• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر: افغان طالب قوماندانان د ترهګرو ملاتړ کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د افغان طالبانو قومندانان د ترهګرو ملاتړ کوي. جان اڅکزي د جيونيوز سره په یوه مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره پټنځايونه شته او دغه پټنځايونه په پاکستان کې د ترهګرو سره تړاو لري.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر امریکا ته د اډو ورکولو په وړاندیز له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه وویل:« هغو پټنځایونو ته د تلو اړتیا ده، چې له هغه ځایه دغه شبکې فعالیت کوي.»

نوموړي ویلي:« د افغان طالبانو قوماندانان د ترهګرو ملاتړ کوي، ترهګر د پاکستان له پولو را اوړي او بریدونه کوي.»

هغه زیاته کړې:« موږ اړتیا لرو، د ترهګرۍ په تړاو یوه ستراتیژي جوړه کړو.»

هغه دا هم ویلي، چې ترهګرو ته امریکايي وسلې برابرېږي.

ښاغلي اڅکزي ویلي، چې تر دې وروسته به د پاکستان دننه هم عمليات وشي او په وینا یې:«په دېره اسماعیل خان کې وروستي برید دا روښانه کړه، چې د ترهګرۍ شبکه منظمه تنظیم شوې ده.»


د ښاغلي اڅکزي دغه څرګندونې که څه هم چې نوې نه دي؛ خو هغه له خپلې هغې خبرې په څنګ تېر شو چې تر دې وړاندې یې ویلي و، پاکستان به امریکا ته په خپله خاوره کې داسې ا‌‌‌‌‌‌ډې ورکړي چې له دغه ځایه به په افغانستان کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، افغانستان لا هم د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی. د دغې شورا په خبره، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو سوداګري «د ترهګرو ډلو د تمویل سرچینه» ده چې ورسره نړۍوال امنیت ګواښل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۳مه) د «افغانستان او نړۍوالې ترهګرۍ» په برخه کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې؛ خو «ترهګرې ډلې او نا دولتي سوداګر د نشه‌يي توکو تجارت او د افغانستان طبیعي زېرمې» په لاس کې لري او له هغو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

دغې شورا ویلي، چې دغه ډلې د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره هم یو ګواښ بلل کېږي.

یو شمېر هېوادونو په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځلونو له افغانستانه د ترهګرو ډلو د خوځښتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل کلني راپور کې چې په روانه میاشت کې خپور شو ویلي، چې د افغانستان ګاونډیان له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په اړه سخت اندېښمن دي.

دغه وزارت ویلي، سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي؛ خو لا هم دوی دغلته ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې.

د امنیت شورا یو ځلې بیا له طالبانو وغوښتل، چې «پراخ بنسټه او د خلکو استازی حکومت» دې رامنځته کړي او پر نړۍوالو ژمنو دې عمل وکړي.

دغې شورا په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو هم اندېښنه ښودلې.

د امنیت شورا د ښځو او لږکیو پر وضیعت په تېره بیا د نجونو او مېرمنو زده‌کړو ته د لاس‌رسي، د کاری فرصتونو برابرول، په ټولنیزو چارو کې د هغوی ونډه، ازادي، سفر کول او نورو بنسټیزو خدمتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو په اړه غوښتنه کړې، چې داسې بندیزونه دې ولګول شي چې په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او امنیت سره مرسته وکړي.


همدغه روانه اونۍ د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې د امر بالمعروف پر وزیر محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فریدالدین محمود د بشری حقونو د سرغړونو په تور بندیزونه لګېدلي دي.


دغه وزارت ویلي، چې دغه دوه طالب چارواکي د بشري حقونو په سرغړونو او د نجونو او مېرمنو په رټلو تورن شوي او بندیزونه پرې لګیدلي دي.

خلیل‌زاد: د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۹ GMT+۰

زلمي خلیل‌زاد په اېکس پاڼه لیکلي، اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې ته یې پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړیږي.

، خو طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او ادعا کوي، چې اسلام اباد داعش او د دغې ډلې خراسان څانګې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او پر افغانستان کې یې وسله‌والو بریدونو ته هڅوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي په ټویټ کې دا هم راغلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان په پالیسۍ کې بدلونونه هم د همدغو کړکېچنو اړیکو ښکارندویه ده، چې تر اوسه یې سلګونه زره افغانان له خپلې خاورې په زوره شړلي او په دې برخه کې یې د نړۍوالو غوښتنې له پامه غورځولې دي.

خلیل‌زاد د دغو لانجو، ګونجو د غوڅولو لپاره وړاندیز کوي چې په دې برخه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوی له پاره دې کابل او اسلام اباد داسې یوې هوکړې ته سره ورسېږي، چې د دواړو هېوادونو خاورې د یو بل پر ضد و نه کارول شي او د ټي ټي پی له پاره دې په افغانستان کې او د داعش لپاره دې په پاکستان کې د پټنځایونو مخه ونیوله شي.


ښاغلی خلیل‌زاد دواړو هېوادونو ته وړاندیز کوي، چې په دغسې ترینګلو حالاتو کې دې دواړه خواوې د دوحې تړون پرېکړو ته غاړه کېږدي او دغه مهمې مسلې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

رسیدلي راپورونه وايي، چې لومړی پر دغه مرکز ځانمرګی برید شوی او وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې وشوې. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ویلي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده او د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ټانک سیمې د پولیسو په مرکز په ترسره شوي برید کې د یو پولیس په ګډون درې تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی یو بریدګر د پولیسو د مرکز په دروازه کې ځانمرګی برید کړی او وروسته د دواړو غاړو ترمنځ جګړه نښتې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس او درې تنه بریدګر وژل شوي او درې تنه نور پولیس ژوبلېدلي دي.

په سیمه کې سرچینې وايي، چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.


پولیس وايي، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي او د وسله‌والو لټون روان دی.


د یو بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په باړه کې هم نن سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی، چې له امله یې دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

پولیس چارواکو ویلي، چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او دوی یې لټون پیل کړی دی.


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او هره ورځ له دغو سیمو څخه د بریدونو او مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

د ازادۍ جبهه وايي چې په پنجشېر کې یې درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشیر ولایت په رخه ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو پر مدیریت برید کړی دی.

دغې ډلې د ایکس خواله رسنۍ له لارې په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغې ډلې په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې او لیکلي یې دي، چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو د مدیریت ودانۍ زیانمنه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۰

افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، نن ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د نوموړي کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه نن ماخوستن اته بجې د طالبانو په بند کې له ۱۱ ورځو تېرولو وروسته خوشې او کندهار کې خپل کور ته ستون شوی دی.

د محمدي د کورنۍ په خبره د هغه روغتیايي حالت ښه دی او په خوشې کېدو یې د کورنۍ ټول غړي خوشحاله دي.

په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي‌، چې نوموړی په دې خاطر نیول شوی وو، چې طالبانو غوښتل په دې پوه شي چې د طالبانو په وینا کومې مغرضې رسنۍ سره کار کوي که نه.

خو تر پوښتنو ګروېګنو وروسته طالبانو د هغه پر وړاندې کوم ثبوت نه و ترلاسه کړی؛ ځکه یې بېرته خوشې کړی دی.‌

محمدي له څه مودې د تمدن ټلویزیون سره کار کاوه چې د طالبانو استخباراتو د پوښتنو لپاره دغې ادارې ته وربللی وو؛ خو ۱۱ ورځې وروسته یې بیرته خوشې کړ.

د افغانستان په سویل کې مېشت خبریالان وايي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسنیو بندیزونه ډېر کړي او حتا عادي معلوماتو ترلاسه کول هم شونې نه دي.