طالبان: د هرات نړۍوال هوایي ډګر له درېیو ورځو راهیسې د الوتنو لپاره تړل شوی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند اداره وایي، چې له تېرو درې ورځو راهیسې د واورې ورېدو له امله د هرات نړۍوال هوایي ډګر د الوتنو لپاره تړل شوی دی. د دغه وزارت ویاند سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، د هوا د خرابوالي له امله د دید کچه کمه شوې چې ورسره الوتکې په کې ښکته پورته کېدې نه شي.