• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاړه چنار ته پر لاره پر مسافر وړونکي موټر د ډزو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د پاکستان پاړه چنار ته نېږدې د هنګو په سیمه کې نامعلومو وسله والو په یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړي، چې پایله کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور زخمیان دي.

ځايي روغتیايي مسوولینو د ټپیانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودلی دی.
ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه مسافر وړونکی موټر له پېښور څخه پاړه چنار ته روان و.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د پاکستان د کرمې ایجنسۍ پاړه چنار سیمه په تېرو دوو لسیزو کې د خونړیو فرقه ییزو او مذهبي شخړو شاهده ده.

تر دې مخکې د مي په میاشت کې د یوه سني ښوونکي له وژل کېدو وروسته وسله والو پر یوه ښوونځي برید وکړ او د څلورو شیعه ښوونکو په ګډون یې د ښوونځي شپږ کارکوونکي ووژل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

بلوڅ لاریون کوونکې: د اسلام اباد خفیه ادارو د شپې پر موږ حمله کړې او وسایل یې وړي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې بلوڅ لاریونوالو مېرمنو ادعا کړې، چې د پاکستان خفیه ادارو تېره شپه د دوی پر پرلت حمله کړې او د دوی د لاریون یو شمېر وسایل یې هم ترې غلا کړي دي. په یوې لنډې ویډیو کې هغه دولتي موټر هم ښکاري، چې د پرلت پر کمپ برید کوي او بېرته تښتي.

دوی وايي، چې په سیمه کې پولیس هم وو؛ خو د پېښې پر مهال یې سیمه پرېښې وه.

د بلوڅانو د حقونو فعالې ماه رنګ بلوڅ پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې تېره شپه یو شمېر مخ پټو کسانو پر دوی برید وکړ او له سیمې څخه وتښتېدل.

اغلې بلوڅ وایي، چې د بلوڅانو د نسل وژنې مخه باید ونیول شي.

نوموړې زیاتوي:"موږ سل کیلومتره سفر وکړ او پلازمینې اسلام اباد ته راغلو ترڅو د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد لاریون وکړو؛ خو تاسو د دې ریاست جدیت وګورئ چې د بلوڅانو د نسل وژنې د پای ته رسولو پرځای دوی سهار شاوخوا درې بجې زموږ د لاریون کوونکو پر کمپ برید وکړ او زموږ د ساونډ(غږ سیسټم) یې غلا کړ ."

بلوڅ مېرمنو د خپلو نیول شويو عزیزانو د خلاصون په موخه په اسلام اباد کې پرلت کړی
100%
بلوڅ مېرمنو د خپلو نیول شويو عزیزانو د خلاصون په موخه په اسلام اباد کې پرلت کړی

نوموړې په یوې بلې ویډیو کې د پرلت له امنیتي پولیسو پوښتنه کړې، چې دوی ولې په سیمه کې نه وو؟ خو د پولیسو ځايي مشر ناخبري ښيي.

ماهرنګ بلوڅ په اشارې سره وايي: " نو تاسو خو پوهېږئ چې دا موټر د چا و او څوک پکې وو، ورشئ او همکارانو ته مو ووایئ چې زموږ وسایل بېرته راکړي".

نوموړې وایي، چې دوی د بلوڅانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اوسمهال د ټولې نړۍ مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

دغه لاریون وروسته له هغه پیل شو، چې د دوی په وینا د (سي،ټي،ډي) له خوا یو ځوان بلوڅ په بندخونه کې ووژل شو.

اعتراض کوونکې مېرمنې چې د اسلام اباد پرېس کلپ مخې ته راټولې شوې دي، په بلوچستان کې یې د سي،ټي،ډي یا ترهګرۍ ضد پولیسو د منحلولو، د ټولو "لادرکه شویو کسانو" خوشې کولو او همدارنګه د هغو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې تېره اونۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

پاکستاني پولیسو هغه ۱۳۰ افغانان چې امریکا ته د تللو په تمه وو له دغه هېواده ایستلي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۶ GMT+۰

رویټرز د کډوالو د حقونو د یوې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان لږ تر لږه ۱۳۰ هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه وو اېستلي دي. دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستاني چارواکي هغو لیکونو ته پاملرنه نه کوي، چې د امریکا سفارت افغانانو ته ورکړي دي.

د "افغان ایواک" سازمان مشر شاون ون ډایور د دغه سازمان د غړو د معلوماتو او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړل شویو جزییاتو په حواله ویلي، چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي دي، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې بیرته خوشې شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی، چې په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابر دي.

شاون ون ډایور او دوو لوېدیځو ډېپلوماټیکو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکي تر ډېره د امریکا دغه نوملړ له پامه غورځوي.

رویټرز له یو شمېر هغو افغان کورنیو سره خبرې کړي، چې غړي یې پولیسو ته د لیک له ښودلو وروسته اېستل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امنیتي دلایلو له امله د هغه پناه غوښتونکي نوم نه دی اخیستی، چې ویلي یې دي پولیس د هغوی کور ته ورغلل او سره له دې چې د امریکا د سفارت لیک یې له ځان سره درلوده؛ نه یې دی منلی.

د دغې کورنۍ غړي اوس له پاکستانه شړل شوي او په کابل کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې دوی هڅه کوي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د پیغام رسولو اپلیکیشن واټس اپ له لارې په بېړنۍ کرښې سره په پاکستان کې زرګونو افغانانو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د ژمي په سختو شرایطو کې له پولې سره نېږدې ژوند کوي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.

اسلام اباد وايي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

متقي: ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو، خو اسلام اباد شا تګ وکړ

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۱ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید په حواله چې په تهران کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، لیکلي چې متقي ورته ویلي؛ د افغان طالبانو په منځګړیتوب ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو؛ خو د پاکستان حکومت شا تګ وکړ.

پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید چې په تهران کې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې غیر رسمي خبرې کړې دي، چې تمرکز یې د افغانستان او د پاکستان د اړیکو د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه پاکستاني سیاستوال ته ویلي، چې طالبان غواړي له اسلام اباد سره خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

متقي همدا راز زیاته کړې، چې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مرکچي ډلو تر منځ له یو لړ لیدنو وروسته ډېری مسایل حل شوي وو او دواړه لوري د افغان طالبانو په منځګړتوب یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو.

افغان طالبانو په ځانګړي ډول حقاني ډلې پر افغانستان له واکمنۍ سره سم په لومړیو میاشتو کې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی و؛ خو دا خبرې بالاخره بې پایلې پاتې شوې.

اسلام اباد په دغو خبرو کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره پاکستاني طالبانو ته یو لړ شرطونه ایښي وو، چې له مخې به یې پاکستاني طالبان به د حکومت حاکمیت او اساسي قانون مني.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان قبایلي سیمې پخوا د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې نه وې او په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه.

د پاکستاني طالبانو د سولې په خبرو کې یو شرط دا و، چې پاکستان به قبایلي سیمې د پخوا په څېر خپلواکه کوي او خپل نظامیان به له دغو سیمو وباسي.

د معلومات به مخې؛ د پاکستاني طالبانو بل شرط دا و، چې دوی به په قبایلي سیمو کې شریعت نافذوي.

افغان طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوږدې او نېږدې اړیکې درلودې؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شدت دغه اړیکې په ظاهره ترینګلې کړې دي.

پاکستان په دغه هېواد کې له څو ترهګریزو بریدونو وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ او افغان طالبانو ته یې خبرداری ورکړی، چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان خپله یوه ترهګریزې ډله ده، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پاکستان تر ملاتړ لاندې وده وکړه او بالاخره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

سرچینې: د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک کې د یوه قومي مشر په موټر چاودنه کې د هغه ورور وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۵ GMT+۰

پرون دوشنبه ماښام د (مرغومي څلورمه) د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د ملک عالم جان په نوم یو قومي مشر په موټر پسې د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې له امله یې د هغه ورور اکبر جان پکې وژل شوی او د ملک عالم جان په ګډون دوه تنه پکې ټپیان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل چې چادونه د ملک عالم جان د سورلۍ په موټر شوې چې ټپیان یې په سیمه کې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

هغه وايي، ملک عالم جان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په وزیرستان کې د مېشتو ازبک وسله والو په وړاندې د جګړې مشري هم کړې وه. او اوس د زلېخيل په نوم قبېلې د نهه کسیزې شورا غړی و.

دغه چاودنه د سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه څخه لوېديځ لور ته په ۱۶ کیلو مترۍ کې د ملک عالم جان د کور خواته شوې.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د سرچینې په خبره څو ورځې وړاندې هم د ملک اسلم نور په نوم یو قومي مشر له خپلو دوو زامنو سره په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی و.

خبریال لال وزیر وايي، ملک اسلم نور او ملک عالم جان دواړو قومي مشرانو په سیمه کې له ځايي حکومت او پوځ سره نږدې اړیکې لرلې.

ویل کیږي په دې وروستیو کې په وزیرستان کې یو ځل بیا د قومي مشرانو د په نښه کولو او وژلو پیښې زیاتې شوې او ځايي حکومت یې په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی.

پاکستان د افغانستان او غزې په اړه د ۲۰ هېوادونو د سفیرانو په حضور کې غونډه کوي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

اسلام اباد د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې د یوې غونډې جوړولو ته تیاری نیسي. دا درې ورځنۍ غونډه به د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي.

اېکسپرېس ټریبیون لیکلي، چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د مهمو استازو په حضور کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ خبرې وشي.

د اسلام اباد او طالبانو تر منځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله ترینګلې شوې چې پاکستان یې "له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د طالبانو نه لېوالتیا" بولي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو او وسلوالو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

دغه هېواد همداراز افغان طالبان په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې په خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

افغان طالبانو په پرله پسې ډول دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د امنیت په برابرولو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر طالبانو واچوي.