• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د پخواني دولت د ډېپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا په کرمان کې شوی برید غندلی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د پرځیدلي اسلامي جمهوریت د دیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د ایران په کرمان کې شوی ترورستي برید،‌ چې تر سلو ډېر کسان په کې وژل شوي دي په کلکه غندلی دی.

د دغې شورا له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ ترهګري او تاوتریخوالی چې په هره توګه وي، د غندنې وړ او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.

اعلامیه کې راغلي: “مونږ په دغه غمجن وضعیت کې د ایران د خلکو سره یو او د هغوی په درد کې شریک یو. د افغانستان خلک له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او دغه درد له ټولو ښه درکولی شي.”

په اعلامیه کې په پېښه کې ژوبل شویو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د صبر غوښتنه شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان د ازادۍ پوځ: په ۲۰۲۳ کال کې مو د پاکستان پر ضد ۲۴۲ بریدونو کې ۱۷۱ سرتېري وژلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د پاکستان مخالفه وسلواله ډله وايي، چې د دغه هېواد پر ضد یې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۴۲ وسلوال بریدونه کړي. دې ډلې نن ویلي؛ په دغو حملو کې یې نهه ځانګړي عملیات او ۲ هم ځانمرګي بریدونه شامل دي، چې پکې د پاکستان ۱۷۱ سرتېري وژل شوي ۲۵۱ نور ټپي شوي دي.

دا وسلواله ډله وايي؛ په دغو بریدونو کې د پاکستان د امنیتي ادارو ۴۲ هممکاران او جاسوسانو هم وژل شوي دي.

دې ډلې د اګسټ پر ۱۳مه کراچۍ کې پر چینایانو برید ته په اشاره ویلي، چې هغه برید کې یې څلور چینایان او ۱۱ پاکستاني امنیتي پرسونل ووژل.

دا ډله وايي؛ تېر کال یې یوازې ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۹۹ ګاډي او ټپټپي او همدارنګه ۲۳ پوځي مرکزونه او ۴ ډرون الوتکې یې هم په نښه کړې دي.

د پاکستاني طالبانو په څېر بلوڅ بېلتونپالو هم تېر کال پر پاکستاني ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

تر دې مخکې د پاکستان طالبانو غورځنګ هم ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په پاکستان کې ۸۸۱ بریدونه کړي، چې پکې یې ۲۱۹۳ پاکستاني نظاميانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۶۷ بریدونه کړي وو او سږني بریدونه یې له دوو برابرو ډېر دي.

د پاکستان پوځ هم تېره اونۍ وویل، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌

د پاکستان د پوځ د شمېرو له مخې؛ په دغه موده کې د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډېرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي.

دغې رسنۍ راپور ورکړی، چې ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

طالبان وایي له ایران سره په ګمرکونو کې دوه طرفه خدمتونه ۱۶ ساعته شول

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت وایي، د دې ډلې او ایران ترمنځ د هوکړې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرو ته ګمرکي خدمتونه ۱۶ ساعته شول. طالبان دا هم وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو جوپو شمېر به تر دریو میاشتو نږدې دوه برابره شي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې: «هره ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ په مساویانه ډول ۱۲ سوه بار محمولې تګ راتګ کوي، چي دا شمېر به شل ورځي وروسته ۱۵ سوه او درې میاشتي وروسته به دوه زره محمولو ته لوړ شي.»

طالبان وايي، د افغانستان لور ته د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته د درې مقابلو ګمرکونو سوداګرو ته ۱۶ ساعته خدمتونه وړاندي کولو سره بهپه افغانستان کي سوداګري لا وده وکړي او تر څنګ به یې سوداګرو ته زیاتي اسانتیاوي برابرې شي.

څو ورځې مخکې ایراني او طالب چارواکو اسلام کلا ته څېرمه د ایران په دوغارون ګمرک کې ناسته درلوده.

له هغې ناستې وروسته د خراسان رضوي د لویو لارو او ترانسپورت عمومي مشر د اسلام کلا پولې ته د ایراني لاریو پر ننوتلو شل ورځنی بندیز بېرته لېرې کړ.

جعفر شهامت ویلي، دغه هوکړه د دوغارون په پوله کې د طالبانو او ایراني پلاوي په ګډه غونډه کې شوې ده.

نږدې دوه میاشتې مخکې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو پلاويله ایران سره د اقتصادي همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل.

دا سندونه د ټرانسپورټ، ملکي هوايي چلن، کانونو، ازادو تجاري سیمو او د اصفهان اوسپنې کارخانې سره د همکارۍ په برخه کې دي.

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په هکله پیل شوې درې ورځنۍ غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد بهرنۍ پالیسۍ ته د کتنې درې ورځنۍ غونډه پیل شوه. جلیل عباس جیلاني پرانیستونکې وینا کې د سیمې او نړۍ د اوسنیو حالاتو په هکله د بحث لپاره د دې غونډې جوړېدل مهم وبلل.

دې ناستې ته له مختلفو هېوادونو د پاکستان سفیران او ډيپلوماټان بلل یشوي او د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه بحث کوي.

دا غونډه په داسې مهال ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي ښکاري. طالبان پاکستان په افغانستان کې د داعش او اسلام اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورنوي.

د دې خپلمنځي اړیکو د رغولو لپاره طالبانو د پاکستان سیاستوال ملا فضل رحمان کابل ته بللی دی او په مقابل کې د دې ډلې د کندهار والي ملا شیرین هم له یوه طالب پلاوي سره پرون اسلام اباد ته رسېدلی دی.

دا له ۲۰۱۹م کال راهیسې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د مهمو استازو په حضور کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.

خو دا ناسته د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا جوړېږي او شنونکي په دې باور دي چې ډېر اهمیت به ونه لري.

ذبیح الله مجاهد وايي ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره هیڅ هم ونه کړل

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو بهیر کې ملګرو ملتونو د دغه هېواد لپاره هیڅ هم ونه کړل او یوازې ناکامې نسخې یې وړاندې کړې. د ذبیح الله مجاهد دا غبرګون له هغه وروسته دی چې ملګري ملتونه غواړي د افغانستان په هکله په نږدې راتلونکي کې غونډه جوړه کړي.

ذبیح الله مجاهد نن د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې پر ملګرو ملتونو له نیوکو سره بیا هم ویلي، چې دا سازمان د نړیوال نظم لپاره ښه دی.
پر ملګرو ملتونو د ذبیح الله مجاهد دا نیوکه په داسې حال ده چې دا سازمان غواړي د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړي او هم یې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارلو خبره هم وکړه.

طالبان د دې استازي مخالف دي او وايي، یوناما چې شته، نو اضافي کس ته اړتیا نشته.

خو ملګري ملتونه غواړي د دې استازي په ټاکلو سره په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدکړو او کار، همدارنګه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په هکله کار وکړي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو د رسمیت پېژندلو او له دوی سره د تعامل لپاره هم د یادو ستونز حل غواړي.
خو ذبیح الله مجاهد په اوسنۍ مرکه کې وايي، طالبان غواړي د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له نړۍ سره تعامل وکړي، خو نړیوال دې دوی ته شرطونه نه ږدي.
د طالبانو ویاند د یوناما د هغه وروستي راپور پروړاندې هم غبرګون وښود چې د دغې ډلې له خوا په افغانستان کې خپل سري نیونې کیږي.
نوموړي د یوناما د دې غوښتنې په ځواب کې چې د «خپلسري نیولو» مخه ونیول شي، وویل چې هیڅوک په خپل سر نه دي نیول شوي.
ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دې ډلې کړنې "قانوني" دي او د "اسلامي شریعت د اصولو" پر بنسټ کېږي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي و چې د نجونو د تعلیم د ملاتړو په "خپلسري ډول نیول" بند کړي.
که څه هم نړیوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله د انساني ناورین د رامنځته کیدو خبرداری ورکوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خلکو اقتصادي شرایط سم ګڼي او وايي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو سره د ښه کیدو په حال کې دی.

ایران له افغانستان او پاکستان سره سرحدي دېوال جوړوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي. احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی، چې مختلف اړخونه لري.

د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.

د ايران د وسله وال پوځ د جغرافيايي سازمان مشر نږدې دوه اونۍ مخکې وويل، چې د يوه پراخ پلان پر بنسټ غواړي د فزيکي خنډونو په لګولو سره د افغانستان له پولو سره تګ راتګ محدود کړي.

خو اوسنۍ څرګندونې په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د وژل شوي مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې تر پرونیو چاودنو تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ایران یې اسراییل ته ګوته نیسي.