د ورځې انځور: په چیلي کې د کب نیونکو په لاریون کې د سمندري زمریانو برخه اخیستل

د چیلي هېواد په والپاریسو کې د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۸مه) سمندري زمریانو د پولیسو د موټر مخې ته هغه مهال خڼډ شول چې پولیس له کب نیونکو سره په نښته کې و.

د چیلي هېواد په والپاریسو کې د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۸مه) سمندري زمریانو د پولیسو د موټر مخې ته هغه مهال خڼډ شول چې پولیس له کب نیونکو سره په نښته کې و.
کب نیونکو د کب نیونې شته قانون د لغوه کولو او د ژمنې سره سم پاداش د نه ورکولو وروسته د حکومت پر وړاندې لاریون وکړ.
په دې تصویر کې د سمندري زمریانو څخه یو یې د کب نیونکو له خوا پر ځمکه غورځول شوي کب د خوړلو په حال کې دی.


د لیفټ بي هاینډ ادارې اجراییوي رییسې د پنجشنبې په ورځ ( د مرغړمۍ په ۸مه) ویلي، چې د جعلي او دروغجنو اسنادو له امله د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ۲۱زره او ۲۵۰ قضیې رد شوې دي.
اغلې ډیمي هیسټر پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دا قضیې د جعلي اسنادو (ناسم سپارښت لیکونو او ایچ ار لیکونو) له امله رد شوې دي.
اغلې هیسټر زیاته کړې، دا لویه مساله کولی شي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) او د کام اپرول (COM) قضیو تایید او پروسس ځنډنی کړي.
د لیفټ بي هاینډ (Fight for Left Behind Afghans) اداره د هغو افغانانو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي او اوس مهال په افغانستان کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، چې حکومت یې له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو د وروستۍ بستې اعلان کوي. نوموړي له کانګرس څخه غوښتي چې په دغه برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.
نوموړي نن پنجشنبه (د مرغومې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی تېر کموالي ته په کتو له اوکراین سره د خپلو وسلو او تجهیزاتو د سږني کال د وروستۍ بستې اعلان کوي.
بلېنکن د کانګرس له غړو غوښتي چې د امریکا د دفاع او د ملي امنیت ګټو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي.
له دې وړاندې د امریکا د کانګرس غوڅ اکثریت غړو له اوکراین سره د مرستو مخالفت ښودلی و؛ خو ولسمشر بایډن ویلي وو، چې له اوکراین سره مرسته نه یوازې د اوکراین له خلکو دفاع ده؛ بلکې په اوږدمهال کې د امریکا له ګټو دفاع ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.
له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.
ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.
په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

د اسلام اباد سترې محکمې د پټو رازونو د افشا کولو په قضیه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان دوسیه د قانوني بهیر د نه بشپړیدو له امله ځنډولې ده. محکمي ویلي دي. په قضیه کې د ثبت شویو شاهدانو بیانونه تر قانوني پوښتنو لاندې دي او په اړه به یی محاکمه د جنوري پر ۱۱مه وشي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، له شاوخوا اوه ویشتو شاهدانو څخه د پنځه ویشتو کسانو بیان اخیستل شوی دی.
د پټو دولتي رازونو د افشا کولو پر ضد د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اړه محاکمه په آډیاله محبس کې دوام لر

د مسکو یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور له پنځه نیمو تر اوو کلونو بند محکوم کړل. دا دوه شاعران د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مسکو یوه مشاعره کې له ګډون وروسته نیول شوي وو.
ارتیوب کاماردین او اېګور شتوبا لومړی "نفرت ته د هڅولو"تر تعقیب لاندې ونیول شول او بیا "په عامه توګه د ملي امنیت پروړاندې د فعالیتونو پرضد" تورن شول.
تر دې مخکې هم په روسیه کې سیاسي او مدني فعالان د "ملي امنیت پر ضد عمل" یا "چارواکو ته د سپکاوي" په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.
د روسیې دولت هڅه کوي چې پر رسنیو او خپلواکو نادولتي سازمانونو د بندیزونو په لګولو سره د دغه هېواد سیاسي فضا خپل کنټرول کې وساتي.
د روسیې دولت همداراز هڅه کوي چې د ځینو قوانینو په تصویبولو سره د دې هیواد سیاسي فضا او د بیان ازادي محدود کړي.
په روسیه کې د اختلافي غږونو ځپل د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.
د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو دغه کړنې غندلي او د نیول شویو سیاسي او د مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، امنیتي ځواکونه به راتلونکو ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېسون مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه په اسلام اباد کې د مرکزي قومندانانو په غونډه کې وکړه.
د پاکستان د صوبايي او قامي اسمبلۍ او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې پر اتمه نېټه کېږي.
د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست په تېره ټاکنو کې ښکېل بلل کېږي او تل ورته ګوته نیول کېږي چې په خوښه یې ولسي چارواکي تر واک رسېږي.
پوځ ورته تورونه ردوي.