د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند: په پاکستان کې د کېدونکو ټاکنو بهیر له نږدې څارو

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال د کېدونکو ټاکنو بهیر له نږدې څاري.
د راپورونو له مخې، وډانټ پټېل ویلي چې د پاکستان خلک باید د خپل سیاسي راتلونکي په اړه له وېرې او تاوتریخوالي پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې د پاکستان خلکو ته دې د خپلې خوښې د پرېکړې مناسب شرایط برابر شي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه وياند ويلي چې په پاکستان کې د تاوتريخوالي پر پېښو او پر رسنيو د بنديزونو په اړه اندېښمن دی او په پاکستان کې د انټرنېټ بندېدو او د بيان ازادۍ پر وړاندې خنډونه هم له نږدې څاري.
دغه ویاند د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی او نه یې هم په کومه ځانګړې سیمه کې د انټرنیټ د بندېدو خبره کړې خو تېره ورځ دوشنبه د (سلواغې ۱۶مه) د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي له پاکستاني رسینو سره په خبرو کې ويلي و چې په بلوچستان کې به په ځینو سیمو کې یې انټرنیټ بند کړی چې د ده په خبره وسله وال په بریدونو کې له خواله رسنیو ګټه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وډانټ پټېل زیاته کړې، د پاکستان خلک د ټاکنو له لارې د خپل اساسي حق د کارولو حق لري، په پاکستان کې د ټاکنو بهیر څاري او غواړي په ټاکنو کې د خلکو ازاد ګډون وویني.
ټاکل شوې چې په پاکستان کې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه نیټه ټاکنې ترسره شي، د دغه هیواد په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې لا له وړاندې امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی، وړمه شپه هم د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید له امله ۱۶ پولیسو ته مرګژوبله اوښتې وه.
تر هغه وړاندې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډله ییزو، سړک غاړې بمونو او پر امنیتي پوستو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ