• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د جیو ټلویزیون د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر استعفا نن د دغه هیواد سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ ومنله. سرفراز بګټي د افغان کډوالو د اېستلو پلوی او د دې پلان یو طراح و. هغه له تېر اکتوبر راهیسې له ۴ لکه د ډېرو افغانانو په اېستلو کې مهم رول درلود.

جیو د خپلو سرچينو په حواله لیکلي چې بګټي د ډسمبر په ١٣مه خپله استعفا لومړي وزیر کاکړ ته وړاندې کړې وه خو هغه نن منلې ده.

د جیو په رپوټ کې راغلي چې سرفراز بګټي د شخصي دلايلو له امله استعفا کړې ده خو اکسپرس نیوز رسنۍ بیا ویلي چې بګټي په ټاکنو کې د ګډون په موخه استعفا کړې او د مسلم لیګ ګوند له ادرسه به ټاکنو کې برخه اخلي.

بل خوا ځینې پاکستاني رسنیو لیکي چې د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون لخوا د انتخاباتو د مهالوېش له اعلان سره سم د کابینې یو شمیر سرپرستو وزيرانو له خپلو دندو استعفا کړې ترڅو چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

له بګتي وړاندې د بلوجستان د سپورت او کلتور ایالتي وزیر چې د لومړي وزیر سلاکار هم دی له خپلې دندې استعفا کړې وه.‌ عمیر محمد حسني خپله استعفا د ډسمبر په ۱۳ مه نیټه لومړي وزیر ته وړاندې کړې او د هغه له خوا منل شوې وه.

حسنې هم ټاکنو کې د ګډون لپاره له دندې استعفا کړې ده.

د پاکستان ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې یا څه کم دوه میاشتې وروسته کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز د دغې پروسې د روڼتیا په اړه اندېښنې را پورته کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د پاکستان یوې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د بندي شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د تړلو دروازو تر شا د محاکمې بهیر پر خبري پوښښ بندیز لګولی دی. دغه پریکړه چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په درشل کې شوې، د محاکمې د ړونتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي.

دغه ۷۱ کلن د کرېکټ پخوانی ستوری په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د لیرې کېدو راهیسې د پاکستان د سیاسي کړکېچ په محور کې دی.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې وګټلې، خو مخالفانو یې ویل چې دغه بریا یې د پوځ په مرسته ترلاسه کړې ده.

د پاکستان پوځ ډیری وخت د حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې پراخ رول لوبولی دی.

عمران خان هم له واکه د ګوښه کېدو پړه پر پوځ اچوي او وايي وروسته له هغه چې د هېواد د استخباراتو د مشر د ټاکلو پر سر یې له جنرالانو سره اختلاف شو، د واک پریښودولو ته اړ کړل شو.

د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ او له واکه د هغه د لرې کیدو تورونه رد کړي دي.

د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز لګول کولی شي چې د رای اچونې بهیر کې د درغلیو زمینه برابره کړي، ځکه د ټاکنو د کمیسیون په وینا، حاکم سرپرست حکومت د عمران خان د مخالفانو پلوي کوي.‌

پر خان لګېدلي تورونه له هغو محرمو اسنادو سره تړاو لري چې تیر کال په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لیږلي وو.

پر عمران خان تور دی چې دغه محرم اسناد یې خپاره کړي دي.‌ د پاکستان د رسمي رازونو قانون له مخې څوک چې محرم دولتي رازونه خپاره کړي تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د تړلو دروازو تر شا د محاکمې ترسره کیدل او د دغې بهیر پر خبري پوښښ بندیز په راولپنډۍ کې د یوې محکمې د حکم له مخې ترسره کیږي چې د پنج شنبې په ماښام صادر شوی دی.‌

د محکمې په دغه حکم کې چې د پاکستان د رسنیو مدیرانو او د مخابراتو شرکتونو چارواکو ته هم استول شوی، له بندیزه سرغړونکو ته د رسمي رازونو قانون په چوکاټ کې د "جدي عواقبو" خبرداری ورکړل شوی.

محکمې د عمران خان او له هغه سره په همدې قضیه کې تورن پخواني د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کورنیو ته په دې شرط په محکمه کې د حضور اجازه ورکړې ده چې دوی به د محاکمې پروسه هیڅ رسنۍ ته نه افشا کوي.

د بشري حقونو څار ډلې وايي، د رسنیو پر پوښښ دا ډول محدودیتونه د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف کار دی.

عمران خان د اګست په ۵ مه د فساد په تور په درې کاله بند له محکومیدو وروسته تر اوسه په زندان کې دی.‌

د پښتونخوا په ټانک کې درې پولیس او درې وسلوال ووژل شول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په ټانک کې د جمعې په ورځ د وسلوال برید له امله درې پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي. د پاکستان امنیتی ادارې وايي، په دې برید کې یې درې وسلوال هم له منځه وړي دي. د انصارالاسلام په نوم نامشهورې ډلې د برید مسوولیت منلی او وایي، دا یې لومړنی برید دی.

دوه ورځ مخکې هم په دېره اسماعیل خان کې د پوځ پر اډه د وسلوالو په برید کې ۲۵ پوځیان ووژل شول.

د ځايي پولیسو مشر افتخار شاه رویټرز ته ویلي، په نننۍ برید کې هم یوه ځانمرګي د پولیسو د تاڼې په دروازه کې ځانمرګی کړی دی او نور مرکز ته ننوتلي دي.

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو نږدې څلور ګړۍ د وسلوالو سره نښته وکړه.

د پولیسو صوبايي مشر اختر حیات وايي، په دې برید کې دوه پولیس ټپي شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي چې په برید کې د دریو وسلوالو پر وژل کېدو سربېره دوه نور ټپي شوي او دوی یې د موندلو هڅې کوي.

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز سفر او افغانستان

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۶ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د اووه ورځني سفر په لړ کې، هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا له دفاع وزیر لوید استین سره ولیدل. په تېرو اتو کلونو کې دا اول ځل دی چې د پاکستان یو لوی درستیز امریکا ته سفر کوي.

اته کاله پخوا د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز جنرال راحیل شریف په داسې حال کې واشنتګن ته تللی و چې د امریکا له ځینو ګیلو سره سره، پاکستان د امریکا لپاره تر اوس مهم و، ځکه هغه وخت امریکایي عسکر په افغانستان کې وو او امریکا دې ته اړتیا لرله چې پاکستان له ځان سره وساتي.

په هغو کلونو کې به کله کله امریکایانو په پاکستاني لوري تور لګاوه چې له تروریزم سره په جګړه کې دوه ګونې لوبه کوي، مګر پاکستان له لویه سره د دغو تورونو ډېره پروا نه کوله، ځکه په دې پوهېده چې د افغانستان په جګړه کې یې د لویدیځ لپاره ستراتیژیک اهمیت خورا زیات دی.

اوس که څه هم پاکستان د دوه ګونې لوبې ګیلې نه اوري مګر په دې هم پوهېږي چې د پخوا پرعکس، د امریکا او ناټو لاس ورلاندې نه دی. نن سبا که هر څو د امریکا او پاکستان په روابطو کې ستونزې نه لیدل کېږي مګر په دې اړه هم څه وضاحت نشته چې دغه روابط به سبا ته څنګه وي؟ او په اینده کې به څومره تاوده وي؟ ځکه له لویه سره د اسیا په دې سیمه کې د امریکا دلچسپي د پخوا په اندازه پاته نه ده.

د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي استین او جنرال منیر له ملاقات وروسته د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې دواړو لوریو د سیمه ییزو تحولاتو او دوه اړخیزو پوځي باالقوه همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په سیمه ییزو مسایلو کې د هند او پاکستان له رانژدې کېدونکو عمومي ټاکنو نیولې د غزې تر جګړې پورې ډېر څه راتلای شي، خو د پاکستان لپاره په امنیتي لحاظ تر ټولو مهمه موضوعکیدی شي چې د وروستیو میاشتو او اونیو ترهګریز بریدونه وي، هغه بریدونه چې پاکستان پکې د افغانستان طالبانو ته د ملامتۍ ګوته نیسي.

لکه څنګه چې ځینو پاکستاني شناندو ویلي دي، پاکستان امریکا ته دا ویل غواړي چې د دوحې په موافقه کې خو دا راغلي وو چې د افغانستان خاوره به د بل چا په خلاف د ترورستي فعالیتونو لپاره نه استعمالېږي، مګر د افغانستان طالبانو د موافقې دغه شرط نه دی رعایت کړی.

که څه هم امریکا اوس په افغانستان کې پوځي حضور نه لري او د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني خو د دوحې د موافقې د تطبیق په سلسله کې وخت په وخت له طالب لوري سره رابطه نیسي او دغه راز د بشري مرستو لپاره په پر له پسې ډول افغانستان ته پیسې استوي چې د طالبانو اداره ورنه په مستقیم ډول استفاده نه شي کولای.

البته دغهمرستې د افغانستان د مالي ثبات سبب کېږي او په ډېرو مجبورو خلکو باندې د مرستو وېش د انساني فاجعې مخه نیسي چې د انساني فاجعې مخنیوی د طالبانو د رژیم په ګټه هم دی. منظور دا چې امریکاپر طالبانو د فشار اچولو لپاره غیر پوځي ذریعې هم په لاس کې لري او پاکستان طبعا علاقه من دی چې د پاکستاني طالبانو د حملو د کنټرول لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر اداره فشارونه زیات شي.

د جنرال عاصم منیر تر سفر له مخه په وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ټام وسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او له خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني، لوی درستیز منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره یې ولیدل. په دغو ملاقاتونو کې امریکایي لوري وویل چې امریکا د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په مقابل کې له پاکستان سره ولاړه ده.

البته، پاکستان تر نرم دیپلماتیک حمایت ورهاخوا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د امریکا د پوځي او مالي مرستو غوښتونکی دی. په پاکستان کې ترورستي بریدونه په داسې حال کې زیات شوي دي چې دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي بحران سره لاس ګرېوان دی.

عاصم منیر څه باندې یو کال وشو چې د پاکستان لوی درستیز دی. په دې موده کې پاکستان زیاته هڅه وکړه چې د خپلو اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مرستې راجلب کړي خو زیات موفق نه و. اوس چې د یوکراین په بحران باندې د غزې بحران هم علاوه شوی دی، دا چانس لا زیات کم ښکاري.

لکه څنګه چې مو وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د پوځي حضور د نشتوالي په علت، د پاکستان او امریکا د راتلونکو همکاریو د زیاتېدو په اړه د پخوا پرعکس، په اطمینان سره څه ویل سخت دي او دا هم مشکله ده چې د جنرال منیر سفر دې په دغو روابطو کې نوې ساه پو کړي.

له امریکایانو او ګڼو عامو پاکستانیانو سره به طبعا دا پوښتنه وي چې کله امریکا د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره په دوحه کې له طالبانو سره په میاشتو میاشتو خبرې کولې نو د پاکستان حکومت ولې د دغسې خبرو اړتیا محسوس نه کړه؟ ایا پاکستان له افغان طالبانو سره په خپلو اړیکو دومره ډاډه وو چې د خبرو ضرورت یې نه لید؟

که پاکستان فکر کاوه چې په افغانستان کې به د امریکا له وتلو وروسته هم د جمهوري نظام او طالبانو تر منځ جګړه ادامه ومومي او پاکستاني طالبان به دې ته وزګار نه شي چې په پاکستان کې تازه جګړې پیل کړي؟

علت که هر څه و خو په عمل کې وینو چې پاکستاني طالبان د افغانستان له جګړې وزګار شوي او له خپلو جنګي تجربو او وسلو اوس تر بل هر وخت زیات په پاکستان کې استفاده کوي.

له امریکا سره که پاکستان لږ مرسته کوي یا زیاته، خو که د ټي،ټي،پي حملې همداسې جاري وي، دا امکان لرې بریښي چې پاکستان لاس تر زنه کښېني او په افغان طالبانو باندې د نویو فشارونو په لټه کې نه شي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر: افغان طالب قوماندانان د ترهګرو ملاتړ کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د افغان طالبانو قومندانان د ترهګرو ملاتړ کوي. جان اڅکزي د جيونيوز سره په یوه مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره پټنځايونه شته او دغه پټنځايونه په پاکستان کې د ترهګرو سره تړاو لري.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر امریکا ته د اډو ورکولو په وړاندیز له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه وویل:« هغو پټنځایونو ته د تلو اړتیا ده، چې له هغه ځایه دغه شبکې فعالیت کوي.»

نوموړي ویلي:« د افغان طالبانو قوماندانان د ترهګرو ملاتړ کوي، ترهګر د پاکستان له پولو را اوړي او بریدونه کوي.»

هغه زیاته کړې:« موږ اړتیا لرو، د ترهګرۍ په تړاو یوه ستراتیژي جوړه کړو.»

هغه دا هم ویلي، چې ترهګرو ته امریکايي وسلې برابرېږي.

ښاغلي اڅکزي ویلي، چې تر دې وروسته به د پاکستان دننه هم عمليات وشي او په وینا یې:«په دېره اسماعیل خان کې وروستي برید دا روښانه کړه، چې د ترهګرۍ شبکه منظمه تنظیم شوې ده.»


د ښاغلي اڅکزي دغه څرګندونې که څه هم چې نوې نه دي؛ خو هغه له خپلې هغې خبرې په څنګ تېر شو چې تر دې وړاندې یې ویلي و، پاکستان به امریکا ته په خپله خاوره کې داسې ا‌‌‌‌‌‌ډې ورکړي چې له دغه ځایه به په افغانستان کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي.

خلیل‌زاد: د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۹ GMT+۰

زلمي خلیل‌زاد په اېکس پاڼه لیکلي، اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې ته یې پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړیږي.

، خو طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او ادعا کوي، چې اسلام اباد داعش او د دغې ډلې خراسان څانګې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او پر افغانستان کې یې وسله‌والو بریدونو ته هڅوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي په ټویټ کې دا هم راغلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان په پالیسۍ کې بدلونونه هم د همدغو کړکېچنو اړیکو ښکارندویه ده، چې تر اوسه یې سلګونه زره افغانان له خپلې خاورې په زوره شړلي او په دې برخه کې یې د نړۍوالو غوښتنې له پامه غورځولې دي.

خلیل‌زاد د دغو لانجو، ګونجو د غوڅولو لپاره وړاندیز کوي چې په دې برخه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوی له پاره دې کابل او اسلام اباد داسې یوې هوکړې ته سره ورسېږي، چې د دواړو هېوادونو خاورې د یو بل پر ضد و نه کارول شي او د ټي ټي پی له پاره دې په افغانستان کې او د داعش لپاره دې په پاکستان کې د پټنځایونو مخه ونیوله شي.


ښاغلی خلیل‌زاد دواړو هېوادونو ته وړاندیز کوي، چې په دغسې ترینګلو حالاتو کې دې دواړه خواوې د دوحې تړون پرېکړو ته غاړه کېږدي او دغه مهمې مسلې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.