• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بشري حقونو شورا: پر مخابراتي شبکو بندیز به د ټاکنو په روڼتیا اغېزه وکړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د بشري حقونو شورا د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت له لوري د مخابراتي شبکو د فعالیت بندیز غندي او وايي، د رایې اچونې په ورځ د مخابراتي شبکو فعالیت له اړینو اړتیاوو څخه دی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا په دغه هېواد کې د ټاکنو په ورځ د مخابراتي شبکو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه شورا د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۹مه) ویلي، په پاکستان کې د ټاکنو په ورځ د مخابراتي شبکو په فعالیت بندیز به د ټاکنو پر روڼتیا اغېزه وکړي.
دوی د پاکستان سترې محکمې او ټاکنو کمیسیون څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره د مخابراتي شبکو د فعالیت خلاصېدو امر ورکړي.
د پاکستان د بشري حقونو شورا وروسته له هغه غبرګون وښود، چې نن سهار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې یې د خلکو د خوندیتوب په موخه په لنډمهال ډول مخابراتي شبکې بندې کړې دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په لویو ښارونو کې د ټاکنو له پیل سره سم ټیلیفوني شبکې وتړل شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰
د پاکستان په لویو ښارونو کې د ټاکنو له پیل سره سم ټیلیفوني شبکې وتړل شوې
100%

د پاکستان د مخابراتو ادارې د تېرې ورځې له اعلان سره چې په دغه هیواد کې به ټیلیفوني شبکې په عادي ډول فعالیت کوي، نن سهار پنجشنه د (سلواغې ۱۹مه) اته بجې په لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، ملتان، حیدراباد، کوئټه، پیښور او نورو لویو ښارونو کې د ګرځنده ټلیفونو شبکې بندې شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د ټاکنو له پیل سره سم په ټول پاکستان کې ټیلیفوني اړیکې پرې شوې دي او خلک نه شي کولی یو له بل سره اړیکې ټينګې کړي.
پاکستاني رسنیو په تېره د دغه هیواد د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) له قوله ويلي چې د ټاکنو په ورځ به ټیلیفوني شبکې نه بندوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې ویلي چې ټیلیفوني شبکې یې د خلکو د خوندیتوب لپاره په موقت ډول تړلې دي.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو ته په اشارې سره په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او فشار په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په پاکستان کې یې د جمهوري بهیر د ساتلو لپاره د بنسټیزو ازادیو د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې هم د پاکستان حکومت په دغه کار غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې حکومت غواړي په دې کار سره د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کړي.
روانه اوونۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې ټيلیفوني شبکې او انټرنیټ به د ټاکنو په ورځ ځکه بندوي چې د ده په خبره وسله والې ډلې د بریدونو پر مهال له خواله رسنیو ګټه اخلي.
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو یو شمېر پاکستاني اوسیدونکي او افغان کډوال وايي چې تر اوسه پورې یوازې ټیليفوني اړیکې پرې شوې دي او د وای فای انټرنیټ سهولتونه لا په خپل ځای دي.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ټاکنو غوندې ورته ورځو پر مهال په ټول دغه هیواد کې ټیليفوني شبکې تړل شوې او ويل شوي چې دا کار د احتمالي پیښو د مخنیوي لپاره شوی.

رویټرز: د کتایب حزب الله قوماندان په بغداد کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰
رویټرز: د کتایب حزب الله قوماندان په بغداد کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی
100%

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د کتایب حزب الله وسله والې ډلې قوماندان د بغداد په ختیځ کې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ويل کيږي، چې په دې بريد کې د عراق د کتایب حزب الله د وسله والې ډلې مشر چې په سوريه کې د بريدونو مسووليت پر غاړه لري او د هغه درې تنه ملګري هم وژل شوي دي.

د عراق امنیتي سرچینو له العربیه شبکې سره په خبرو کې د کتایب حزب الله د قوماندان وژل کېدل تایید کړل، چې په امریکايي اډو د بریدونو مسووله ډله ده.

دا برید د بغداد په ختیځ کې د مشتل په سیمه کې شوی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا برید د کوم هېواد له خوا شوی دی؛ خو له دې وړاندې امریکا په ایران پورې تړلو ملېشه ډلو پر قوماندانانو د امریکايي ځواکونو د حملو او وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

امیرخان متقي: د دوحې په غونډه کې پر 'معنادار حضور' غور کوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۰
امیرخان متقي: د دوحې په غونډه کې پر 'معنادار حضور' غور کوو
100%

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله غواړي د دوحې په غونډه کې بامعنا ګډون غور وکړي.

امیرخان متقي زیاته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د مثبت پړاو پیلامه کېدلی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد وايي؛ په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه کې د اروپايي ټولنې نیمه پراختیايي مرستې او په افغانستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه ډله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالیسي تعقیبوي.

د نوموړي د لیکنې له مخې؛ امیرخان موتقي هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.

دغه راز د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ هم اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.

د ایران ولسمشر: په سیمه کې د امریکا پوځي حضور امنیت ګډوډوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۰
د ایران ولسمشر: په سیمه کې د امریکا پوځي حضور امنیت ګډوډوي
100%

د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي په منځني ختیځ کې روان کړکېچ ته په اشارې سره وايي، چې په سیمه کې د امریکا د فوځي ځواکونو موجودیت د توجیه وړ نه دی.

ابراهیم رییسي نن د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو له یوې ډلې سره لیدلي او د سیمې پر وضعیت یې خبرې کړي دي.

نوموړي په دغه کتنه کې وویل: "موږ په دې باور یو چې په عراق، سوریه، افغانستان او سیمه کې د امریکا حضور په هیڅ صورت له امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې امنیت ته ګواښ دی."

هغه امریکا او لویدیځو هېوادونو ته د فلسطین د راتلونکي په اړه د پرېکړو پر وړاندې خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا مساله باید د فلسطینانو ته پریږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا مهال منځني ختیځ ته په سفر تللی او د یوه خپلواک فلسطین پر جوړېدو یې د سیمې له هېوادونو سره خبرې کړي دي.

پاکستان کې د ټاکنو د امنیت لپاره شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰
پاکستان کې د ټاکنو د امنیت لپاره شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي
100%

پاکستان کې د سبا ورځې د ټاکنو خوندیتوب لپاره د پوځ، پولیسو او ملېشې په ګډون شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي دي. تر دې ټاکنو یوه ورځ مخکې او نن په بلوچستان او کراچۍ کې په درېیو جلا پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي؛ د سبا ورځې ټاکنو لپاره پوره تیاری نیول شوی او د ۲۶ کروړه یا ۲۶۰ میلیونه رایې پاڼې د رایه اچونې مرکزونو ته استول شوې دي.

پاکستان د سبا ورځې د ټاکنو د ښه امنیت لپاره له پاکستان او ایران سره هم خپله پوله د ۲۸ ساعتونو لپاره تړلې ده.

تر ټاکنو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په پښین کې د ازاد نوماند اسفندیار خان کاکړ پر مرکز برید وشو، چې پکې ۱۷ کسان ووژل او ۲۱ نور ټپیان شول.

په دغه صوبه کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د یوه نوماند غړي پر غونډه هم چاودنه شوې، چې تر لسو کسان پکې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

په دواړو پېښو کې نوماندانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان په وخت نن ماښام کراچۍ کې هم د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.