• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: کاشکې هیڅکله هم له بګرام اډې نه وای وتلي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي: «کاش امریکا هیڅکله هم له بګرام پوځي اډې نه وای وتلې.» جان بولټن له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړه یوه «ویجاړوونکې تېروتنه» بللې ده، چې ور سره طالبان پر دغه هېواد بیا واکمن شول.

بولټن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و. د هغه په ​​باور، له افغانستان څخه د امريکا په وتلو سره به د سيمې هېوادونه لکه ايران، چين او روسيه هڅه وکړي، چې له دغه وضعيت ګټه پورته کړي.

د امریکا د حکومت دغه پخواني چارواکي ویلي چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ خبرې یوه «تیروتنه» وه او جوبایډن دا «تیروتنه» تکرار کړه.

بولټن له طالبانو سره د بګرام پوځي اډې په اړه د معاملې په تړاو د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، ټرمپ پوهېږي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې یې تېروتنه کړې او اوس اندېښمن دی.

بولټن هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د مقاومت ځواکونه خپلو موخو ته ورسېږي او یو مشروع حکومت به جوړ کړي، چې امریکا وکولای شي بګرام ته د ستنېدو شرایط وڅېړي.

د امریکا د حکومت دغه پخواني چارواکي زیاته کړه چې د افغانستان د وضعیت د بدلیدو یوازینۍ لاره د طالبانو د رژیم بدلول او په افغانستان کې د یوه مسوول نظام رامنځ ته کول دي.

جان بولټن له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي، چې پر طالبانو باور کول "خطرناک" دي او تر هغه چې نړیوال ترهګر افغانستان ته تللی شي، طالبان به د امریکا او د امریکا د ملګرو هیوادونو لپاره یو ګواښ وي.

د هغه په ​​وينا، افراطيت د طالبانو د ایډیولوژی برخه ده او دغه ډله د "ترهګرو لپاره د جنت" په برابرولو سره افغانستان او نړۍ ګواښي.

هغه ټینګار وکړ چې دی هیله من دی چې امریکا به طالبان په رسمیت ونه پیژني، ځکه چې د ده په وینا طالبانو له افغانستان او امریکا سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او د طالبانو په رسمیت پیژندل یوه بله «تیروتنه» ده.

جان بولټن افغانستان ته د امریکا د راتګ د احتمال په اړه وویل، دی هیله من دی چې جمهوري غوښتونکي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه مسوول نوماند په درلودلو له طالبانو سره شوې هوکړې له پامه وغورځوي او په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت ځواکونه په رسمیت وپیژني.

بولټن طالبانو ته د امریکا له خوا د نغدي کڅوړو د استولو په اړه هم وویل چې دا بشري مرستي دي او که د طالبانو لاس ته ورسیږي دا ډېر ناسم کار دی.

هغه څرګنده کړه چې د امریکا حکومت پوهیږي چې له افغانستان څخه په وتلو سره یې څه ګناه کړې او امریکا باید داسې څه ونه کړي چې طالبان ور سره پیاوړي او دوام سبب یې شي.

ښاغلي بولټن زیاته کړه چې له طالبانو سره هر ډول مرسته به دغه ډله لا پیاوړې کړي.

بګرام هوايي اډه د شاوخوا شلو کلونو لپاره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهمه او لویه اډه وه، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال ان تر یو لک امریکايي پوځیان هم پکې دیره وو.

دغه ستراتیژیکه اډه په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو جوړه کړې وه او د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو اصلي مرکز و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو نړیوال فورم کې د ایران استازی: د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل باید له منځه لاړ شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

جنیوا کې د کډوالو په نړیوال فورم کې د ایران استازي وویل، د کډوالو پر داوطلبانه ستنیدو سربیره باید د نویو بې ځایه کیدو مخه ونیول شي او د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل له منځه یووړل شي. عبدالله موبیني وویل، ټول شموله حکومت باید د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار زمینه برابره کړي.

ایسنا خبری اژانسد جمعې په ورځ د ليندۍ پر ۲۴ مه په يوه راپور کې ويلې، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ملي ادارې مشر په دغه کتنه کې وویل، څه د پاسه اوه سوه زره افغان محصلین په ایران کې په زدکړو بوخت دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې زرګونه افغان ماشومان او تنکي ځوانان د زدکړو له حقه بې برخې دي.

همدا ډول ایران هم د دغه هېواد په ۱۶ ښارونو کې د افغان اتباعو پر حضور بندیز لګولی دی.

دغه ایراني چارواکي پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا ایران ته د ورکړل شویو مرستو اندازه «د کډوالو د کوربه توب لپاره ډېره لږ ده او د کوربه توب د لګښتونو له يو سلنې هم کمه ده.»

ښاغلي موبیني ادعا وکړه، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته له دغې پېښې اغېزمن کسان ایران ته کډوال شوي دي.

دغه ایراني چارواکي له ایران افغانستان ته د اخراج شویو کډوالو احصایې وړاندې نه کړې.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران او پاکستان له بېلابېلو ښارونو لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال فورم د چهار شنبې په ورځ د ليندۍ ۲۲ مې نیټې د جمعې د ليندۍ ۲۴ پورې د سویس په جنیوا کې جوړ شوی دی.

د اسيا فوټسال د ملتونو جام سیاليو کې د افغانستان سيالي لوبډلې معلومې شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسيا فوټسال د ملتونو جام د سياليو مهالوېش معلوم او افغانستان به په ډي ګروپ کې له د دريو اسيايي هيوادونو ایران، بحرين او کویټ سره ولوبيږي.

دغه سيالۍ به د راتلونکي زېږديز کال د اپرېل مياشتي په ۱۷ نېټه پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، چې يادې سيالۍ به تایلنډ هيواد کې تر سره شي.

دغه سیالۍ په څلورو ګروپونو کې کېږي.

په لومړي (اې) ګروپ کې کوربه هېواد تایلنډ، ويتنام، يمن او چين لوبډلې

په دوهم (بي) ګروپ کې ازبکستان، سعودي عربستان، عراق او اسټرليا لوبډلې

او په دريم (سي) ګروپ کې به جاپان، تاجکستان، کوریا او د قرغزستان فوټسال لوبډلې يو د بل په وړاندي ولوبيږي.

تر دې مخکي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې دي.

جرمني کې هغه افغان ځوان وستایل شو، چې یو ۹ کلن ماشوم یې په اوبو کې له ډوبېدو پچ کړی و

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د جرمني په برندینبورګ ایالت کې هغه افغان ځوان ته د زړورتیا او شجاعت ستاینلیک ور کړل شو، چې څو میاشتې وړاندې یې یو ۹ کلن جرمن ماشوم په اوبو کې له ډوبېدو بچ کړی و. دغه ځوان بشیر احمد دانشمل نومیږي، د افغانستان لغمان ولایت اوسیدونکی دی او له څه مودې راهیسې په جرمني کې استوګن دی.

دغه ځوان بشیر احمد دانشمل نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېر اګست میاشت کې یې یو ۹ کلن جرمن ماشوم د برندینبورګ ایالت په یو سند کې اوبو اخیستی و او د ځان ژغورلو لپاره یې لاسونه اچول، خو څه یې په وس پوره نه و.

دی وایي، کله یې چې ماشوم د مرګ او ژوند ترمنځ ولید، نو اوبو ته یې ور ټوپ کړل او دغه ماشوم یې له مرګ وژغوره.

دی زیاتوي وروسته دغه ماشوم د جرمني ځايي چارواکو د امبولانس الوتکې له لارې روغتون ته انتقال کړ.

بشیر احمد دانشمل وايي دوه ورځې وړاندې له ایالتي ښاروالۍ ورته زنګ راغی او ورته وویل شول چې د پنچشنبې «پرون» په ورځ تاسو د ښاروالۍ تالار کې دعوت یاست.

نوموړی وايي، نه پوهېده چې هلته څه خبره ده، خو کله چې پرون ښاروالۍ ته ورغی، نو مالومه شوه چې د ستایلو لپاره ځانګړي مراسم ور ته جوړ شوي دي.

دی زیاتوي د برندینبورګ ایالتي چارواکو لخوا تقدیر شوو او ډالیو باندې ونازول شوو.

دغه افغان ځوان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل: «زه په دغه هیواد کې اوسیږم او د دې ځای خلک چې دي هغوي باید خپل خلک وګڼو ځکه همدغه هیواد مونږ ته په سختو حالاتو ځای راکړی او امن یې راکړی دی.»

دی له ټولو افغانانو غواړي چې کومو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي هیواد او خلک یې خپل وګڼي ترڅو د افغانان نوم تل روښانه او نېک پاتې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام چارواکې: که مرستې دوام ونه کړي، په افغانستان کې به ښځې زیاتې وځپل شي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي، د طالبانو او نړیوالې ټولنې له دوامداره مرستو او همکارۍ پرته به په افغانستان کې د ښځو ځپل او قحطي نوره هم زیاته شي. له فوربز مجلې سره په مرکه کې مري الن مک‌ ګروتر له افغانانو سره د مرستې لپاره د سملاسي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مشرې وويل، چې دغه سازمان له هېواد سره د مرستو په رسولو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او د ښه نیت ښودلو پر ځای هڅو ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړه، "دوی [مرستندویه ادارې] د سیاسي مداخلې او مالي مرستو له لارې د قوي او سملاسي ملاتړ غوښتنه کوي." کله چې موږ د بیړني حالت په اړه خبرې کوو هیڅ مبالغه نشته. موږ باید همدا اوس عمل وکړو."

د دغه سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د روان بشري ناورین له امله ۲۲،۸ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ۸،۷ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ کېدونکي دي.

د اغلې مري الن مک‌ ګروتر په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت ړنګېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او پرله پسې وچکالۍ د افغانستان نیمايي نفوس د خوراکي توکو له بحران سره مخ کړی دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، یوازې ۵ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه درلود.

نوموړې په دې مرکه کې افغانستان اقتصادي سقوط ته نږدې هېواد وباله او خبرداری یې ورکړ چې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ په دوام سره افغانان د خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

هغې ټینګار وکړ چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ډېرو زیان منونکو ټولنو د ژغورلو یوازینۍ لار ده او دغه سازمان د سیاسي مداخلې او مالي مرستو له لارې د نړیوالې ټولنې قوي او عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.
​

د طالبانو د تصفیې کمېسون خبرداری: طالبان دې د غړیتوب پاڼې تر راتلونکو دوو اوونیو تایید کړي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسون د ټولو ولایتونو امنیتي او تصفیوي کمېسونونو ته امر کړی چې د خپلو کسانو د غړیتوب تصدیق پاټې تر نږدې ۱۴ ورځو تایید کړي. دغه کمېسون وايي، که د تصدیق پاڼې اخیستونکی «مجاهد» نه وي او ډلګۍ یې پاڼه تایید کړې وي، پر ده سربېره به ډلګۍ مشر هم مجازات شي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دې کمېسون د اړوند مکتوب یوه کاپي رسېدلې چې پکې ولایتي کمېسونونو ته سپارښتنه شوې چې هغه تصدیق پاڼې چې مراحل یې نه دي تکمیل باید تر ټاکلې مودې پورې تکمیل شي.

د طالبانو امنیتي او تصفیي کمېسون په دغه مکتوب کې په ډاکه کړې ده چې په دې دوه اونیو کې چې کومې تصدیق پاڼې اجرا کیږي هغه به د مرکزي کېمسون ځانکړې کمېټې ته د وروستۍ تایید لپاره لېږل کیږي.

د دغه مکتوب کې دریمه ماده کې راغلي: « که ثابته شي چې د تصدیق پاڼې اخیستونکی مجاهد نه دی، تایدوونکی ګروپ مشر یا ډلګۍ مشر او د تصدیق پاڼې اخیستونکی به د مجازات وړ وي او حق د شکایت نه لري.»

د طالبانو په واکمنېدو سره بیا بیا د دې ډلې مشر له خپلو چارواکو بیا بیا غوښتي چې له خپلو لیکو نور کسان وباسي.

طالب مشران وخت په وخت په دا ډول تایید پاڼو سره نه یوازې له مختلفو ادارو پخواني ولسي او پوځي کارمنان باسي، بلکې د دې ډلې د مختلفو ولایتونو غړو هم پرې نیوکې کړې دي.

له دې وړاندې د میدان وردګو یو شمېر طالبانو نیوکه کړې وه، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کېمسیون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.

دوی ویلي و چې دغه کندهارۍ ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړي توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.

دوی ادعا کړې وه، چې د تصفیې کمېسیون د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر اړوند د طالبانو تصفیه وکړي، چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې پر طالبانو سربېره نور کسان هم ځای پر ځای کړي دي.

د میدان وردګو یو شمېر طالبانو په ټولنیزو شبکو کې پر کندهاري طالبانو دا نیوکه هم کړې وه، چې جګړه دوی کړې او اوس ټولې مهمې دندې د کندهاري طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ څخه دوه کالو څخه زیاته موده تېریږي خو تروسه پورې دې ډلې خپل غړي نه دي تایید کړي.

100%