• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ: د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلوو

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نیټه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵ پړاو پیلوي. په دغو سیالیو کې به ۳۷ لوبډلې برخه ولري او په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې به ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۴مه) خبر ورکړ چې، راتلونکې پنجشنبه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي.

کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو سیالیو کې به د هیواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه واخلي او په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې به د ۱۸ ورځو لپاره روانې وي.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو لپاره ۳۷ لوبډلې په شپږو ګروپونو ویشل شوې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر نصیب خان وايي چې، یادې سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هیواد کې د کرېکټ لوبې د ودې په موخه هر کال ترسره کیږي: « موږ ژمن یو چې کرېکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.»

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو چانس ورکړل شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ برخې له لوري دا لومړۍ سیالۍ دي چې د روان میلادي کال له پیل وروسته ترسره کیږي، په راتلونکي فبرورۍ میاشت کې به د ۱۲ ولایتي لوبډلو تر منځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

افغان ۱۹ کلنو له انګلستان او هند بيا د افغان ملي لوبډلې څخه لوبې وګټلې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰
افغان ۱۹ کلنو له انګلستان او هند بيا د افغان ملي لوبډلې څخه لوبې وګټلې
100%

هند د افغانستان د ملې لوبډلې څخه د شل اوره لوبلړۍ دویمه لوبه د ۶ ويکټو په توپير وګټله او افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې بيا په تمريناتي لوبه کې انګلستان ته د ۶۷ منډو په توپير ماته ورکړه.

د هند او افغانستان په لوبه کې پچه کوربه هېواد وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان کرېکټ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو هند ته ۱۷۲ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي ګلبدين نایب په ۳۵ توپونو تر ټولو ډېري ۵۷ منډې جوړې کړې.

هند کرېکټ لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵.۴ اور کې دغه هدف پوره کړ.

هندي لوبغاړو يشاسوي جيسوال په ۳۴ توپونو ۶۸ او شيوام دوبی په ۳۲ توپونو ۶۳ ناسوځېدلې منډي وکړې.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبه د ۶ ويکټو په توپير وبايلله.

بل لور ته بيا د ۱۹ کلنو کم عمره نړۍوالو ۵۰ اوريزو لوبو ته د تياري په موخه افغان ۱۹ کلنو ځوانانو له انګلستان څخه د ۶۷ منډو په توپير لوبه وګټله.

د افغانستان او انګلنډ تر منځ د دې تمريناتي سيالۍ پچه انګلنډ وګټله او افغانستان ته یې د توپوهني بلنه ورکړه.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو انګلنډ کرېکټ لوبډلې ته ۲۳۸ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې نعمان شاه ۶۵، سهيل خان ۵۲ او خالد تڼيوال ۳۰ تر ټولو ډېرې منډې جوړي کړې.

انګلستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچوونکي محمد غضنفر تر نورو لوبغاړو بهترينه توپ اچونه وکړه او د سيالې لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول.

بايد وويل شي، چې د افغانستان او هند تر منځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ درېيمه لوبه به د رواني جنوري میاشتي په ۱۷ مه نېټه وي.

نيوزيلنډ له پاکستان د کرېکټ دوهمه شل اوره لوبه د ۲۱ منډو په توپير وګټله

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۰
نيوزيلنډ له پاکستان  د کرېکټ دوهمه شل اوره لوبه د ۲۱ منډو په توپير وګټله
100%

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه شل لوبه نيوزيلنډ د ۲۱ منډو په توپير وګټل. نيوزيلنډ د دې سياليو لومړۍ لوبه د ۴۶ منډو په توپير ګټلې وه.

د نيوزيلنډ او پاکستان ترمنځ دغه پنځه شل اوره لوبې د نيوزيلنډ په کوربتوب په ايډين کرېکټ لوبغالي کې جريان لري.

پاکستان کرېکټ لوبډلې د دوهمې لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې هدف وټاکه.

د نيوزيلنډ پيليز لوبغاړي ۲۴ کلن پاين الين په ۴۱ توپونو تر ټولو ډېري ۷۴ منډي جوړي کړې.

پاکستاني تېز توپ اچونکي حرث روف د نيوزيلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۳ اور کې ۱۷۳ منډې جوړي کړې.

پاکستاني لوبغاړي بابر عظم په ۴۳ توپونو ۶۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او فخرزمان بيا په ۲۵ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې.

د نيوزيلنډ لوبډلې ۳۱ کلن ادم ميلني د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول.

دا د پنځو شل اوريه سیالیو دوهمه لوبه ده، چې نيوزيلنډ يې له پاکستانه ګټي.

د دې سياليو درېيمه لوبه به د رواني جنوري مياشتي په ۱۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ تر سره شي.

افغان لوبډله له هند سره د لوبلړۍ دویمه لوبه په انډور ښار کې تر سره کوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۰
افغان لوبډله له هند سره د لوبلړۍ دویمه لوبه په انډور ښار کې تر سره کوي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دویمه سیالۍ نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې ترسره کیږي. د دریو شل اوریزو لوبلړۍ دغه دویمه لوبه به د هندوستان په انډور ښار کې ترسره کیږي.

د افغانستان او هندوستان تر منځ د یادې شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې د هندوستان ملي لوبډلې له افغان لوبډلې څخه د شپږ ویکیټو په توپیر وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي دي، چې افغان ملي لوبډله د هندوستان انډور ښار ته رسیدلې او د نننۍ لوبې لپاره یې تمرینات پیل کړي دي.

د هندوستان او افغانستان ملي لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو دغه لوبلړۍ د افغانستان د شل اوریزې کرېکټ لوبډلې د لوبډلمشر راشدخان په نه شتون کې ترسره کیږي.

هندي رسنیو ویلي چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د هندوستان د ملي لوبډلې غړی ویرات کهولي د شخصي بوختیاو له امله په لوبډله کې ګډون نه درلود، خو نوموړی چمتو دی چې په نننۍ لوبه کې د افغانستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته راشي.

هندي رسنیو ویلي چې، د یادې لوبلړۍ په لومړی سیالۍ کې د افغانستان په لوبډله کې د ورو توپ اچوونکو نه شتون د دې لامل شو چې هندۍ لوبډله پر افغان لوبډله برلاسې شي.

افغان لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له هنده ماته وخوړه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰
افغان لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له هنده ماته وخوړه
100%

د هند ملي لوبډلې د افغاانستان پر وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو د لوبلرۍ لومړۍ لوبه د شپږو ویکتو په توپیر وګټله.

د لوبې پچه هند وګټله او د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ۵ وېکټو په سوځېدو سره د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

د هند ملي لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۷،۳ اورونو کې د ۱۵۸ هدف پوره او لوبه یې وګټله.

لوبه په موهالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې کې تر ټولو ډېر منډې محمد نبي وکړې، چې ۴۲ منډې وې او مجیب دوه ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی شیوام ډوبي وټاکل شو. شیوام د افغان لوبډلې پر وړاندې ۶۰ منډې وکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

افغان لوبډله به د هند لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې د انډور په هولکر کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.

ځدراڼ: د هند پر وړاندې په هندوستان کې لوبه کول ستونزمن کار دی خو د ګټلو لپاره راغلي یو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰
 ځدراڼ: د هند پر وړاندې په هندوستان کې لوبه کول ستونزمن کار دی خو د ګټلو لپاره راغلي یو
100%

د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي؛ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام له رارسېدو وړاندې ټوله لوبډله پر توپ وهنې کار کوي. هغه وايي، چې د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو دوی د ګټلو لپاره راغلي دي.

ابراهیم ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې له ملي لوبډلې د خلکو تمې ډېرې شوي. په هېواد کې یوازینی شی چې د افغانستان خلکو ته خوښي ورکوي هغه کرېکټ دی.

هغه زیاته کړه؛ په کور کې دننه له هند سره مخ کېدل به ستونزمن وي؛ خو دوی د شل اوریز نړۍوال جام څخه د مخه د خپل توپ وهنې ښه کولو په لټه کې دي.

ابراهیم ځدړان وایي: «د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو موږ د ګټلو لپاره راغلي یو، خپل مهارتونه به وښیو. موږ شل اوریز لوبو لپاره ډېر ښه لوبغاړي لرو او موږ په دې فارمټ کې ښه یو، زه ډاډه یم چې موږ به ښه لوبه وکړو.»

ځدراڼ زیاته کړې، موږ د نړۍ یو له غوره سپېنرانو څخه یوو، تېز توپ اچوونکي هم لرو خو زموږ موخه د توپ وهنې مهارتونو ته وده ورکول دي.

افغانستان د ای سي سي په شل اوریز نړۍوالو لوبو لېست کې لسم ځای لري.

افغانستان او کوربه هېواد هند به د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) د خپلو درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د موهالي په پي سي ای لوبغالي کې سره مخامخ شي. دویمه او درېیمه لوبه به اندور او بنګلور کې ترسره شي.

د افغانستان او هند تر منځ پنځه شل اوره نړۍوالې لوبې ترسره شوي، چې یوه یې هم افغانستان نه ده ګټلې. په پنځو لوبو کې ۴ هند ګټلي او یوه بې پایلې پای ته رسیدلې.