زاخېلوال افغانستان انټرنشنل ته: د طالبانو په حکومت کې فساد زیات شوی دی

AP ۱۴۰۲ کب ۲

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په حکومت کې فساد ډېر شوی دی.

د هغه په ​​وينا؛ د طالبانو د ماليې وزارت د تېر حکومت په پرتله شفاف او حساب ورکوونکی نه دی.

ښاغلی زاخیلوال چې د تېر حکومت له ړنګیدو وروسته له کابله نه دی وتلی، وایي: « موږ پارلمان ته ځواب ورکوونکی وو، [طالبان] نه دي. موږ نړۍ ته ځواب ورکوونکي وو، دوی نه دي. موږ نورو ادارو ته حساب ورکوونکي وو، دوی نه دي. نو، دلته پریکړه نیول اسانه دي. د مثال په توګه، یو فرد پریکړه کوي او تطبیق کوي یې، چې موثریت لري خو شفافیت نه لري. زموږ بودیجه ډېره شفافه وه.»

د مالیې پخواني وزیر وویل، چې د طالبانو په حکومت کې فساد شته. هغه د افغانستان انټرنشنل خبریال تاج الدین سروش د پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو په حکومت کې فساد ډېر شوې یا کم شوی، وویل : «ډېر شوی دی.»

هغه وويل، چې د اوونۍ څلوېښت ميليونه ډالر طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې دا پيسې د ملګرو ملتونو سازمان ته ورکول کېږي او د دغه سازمان له خوښې سره سم مصرف کیږي.

ښاغلي زاخېلوال د دې مرکې په یوه برخه کې د طالبانو پر وړاندې د وسله والو ډلو جګړه او مبارزه «استخباراتي جګړه» بللې او وې ویل چې د یوه افغان په توګه باید د دې جګړې خلاف ووسوو.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه: «هره جګړه چې موږ تر اوسه په افغانستان کې لیدلې، په پای کې یې رېښې د تمویل هغه ځای ته رسیږي چې د افغانستان دننه نه دي. یو ګاونډ هېواد یا هم یو لېرې هېواد یې باید تمویل کړي. دا هېوادونه ولې او د کومې لیوالتیا له مخکې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي؟ له کومې جګړې مو ګټه پورته کړې چې راتلونکې جګړې ته هیله من اوسوو؟»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر وویل: «د یوه افغان په توګه باید د استخباراتي جګړو خلاف ووسوو.»

ښاغلي زاخېلوال د طالبانو او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، چې واک ته د رسېدو لپاره پاکستان طالبانو سره مرسته وکړه؛ خو بیا هم له هغو ستونزو سره مخ شو، چې له تېرو حکومتونو سره یې درلودې. د مالیې پخواني وزیر زیاته کړه، چې د د پاکستان موخه د افغانستان بې ثباته کول وو او طالبانو د خپلې جګړې لپاره دلایل لرل؛ خو دغه ډله د واک په ترلاسه کولو سره د افغانستان د حکومت او ثبات مسووله شوه.

دغه پخواني حکومتي چارواکي د طالبانو او امریکا د اړیکو په اړه وویل: «امریکا طالبان د داعش په مقابل کې یو اغیزمن ځواک ګڼي. زه فکر کوم چې کمک او همکاري هم کوي. زه فکر کوم چې طالبان او متحده ایالات د داعش په اړه یو ګډ تفاهم او ښايي ګډه همغږي لري او د القاعدې په اړه هم امریکا څخه څه نه ویل کیږي.»

د حامد کرزي او اشرف غني د کابینې دغه غړي د طالبانو حکومت ملي نه بولي او وايي، چې په افغانستان کې حکومت باید ولسي مشروعیت ولري.

زاخېلوال وویل: «موږ نه شو کولای چې طالبانو ته ملي نظام ووایو؛ هغوی پوځي ځواک لري، خو ولسي استحکام نه لري.» هغه زیاته کړه: "موږ د یوې داسې سیاسي پروسې پلوي یوو چې له دې لارې مشروعیت ترلاسه کړي او په هغه کې د ټولو قومونو خلک، ځوانان، زاړه، روڼ اندي او ښځې پکې ګډون وکړي."

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه، پرون توپ د اشرف غني په میدان کې و، چې تېروتنه یې وکړه او فرصتونه یې ضایع کړل؛ خو نن توپ د طالبانو په میدان کې دی، چې باید تېر نه وځي او د خبرو او تفاهم فرصتونه ضایع نه کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ