• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېر حکومت کې د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتی ونیو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د طالبانو استخباراتو نن ماښام د تېر حکومت د پکتیا ولایت د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتی په کابل کې ونیو. د پخواني ولسوال عبدالرحمان زرمتي زوی افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، پلار یې طالبانو د احمد شاه بابا مېنې یا ارزان قیمت په څوارلسم بلاک کې له کوره وړی دی.

نور رحمان وايي، نن د پاسپورټ اخېستلو لپاره د کابل پاسپورټ ریاست ته تللی و، خو هلته د طالبانو د استخباراتو کارکونکو ونیو او تر وهلو وروسته یې د پلار ادرس ترې وغوښت.

نور رحمن له طالبانو غواړي چې د خپل رهبر ملا هبت الله عمومي عفوې ته درناوی وکړي او پلار یې خوشی کړي.

عبدالرحمان زرمتی په تېر حکومت کې د پکتیا د څو ولسوالیو ولسوال پاتې شوی دی او د جمهوریت تر پرځېدو د پکتیا د زرمت ولسوال وو.

زرمتی د هغو ولسوالانو له ډلې وو، چې د طالبانو په ضد یې سخت دریځ درلود او د جګړو پرمهال به یې خپله ټوپک اخیسته او د طالبانو پرضد به یې جګړه کوله.

زرمت د افغانستان یوه له ناامنه ولسوالیو وه، خو د جمهوریت تر پرځېدو پورې دا ولسوالي د حکومت په لاس کې وه.

د جمهوریت وروستیو ورځو کې عبدالرحمان رزمتي له طالبانو سره سختې جکړې وکړې خو د ولسوالۍ له کلابندۍ وروسته یې له خپلو څو تنو ساتونکو سره ولسوالي پرېښوده.

په وروستیو کې اندېښنې دا دي چې طالب وسلوال د پخواني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي زنداني کوي او بیا یې له سختو شکنجو وروسته په زندانونو کې وژني.

د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخې طالبان عمومي عفوې باندې عمل نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

روسیه راتلونکې میاشت د ترکمنستان له لارې افغانستان ته غله استول غواړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د روسیې د پټلۍ لوجسټیک کمپنۍ چارواکي وايي، راتلونکی مارچ د ترکمنستان د ترکمنباشای بندر له لارې افغانستان او ایران ته غله استول غواړي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغو چارواکو دا خبره د ترکمنستان له مسوولانو سره په لیدنه کې کړې ده.

د روسیې د پټلۍ چارواکۍ وړمه ورځ په کسپین سمندرګي کې د ترکمنستان ترکمنباشای نړیوال بندر ته هم تللي دي.

تاس د ترکمنستان د سمندرلارې ادارې په استناد رپوټوي چې تر خپلمنځي لیدنې وروسته روسیې چارواکو وویل، چې د دغه هېواد له استراخان بندر د ترکمنستان تر ترکمنباشای نړیوال سمندري بندر پورې تر افغانستان او ایران د غلې او هم د ټرانسپورټي کانتینرونو لېږدول ممکن دي.

روسي چارواکو دا هم ویلي، چې که په دې برخه کې د دوی شننې مطلوبه نتیجه لري، نو راتلونکی میاشت به ترکمنباشای بندر له لارې خپل توکي ولېږدوي.

د ترکمنستان ترکمنباشای بندر پر ۲۰۱۸ کال ګټې اخیستلو ته تیار شوی او د ۱۷ میلیون ټنه وچ او لس میلیون ټن اوبلن بار کلنۍ وړتیا لري.

دغه بندر ته د روسیي چارواکو تګ په داسې مهال دی چې د تېر کال د ډیسمبر پر ۱۶ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د هرات ولایت تورغونډۍ بندر ته لاړ او هلته یې له طالب وزیرانو سره ولیدل.

د ترکمنستان په څېر روسیې هم له طالبانو سره سوداګریز اړیکي پراخ کړي دي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر د ۲۰۲۲ کال سپټمبر کې روسیې ته له تلو وروسته وویل، چې له دغه هېواد سره یې د سونتوکو او غنمو تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې روسیه په ارځانه بیه، په کال کې یو میلیون پټرول، یو میلیون ټنه ډېزل، پنځه لکه تنه اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنه غنم افغانستان ته صادروي.

د رویټرز د راپور له مخې افغانستان ته تېر میلادي کال د روسیې د سونتوکو صادرات له دوو برابرو ډېر شوي، چې د دې سوداګریز تړون نتیجه ښيي.

د واورې ورښت له امله د افغانستان ځینې لویې لارې د ترافیکو پر مخ وتړل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د واورې ورېدو له امله يو شمېر لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړل شوې. د سیمه ییزو رسنیو راپور ښيي چې د سالنګ، د کابل – غور لاره، شاتو کوتل او د بامیان او دایکندي مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د سالنګ لویه لار چې څو ورځې وړاندې پرانیستل شوې وه، د سلواغې په ۱۴ مه سهار د سختو واورو او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګ چارواکو له مسافرو غوښتي چې دا مهال پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي.

سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه له کابل سره نښلوي.

باختر اژانس د طالبانو ترکنټرول لاندې د فوايد عامې وزارت د دغې ډلې د مسوولينو له خولې خبر ورکړ چې د شنبې ورځې واورې ورښت د غور-کابل لويه لاره او دغه راز له مرکز سره د غور ولایت د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.

دغه راز د دايکنډي – کابل کوتل قوناق لاره، د سنګ تخت او بند، خدير، اشترلي، کيتي، کجران، شهرستان او ميرامور ولسواليو لارې د شنبې په ورځ د سهار له څلورو بجو راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوي دي.
​

له افغانستان د شوروي د وتلو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په روسیه کې نندارتون جوړ شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۰

له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د روسیې په اورینبورګ ښار کې د «بريا ته سلام» په نوم نندارتون جوړ شو. روسي رسنیو ویلي، په دې نندارتون کې د پوځیانو شخصي توکي، یونیفورم، وسلې او پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د روسي رسنۍ په راپور کې راغلي، چې دا نندارتون به د سلواغې تر ۲۹ پورې د لیدونکو لپاره خلاص وي.

د اورینبورګ ښار شاوخوا شپږ زره اوسیدونکو، چې اوس د دغه نندارتون کوربه دی په افغانستان کې د شوروي په جګړه کې برخه اخیستې وه. ۱۸۲کسان یې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

شوروي ځواکونه د ۱۳۵۸کال د مرغومي په میاشت کې افغانستان ته ننوتل او ۹ کاله وروسته د ۱۳۶۷کال د سلواغې په میاشت کې له افغانستانه ووتل.

په دې جګړه کې په زرګونو شوروي پوځیان او په سلګونو زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

روسيه هر کال د فبرورۍ په ۱۵ له افغانستانه د شوروي د وتلو په مناسبت بېلابېل پروګرامونه جوړوي.

تېر کال له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د ټولو خلکو او په دې جګړه کې د ګډون کوونکو لپاره یوه ستره او نه هېرېدونکې ورځ ده.

ښاغلي پوتین وویل، چې «د هغو اتلانو او ملگرو یادونه چې کور ته نه دي راستانه شوي د تل لپاره به زموږ په زړونو کې پاتې شي.»

د خوړو نړیوال پروګرام: تېر کال افغانستان کې له ۶ میلیونو زیاتو خلکو ته نغدې پیسې ورکړل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له شپږ میلیونو زیاتو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي دي. د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان نن وویل، دغه پیسې د نړیوالو سازمانونو په ملاتړ وېشل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: یونیسف، بریتانیا، المان، ناروې او د متحده ایالاتو پراختیايي پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې د دې ادارې ملاتړي بنسټونه او هیوادونه دي.

دغه دفتر تېره اوونۍ ویلي وو، چې په افغانستان کې لس میلیونه کسان له خوراکي مرستو بې برخې شوي دي.

په راپور کې رغلي، چې دا لوی نفوس مجبور دی څو د خپلو ماشومانو ته د خوړو ورکولو او ګرم ساتلو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

افغان توکمه یهودی څېړونکی: له شل زرو زیات افغان الاصله یهودیان اسراییل کې ژوند کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰

په بیت المقدس کې افغان توکمه څیړونکی او لیکوال بنسوین یهشواراز وايي، د ده موندنې ښيي چې اسراییل کې له شل زرو زیات افغان الاصله یهودیان ژوند کوي. ۸۷ کلن یهشواراز د اسراییل تر حاکمیت لاندې په بیت المقدس پوهنتون کې استاد پاتې شوی دی او اوس په څیړنیزو مرکزونو کې تحقیق کې کوي.

بنسوین یهشواراز د افغانستان انټرنشنل پښتو له خبریال عبدالحق عمري سره مرکه کې ویلي، د افغانستان، بخارا او ایران په یهودیانو باندې د ۵ څیړنیرو کتابونو سره یې تر اوسه یې د رومان، شعر او تحقیق په برخه کې ۱۵ کتابونه لیکلي دي.

د دغه افغان توکمه یهیودي څیړنې ښيي چې په نهمه مخزېږد یا قبل المیلاد پېړۍ کې د بابلیانو پاچا بخت نصر د یهودانو لس قبیلې له خپل هېواد وکوچول او تر اوسني ایران ورسېدل، خو هلته یې هم ژوند تریخ و، ځکه افغانستان ته واوښتل.

د هغه په خبره، افغانستان ته د یهودانو لس ټبرونو اوښتو د پیسو لپاره عسکري کوله او پښتو یې هم زده کړه، خو د وخت په تېرېدو سره بېرته خپل هېواد ته وکوچیدل.

نوموړی وايي، څو سوه کاله پخوا په هرات کې یهودیانو ژوند کاوه چې د کورنیو تعداد یې له درې زرو څخه زیات وو او په هرات، کابل او مزار کې د افغان یهودیانو قبرونه او نور تاریخي ځایونو ترڅنګ یې کورونه اوس هم شته.

بنسوین یهشواراز وايي په افغانستان کې د جنګونو له امله دغه یهودیان یو څه مړه شول او یو څه هم مجبور شول چې ووځي.

د دغه څېړونکي مالومات یې ښيي چې تر شل زرو افغان توکمه یهودان اسراییل ته تللي چې تر ډېره بیت المقدس او تل ببیب کې استوګن دي، خو لا هم ځینې افغان دودونه پالي.

له افغانستان دوو کلونو کې اسراییل ته رسېدل

دا د بنسوین یهشواراز د افغان پلار رافیل او اسپانوي توکمه مور ویشورا راز انځور دی.
100%
دا د بنسوین یهشواراز د افغان پلار رافیل او اسپانوي توکمه مور ویشورا راز انځور دی.

بنسوین یهشواراز وايي، پلار یې په یارلس کلنۍ کې بر ۱۸۹۸ کال له هرات څخه بیت المقدس ته په دوو کلونو کې رسېدلی او بیا یې له یوې اسپانوی سره واده کړی و.

د نوموړي د پلار پارسي زده ده او وايي، ده به ور سره په پارسي ژبه خبرې کولې.

دی وايي، پلاره یې رفایل له هغه وروسته له افغانستان څخه ووت چې د ده سوداګر نیکه ځایي اوسیدونکو وواژه.

دا افغان الاصله یهیودي ته په پارسي خبرې کول یو څه ستونزمن دي، خو پلار یې چې ورته کوم پارسي شعرونه ویلي وو اوس یې هم په یاد او څو یې راته زمرمه کړل.

له افغانستان سره مینه

100%

بنسوین یهشواراز وايي، له افغانستان سره ډېره مینه لري او اوس هم د دوی په کورنیو کې افغاني دودونه ژوندي دي، خوراک او د ودونو راجونه یې افغاني دي.

ښاغلی یهشواراز وايي، له افغانستان سره دومره مینه لري چې یوځل یې د لیدلو لپاره ترکمنستان ته سفر وکړ او هلته له هرات سره په سرحدي پوله کې ودرید او د خپل پلار وطن یې چې له لرې هم ولید ډېر ورته خوشال و.

« ارمان مې دا دی چې افغانستان ته او بیا هرات ته لاړ شم او د خپلو نیکونو قبرونه وګورم.»

دی وايي د افغانستان له روانو حالتو خبر دی خو په دغه وضعیت یې زړه درد کوي او هيله لري چې افغانستان کې امن راشي او دوی د خپلو نیکونو او پلار وطن له نژدې وګوري.