نيوزيلنډ له پاکستان د کرېکټ دوهمه شل اوره لوبه د ۲۱ منډو په توپير وګټله

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه شل لوبه نيوزيلنډ د ۲۱ منډو په توپير وګټل. نيوزيلنډ د دې سياليو لومړۍ لوبه د ۴۶ منډو په توپير ګټلې وه.

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه شل لوبه نيوزيلنډ د ۲۱ منډو په توپير وګټل. نيوزيلنډ د دې سياليو لومړۍ لوبه د ۴۶ منډو په توپير ګټلې وه.
د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ دغه پنځه شل اوره لوبې د نيوزيلنډ په کوربتوب په ايډين کرېکټ لوبغالي کې جريان لري.
پاکستان کرېکټ لوبډلې د دوهمې لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
د نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې هدف وټاکه.
د نيوزيلنډ پيليز لوبغاړي ۲۴ کلن پاين الين په ۴۱ توپونو تر ټولو ډېري ۷۴ منډي جوړي کړې.
پاکستاني تېز توپ اچونکي حرث روف د نيوزيلنډ درې لوبغاړي وسوځول.
پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۳ اور کې ۱۷۳ منډې جوړي کړې.
پاکستاني لوبغاړي بابر عظم په ۴۳ توپونو ۶۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او فخرزمان بيا په ۲۵ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې.
د نيوزيلنډ لوبډلې ۳۱ کلن ادم ميلني د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول.
دا د پنځو شل اوريه سیالیو دوهمه لوبه ده، چې نيوزيلنډ يې له پاکستانه ګټي.
د دې سياليو درېيمه لوبه به د رواني جنوري مياشتي په ۱۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ تر سره شي.


د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دویمه سیالۍ نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې ترسره کیږي. د دریو شل اوریزو لوبلړۍ دغه دویمه لوبه به د هندوستان په انډور ښار کې ترسره کیږي.
د افغانستان او هندوستان تر منځ د یادې شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې د هندوستان ملي لوبډلې له افغان لوبډلې څخه د شپږ ویکیټو په توپیر وګټله.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي دي، چې افغان ملي لوبډله د هندوستان انډور ښار ته رسیدلې او د نننۍ لوبې لپاره یې تمرینات پیل کړي دي.
د هندوستان او افغانستان ملي لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو دغه لوبلړۍ د افغانستان د شل اوریزې کرېکټ لوبډلې د لوبډلمشر راشدخان په نه شتون کې ترسره کیږي.
هندي رسنیو ویلي چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د هندوستان د ملي لوبډلې غړی ویرات کهولي د شخصي بوختیاو له امله په لوبډله کې ګډون نه درلود، خو نوموړی چمتو دی چې په نننۍ لوبه کې د افغانستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته راشي.
هندي رسنیو ویلي چې، د یادې لوبلړۍ په لومړی سیالۍ کې د افغانستان په لوبډله کې د ورو توپ اچوونکو نه شتون د دې لامل شو چې هندۍ لوبډله پر افغان لوبډله برلاسې شي.

د هند ملي لوبډلې د افغاانستان پر وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو د لوبلرۍ لومړۍ لوبه د شپږو ویکتو په توپیر وګټله.
د لوبې پچه هند وګټله او د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ۵ وېکټو په سوځېدو سره د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.
د هند ملي لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۷،۳ اورونو کې د ۱۵۸ هدف پوره او لوبه یې وګټله.
لوبه په موهالي کې ترسره شوه.
افغان لوبډلې کې تر ټولو ډېر منډې محمد نبي وکړې، چې ۴۲ منډې وې او مجیب دوه ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی شیوام ډوبي وټاکل شو. شیوام د افغان لوبډلې پر وړاندې ۶۰ منډې وکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.
افغان لوبډله به د هند لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې د انډور په هولکر کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي؛ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام له رارسېدو وړاندې ټوله لوبډله پر توپ وهنې کار کوي. هغه وايي، چې د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو دوی د ګټلو لپاره راغلي دي.
ابراهیم ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې له ملي لوبډلې د خلکو تمې ډېرې شوي. په هېواد کې یوازینی شی چې د افغانستان خلکو ته خوښي ورکوي هغه کرېکټ دی.
هغه زیاته کړه؛ په کور کې دننه له هند سره مخ کېدل به ستونزمن وي؛ خو دوی د شل اوریز نړۍوال جام څخه د مخه د خپل توپ وهنې ښه کولو په لټه کې دي.
ابراهیم ځدړان وایي: «د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو موږ د ګټلو لپاره راغلي یو، خپل مهارتونه به وښیو. موږ شل اوریز لوبو لپاره ډېر ښه لوبغاړي لرو او موږ په دې فارمټ کې ښه یو، زه ډاډه یم چې موږ به ښه لوبه وکړو.»
ځدراڼ زیاته کړې، موږ د نړۍ یو له غوره سپېنرانو څخه یوو، تېز توپ اچوونکي هم لرو خو زموږ موخه د توپ وهنې مهارتونو ته وده ورکول دي.
افغانستان د ای سي سي په شل اوریز نړۍوالو لوبو لېست کې لسم ځای لري.
افغانستان او کوربه هېواد هند به د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) د خپلو درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د موهالي په پي سي ای لوبغالي کې سره مخامخ شي. دویمه او درېیمه لوبه به اندور او بنګلور کې ترسره شي.
د افغانستان او هند تر منځ پنځه شل اوره نړۍوالې لوبې ترسره شوي، چې یوه یې هم افغانستان نه ده ګټلې. په پنځو لوبو کې ۴ هند ګټلي او یوه بې پایلې پای ته رسیدلې.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي. راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »
۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.
هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.
ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»
راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.
د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.
دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.
دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.