د ترکیې پولیسو ۳۹ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې دولتي اژانس اناتولي راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو ۳۹ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوزجه په ښار کې نیولي دي. د دغه رپوټ له مخې، یاد پناه غوښتونکي په یوه لارۍ کې د کاغذي دستمالو د بکسونو په منځ کې پټ شوي وو.