• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خيبرپښتونخوا په بونیر کې د وسله والو په یوه برید دوو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، تېره شپه د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې د پولیسو په چیک پوسټ د برید له امله يو پاکستانی پولیس وژل شوی او یو تن ټپي دی. ويل کیږي، پر دغو پولیسو تېره شپه د (سلواغې ۱۶مه) د بونیر په امبیلا چیک پوسټ برید شوی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې دغه برید نه دی منلی.

په پاکستان کې ټاکنو ته اېله یوه ورځ پاتې ده، ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه په دغه هیواد کې ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو مودې له نږدې کېدو سره د پاکستان په دوو ایالتونو خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی چې له امله یې مرګژولې هم اوښتې دي.

وړمه شپه هم د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید له امله ۱۶ پولیسو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر هغه وړاندې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډله ییزو، سړک غاړې بمونو او پر امنیتي پوستو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مشر د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د خپل دفتر مشر اولژاس بکتنوف د نوي لومړي وزیر په توګه اعلان کړ. د واکمن امانت ګوند تر واک لاندې پارلمان له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده. ۴۳ کلن بکتنوف تر دې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر په توګه کار کاوه.

د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې هغه د قزاقستان د ولسمشرۍ د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

پخواني لومړي وزیر عليخان اسماعیلوف د دوشنبې په ورځ د کوم ځانګړي دلیل له ښودلو پرته استعفا وکړه.

په ورته وخت کې، دا ډول بدلونونه د تېلو په بډایه هیوادونو کې معمول دي، په هغو نظامونو چې سیاسي واک د ولسمشر په لاس کې وي.
​

د ترکیې په استانبول ښار کې پر یوې محکمې په برید کې دوه بریدګر ووژل شول

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د ترکیې کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې دوو وسله والو برید کوونکو په استانبول کې پر یوې محکمې برید وکړ. د علی یرلی‌کایا په وینا، د بریدګرو او پولیس ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته دواړه بریدګر وژل شوي او د دریو پولیسو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر په وینا په برید کوونکو کې یوه ښځه وه.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې برید د سې شنبې په ورځ (سلواغې۱۷مه ) د سهار په ۱۱ بجو او ۴۶ دقیقو د چاګلایان د محکمې د پلټنې په دروازه کې شوی دی.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو او بريدګرو ترمنځ د نښتې په پايله کې د درېيو پولیسو په ګډون شپږ ولسي کسان ټپيان شوي دي.

علي یرلیکایا لیکلي چې وژل شوي بریدګر د خلکو د انقلابي ازادۍ جبهې د «ترهګرۍ» سازمان غړي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
​

د اوکراین په خرسون کې د روسیې د توغندیو په برید کې څلور تنه وژل شوي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د اوکراین سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دوشنبې په ورځ د اوکراین په سویل په خرسون ښار کې د روسیې د توپونو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه یو تن ټپي شوی دی.

خرسون او شاوخوا سیمې یې د روسیې د پرلپسې بریدونو لاندې راغلي، چې د ورځې په اوږدو کې د بې شمېره بریدونو خبرتیاوې په سیمه کې خپرې شوې دي. روسي ځواکونه د نیپرو سیند په ختیځه څنډه کې د اشغال شویو سیمو څخه خرسون په نښه کوي.

د سیمې څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې په برید کې یو موټر په بشپړ ډول سوځیدلی او دوه کسان پکې وژل شوي دي.

په برید کې یوه ۶۶ کلنه مېرمن هم وژل شوې او یو سړي د ژورو ټپونو له امله روغتون کې څاه ورکړې ده.

پر اوکراین د روسیې له برید نږدې دوه کاله کیږي او اوس روسیه د دغه د هېواد په ختیځ او سویل کې پراخې سیمې په خپل واک کې لري؛ خو د جنګ لومړۍ کرښه له ډېر وخت راهیسې په خپل ځای ده او دواړو هېوادونو کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.

د طالبانو د کرنې وزارت معین له ترکیې غوښتي چې کروندګرو سره مرستې وکړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوی صدراعظم عثماني د اسلامي همکاریو سازمان کې د ترکیې د بشري مرستو د څانګې له مشر خلیل ابراهیم څخه غوښتي چې د افغانستان کروندګر او مالداران سره مرستې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عثماني له قوله ویلي، چې د افغانستان ګروندګر لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او د دې لپاره چې پر پښو ودریږي لاسنیوی یې وشي.

عثماني ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا د نشه یي توکو کرل بند شوي او دا چې خلکو د حلالو محصولاتو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړې:“نو اړتیا ده چې دې د دې هېواد له بزګرو سره مرستې وشي چې له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي."

خلیل ابراهیم له افغان بزګرو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې ریاض ته ورسېد

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته رسېدلی دی. د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کول او له جګړې وروسته د غزې د ادارې په اړه بحث د دغه سفر له مهمو موضوعات دي.

تمه کېږي، چې بلېنکن به د مصر، قطر او اسراییل څخه هم لیدنه وکړي.

په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ماموریت یوه برخه له حماس سره د قطري او مصري منځګړو ترمنځ د خبرو ګړندۍ کول دي، چې د حماس د یرغمل شویو برخلیک په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

ټاکل شوې، چې بلېنکن به په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود سره وګوري.

منځني ختيځ ته د ښاغلي بلېنکن سفر په داسې حال کې کېږي، چې د پخوانيو امریکايي ډېپلوماټانو په وینا منځنی ختیځ په تېرو څو لسیزو کې په خورا خطرناک حالت کې دی.

په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د ایراني ملاتړو ډلو له بریدونو او همدارنګه په یمن کې د حوثيانو له خوا په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په دوام د غزې جګړې لمن پراخه کړې.