغو هېوادونو سره د پرانیستې دروازې له لارې د بهرنۍ پانګونې او ډېرو سیلانیانو جلبول او د بهرنۍ راکړې ور کړې زیاتول غواړي.

د نوموړي په خبره، ویزو کې اسانتیا او د ویزو لغوه کول دې موخو ته رسېدو کې له تهران سره ښه مرسته کولی شي.

ښاغلی شالبافیان وايي، دوی د ۶۸ هېوادونو نوملړ له دولتي ادارو سره شریک کړی و، خو هغوی ور سره پر ۳۳ هېوادونو هوکړه کړې ده.

په دې هېوادونو کې د خلیج سعودي، قطر، امارات، بحرین، کویت او لبنان راخي. ګاونډیو او قفقاز سیمه کې ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او روسیه دي.

افریقايي او مسلمانو هېوادونو کې تونس، تانزانیا، موریتانیا، زیمبابوې، موریس او سیشل دي. ختیځه اسیا کې جاپان، انډونیزیا، مالیزیا، سنګاپور، ویتنام، کامبوج او بروني.

امریکا کې هم برازیل، مکسیکو، پیرو، ونزویلا او کیوبا. په ختیځه اروپا کې کرواسي، صربیا، بوسنیا، هرزګوینا او بلاروس.

هند هم د کلتوري میراث او برېکس د غړي په توګه هغه هېواد دی چې بې ویزې یې وګړي ایران ته تللی شي.

لا هم مالومه نه ده چې دا نوی پلان به کله پلی شي او تر څومره وخت یې وګړي بې ویزو په دغه هېواد کې پاتېدلی شي.

د پښتونخوا په ټانک کې درې پولیس او درې وسلوال ووژل شول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په ټانک کې د جمعې په ورځ د وسلوال برید له امله درې پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي. د پاکستان امنیتی ادارې وايي، په دې برید کې یې درې وسلوال هم له منځه وړي دي. د انصارالاسلام په نوم نامشهورې ډلې د برید مسوولیت منلی او وایي، دا یې لومړنی برید دی.

دوه ورځ مخکې هم په دېره اسماعیل خان کې د پوځ پر اډه د وسلوالو په برید کې ۲۵ پوځیان ووژل شول.

د ځايي پولیسو مشر افتخار شاه رویټرز ته ویلي، په نننۍ برید کې هم یوه ځانمرګي د پولیسو د تاڼې په دروازه کې ځانمرګی کړی دی او نور مرکز ته ننوتلي دي.

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو نږدې څلور ګړۍ د وسلوالو سره نښته وکړه.

د پولیسو صوبايي مشر اختر حیات وايي، په دې برید کې دوه پولیس ټپي شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي چې په برید کې د دریو وسلوالو پر وژل کېدو سربېره دوه نور ټپي شوي او دوی یې د موندلو هڅې کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، ایران باید پر بېړیو د حوثيانو د بریدونو مخنیوی وکړي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي، د ایران حکومت اړ دی، چې پر بېړیو د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو مخه ونیسي. د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیلېدو راهیسې حوثيانو په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې متحده ایالات په یمن کې د حوثيانو له ګواښ سره د مقابلې لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي.

جیک سالیوان له جګړې وروسته د غزې د راتلونکي په اړه وویل، د غزې واک باید فلسطینیانو ته وسپارل شي.

هغه په ​​دې برخه کې ټینګار وکړ، چې د فلسطین اداره باید د اصلاحاتو بهیر پرمخ بوځي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، حماس له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي او په روغتونونو او ښوونځیو کې پټیږي.

د جیک سالیوان او د موساد د مشر لیدنه

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې یا موساد مشر ډیویډ بارنیا پرون په تل ابیب کې د موساد په مرکزي دفتر کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د یرغمل شویو د بېرته ستنولو پر هڅو، د همکاریو پر زیاتوالي او د ایران د اټومي پروګرام له امله د رامنځته شویو سیمه ییزو ننګونو، د اسلامي جمهوریت له خوا د ترورېزم د پراختیا او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو کې د چين مرستیال استازي پر طالبانو لګېدلیو بندیزونو کې د تعدیل غوښتنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي، امنيت شورا باید پر طالبانو په لګېدلیو بنديزونو کې د تعديل له لارې د نړبوالې ټولنې او افغانستان تر منځ واقعي تعامل ته زمينه برابره کړي. ګنګ شوانګ زیاتوي، دې سره به د افغانستان پر پرمختګ او د افغانانو پر ژوند د بنديزونو د منفي اغېز مخنیوی وشي.

د هغه په ​​وينا، په لومړي ګام کې بايد امنيت شورا ژر تر ژره د ځينو طالب چارواکو د سفري بنديزونو په اړه پر معافيت غور وکړي.

ګنګ شوانګ زیاتوي چين تل پر دې ټينګار کړی، چې د سفرونو معافيت د خبرو اترو او تعامل د اسانتيا لپاره ضروري دی او بايد د فشار د وسيلې په توګه ونه کارول شي.

په ورته مهال د چین شینهوا خبري اژانس د ګنګ شوانګ له قوله دا هم لیکلي، چې نړیواله ټولنه بايد په جدي توګه ددې مخنوی وکي، چې افغانستان د ترهګريزو سازمانونو په مرکز بدل نه شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د افغانستان د بندیزونو د کمېټې د ملاتړ د څارونکې ډلې د ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ.

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو په اتفاق سره پریکړه وکړه، چې د طالبانو په وړاندې د ۱۹۸۸ بندیزونو ته دوام ورکړي.

په دې سره به طالبان د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې پاتې شي.

له دې رايې ورکولو سره د يو شمېر طالب مشرانو د سفر له بنديز څخه د معافيت موده نه ده غځول شوې.

په ملګرو ملتونو کې د چين د استازي مرستيال ويلي؛ لکه څنګه، چې د پرېکړه ليک په مقدمه کې راغلي، امنیت شورا باید دا یقیني کړي، چې دغه بندیزونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او ودې ورکولو لپاره دي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

رسیدلي راپورونه وايي، چې لومړی پر دغه مرکز ځانمرګی برید شوی او وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې وشوې. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ویلي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده او د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ټانک سیمې د پولیسو په مرکز په ترسره شوي برید کې د یو پولیس په ګډون درې تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی یو بریدګر د پولیسو د مرکز په دروازه کې ځانمرګی برید کړی او وروسته د دواړو غاړو ترمنځ جګړه نښتې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس او درې تنه بریدګر وژل شوي او درې تنه نور پولیس ژوبلېدلي دي.

په سیمه کې سرچینې وايي، چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.


پولیس وايي، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي او د وسله‌والو لټون روان دی.


د یو بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په باړه کې هم نن سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی، چې له امله یې دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

پولیس چارواکو ویلي، چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او دوی یې لټون پیل کړی دی.


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او هره ورځ له دغو سیمو څخه د بریدونو او مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.