پاکستان د فلسطین سره له خواخوږۍ په موخه د نوي کال د نمانځلو جشنونه لغوه کړي دي

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د غزې له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په موخه په دغه هېواد کې د نوي کال په نمانځلو بندیز لګولی دی. د پاکستان ملت ته په یوه لنډه وینا کې کاکړ له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د نوي کال په لړ کې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي.