د پاکستان د پنجاب صوبې د پارلمان لپاره کامیابو غړو لوړه وکړه

د پاکستان د پنجاب صوبايي پارلمان ته کامیاب شوو غړو له ډلې ۳۲۰ کسانو نن په لاهور کې لوړه وکړه. د دې صوبې د پارلمان مشر او مرستیال به یې د شنبې په ورځ لوړه وکړي.

د پاکستان د پنجاب صوبايي پارلمان ته کامیاب شوو غړو له ډلې ۳۲۰ کسانو نن په لاهور کې لوړه وکړه. د دې صوبې د پارلمان مشر او مرستیال به یې د شنبې په ورځ لوړه وکړي.
د پاکستان د پنجاب صوبايي پارلمان ته کامیاب شوو غړو له ډلې ۳۲۰ کسانو نن په لاهور کې لوړه وکړه.
د دې صوبې د پارلمان مشر او مرستیال به یې د شنبې په ورځ لوړه وکړي.
د پاکستان د مسلم لیګ نوازې ډلې د مشر نواز شریف لور مریم نواز هم لوړه وکړه چې د دې صوبې د سروزیرې په توګه غوره شوې ده.
مریم نواز تېرو ټاکنو کې د لاهور له دوو جلا سیمو صوبايي او قامي اسمبلۍ ته کاندیده وه او دواړه څوکۍ یې وګټلې.
د پنجاب صوبايي پارلمان ۳۷۱ څوکۍ لري چې ۲۹۷ د رایو او پاتې ۶۶ ښځو او مذهبي لږکیو ته بېلې شوې دي.
تېرو ټاکنو کې له منختبو څوکیو ۱۳۸ خپلواکو کاندیدانو، ۱۳۷ مسلم لیګ او له پاتې څوکیو لس پیپلز، اته مسلیم لیګ ق او نورو ډلو وګټلې.
مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند د ګډو حکومت پر جوړولو سلا شوي چې لومړی وزیر به یې شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري وي.

د پاکستان د مذهبی ډلو سلګونو ملاتړو نن د دغه هېواد لوی قاضي د هغو څرګندونو پرضد مظاهره وکړه چې دوی یې مذهب ته سپکاوی بولي. د تحریک لبیک په مشرۍ د مختلفو مذهبي ډلو مظاهره چیان وايي، د احمدي ټولنې د یوه غړي دوسیه کې د قاضي فایز عیسا څرګندونې د اسلام ضد دي.
محکمې د روانې اونۍ لومړیو کې د احمدیه ټولنې د یوه غړي ضمانت منظور کړ او ویې ویل چې نوموړي مذهب ته د سپکاوي خبره نه ده کړې.
دا سړی د اسلام ادبیاتو د وېش له امله مذهب ته د سپکاوي په تور له ۱۳ میاشتو راهیسې زندان کې و.
یو پولیس افسر ابرار حسین مظاهره چیانو ته د سوله ییز پاتېدو خبرداری ور کوي او وايي، له جوماتونو بهر مظاهرې به څاري.
پېښور کې پولیس چارواکی مبارک خان وايي، په دغه ښار کې هم سلګونه مظآهره چیانو د لوی قاضي پرضد شعارونه ور کړل.
د پاکستان سترې محکمې د لوی قاضي پرضد د اسلامپالو ډلو او ځینې سیاسي مشرانو له کمپاین وروسته د پنجشبنې په ورځ اعلامیه خپره کړه.
دغو ډلو ویلي اساسي قانون کې احمدیه ټولنه مستثنا ده، خو قاضي په خپل حکم سره له قانون سرغړونه کړې ده.
د محکمې اعلامیه کې دا کار شري کمپاین بلل شوی او ویل شوي چې دا فکر یو مخ تېروتنه ده.
د فایز عیسا پرضد کمپاین کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان ځینې ملاتړي هم ګډون لري، ځکه ښاغلي عیسا په تېرو ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند ټاکنیزه نښه بېټ ور نه کړ.
د انساني حقونو ډلې وايي، پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون تر ډېره د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي او په دغه جنایت د یو چا تورنول د ډاګي یا صحرايي محکمې سبب کېدلی شي.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د یوې سروې له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ مېلیارده ډالره وه؛ خو په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې دا کچه ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.
افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې حبوبات، بوره، سبزیجات، میوې، مغز، د خټکي او لیمو پوستکي، مالګه، سلفر، ډبرې، نباتي غوړي، پلاستیک او د هغه توکي، درمل جوړوونکي توکي، لرګي او د لرګیو توکي، اوسپنه او فولاد شامل دي.
له افغانستانه پاکستان ته وارداتو کې انځر، انګور، بادام، پیاز، مڼې، لوبیا، پنبه او ګران بیه ډبرې شاملې دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډ همغږی کوونکی ضیاالحق سرحدي وایي، چې تر سياسي بدلونونو مخکې وضعيت ښه و؛ خو د قبايلي ولسواليو له يوځاى کېدو او د پوليسو د نظام له پلې کېدو وروسته په تورخم کې د بډې اخیستنه هم زیاته شوې ده.
هغه يادونه وکړه، په تېرو کې چې د تورخم دروازه د لسو ورځو لپاره تړل شوې وه له امله يې د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو ته د ٨٨ مېليارده ډالرو په ارزښت مالي زيانونه اوښتي وو.
اوسمهال تر ټولو لویه ستونزه پر دغه لار د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو ده، ډېری دغو موټر چلوونکو ته د ویزو پرځای د کارتونو د ورکړې غوښتنه هم شوې ده.

د اېډز، نري رنځ او ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړۍوال صندوق (ګلوبل فنډ) ویلي، چې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو سره د روغتیایي اسانتیاوو په برخه کې د بېړنیو مرستو په پار ۴.۷ مېلیونه ډالر مرسته کوي.
د دغه بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون د (کب په درېیمه) خپره شوې راغلي، چې دغه مرسته د هغو ۶۶ مېلیونو څخه بېله ده چې له افغانستان سره په راتلونکو درېیو کالو کې اعلان شوې وه.
د اېډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو پر ضد نړۍوال صندوق ویلي، چې د دوی ۴.۷ مېلیون ډالري اوسنۍ مرسته د ملګرو ملتونو د پرمختیایي سازمان په واک کې ورکول کېږي چې له امله به یې د اېډز، نري رنځ او ملاریا په ناروغیو د هغو ۱.۳ مېلیونه اخته افغانانو د درملنې په برخه کې ولګول شي، چې نوي له پاکستانه خپل هېواد ته ستنول کېږي.
د «ګلوبل فنډ» په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بنسټ مرستې به په هغو سیمو کې چې د ملاریا ناروغۍ پېښې زېاتې دي، د دغې ناروغۍ د تشخیص او د ماشو د مخنیوي لپاره پشه خانې یا جالۍ ووېشل شي.

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د یوه ګډ حکومت جوړولو د هڅو په غبرګون د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ملي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو کې برخه اخیستل د هغوی "قانوني حق" دی.
پيټيای د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، هغه نوماندانو چې په ټاکنو کې یې په خپلواکه توګه برخه اخیستې وه او بریالي شوي، د سني اتحاد شورا ګوند سره به یوځای شي؛ ترڅو د ملي اسمبلۍ په څوکیو کې برخه واخلي.
د پيټيای وياند شعيب شاهين وایي:« دا زموږ قانوني حق دی، چې په ملي اسمبلۍ او ټولو څلورو صوبايي اسمبلیو کې په ځانګړو څوکيو دعوه وکړو او په کې برخه واخلو.»
هغه وایي، د سني اتحاد شورا ګوند په ملي اسمبلۍ کې ۲۷ ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي چې د دغو څوکیو د محرومولو لپاره هیڅ دلیل یا کوم قانوني جواز نه لیدل کېږي.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ په ۳۳۶ کسیزه جرګه کې ۷۰ مخصوصې څوکۍ دي، چې په کې ۶۰ د ښځو او ۱۰ د مذهبي لږکیو لپاره دي. دغه څوکۍ په انډولیزه توګه پارلماني ګوندونو ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان جغرافیه او د وخت د حکومتونو نا سمو پالیسیو دې ته زمینه مساعده کړه، چې افغانستان دې د نړۍوالو او سیمه ییزو هېوادونو د رقابتونو او نیابتي جګړو مرکز وي.
د دې لپاره چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍوالو هېوادونو نفوذ شتون ولري، د افغانانو په منځ کې یې د خپلو شومو اهدافو لپاره همېشه د پروکسي ډلو جوړونه او حمایت نه کار اخستې دی. دا یادونه دلته مهمه ده، چې د یو حکومت او نظام پالیسي د وخت د حکومتونو او نظامونو مشرتابه تعینوي.
د نظام او حکومت ښکته طبقې یوازې تطبیق کوونکي او یا مخالفت کوونکي وي. د بېلګې په توګه تاسې ګورئ، چې په کابل کې د طالبانو اکثره مهم لوړپوړي چارواکي؛ لکه د دوی د دفاع، داخله او بهرنیو چارو وزارتونو مسوولین د نجونو د ښونځیو د بندلو او د ښځو په وړاندې د تند چال چلند څخه خوښ نه دي؛ خو پالیسي د طالبانو په کندهار کې د ملا هبت الله په نوم یو شخص چې خلکو ته یې هویت لا په شک دی تعینوي.
د نړۍوالې لومړۍ او دویمې جګړې څخه د مخه، د لوی لوبې (Great Game) په نوم افغانستان د انګلیس او تزار امپراطوریو د رقابتونو ترمنځ حایله سیمه وه.
روسانو غوښتل چې د دغه لارې د هند سمندر ته ورسیږي او انګلیسانو غوښتل چې د روسانو پرمختګ او نفوذ په افغانستان کې ودروي. بالاخره افغانستان د دواړو امپراطوریو تر منځ د بفر زون په توګه پرېښودل شو.
د بفر زون پالیسي د افغانانو لپاره په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي لحاظ ډېر تاوان وکړ؛ ځکه افغانستان د سیمې او نړۍ د پرمختګ څخه وروسته پاتې شو. له بله پلوه د وخت امیرانو او حاکمانو به چې د یوې او یا بلې امپراطوریو سره روابط ښه او یا خرابېدل، د هغوي د لرې کولو دسیسې او توطیې به په کار اچول کېدلې، چې هغوی د قدرت څخه لرې او یا د فشار لاندې ونیسي تر څو د انګلیس یا تزار د امپراطوریو اهداف عملي کړي.
د انګریزانو پالیسي چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه (Divide and Rule) د افغانستان په سیمه کې ښه د تطبیق وړه وه؛ ځکه په افغانستان کې یې د قومي او قبیلوي رقابتونو څخه کار اخیسته او د افغانانو په روان یې د وخت سره سم په لازمو تګلارو کار کاوه. د انګریزانو دا پالیسي د هند د نیمه وچې د وېشلو پورې روانه وه؛ تر څو چې پاکستان په نوم یو بل نوی هېواد رامنځته شو.
پاکستان د افغانستان په اړه د ابتدا څخه د انګریزانو د هماغه پخوانې پالیسې پر بنیاد، د خپل نفوذ لپاره دوام ورکوي.
د دویمې نړۍوالې جګړې څخه وروسته، نړۍ چې د غرب او شرق په بلاکونو ووېشل شوه، د شرق رهبري، پخواني شوروي اتحاد او د غرب رهبري د امریکا متحده ایالاتو کوله. په افغانستان کې د دواړو بلاکونو اهداف بیا هم هماغه پخواني وو؛ خو تاکتیکونه سره بدلیدل او را بدلیدل.
شوروي اتحاد غوښتل چې د هند سمندر ته ځان ورسوي او امریکا یا غرب د شوروي اتحاد د نفوذ مخه نیوله. افغانستان بیا هم ځان د عدم انسلاک پالیسي چې د بفر زون سره یې چندان توپیر نه درلود په مخ بیوله. په مقابل کې ایران او پاکستان د غرب سره په CENTO کې شامل وو، چې عراق او ترکیه یې هم برخه وه.
د افغانستان په شمالي برخه کې پخوانی شوروي اتحاد و. په داسې حالت کې د افغانستان بې طرفي چندان معنا نه درلوده. افغانستان بحر ته او یا نړۍ سره د پاکستان، ایران او یا شوروي اتحاد له لارې تجارت، راکړه ورکړه درلودله او د دوه لویو بلاکونو او د هغوی د پلویانو تر منځ محاصره و. په همدې خاطر افغانستان همېشه د ایران، پاکستان او د شوروي اتحاد له خوا د فشار لاندې و.
د سوړ جنګ په دوران کې شوروي اتحاد پراکسيچپي احزاب او غرب په افغانستان کې ښې پلوه اسلامي احزاب تقویه کول، چې بالاخره د ثور کوتاه په رامنځته کېدو سره د سوړ جنګ نیابتې جګړې په افغانستان کې نوې بڼه ونیوله. البته د دغه جګړو مقدمه د داود خان د کودتاه سره سم کېښودل شوه. په همدې وخت کې د رضا شاه پهلوي پادشاهې په ایران کې نسکوره او اخوندانو د ایت الله خامنه يي په مشرۍ قدرت ونیوه.
د سوړ جنګ په دوران کې د افغانستان جګړې ته یې د اهل کتاب او غیر اهل کتاب په نوم رنګ ورکړ، چې ایرانیانو هم د شوروي اتحاد په ضد د افغانانو پراکسې اته تنظیمونه چې اکثره یې شیعه مذهبه و، حمایه کول. غرب او عربو په پاکستان کې د مجاهدینو اته ډلې حمایه کولې.
چین هم په دغه وخت کې د شوروي اتحاد سره ستونزه درلوده او په رقابت کې و؛ نو د مجاهدینو د ډلو څخه یې د پاکستان په وسیله حمایت کاوه که څه هم چین هم د شوروي اتحاد غوندې د کمونیستي اډیالوژۍ پر بڼست نظام درلود.
همدا علت دی، چې د دوه ملکونو تر منځ دوه اړخیزه پالیسي د ژبې، قوم، مذهب، ایډیالوژي، تاریخ او فرهنګ په بنیاد نه ټاکل کیږي؛ بلکې د دوه ملکونو تر منځ اړیکې همېشه په دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي. کله چې ګټې سره په تقابل کې نه وي؛ نو حمایت او دوستي وي او کله چې ګټې په تضاد کې شوې، بیا حمایت او دوستې نه وي ځکه سیاسي حمایت د راکړې ورکړې مساله ده.
د افراطي ډلو پیاوړتیا:
البته د شوروي اتحاد د سقوط څخه وروسته د دنیا نظم یو قطبي شو او افغانستان د سیمې هېوادونو نفوذ او نیابتيجګړو ته پرېښودل شول. د شوروي اتحاد سره د جنګ په دوران کې نورې ډېرې افراطې ډلې د پاکستان او ایران له خوا ایجاد او حمایه شوې.
دواړو هېوادونو دا افراطي ډلې د خپلو ستراتېژیکو اهدافو لپاره په افغانستان، سیمه او حتا په نورو هېوادونو کې استعمالولې. د القاعده په نوم د عربانو ډله رامنځته شوه. د شرقي ترکستان حرکت د ایغور د مسلمانانو (ETIM) تقویه شو.
د تاجکستان حزب تحریر، د ازبکانو اسلامي تحریک (IMU)، د چیچنیا اسلامي تحریک، داعش په عراق او سوریه کې، د ابوسیاف ډله په اندونیزیا کې، تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، سپاه صحابه او نورې ډېرې ډلې رامنځته شوې. ایران د افغانان مهاجرینو په منځ کې د فاطمیون او زنبیون په نوم لېواګانې جوړې او هغوي یې په سوریه او عراق جنګ کې وجنګول.
پاکستان د مجاهدینو ګروپونه حتا په اذربایجان کې د نګورمو قره باغ په سیمه کې وجنګول. لشکر طیبه په کشمیر کې جنګیږي، چې یو شمېر زیات افغانان هم په دغه ډله کې شتون لري. سپاه صحابه د شیعه او سني اختلاف ته لمن وهي.
پاکستان همداشان په طالبانو باندې سرمایه ګذاري وکړه او هغوي تقویه او په افغانستان کې وجنګول. د افغانستان دوه نظامونه د دې پراکسې ډلو له امله سقوط وکړ. افغانستان یو ناامنه او وروسته پاتې هېواد پاتې شو.
په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت په دوران کې افغانانو ته د ټولو ستونزو سره سره د ساه اخستلو د فرصت زمینه برابره شوې وه؛ خو د داخلي کشمکشونو، اشتباه ګانو او د ایران او پاکستان د مستقیم مداخلې په اساس، د هغه طلایي موقع نه په ښه توګه ګټه وانه خستله. هغه فرصت یې په بحران بدل کړ.
ایران او پاکستان:
که پورته تاریخي شالید ته وګورو، ایران او پاکستان ماران روزلي او اوس په خپله ورسره ستونزې لري. ایران د جیش العدل او داعش نه په ویره او جګړه کې دی. پاکستان د ټي ټي پي یا د پاکستان د اسلامي تحریک او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د مسلحو قواو سره په جنګ اخته دی. ایران او پاکستان کوښښ کوي، چې دوی په خپله په جنګونو کې دخیل نه شي او یوازې پراکسي جنګې ډلې تقویه او د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره یې استعمال کړي.
ایران په عراق کې د مقتدا صدر او نورو شیعه ګروپونو څخه کار اخلي. فاطمون او زنبیون یې په سوریه کې وجنګول او اوس هم هلته د سوريې د حکومت سره اړیکي لري.
حزب الله یې په لبنان کې، حوثي شعیه ګروپونه یې په یمن کې تقویه کړي او هم د حماس سره نږدې اړیکې لري. هر ملک چې افراطي ډلې روزلې، بیا د هماغه افراطي او ملیشه یي ډلو څخه یې ضرر هم لیدلی دی.

نړۍوال او سیمه ییز بحران:
امریکا د القاعده څخه ضرر ولید او د سپتمبر یولسمې نېټې حمله چې په نیویارک کې تر سره شوه د تروریزم سره د مبارزې په نوم د دنیا نظم خراب تراب شو. امریکا او دنیا د یو لوی بحران سره مخامخ ده.
د حماس په تقویه کولو کې اسراییل رول درلود، چې د فلسطین اداره د یاسر عرفات په مشرۍ ضعیفه کړي. نن اسراییل د هماغه حماس ډلې څخه متضرره ده. که اسراییل فلسطینیانو ته ډېر تاوان ورسوه؛ خو د حماس د وروستۍ حملې له امله اسراییل ته په سیاسي لحاظ د نړۍ په کچه سخته ضربه ورسوله.
اسراییل داسې ضربه د اسراییل د جوړیدو څخه وروسته په خپل پنځه اویا کلن تاریخ کې نه وه لیدلې. د اسراییل تصویر یې د نړۍ په کچه خراب او په هاګ کې پرې د جنوسایډ دعوه د جنوبي افریقا له خوا دایره شوې ده.
کله چې یو هېواد اجیرې ملیشې (Mercenaries) د خپلو اهدافو لپاره استخدام او وروزې، دا په خپله د هغه هېواد د سیاسي او پوځي پالیسیو د ناکامېو پیل دی. امریکا لکه بلیک واټر او روسیې د واګنر ډلې استخدام کړې، چې بیا په خپله ورسره په عذاب وو.
د ډاکتر نجیب الله د رژیم د راپرځولو یو مهم عامل د ملېشه یي قوماندانانو رشد او حمایه وه. جمهوریت هم په اخرو دوه کلونو کې د خیزشیانو او محلي پولیسو قرباني شو. ملیشې تر هغې پورې د یو حکومت په خدمت کې وي، چې تر څو ورته هغه هېواد امکانات برابروي؛ خو که بل چا ورته زیات امکانات ورکړل نو د هغوی په خدمت کې وي؛ ځکه د ملیشه یي ډلو وفاداري ملي ګټو او نظام ته نه وي بلکې د پیسو په مقابل کې جنګیږي.
پاکستان او ایران که هر څومره کوښښ وکړي، چې په مستقیمه توګه په یو بل جنګ کې داخل نه شي؛ خو د دغه افراطي ډلو د روزولو او د متضادو ګټو او اهدافو په درلودلو سره به خامخا مجبوریږي، چې د اسراییل غوندې په جنګ کې داخل شي.
امریکا او د روسيی فدراتیف هم نه غوښتل چې په مستقیمه توګه جنګ وکړي؛ خو په اوکراین باندې د روسانو حملې وښودله چې اوس عملاً امریکا او غرب په اوکراین کې د روسانو سره په جنګ کې اخته دي. د ایران حمله په پاکستان باندې او د پاکستان د توغندیو حمله په ایران باندې د وروستیو تحولاتو مهم اثر دی، چې دا جګړه به پراخیږي.
په روان بحران کې د افغانستان سرنوشت:
له بده مرغه؛ افغانان او د افغانستان موجوده حاکمه ډله، به هم د دغه جنګونو یوه برخه وي، ځکه دا هم د ملیشه یي ډلو یوه برخه او ترکیب دی. یوه ډله به یې د ایران حمایت کوي او بله ډله به یې د پاکستان حمایت کوي. د ایران او پاکستان او د هغوي تر شا نور قوتونه؛ لکه روسیه او امریکا غواړي چې ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل کړي.
د ایران وروستۍ حملې په عراق او پاکستان د نورو رقابتونو او جګړو لپاره لار پرانیستله او وبه ګورئ، چې دا جګړې به تر کومه حده پراخیږي. اصلي خبره د افغانانو لپاره دا ده، چې په داسې جګړو کې ښکیل نه شي خو دا چې په افغانستان کې یو مشروع، قانونمنده او ولسواکه حکومت نه شته.
په دې توګه ملیشه یي حاکمې ډلې ته مشکله ده، چې افغانستان د راروانو سیمه ییزو او نړۍوالو رقابتونو څخه بچ کړي. که څه هم د طالبانو د بحران څخه د فرصت د وسیلې په توګه ګټه اخستلی شوه؛ خو دا چې افغانان د فرصت څخه ګټه نه شي اخستلی نو دا ستونزمنه ده، چې له بحرانه د فرصت استفاده وکړي.
له بده مرغه په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍوالو او سیمه ییزو رقابتونو په برخه اخستنه کې افغانانو څه ګټه نه ده کړې او په راتلونکې کې به یې هم ونه کړي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د لیکوالو نظر ته درناوی لري.
