• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز: افغان خبریال احسان اکبري د طالبانو له بند څخه خوشی شو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د جاپان د «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان اکبري نن د طالبانو له بند خوشی شو. د طالبانو استخباراتو ۹ ورځې مخکې ښاغلی اکبري په کابل کې نیولی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د نوموړي د خوشي کېدو په هکله په خپله اېکس پاڼه کې د احسان اکبري نیول کیدل بې قانونه بولی او وايي، باید ازادي یې سلب شوې نه وای.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي دغه مرکز ته ویلي، چې ښاغلی اکبري نن شاوخوا درې بجې خوشی شو.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې احسان اکبري په "ضمانت" خوشی شوی او د هغه د هویت ځینې اسناد د استخباراتو له خوا ضبط شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ښاغلي اکبري د نیولو په غبرګون د طالبانو د استخباراتو له ریاسته غوښتي و چې د هېواد د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او ازادو رسنیو د ځپلو لړۍ پای ته ورسوي.

احسان اکبري چې له شاوخوا يوه کال راهيسې په کابل کې د کيودو خبري اژانس په دفتر کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله د مرغومي په ۲۷مه په کابل د نامعلوم علت له امله ونیول شو.

دا په تیرو نږدې دوو ا ونیو کې دریم خبریال دی چې د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته بیرته خوشی کیږي.

د ګردش اطلاعات خبري ژانس دوه خبریالان جواد رسولي او عبدالحق حمیدي، چې د مرغومي په ۲۸ مه د طالبانو د استخباراتو له لورې په کابل کې نیول شوي وو،هغوی هم د ضمانت په ورکولو سره خوشي شول.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له چین سره د نښلېدو لپاره لس کیلومتره سړک پاتې دی

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کلیو او بیا رغونې وزارت وايي، د واخان له لارې د چین او افغانستان نښلوونکی سړک ۴۰ کیلومتره جوړ او پاتې څه کم لس کیلومتره به یې هم ژر جوړ شي. خو د بدخشان لپاره د طالبانو والي نږدې لس ورځې مخکې ویلي و، د کوچني پامیر سړک په جوړیدو افغانستان رسما له چین سره ونښلول شو.

خو د دې ډلې د کلیو او بیارغونې وزارت د دفتر ریس مولوي میرزا محمد شکیب پرون د خپلو لاسته راوړنو غونډه کې وویل، چې دا سړک لا هم نه دی بشپړ شوی.

د هغه په خبره، د بدخشان په واخان کې له بزهای ګنبد سیمې د چین تر پولې له ۴۹.۷ کیلومتره سړک څخه ۴۰ کیلومتره جوړ شوی دی.

د هغه په خبره، د چین تر صفري نقطې د پاتې څه کم لس کیلومتره سړک چارې به هم ژر بشپړې شي.

لا هم مالومه نه ده چې د طالبانو له لوري که دا سړک بشپړېږي هم، د چین له خوا د سړک تېرولو او له دې لارې د سوداګرۍ پیلولو کوم تدابیر نیول شوي او که نه.

له افغانستان سره د چین د مخامخ نښلېدو لپاره د واخان لارې جوړېدل د افغان جمهوریت لویه هیله هم وه او طالبان هم چې واکمن شوي بیا بیا له بېجنینګ ورته غوښتنه کوي.

طالبانو له چینايي چارواکو سره په لیدنو کې له بیا بیا غوښتنو وروسته د دې سړک د جوړولو چارې د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پیل کړې

د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت وایي، د دې سړک پر جوړیدو ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودجې ورکول کیږي.

ایرانی چارواکی: افغانستان به راتلونکې اونۍ د سیمه ییزې غونډې کوربه وي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مشر وايي، راتلونکې اونۍ د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دغه هېواد د ګاونډیانو غونډه جوړېږي. رسول موسوي زیاتوي، دا غونډه په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او د خلکو د پرمختګ او د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د ګاونډیانو ځانګړې توجو ښيي.

ښاغلي موسوي نن خپل اېکس کې ویلي چې ایران، پاکستان، روسیه او چین به هرو مرو دې غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي په دې غونډه کې د نورو هېوادونو د شرکت په هکله څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم ویلي و، چې روسیه، چین، ایران او پاکستان په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د ضمیر کابلوف په خبره، د دغې غونډې موخه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول له نشه‌یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم تېره اونۍ له طالبانو وغوښتل چې د پښتنو په ګډون ټولو قومونو ته خپل حکومت کې ځای ور کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سرګي لاوروف په غبرګون کې وویل، چې حکومت یې ټولګډونه دی او مسکو دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

خو د روسیې په ګډون نړیواله ټولنه په دې باور ده چې له طالبانو سره د هر قوم کسان له فکري پلوه طالبان دي او حکومت یې د قومونو سیاسي مشارکت نه لري.

ټولګډونه حکومت جوړول په دوحه تړون کې د طالبانو یو مهم شرط و او د نړیوالو په باور، د دې ژمنې نه پوره کېدل له طالبانو سره د نړۍ د تعامل او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو لوی خنډ دي.

خو طالبان دا ډول څرګندونې دافغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي او په مقابل کې له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو او تعامل زیاتولو لپاره غونډې کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون په کابل کې د لسو هېوادونو له استازو سره لیدنه کې هم د کابل او اړوند هېوادونو ترمنځ د تعامل ډېرېدو غوښتنه کړې وه.

په دې غونډه کې د چین، روسیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، انډونیزیا او ترکیې استازو ګډون درلود.

طالبانو د مینې مجلې مسوول مدیر، لیکوال او شاعر عزت الله ځواب «ونیو»

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د مینې مجلې د بنسټګر او مسوول مدیر عزت‌الله ځواب زوی وايي، پلار یې پرون له کابله ننګرهار ته پر لار څو ساعته ورک و، خو وروسته یې له یوې بلې شمېرې په ټلیفوني خبرو کې ورته وویل، «طالبانو نیولی دی.» عزت الله ځواب د خپلو طنزیه او منتقدانه شعرونو له امله په پښتني ټولنه کې مشهور دی.

د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب خپل فیسبوک کې لیکلي چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.

نوموړی زیاتوي چې وروسته له یوې شمېرې زنګ ورته راغی او پلار یې ورته وویل: «عطاءلله بچيه زه يوه ستونزه کې يم، مجاهدينو راوستی يم.»

عزت‌الله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.

مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

دا مجله پر ۱۳۸۱ کال پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.

عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.

نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې وړمه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو نیول او د هغوی ربړول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې خپلسرې نیونې دې نورې بندې کړي.

دغې ټولنې ویلي، چې په کابل کې د طالبانو له‌خوا د جاپاني رسنۍ کیودو نیول شوي خبریال احسان اکبري برخلیک لا نه دی څرګند.

تر دې وړاندې طالبانو په کابل کې د ګردش اطلاعات د خبري اژانس مشر جواد رسولي او د دغې رسنۍ چلوونکی عبدالحق حمیدي هم نیولي وو او د دوو ورځو بند تېرولو وروسته یې خوشې کړي وو.

ډنمارک له افغانستان سره ۲.۲ مېلیونه ډالر مرسته کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنې د همغږۍ اداره (اوچا) د پنجشنبې په ورځ د سلواغې ۵مه په اېکس پاڼه لیکلي، چې ډنمارک له افغانستان سره د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ بشري مرستو په برخه کې ۱۵ مېلیونه کرونه چې ۲.۲ مېلیون ډالره کېږي مرسته کړې.

اوچا لیکلي، چې ډنمارک له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بشري مرستو په برخه کې ۲۳۶ کرونه چې ۳۶.۴ مېلیونه ډالر کېږي، مرسته کړې ده؛ خو په دې اړه یې نور مالومات نه دي خپاره کړي.


تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې او له هغې ډلې د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې وه، چې سږنی ژمی د افغانانو له پاره ډېر سخت دی او په هرو درېیو وګړو کې دوه یې په دې نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.


دا رنګه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسېف هم د خوارځواکو ماشومانو او مېندو په اړه لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې وې.

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شول

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې، د پاکستان له بنده د راخوشې شوي یوه بندي په ګډون ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه ته رسېږي، په جبري ډول هېواد ته ستنې شوې دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه وو په جبري ډول د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې.

د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.