• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لندن ټایمز ورځپاڼه: برېټانیا د حوثيانو په وړاندې د «بریدونو څپو» پیلولو ته چمتووالی نیسي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د لندن ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې برېټانیا د حوثيانو په وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، د بریدونو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي. ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې به د دغه هیواد شاهي هوايي ځواک له جنګي الوتکو یا ایچ ایم ایس ډایمنډ (ډي ۳۴) بیړۍ څخه کار واخیستل شي.

راپور د برېټانیا په حکومت کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې تر برید مخکې به دغو وسله والو ته د «وروستي خبرداري» په توګه یوه اعلامیه خپره شي چې پر سوداګریزو بېړیو له بریدونو ډډه وکړي.

د یمن حوثي ملیشو تر دې مخکې په یوه بیان کې پر ډنمارکۍ کښتۍ مارسک هانګژو د برید مسوولیت منلی و او اعلان یې کړی و چې د دوی پر دریو کښتیو د امریکا په برید کې د دغې ډلې لس غړي وژل شوي یا ورک شوي دي.

دغې ډلې امریکا ته د «دغه برید د پایلو» په اړه ګواښ کړی او لیکلي یې دي: «موږ له نورو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا په خطرناکو کړنو کې برخه وانه خلي، ځکه دا به بدې پایلې ولري، چې ښايي پر ټولو به اغېز وکړي.»

همدا رنګه، ټایمز ورځپاڼې لیکلي: «تمه کیږي چې برېټانیا او متحده ایالات په راتلونکو ساعتونو کې یو نادر بیان خپور کړي، او حوثیانو ته خبرداری ورکړي چې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه ودروي که نه د لویدیځ پوځي ځواک سره مخ شي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

درې کسان د نوي کال په ماښام د کولن په کلیسا د برید په شک ونیول شول

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د جرمني پولیسو اعلان وکړ چې دوی د نوي کال په ماښام د کولن په کلیسا کې د برید د پلان کولو په شک درې تنه نیولي دي. د جرمني د پولیسو په وینا په پام کې وه دغه برید د یوه موټر په وسیله شوی وی، او اوس د دې ځای شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

د رویټرز په وینا، د کلیسا د موټرو تمځای د احتمالي چاودیدونکو توکو د شته والي له امله پلټل شوی.

په تېرو ورځو کې په جرمني، فرانسې او اتریش کې د اسلامپالو ډلو په ترهګریزو فعالیتونو کې د ګډون په تور څو کسان نیول شوي دي.

جرمنۍ ورځپاڼې بيلډ مخکې راپور ورکړى وو چي په اتريش، جرمني او اسپانيې کې امنيتي ادارو داسې نښې نښانې تر لاسه کړې دي چې يوه اسلامپاله ډله پلان لري چې په اروپا کې د نوي کال په ماښام څو بريدونه وکړي.

د ۲۰۲۴ کال په مناسبت په اروپايي هېوادونو کې امنیتي تدابیر او د ترهګرۍ ضد عملیات زیات شوي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې د دغه هېواد ځواکونو څلور تنه د یوې توندلارې اسلامي شبکې په فعالیتونو کې د ګډون په تور نیولي دي.

روسیه وايي، پر خارکیف بریدونه د بیلګورود د برید د غچ اخیستو لپاره شوي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۴۸ GMT+۰

روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې پر بیلګورود د اوکراین د تېرې ورځې د بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد په خارکیف ښار بریدونه کړي او د ځینې پوځي مرکزونه په ګډون یې یو هوټل هم په نښه کړی، چې پوځي قوماندانان او "بهرني اجیران" پکې اوسېدل.

په خارکیف کې محلي چارواکو ویلي، چې د اوکراین پر دغه دویم لوی ښار لږ تر لږه شپږ توغندي لګیدلي دي، چې په پایله کې یې ۲۸ کسان ټپیان شوي او د استوګنې ودانۍ، هوټلونو او طبي تاسیساتو یې زیانمن کړي دي. تر دغه برید وروسته بیا د بې پیلوټو الوتکو یوې ډلې په استوګنو ودانیو بریدونه کړي دي.‌

د روسیې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې برید د خارکیف په پخواني هوټل او د خارکیف سیمې لپاره د اوکراین د امنیتي خدماتو پر مرکزي دفتر شوی او هغه پوځي او استخباراتي افسران چې د بیلګورود په برید کې ښکیل وو وژل شوي دي.‌

د اوکراین د پوځ د استخباراتو ویاند اندري یوسوف سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په خارکیف کې د روسیې په برید کې هېڅ پوځي موخه نه ده په نښه شوې او د دوی ادارې کوم کارکوونکي ته زیان نه دی رسیدلی.

د اوکراین په شمال کې د بیلګورود سیمې والي ویاچیسلاو ګلادکوف ویلي، چې په دغه ښار د اوکراین د شنبې ورځې راکټي برید له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۲۴ تنو ته رسیدلی دی. نوموړي په تلګرام خواله رسنۍ خپور کړي‌ پیغام کې ویلي چې په برید کې ۱۰۸ کسان ټپیان شوي او ۳۷ ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د ملګري ملتونه په وینا؛ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، ۱۰ زره ملکیان دننه په اوکراین کې او ۶۰ کسان په روسیه کې وژل شوي دي.‌

پر حکومت له نیوکو وروسته د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه شو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۳۰ GMT+۰

څو ورځې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې له مخې یې په روانه جګړه کې له غلفت کوونکو اړخونو سره حساب وشي. خو تازه نوموړی د اسراییل د بهرنیو چارو له وزارته لرې شوی دی.

د اسراییل د حکومت په کابینه کې د موقفونو بدلون اعلان کړی دی.

په دې لړ کې ایلي کوهن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له دندې له ګوښه کولو وروسته د انرژۍ او زیربناو د وزیر په توګه وټاکل شو.

له دې ګمارنې وروسته یسرايیل کاتز د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه وټاکل شو.

یوې اسراییلي ورځپاڼې معاریو ویلي، چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د هغه د خبرو په غبرګون کې له دندې لرې شوی دی.

تر اوسه پورې کوهن د دغې نوې ټاکنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا دویم ځل دی، چې د اسراییل د کابینې یو لوړرتبه غړی د خپلو څرګندونو له جدي غبرګون سره مخ کیږي.

په مالي کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت د خپلو ځواکونو ایستل بشپړ کړل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې راغلي، چې په مالي کې د ملګرو ملتونو سوله ساتی ماموریت د یکشنبې په ورځ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو ایستل بشپړ کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښايي د مالي په شمال کې دغه سیمه به د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې په مرکز بدله شي، ځکه چې مالي پوځ او یاغی ډلې دواړه هڅه کوي، چې هغه سیمې ونیسي چې ملګري ملتونه پرېښي دي.

دا به د مالي لا ډېر بې ثباته کېدو لامل شي، چېرې چې د القاعدې او اسلامي دولت سره تړلي اسلامپالي وسله وال لا له مخه فعالیت کوي.

په مالي کې تاوتریخوالی د جون له میاشتې راهیسې وروسته له هغه مخ په ډېرېدو شو، چې جنتا پوځي ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د یوې کودتا په پایله کې واک ترلاسه کړ؛ ملګرو ملتونو د نېږدې لس کلن سوله ساتي ماموریت ته یې له دغه هېواده د وتلو امر وکړ.

د دغه امر په غبرګون کې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې یوه وړه ډله سوله ساتي ځواکونه به د دې سازمان د داراییو د انتقال تر بشپړېدو پورې په مالي کې پاتې شي؛ خو د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې به هلته د پخوا په څېر فعالې وي.

په مالي کې د ملګرو ملتونو سوله ساتې ماموریت په ۲۰۱۳ کې د بیلتون غوښتونکو یاغیانو له تاوتریخجن بغاوت وروسته پیل شو.

دغو یاغیانو هڅه کوله چې د دغه هېواد شمالي برخې تر کنټرول لاندې راولي او بیا د پوځ په مشرۍ کودتاه وکړي.

مالي له دغه وروسته د تاوتریخوالي پر مرکز بدل شو، چې وروسته بیا دغه تاوتریخوالی لویدیځې افریقا ته هم خپور شو او د ملیونونه کسانو د بې ځایه کېدو سبب شو.

په امریکا کې یوه ښځه تر جنسي تېري وروسته په ډزو وژل شوې او جسد یې سوځول شوی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د امریکا د میسي سيپي ایالت چارواکي وايي، چې د هغه شکمن په لټه کې دي چې یوه مېرمن یې لومړی په ډزو وژلې او بیا یې ورته اور اچولی دی.‌

په میسي سیپي ایالت کې د سکاټ حوزې پولیسو ویلي، چې د دغې وژنې تورن د سامې پټریک په نوم یو کس پېژندل شوی او دوی هڅه کوي چې ژر یې ونیسي.

د شنبې په ورځ له غرمې وروسته په دوو بجو پولیسو په ځنګل کې د یوې ښځې جسد ومونده، چې له جنسي تېري وروسته په ډزو ویشتل شوې او بیا سوځول شوې وه.

پولیسو د وژل شوې ښځې هویت لا نه دی په ډاګه کړی؛ خو د پېښې شکمن یې پټریک په ګوته کړی دی.‌

له دغې پېښې یوه اونۍ مخکې پولیسو پر فیسبوک د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خلکو د پټریک په نیولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

نوموړی د موټر د غلا په ګډون په یو شمېر نورو جرمونو هم تورن دی.