• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیل‌زاد: د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۵ GMT+۰

زلمي خلیل‌زاد په اېکس پاڼه لیکلي، اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې ته یې پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړیږي.

، خو طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او ادعا کوي، چې اسلام اباد داعش او د دغې ډلې خراسان څانګې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او پر افغانستان کې یې وسله‌والو بریدونو ته هڅوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي په ټویټ کې دا هم راغلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان په پالیسۍ کې بدلونونه هم د همدغو کړکېچنو اړیکو ښکارندویه ده، چې تر اوسه یې سلګونه زره افغانان له خپلې خاورې په زوره شړلي او په دې برخه کې یې د نړۍوالو غوښتنې له پامه غورځولې دي.

خلیل‌زاد د دغو لانجو، ګونجو د غوڅولو لپاره وړاندیز کوي چې په دې برخه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوی له پاره دې کابل او اسلام اباد داسې یوې هوکړې ته سره ورسېږي، چې د دواړو هېوادونو خاورې د یو بل پر ضد و نه کارول شي او د ټي ټي پی له پاره دې په افغانستان کې او د داعش لپاره دې په پاکستان کې د پټنځایونو مخه ونیوله شي.


ښاغلی خلیل‌زاد دواړو هېوادونو ته وړاندیز کوي، چې په دغسې ترینګلو حالاتو کې دې دواړه خواوې د دوحې تړون پرېکړو ته غاړه کېږدي او دغه مهمې مسلې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۵ GMT+۰

رسیدلي راپورونه وايي، چې لومړی پر دغه مرکز ځانمرګی برید شوی او وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې وشوې. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ویلي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده او د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ټانک سیمې د پولیسو په مرکز په ترسره شوي برید کې د یو پولیس په ګډون درې تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی یو بریدګر د پولیسو د مرکز په دروازه کې ځانمرګی برید کړی او وروسته د دواړو غاړو ترمنځ جګړه نښتې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس او درې تنه بریدګر وژل شوي او درې تنه نور پولیس ژوبلېدلي دي.

په سیمه کې سرچینې وايي، چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.


پولیس وايي، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي او د وسله‌والو لټون روان دی.


د یو بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په باړه کې هم نن سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی، چې له امله یې دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

پولیس چارواکو ویلي، چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او دوی یې لټون پیل کړی دی.


په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او هره ورځ له دغو سیمو څخه د بریدونو او مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

د ازادۍ جبهه وايي چې په پنجشېر کې یې درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشیر ولایت په رخه ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو پر مدیریت برید کړی دی.

دغې ډلې د ایکس خواله رسنۍ له لارې په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغې ډلې په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې او لیکلي یې دي، چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو د مدیریت ودانۍ زیانمنه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۰

افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، نن ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د نوموړي کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه نن ماخوستن اته بجې د طالبانو په بند کې له ۱۱ ورځو تېرولو وروسته خوشې او کندهار کې خپل کور ته ستون شوی دی.

د محمدي د کورنۍ په خبره د هغه روغتیايي حالت ښه دی او په خوشې کېدو یې د کورنۍ ټول غړي خوشحاله دي.

په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي‌، چې نوموړی په دې خاطر نیول شوی وو، چې طالبانو غوښتل په دې پوه شي چې د طالبانو په وینا کومې مغرضې رسنۍ سره کار کوي که نه.

خو تر پوښتنو ګروېګنو وروسته طالبانو د هغه پر وړاندې کوم ثبوت نه و ترلاسه کړی؛ ځکه یې بېرته خوشې کړی دی.‌

محمدي له څه مودې د تمدن ټلویزیون سره کار کاوه چې د طالبانو استخباراتو د پوښتنو لپاره دغې ادارې ته وربللی وو؛ خو ۱۱ ورځې وروسته یې بیرته خوشې کړ.

د افغانستان په سویل کې مېشت خبریالان وايي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسنیو بندیزونه ډېر کړي او حتا عادي معلوماتو ترلاسه کول هم شونې نه دي.

طالبانو له څلور میاشتو بند وروسته ندا پرواني خوشې کړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۳ GMT+۰

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نیول شویو معترضو مېرمنو له ډلې د ندا پرواني، د هغې د زوی او خاوند د خوشې کولو خبر ورکړی. په ټولنیزو شبکو کې د مېرمنو د چارو فعالانو هدا خموش او پراوانه ابراهیم خېل هم د نوموړې د خوشې کولو خبره تایید کړې ده.

یادې سرچینې د نوموړې د صحي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې وروسته له خوشې کېدو نوموړې روغتون ته انتقال شوې ده.

طالبانو دغه لاريون کوونکې مېرمن او کورنۍ يې د سنبلې په ٢٨مه د کابل په خيرخانې سيمه کې له خپل کور څخه نيولې ده.

دغه لاریون کوونکې مېرمن په افغانستان کې له هغو مېرمنو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته رامنځته شوې ده.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د طالبانو د پرلپسې حکمونو له مخې؛ نجونې په بشپړ ډول له زده کړو منع دي او ښځې له کار کولو او عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو کې له ګډون څخه منع شوي دي.

د ښځو احتجاجي غورځنګ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ټولنې له عامه برخو د ښځو د ایستلو او د کور په څلورو دیوالونو کې د بندولو پر ضد لاریونونه کړي دي.

له بلې خوا په دې موده کې طالبانو په وار- وار د اعتراض کوونکو ښځو د راټولېدو مخه نیولې او د ښځو فعالان یې نیولي او وهلي یې دي.

منظور پښتین: که پر اټوم بم مې هم کېنوي پر خپل دریځ ولاړ یم

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یو لنډ ویډیويي کلیپ کې محکمې ته د وړاندې کولو څخه څو شېبې مخکې ویلي، چې که د پاکستان حکومت یې پر اټوم بم هم کېنوي له خپلې داعیې او دریځ څخه به پر شا نه شي.

نوموړي ویلي، چې که څه هم پر ده ډېره سختي ده؛ خو پلویان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې خپلې مبارزې او مزاحمت ته دوام ورکړي.

هغه وویل: “زما نیونه یوه ناجایزه نیونه ده او دوی به له ما څه تفتیش وکړي هر څه روښانه دي”.

نوموړی نن په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته د محاکمې لپاره وړاندې شوی دی.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغه د نیولو په اړه روښانه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین څو ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه پیل کړي دي.