• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان د ازادۍ پوځ: په ۲۰۲۳ کال کې مو د پاکستان پر ضد ۲۴۲ بریدونو کې ۱۷۱ سرتېري وژلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د پاکستان مخالفه وسلواله ډله وايي، چې د دغه هېواد پر ضد یې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۴۲ وسلوال بریدونه کړي. دې ډلې نن ویلي؛ په دغو حملو کې یې نهه ځانګړي عملیات او ۲ هم ځانمرګي بریدونه شامل دي، چې پکې د پاکستان ۱۷۱ سرتېري وژل شوي ۲۵۱ نور ټپي شوي دي.

دا وسلواله ډله وايي؛ په دغو بریدونو کې د پاکستان د امنیتي ادارو ۴۲ هممکاران او جاسوسانو هم وژل شوي دي.

دې ډلې د اګسټ پر ۱۳مه کراچۍ کې پر چینایانو برید ته په اشاره ویلي، چې هغه برید کې یې څلور چینایان او ۱۱ پاکستاني امنیتي پرسونل ووژل.

دا ډله وايي؛ تېر کال یې یوازې ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۹۹ ګاډي او ټپټپي او همدارنګه ۲۳ پوځي مرکزونه او ۴ ډرون الوتکې یې هم په نښه کړې دي.

د پاکستاني طالبانو په څېر بلوڅ بېلتونپالو هم تېر کال پر پاکستاني ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

تر دې مخکې د پاکستان طالبانو غورځنګ هم ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په پاکستان کې ۸۸۱ بریدونه کړي، چې پکې یې ۲۱۹۳ پاکستاني نظاميانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۶۷ بریدونه کړي وو او سږني بریدونه یې له دوو برابرو ډېر دي.

د پاکستان پوځ هم تېره اونۍ وویل، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌

د پاکستان د پوځ د شمېرو له مخې؛ په دغه موده کې د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډېرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي.

دغې رسنۍ راپور ورکړی، چې ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په هکله پیل شوې درې ورځنۍ غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد بهرنۍ پالیسۍ ته د کتنې درې ورځنۍ غونډه پیل شوه. جلیل عباس جیلاني پرانیستونکې وینا کې د سیمې او نړۍ د اوسنیو حالاتو په هکله د بحث لپاره د دې غونډې جوړېدل مهم وبلل.

دې ناستې ته له مختلفو هېوادونو د پاکستان سفیران او ډيپلوماټان بلل یشوي او د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه بحث کوي.

دا غونډه په داسې مهال ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي ښکاري. طالبان پاکستان په افغانستان کې د داعش او اسلام اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورنوي.

د دې خپلمنځي اړیکو د رغولو لپاره طالبانو د پاکستان سیاستوال ملا فضل رحمان کابل ته بللی دی او په مقابل کې د دې ډلې د کندهار والي ملا شیرین هم له یوه طالب پلاوي سره پرون اسلام اباد ته رسېدلی دی.

دا له ۲۰۱۹م کال راهیسې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د مهمو استازو په حضور کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.

خو دا ناسته د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا جوړېږي او شنونکي په دې باور دي چې ډېر اهمیت به ونه لري.

ایران له افغانستان او پاکستان سره سرحدي دېوال جوړوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي. احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی، چې مختلف اړخونه لري.

د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.

د ايران د وسله وال پوځ د جغرافيايي سازمان مشر نږدې دوه اونۍ مخکې وويل، چې د يوه پراخ پلان پر بنسټ غواړي د فزيکي خنډونو په لګولو سره د افغانستان له پولو سره تګ راتګ محدود کړي.

خو اوسنۍ څرګندونې په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د وژل شوي مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې تر پرونیو چاودنو تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ایران یې اسراییل ته ګوته نیسي.

په ایران کې چاودنې؛ د ناامنیو د لړۍ یوه بله کړۍ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمان کې د دغه هیواد د ترورستي پېښو په تاریخ کې ډېرې خونړۍ بمي چاودنې وشوې چې شاوخوا درې سوه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

چاودنې چې د ایراني جنرال، قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت غونډه کې وشوې، انتحاري نه وې. د ایران د پارلمان مرستیال مجتبا ذوالنوري وایي چې په دغو چاودنو کې د اسراییل لاس دی او دلیل دا دی چې انتحاریانو پکې برخه نه لرله.

دوه درې اونۍ دمخه چې د دسمبر په پنځلسمه د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په راسک ښارګوټي کې د بلوڅو وسلوالې ډلې جیش العدل لس، دولس کسه پولیس ووژل، نو د هغو د تدفین په مراسمو کې د ایران داخله وزیر احمد وحیدي وویلچې اسراییل په ایران کې د فعالو ترورستي ډلو تر شا ولاړ دی.

د یو شمېر شناندو په نظر د ایران حکومت په ترورستي پېښو کې اسراییل ځکه یادوي چې اسراییل هم د ایران په اسلامي جمهوریت ورته تورونه لګوي او بل دلیل دا دی چې پر اسراییل د امنیتي ستونزو پړه اچول د ایران د حکومت لپاره داخلي مصرف لرلای شي.

د ایران دولت ډېر پیاوړی امنیتي سیستم لري او څرنګه چې خپل سیاسي مخالفان او شورشیان په اسانۍ سره مفسد الارض بولي، نو د هغوی په اعدام کې ډېر ځله نه دوه زړی کېږي، مګر دغه دولت بیا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.

د پاکستان سرحد ته څېرمه د راسک ښارګوټي حمله جیش العدل ډلې په غاړه واخیسته او د ایران حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې ډلې د کسانو په ځپلو کې ورسره همکاري وکړي.

جیش العدل ډله تر دوه زره دولسم کاله پورې جندالله نومېدله. دا ډله ادعا کوي چې په ایران کې د بلوڅانو د فرهنګي، سیاسي او مذهبي حقونو لپاره جنګېږي خو د ایران حکومت یې تجزبه طلب بولي او د دوی هڅې د ایران د ملي وحدت او ملي امنیت خلاف ګڼي.

د کرمان د چاودنو پړه د حملې په لومړۍ ورځ چا په غاړه وانه خیسته او څرنګه چې عام ولس ته پکې زیاته صدمه رسېدلې ده نو دا احتمال زیات دی چې حد اقل د جیش العدل غوندې مشخصه او واقعي ډله یې مسوولیت په غاړه وانخلي.

د سپاه قدس د پخواني قومندان، جنرال قاسم سلیماني د تلین د سږنیو مراسمو په اړه اټکل کېده چې د ایران امنیتي ادارو به یې د خونديتابه لپاره ډېر کار کړی وي، ځکه یو خو له تېرو دریو میاشتو په منځني ختیخ کې د غزې د جګړې اور بل دی او حالات نهایت نازک دي او له بلې خوا د کرمان ولایت په ګاونډ کې په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل د وروستیو اونیو بریدونه ډېر پېچلي وو.

قاسم سلیماني په سوریه، عراق او لبنان کې ډېر کلونه په داسې امنیتي ماموریتونو بوخت وو چې د اسراییل په شمول د سیمې ځینې هیوادونو او امریکا ته یې سر خوږی جوړاوه.

دی څلور کاله پخوا د امریکا په حمله کې ووژل شو. د دغسې چا د تلین په مراسمو کې د چاودنې پړه په اسانۍ سره اسراییل ته متوجه کېدای شي، مګر دا هم ده چې د جنګ پراخول د اسراییل په ګټه نه دي.

د اسراییل حکومت دا خبره نه پټوي چې د غزې جګړه به څو میاشتې نور وخت هم واخلي. اسراییل چې د حماس د ختمولو اراده لري، معلومه نه ده چې په خپل مقصد کې به په څومره وخت کې بری مومي او دا هم ممکنه ده چې په خپل نهایي مقصد کې پاته راشي.

له بلې خوا امریکا او د اسراییل نور پلویان د جګړې پراخوالی نه تاییدوي او له اسراییل یې بیا بیا غوښتنه کړې ده چې خپل عملیات محدود وساتي، نو په داسې شرایطو کې پر اسراییل د کرمان د چاودنو پړه اچول، زړه ته چندان نه پرېوځي.

د کرمان د چاودنو ډېر شک پر داعش کېدای شي. داعش چې په منځني ختیځ کې د ایران د سپاه قدس ډېر ګوزارونه خوړلي دي، په سیمه کې فعال دی او په افغانستان کې یې هم په تېرو څو کلونو کې خصوصا د شیعه مسلمانانو د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده.

له بده مرغه زموږ په سیمه او منځني ختیځ کې حالات دومره ترینګلي او پېچلي دي چې د ناامنیو، قتلونو او وحشتونو د مسوولیت ګوته مشخص لوري ته نه شی نیول کېدای او له لویه سره عوامل ګڼ او پېچلي وي.

نن سبا چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې دي، ځینې افغانان په مجازي فضا کې وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو هماغه کسان په کلونو کلونو ساتل او حمایه کول چې نن ورنه سر ټکوي.

د کرمان له چاودنو وروسته هم مختلفو لوریو ته د ملامتۍ ګوته ونیول شوه. ځينو وویل چې که د ایران حکومت د نورو ملکونو په چارو کې مداخله نه کولای نو داسې پېښې به اوس نه کېدې.

ځينو نورو ولیکل چې د ایران حکومت د افغانستان د طالبانو ملګرتیا کړې ده او داسې پېښې د همدې ملګرتیا نتیجې دي.

موږ د دې په ځای چې د اسیا په دې سیمه کې د روانو بدمرغیو په مخنیوي اساسي فکر وکړو، غمیزو ته ډيری وخت د رقیبانو د وهلو لپاره د یو فرصت په سترګه ګورو. دغسې چلند مو په نهایت کې کوم ځای ته نه رسوي.

د اسیا دا ناکراره سیمه له جګړو، تروریزم او ناامنۍ د ژغورنې لپاره او د ودې او سوکالۍ لپاره تر بل هر څه ډېر د خپلو اوسېدونکو تعاون او همکاري ته اړتیا لري.

کله چې درې میاشتې پخوا د اکتوبر په اوومه نېټه حماس د اسراییلو پر جنوب حمله وکړه او تر زر زیات اسراییلیان یې ووژل، ځینو کسانو دا کار د فلسطین د خلکو په ګټه وباله خو دې ته یې ونه کتل چې انتقامي حملې خو د فلسطینیانو ژوند ډېر ورتریخولی او په سیمه کې د وینو رودونه بهولی شي.

جګړه، تروریزم او انتقامي سیاستونه د هیچا په ګټه نه دي او برعکس، یوازې تعاون او همکاري ملتونه ژغورلی او نیکمرغه کولی شي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


پاکستان ته د طالب چارواکو سفر سره هم‌مهاله، په دغه هېواد کې د افغانانو ځورول ډېر شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

پاکستان ته د ملا شیرین په مشرۍ د یوه لوړپوړي چارواکي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هوارۍ په موخه خبرو اترو سره هم‌مهاله، د پاکستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې د افغانانو ځورول بیا ډېر شوي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې په پېښور او اسلام اباد کې پولیس په بېلابېلو پلمو افغانان دروي او د پاسپورټ او ویزو غوښتنه ترې کوي.

تېره ورځ د اسلام اباد بي ۱۷ ښارګوټي کې یو ځل بیا پولیس کور په کور ګرځېدل او له افغانانو یې اسناد غوښتل.

په بي ۱۷ ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، پولیس هغه افغانان چې د ویزو وخت یې ختم شوی و، له ځانه سره یوړل.

له بلې خوا په پېښور کې تېره ورځ په سړکونو ګڼ شمېر پولیس راوتلي وو او په هر تمځای کې یې نارینه درول او له هغو یې د اسنادو پوښتنه کوله.

ورته مهال پاکستاني چارواکي وایي، چې د بې اسناده افغانانو د اېستلو لړۍ لا هم په منظمه توګه روانه ده؛ خو ځینې افغانان بیا وایي، چې د صوبې چارواکو دوی ته درې میاشتې وخت ورکړی چې دلته پاتې کېدای شي، اوس‌مهال یوه میاشت تېره شوې او دوه نورې میاشتې یې لا پاتې دي.

خو د دوی په وینا کېدای شي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې دوی له دغه هېواده و اېستل شي ځکه دوی وايي چې تراوسه ورسره نه دي مخامخ شوي او تر اوسه له پولیسو په پټه ګرځي.

له بل پلوه اوچا هم نن یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د مېشتو ۱.۳ مېلیونه بې اسناده افغانانو وضعیت لا کړکېچن شوی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کېنډل وویل:« افغانستان ته د ډله‌ییزو کډوالو راتګ روان بشري ناورین ته وده ورکوي؛ ځکه چې د ژمي سړو سره دغه ناورین پیلیږي.»

ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه ناسته ترسره شوه.

دغه سفارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دفاع وزارت او د طالبانو د استخباراتو د ستراتیژېکې برخې مشر د کندهار د سرپرست والي ملا شیرین سره یو ځای په دغه غونډه کې برخه واخیسته.


د طالبانو د سفارت په اېکس پاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغې ناسته کې د ډیورند د کرښې په دواړو غاړو کې د شته ستونزو په هوارولو او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې اترې وشوې.

عمران خان د ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو. د ښاغلي خان وکیل نعیم پنجوتا وايي، پر خان تور دی چې د دې کمېسون په هکله یې سپکې خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسون دا تورونه په داسې مهال لګولي چې د عمران خان وکیلان نه وو.

د ټاکنو کمېسون پر عمران خان سربېره د تحریک انصاف ګوند پر بل مشر فواد چوهدري هم ورته تور پورې کړی دی.

۷۱ کلن کرېکټ ستوری عمران خان د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا د بې باوره کېدو او بې واکه کېدو راهیسې سیاسي او قانوني جنجال کې ښکېل دی.

نوموړی تېر اګسټ په توشه خانه کېس کې د درې کاله بند له امله بیا په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

توشه خانه کې عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ یې دولتي ډالۍ ناقانونه پلورلې دي، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.

تېره شنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه.

پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتل، د پنجاب له میاولې او لاهور نه په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي.