• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو نړیوال فورم کې د ایران استازی: د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل باید له منځه لاړ شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۰

جنیوا کې د کډوالو په نړیوال فورم کې د ایران استازي وویل، د کډوالو پر داوطلبانه ستنیدو سربیره باید د نویو بې ځایه کیدو مخه ونیول شي او د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل له منځه یووړل شي. عبدالله موبیني وویل، ټول شموله حکومت باید د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار زمینه برابره کړي.

ایسنا خبری اژانسد جمعې په ورځ د ليندۍ پر ۲۴ مه په يوه راپور کې ويلې، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ملي ادارې مشر په دغه کتنه کې وویل، څه د پاسه اوه سوه زره افغان محصلین په ایران کې په زدکړو بوخت دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې زرګونه افغان ماشومان او تنکي ځوانان د زدکړو له حقه بې برخې دي.

همدا ډول ایران هم د دغه هېواد په ۱۶ ښارونو کې د افغان اتباعو پر حضور بندیز لګولی دی.

دغه ایراني چارواکي پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا ایران ته د ورکړل شویو مرستو اندازه «د کډوالو د کوربه توب لپاره ډېره لږ ده او د کوربه توب د لګښتونو له يو سلنې هم کمه ده.»

ښاغلي موبیني ادعا وکړه، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته له دغې پېښې اغېزمن کسان ایران ته کډوال شوي دي.

دغه ایراني چارواکي له ایران افغانستان ته د اخراج شویو کډوالو احصایې وړاندې نه کړې.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران او پاکستان له بېلابېلو ښارونو لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال فورم د چهار شنبې په ورځ د ليندۍ ۲۲ مې نیټې د جمعې د ليندۍ ۲۴ پورې د سویس په جنیوا کې جوړ شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسيا فوټسال د ملتونو جام سیاليو کې د افغانستان سيالي لوبډلې معلومې شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسيا فوټسال د ملتونو جام د سياليو مهالوېش معلوم او افغانستان به په ډي ګروپ کې له د دريو اسيايي هيوادونو ایران، بحرين او کویټ سره ولوبيږي.

دغه سيالۍ به د راتلونکي زېږديز کال د اپرېل مياشتي په ۱۷ نېټه پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، چې يادې سيالۍ به تایلنډ هيواد کې تر سره شي.

دغه سیالۍ په څلورو ګروپونو کې کېږي.

په لومړي (اې) ګروپ کې کوربه هېواد تایلنډ، ويتنام، يمن او چين لوبډلې

په دوهم (بي) ګروپ کې ازبکستان، سعودي عربستان، عراق او اسټرليا لوبډلې

او په دريم (سي) ګروپ کې به جاپان، تاجکستان، کوریا او د قرغزستان فوټسال لوبډلې يو د بل په وړاندي ولوبيږي.

تر دې مخکي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې دي.

جرمني کې هغه افغان ځوان وستایل شو، چې یو ۹ کلن ماشوم یې په اوبو کې له ډوبېدو پچ کړی و

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د جرمني په برندینبورګ ایالت کې هغه افغان ځوان ته د زړورتیا او شجاعت ستاینلیک ور کړل شو، چې څو میاشتې وړاندې یې یو ۹ کلن جرمن ماشوم په اوبو کې له ډوبېدو بچ کړی و. دغه ځوان بشیر احمد دانشمل نومیږي، د افغانستان لغمان ولایت اوسیدونکی دی او له څه مودې راهیسې په جرمني کې استوګن دی.

دغه ځوان بشیر احمد دانشمل نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېر اګست میاشت کې یې یو ۹ کلن جرمن ماشوم د برندینبورګ ایالت په یو سند کې اوبو اخیستی و او د ځان ژغورلو لپاره یې لاسونه اچول، خو څه یې په وس پوره نه و.

دی وایي، کله یې چې ماشوم د مرګ او ژوند ترمنځ ولید، نو اوبو ته یې ور ټوپ کړل او دغه ماشوم یې له مرګ وژغوره.

دی زیاتوي وروسته دغه ماشوم د جرمني ځايي چارواکو د امبولانس الوتکې له لارې روغتون ته انتقال کړ.

بشیر احمد دانشمل وايي دوه ورځې وړاندې له ایالتي ښاروالۍ ورته زنګ راغی او ورته وویل شول چې د پنچشنبې «پرون» په ورځ تاسو د ښاروالۍ تالار کې دعوت یاست.

نوموړی وايي، نه پوهېده چې هلته څه خبره ده، خو کله چې پرون ښاروالۍ ته ورغی، نو مالومه شوه چې د ستایلو لپاره ځانګړي مراسم ور ته جوړ شوي دي.

دی زیاتوي د برندینبورګ ایالتي چارواکو لخوا تقدیر شوو او ډالیو باندې ونازول شوو.

دغه افغان ځوان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل: «زه په دغه هیواد کې اوسیږم او د دې ځای خلک چې دي هغوي باید خپل خلک وګڼو ځکه همدغه هیواد مونږ ته په سختو حالاتو ځای راکړی او امن یې راکړی دی.»

دی له ټولو افغانانو غواړي چې کومو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي هیواد او خلک یې خپل وګڼي ترڅو د افغانان نوم تل روښانه او نېک پاتې شي.

د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز د دغې پروسې د روڼتیا په اړه اندېښنې را پورته کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د پاکستان یوې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د بندي شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د تړلو دروازو تر شا د محاکمې بهیر پر خبري پوښښ بندیز لګولی دی. دغه پریکړه چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په درشل کې شوې، د محاکمې د ړونتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي.

دغه ۷۱ کلن د کرېکټ پخوانی ستوری په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د لیرې کېدو راهیسې د پاکستان د سیاسي کړکېچ په محور کې دی.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې وګټلې، خو مخالفانو یې ویل چې دغه بریا یې د پوځ په مرسته ترلاسه کړې ده.

د پاکستان پوځ ډیری وخت د حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې پراخ رول لوبولی دی.

عمران خان هم له واکه د ګوښه کېدو پړه پر پوځ اچوي او وايي وروسته له هغه چې د هېواد د استخباراتو د مشر د ټاکلو پر سر یې له جنرالانو سره اختلاف شو، د واک پریښودولو ته اړ کړل شو.

د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ او له واکه د هغه د لرې کیدو تورونه رد کړي دي.

د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز لګول کولی شي چې د رای اچونې بهیر کې د درغلیو زمینه برابره کړي، ځکه د ټاکنو د کمیسیون په وینا، حاکم سرپرست حکومت د عمران خان د مخالفانو پلوي کوي.‌

پر خان لګېدلي تورونه له هغو محرمو اسنادو سره تړاو لري چې تیر کال په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لیږلي وو.

پر عمران خان تور دی چې دغه محرم اسناد یې خپاره کړي دي.‌ د پاکستان د رسمي رازونو قانون له مخې څوک چې محرم دولتي رازونه خپاره کړي تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د تړلو دروازو تر شا د محاکمې ترسره کیدل او د دغې بهیر پر خبري پوښښ بندیز په راولپنډۍ کې د یوې محکمې د حکم له مخې ترسره کیږي چې د پنج شنبې په ماښام صادر شوی دی.‌

د محکمې په دغه حکم کې چې د پاکستان د رسنیو مدیرانو او د مخابراتو شرکتونو چارواکو ته هم استول شوی، له بندیزه سرغړونکو ته د رسمي رازونو قانون په چوکاټ کې د "جدي عواقبو" خبرداری ورکړل شوی.

محکمې د عمران خان او له هغه سره په همدې قضیه کې تورن پخواني د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کورنیو ته په دې شرط په محکمه کې د حضور اجازه ورکړې ده چې دوی به د محاکمې پروسه هیڅ رسنۍ ته نه افشا کوي.

د بشري حقونو څار ډلې وايي، د رسنیو پر پوښښ دا ډول محدودیتونه د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف کار دی.

عمران خان د اګست په ۵ مه د فساد په تور په درې کاله بند له محکومیدو وروسته تر اوسه په زندان کې دی.‌

د ایران په سیستان بلوچستان کې د وسله والو برید کې ۱۲ پولیس ووژل شول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په راسک ښار کې د وسله والو برید کې ۱۲ ایراني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه اوه نور ټپیان شوي دي. د "جیش العدل" ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. ایراني چارواکي وايي، د جیش العدل ډلې غړي په پاکستان کې عملیاتي اډې لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې د جیش العدل ډلې د غړو د پېژندلو لپاره ځيني چورلکې د ایران او پاکستان پر پولو الوتنې کوي.

چارواکي وايي، چې د نن ورځې د برید دوه وسلوال وژل شوي، يو ټپي او نيول شوى او پاتې نور په تېښته بريالي شوي دي.

د پولیسو ویاند سعید منتظرالمهدي د جمعې په سهار په راسک کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وویل، چې په راسک کې وضعیت اوس "تر کنټرول لاندې" دی.

حال وش همداراز د راسک، ایران شهر، سرباز او شاوخوا سیمو ته د پوځي چورلکو د پرله پسې الوتنې او ګزمو خبر ورکړ.

د «جیش العدل» ډلې په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی ځواکونو د جمعې په ورځ د ليندۍ په ۲۴ مه سهار دوه نیمې بجې پر دغه مرکز برید وکړ.

له دې مخکي حال وش او د بلوڅو فعالانو د سیستان او بلوچستان په راسک ښار کښې د پولیسو په مرکز کښې د یوې درنې چاودنې او د سختو نښتو د اوازو خبر ورکړی و

د حال وش د راپور له مخې، د پوځي څارنې بې پیلوټه الوتکې د راسک په اسمان کې څار او عکاسي کوي.

د دغه راپور له مخې د راسک د پولیسو په مرکز د ډزو غږونه تر پنځو ساعتونو زیات دوام درلود.

حال وش د ځایی سرچینو په حواله وویل؛ د راسک وضعیت سخته امنيتي بڼه خپله کړې او د ښار په مختلفو برخو او شاوخوا غونډیو کې پوځی ځواکونه ځای پر ځای شوی دی. د راسک انټرنیټ هم خراب شوی.

د دغه راپور له مخې د نښتې له پيل درې ساعته وروسته د پوليسو د قوماندانۍ مرکز ته په روانو مرستندويه ځواکونو هم بريد وشو.

د خوړو نړیوال پروګرام چارواکې: که مرستې دوام ونه کړي، په افغانستان کې به ښځې زیاتې وځپل شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي، د طالبانو او نړیوالې ټولنې له دوامداره مرستو او همکارۍ پرته به په افغانستان کې د ښځو ځپل او قحطي نوره هم زیاته شي. له فوربز مجلې سره په مرکه کې مري الن مک‌ ګروتر له افغانانو سره د مرستې لپاره د سملاسي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مشرې وويل، چې دغه سازمان له هېواد سره د مرستو په رسولو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او د ښه نیت ښودلو پر ځای هڅو ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړه، "دوی [مرستندویه ادارې] د سیاسي مداخلې او مالي مرستو له لارې د قوي او سملاسي ملاتړ غوښتنه کوي." کله چې موږ د بیړني حالت په اړه خبرې کوو هیڅ مبالغه نشته. موږ باید همدا اوس عمل وکړو."

د دغه سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د روان بشري ناورین له امله ۲۲،۸ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ۸،۷ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ کېدونکي دي.

د اغلې مري الن مک‌ ګروتر په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت ړنګېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او پرله پسې وچکالۍ د افغانستان نیمايي نفوس د خوراکي توکو له بحران سره مخ کړی دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، یوازې ۵ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه درلود.

نوموړې په دې مرکه کې افغانستان اقتصادي سقوط ته نږدې هېواد وباله او خبرداری یې ورکړ چې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ په دوام سره افغانان د خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

هغې ټینګار وکړ چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ډېرو زیان منونکو ټولنو د ژغورلو یوازینۍ لار ده او دغه سازمان د سیاسي مداخلې او مالي مرستو له لارې د نړیوالې ټولنې قوي او عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.
​