دلاور: پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه تثبیت شوي او ۴۵۰ یې د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر د څلورو شرکتونو له چارواکو سره د لويو کانونو د څلورو ساحو د قراردادونو لاسليکولو په غونډه کې وویل، په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي.