• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي بي اېس:‌ هغه اسراییلی چې مور پلار یې د حماس په برید کې وژل شوي سوله غواړي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۰

په داسې حال کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده، د "سولې" کلمه کیدای شي د نه رسیدونکي موخې په څیر احساس شي. د ماوز انون لپاره، سوله یوازینۍ هیله ده.

د انون مور پلار دواړه د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو په برید کې له سلګونو نورو اسراییلیانو سره یوځای ووژل شول. د هغه مور، بلها، ۷۶ کلنه وه، او پلار یې یاکووي ۷۸ کلن و.

د انون په وینا دوی دواړه لا تر اوسه "د خپل ژوند په لومړنیو پړاوونو کې وو."

خو د اکتوبر په اوومه د دوی کور اور واخیست. امنیتي چارواکو ویلي وو چې په کور کې دوه جسدونه موندل شوي دي.

د دغه خبر له ترلاسه کولو وروسته، انون د یهودانو د شیوا د ناستې په دود اوه ورځې ماتم وکړ. انون وايي دغه برید هغه ویښ کړ.

د هغه د مور پلار تر وژل کیدو وروسته، انون د سولې او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې. په دې موده کې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل په بریدونو کې تر شل زرو ډېر فلسطینیانو وژل شوي دي.
انون وايي: "زه په کلکه باور لرم چې دا سیمه اسراییلو او فلسطینیانو دواړو ته ورکړل شوې ده. په غزه باندې پوځي یرغل به وضعیت نور هم خراب کړي، د وینو توییدو دغه سلسله به جاري وساتي، د مرګونو او تاوتریخوالي هغه سلسله چې له یوې پیړۍ راهیسې روانه ده. موږ باید دا طریقه ختمه کړو چې تاوتریخوالي ته په تاوتریخوالي ځواب ورکوو. مونږ باید بله طریقه خپله کړو،‌ ځکه دغه څه چې اوس کوو له پیړیو راهیسې دوام لري او پایله یې نده بدله شوې.‌"

انون، له ډیرو نورو اسراییلیانو سره یوځای د اکټوبر د اوومې نیټې له برید راهیسې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وړاندې لاریونو کې برخه اخلي.

دغه لاریونونه د حماس له برید وروسته نږدې هره شپه ترسره کیږي. د یوې نوې ټولپوښتنې پایلې ښیې چې د اسراییل له دریمې برخې څخه لږ خلک نتانیاهو د دغې دندې لپاره مناسب بولي.

انون وايي: "هغه کسان چې د انتقام غوښتنه کوي زه ورته وایم چې څه به ترلاسه کړی؟ که موږ د حماس مشر ووژنو نو څه به وکړو؟ د هغه پر ځای به بل څوک وګومارل شي. خو که د حماس د مشر د وژلو پر مهال یو لس میاشتنی ماشوم یا اته کلن اسراییلی ماشوم هم ووژنو چې د حماس لخوا تښتول شوی و، بیا به څنګه شي؟ د هغه بدیل شته؟ نو موږ چا ته سزا ورکوو؟"

سره له دې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له اسراییل بیا بیا د جګړې بندېدل غواړي، خو اسراییل د حماس د بشپړ له منځه وړلو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډیسمبر پر اتمه په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک وړاندې کړ، خو د امریکا د ویټو له امله ونه شو. دې شورا پرون له اوربند پرته غزې ته د مرستو زیاتولو پرېکړه لیک تصویب کړ.

خو جګړه په خپل زور روانه ده او پرون په غزه کې یوه ۷۶ کسیزه کورنۍ د اسراییل برید کې وژل شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

يونان وايي د دغه هېواد په جنوب کې يې په ويجاړه کښتۍ کې ۸۱ کډوال وژغورل

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د یونان سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دغه هېواد په جنوب کې یې په ویجاړه کښتۍ کې ۸۱ کسان ژغورلي دي. ددغو چارواکو په خبره، دا کډوال د پاکستان، سوريې او مصر دي او د دوی کښتۍ په هغه لاره کې خرابه شوې وه، چې عموما ايټاليا ته بې اسناده کډوال پرې ځي.

د يونان په جنوبي بندر کالاماتا کې د ښاروالۍ چارواکو ويلي، دغو کسانو ته یې لنډ مهال سرپنا برابره کړې ده.

دغه چارواکو د نورو معلوماتو له ورکولو پرته ويلي، چې د ژغورنې عمليات يې د يونان په سوېل کې تر سره کړي.

تېر جون کې هم په همدې لاره د کب نيولو يوه کښتۍ دوبه شوې وه، چې سلګونو کډوال پکې ووژل شول.

د یونان سمندرساتي توانيدلي وو، چې ۱۰۴ کسه وژغوري او ۸۲ جسدونه پيدا کړي، په همدې مهال ۵۰۰ نور کسان، چې په کښتۍ کې ول ورک او پيدا نه شول.

د راپورونو له مخې په دغه کښتۍ کې سلګونه پاکستاني کډوال هم وو.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تحریک انصاف ګوندي ټاکنې رد کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۰ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند خپلمنځي ټاکنې بې باوره او ناچله وبللې. د دغه کمېسون پنځه کسیزې جرګه ګۍ له تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه بېټ هم اخیستی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر نومبر پر ۲۳ تحریک انصاف ته ۲۰ ورځې وخت ور کړ چې ګوندي ټاکنې وي.

دغې ادارې خبرداری ور کړی و چې د ټاکنو نه کولو په صورت کې به ټاکنیزه نښه ور نه کړي.

تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان د څو کېسونو له امله په بند کې دی، د ډیسمبر پر دویمه د ټاکنو نتیجه کې ګوهر علي خان خپل سرپرست مشر وټاکه.

خو د ټاکنو کمېسون پرون دا ټاکنې بې باوره بللې او وايي، عمران خان لا هم د ګوند مشر دی.

امریکا: ایران په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو په بریدونو کې لاس لري

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند خبر ورکړ، چې ایران په سور سمندرګي کې پر سوداګريزو کښتيو د بريدونو په پلان کې «ژور» رول لري. ادرين واټسن وايي، امريکا باور نه لري، چې ایران دې له دې چارو حوثيانو د ګرځولو هڅه وکړي.

د يمن وسله وال ځواکونه، چې له تهران سره ملګري دي تر اوسه د اسراييل پر جنوب د بې پيلوته الوتکو او توغنديو څو بريدونه کړي.

دوی ددغه هيواد اړوند «ګیلیکسی لیډر» په نامه يوه بیړۍ هم نيولې او څو نورې بيړۍ يې په نښه کړې دي.

د امريکا ملي امنيت شورا وياند د جمعې په سهار په يوه بيا ن کې وويل؛ « د غزې د کړکېچ په جريان کې د ایران ملاتړ حوثيانو ته دا توان ورکړ، چې اسراييل او سمندري کښتۍ په نښه او بريدونه پرې وکړي. په ډېرو برخو کې ايرن حوثيانو ته د عملياتي پرېکړو واک ورکړی»

هغه زياته کړه، « ایران هغه استخباراتي انځور حوثيانو ته برابر کړی چې دا ډله یې د سمندري عملياتو لپاره کاروي. د ايران لخوا تاکتيکي معلومات د حوثيانو په وړتيا کې مهم رول لري، چې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړي؛ دغه عمليات له تېرې مياشتې راهيسې پيل شوي دي.»

اسلامي جمهوريت تر دې مخکې هم ورته تورونه رد کړي دي.

د ژغورنې ډلې وايي، په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۷۶ غړي وژل شوي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۳ GMT+۰

ژغورنډلو ویلي، په غزه کې پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د یوې لویې کورنۍ ۷۶ غړي وژل شوي دي. په دغه برید کې چې په تېرو ۱۲ اونیو کې د اسراییل له خوا تر ټولو خونړی بلل کېږي، د «المغربی» کورنۍ ۱۶ مشران، ښځې او ماشومان ووژل شول.

په غزه کې د ملکيانو دفاع ادارې ویاند محمود بسال ویلي، په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پخوانی کارکوونکی عصام المغربي، د هغه مېرمن او پنځه ماشومان شامل دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د اسراییل روانو عملیاتو سیمې ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د اسراييل پوځ د عملياتو له پيل څخه چې د حماس له خوا د دغه هېواد په جنوب کې د پنځلسمې نيټې له بريد وروسته پيل شوي، له ٢٠ زرو څخه زيات فلسطينيان وژل شوي او له ٥٣ زرو څخه زيات ټپيان شوي دي.

اسراییل په دې عملیاتو کې د څه باندې ۱۳۰ پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد اداره: د چنیوټ په یو لړ عملیاتو کې د وسله‌والو یو مهم قوماندان ووژل شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۷ GMT+۰

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې «سي‌ټي‌ډي» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په چنیوټ ولسوالۍ کې یې هغه وسله‌وال قوماندان وژلی، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په فیصل اباد کې د «ای اېس ای» پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

د دغې ادارې په وینا، نوموړی په شاوخوا لسګونو نورو وسله‌والو فعالیتونو کې هم ښکېل و.

سي‌ټي‌ډي د وژل شوي قوماندان نوم غضنفر ندیم ویلی.

نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو مطلوب مخالف وسله‌وال و، او له هغه سره یوځای یو ملګری یې هم په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې په فیصل اباد کې د ای اېس ای او پوځي استخباراتو دفتر ته څېرمه د یوه موټربم چاودنې مسوولیت لاره، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د هغه له پټنځای څخه عصري وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

د ندیم په سر د ۲.۵ مېلیونه روپیو انعام اېښودل شوی و او د ۲۰۱۱ کال راهیسې له امنیتي ادارو پټ و.