نتنیاهو له اسراییلي پوځیانو سره په کتنه کې: د غزې جګړه نه درېږي، ثابت قدمه پاتې شئ

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په شمال کې له اسراییلي پوځیانو سره په کتنه کې وویل، چې د غزې جګړه به ونه دروي. نتنیاهو پر اسراییلي پوځیانو غږ وکړ، چې د حماس تر بشپړې تباهۍ پورې ثابت قدمه پاتې شي او جګړې ته دوام ورکړي.