• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

يونان وايي د دغه هېواد په جنوب کې يې په ويجاړه کښتۍ کې ۸۱ کډوال وژغورل

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د یونان سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دغه هېواد په جنوب کې یې په ویجاړه کښتۍ کې ۸۱ کسان ژغورلي دي. ددغو چارواکو په خبره، دا کډوال د پاکستان، سوريې او مصر دي او د دوی کښتۍ په هغه لاره کې خرابه شوې وه، چې عموما ايټاليا ته بې اسناده کډوال پرې ځي.

د يونان په جنوبي بندر کالاماتا کې د ښاروالۍ چارواکو ويلي، دغو کسانو ته یې لنډ مهال سرپنا برابره کړې ده.

دغه چارواکو د نورو معلوماتو له ورکولو پرته ويلي، چې د ژغورنې عمليات يې د يونان په سوېل کې تر سره کړي.

تېر جون کې هم په همدې لاره د کب نيولو يوه کښتۍ دوبه شوې وه، چې سلګونو کډوال پکې ووژل شول.

د یونان سمندرساتي توانيدلي وو، چې ۱۰۴ کسه وژغوري او ۸۲ جسدونه پيدا کړي، په همدې مهال ۵۰۰ نور کسان، چې په کښتۍ کې ول ورک او پيدا نه شول.

د راپورونو له مخې په دغه کښتۍ کې سلګونه پاکستاني کډوال هم وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د مشهد په ګرځنده بازارونو کې د افغان مهاجرینو پر فعالیت بندیز ولګول شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د مرکز مشهد والي ددغه ښار په ګرځنده بازارونو یا اونیزو مېلو کې د افغانانو د فعاليت د بندولو امر کړی. د مشهد په سيمه ييزو رسنيو کې انځور ښيي چې د نوي بنديز امر د مشهد ښار د جمعه بازار پر دروازه لګول شوی دی.

د مشهد ښاروالۍ شهرارا ورځپاڼې د شنبې په ورځ د دې ادارې د ښاري دندو د تنظيم د مشر حسن کلیدري له قوله لیکلي دي: « د دغه ښار د والي د ټولنیز کمیسیون د پرېکړې له مخې له اوس څخه د مشهد ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو اتباعو هر ډول فعالیت منع دی.»

د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي ادارې د شمیرو له مخې، په مشهد کې د ثبت او قانوني افغان کډوالو شمیر شاوخوا نیم ميلیون کسانو ته رسیږي.

دا شمیره په مشهد کې د کډوالو د ټول نفوس ۹۵ سلنه جوړوي.

په ګرځنده بازارونو یا مېلو کې کې د افغانانو د فعاليت د بندېدو امر په ايران کې د افغان فرهنګپالو کډوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په مشهد کې افغان شاعرې او فرهنګي فعالې زينب بيات په انسټاګرام کې د دې پرېکړې په غبرون کې ليکلي؛ « افغانان يوه ګوله ډوډی څنګه تر لاسه کړي؟ کله چې تاسو ټولې روا لارې پرې بندې کړئ، څه فکر کوی، چې کومه لار به خلاصه شي؟»

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تحریک انصاف ګوندي ټاکنې رد کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۰ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند خپلمنځي ټاکنې بې باوره او ناچله وبللې. د دغه کمېسون پنځه کسیزې جرګه ګۍ له تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه بېټ هم اخیستی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر نومبر پر ۲۳ تحریک انصاف ته ۲۰ ورځې وخت ور کړ چې ګوندي ټاکنې وي.

دغې ادارې خبرداری ور کړی و چې د ټاکنو نه کولو په صورت کې به ټاکنیزه نښه ور نه کړي.

تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان د څو کېسونو له امله په بند کې دی، د ډیسمبر پر دویمه د ټاکنو نتیجه کې ګوهر علي خان خپل سرپرست مشر وټاکه.

خو د ټاکنو کمېسون پرون دا ټاکنې بې باوره بللې او وايي، عمران خان لا هم د ګوند مشر دی.

امریکا: ایران په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو په بریدونو کې لاس لري

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند خبر ورکړ، چې ایران په سور سمندرګي کې پر سوداګريزو کښتيو د بريدونو په پلان کې «ژور» رول لري. ادرين واټسن وايي، امريکا باور نه لري، چې ایران دې له دې چارو حوثيانو د ګرځولو هڅه وکړي.

د يمن وسله وال ځواکونه، چې له تهران سره ملګري دي تر اوسه د اسراييل پر جنوب د بې پيلوته الوتکو او توغنديو څو بريدونه کړي.

دوی ددغه هيواد اړوند «ګیلیکسی لیډر» په نامه يوه بیړۍ هم نيولې او څو نورې بيړۍ يې په نښه کړې دي.

د امريکا ملي امنيت شورا وياند د جمعې په سهار په يوه بيا ن کې وويل؛ « د غزې د کړکېچ په جريان کې د ایران ملاتړ حوثيانو ته دا توان ورکړ، چې اسراييل او سمندري کښتۍ په نښه او بريدونه پرې وکړي. په ډېرو برخو کې ايرن حوثيانو ته د عملياتي پرېکړو واک ورکړی»

هغه زياته کړه، « ایران هغه استخباراتي انځور حوثيانو ته برابر کړی چې دا ډله یې د سمندري عملياتو لپاره کاروي. د ايران لخوا تاکتيکي معلومات د حوثيانو په وړتيا کې مهم رول لري، چې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړي؛ دغه عمليات له تېرې مياشتې راهيسې پيل شوي دي.»

اسلامي جمهوريت تر دې مخکې هم ورته تورونه رد کړي دي.

د ژغورنې ډلې وايي، په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۷۶ غړي وژل شوي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۳ GMT+۰

ژغورنډلو ویلي، په غزه کې پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د یوې لویې کورنۍ ۷۶ غړي وژل شوي دي. په دغه برید کې چې په تېرو ۱۲ اونیو کې د اسراییل له خوا تر ټولو خونړی بلل کېږي، د «المغربی» کورنۍ ۱۶ مشران، ښځې او ماشومان ووژل شول.

په غزه کې د ملکيانو دفاع ادارې ویاند محمود بسال ویلي، په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پخوانی کارکوونکی عصام المغربي، د هغه مېرمن او پنځه ماشومان شامل دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د اسراییل روانو عملیاتو سیمې ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د اسراييل پوځ د عملياتو له پيل څخه چې د حماس له خوا د دغه هېواد په جنوب کې د پنځلسمې نيټې له بريد وروسته پيل شوي، له ٢٠ زرو څخه زيات فلسطينيان وژل شوي او له ٥٣ زرو څخه زيات ټپيان شوي دي.

اسراییل په دې عملیاتو کې د څه باندې ۱۳۰ پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد اداره: د چنیوټ په یو لړ عملیاتو کې د وسله‌والو یو مهم قوماندان ووژل شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۷ GMT+۰

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې «سي‌ټي‌ډي» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په چنیوټ ولسوالۍ کې یې هغه وسله‌وال قوماندان وژلی، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په فیصل اباد کې د «ای اېس ای» پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

د دغې ادارې په وینا، نوموړی په شاوخوا لسګونو نورو وسله‌والو فعالیتونو کې هم ښکېل و.

سي‌ټي‌ډي د وژل شوي قوماندان نوم غضنفر ندیم ویلی.

نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو مطلوب مخالف وسله‌وال و، او له هغه سره یوځای یو ملګری یې هم په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې په فیصل اباد کې د ای اېس ای او پوځي استخباراتو دفتر ته څېرمه د یوه موټربم چاودنې مسوولیت لاره، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د هغه له پټنځای څخه عصري وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

د ندیم په سر د ۲.۵ مېلیونه روپیو انعام اېښودل شوی و او د ۲۰۱۱ کال راهیسې له امنیتي ادارو پټ و.