د ښځو نړۍواله ورځ؛ کاناډا کې د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه جوړه شوه

د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنو له خوا جوړه شوه.

د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنو له خوا جوړه شوه.
د مېرمن قمرګل یاد غونډه کې چې د مارچ په اوومه (د کب ۱۷مه) جوړه شوې وه، د دې سندرغاړې د هنر په شمول د ژوند په ټولو اړخونو خبرې وشوې. ځینو ځوانو سندرغاړو یې سندرې بیاځلې وویلې.
ایمیل زاخیل چې د مېرمن قمر ګل زوی او د دې یاد غونډې یو جوړنکو دی وایي: «د انټریو ایالت له افغان ټولنو سره مو یو ځای د مارچ د اتمې په مناسبت د مېرمن قمرګل لپاره یاد غونډه جوړه کړه. لازمه وه چې د یوې داسې هنرمندې مېرمنې یاده وشي چې په ډېر زړورتوب یې د موسیقۍ هنر شروع کړی و او د افغانستان د موسیقۍ لپاره یې ډېر خدمت او قربانۍ ورکړې وې.»
مېرمن قمرګل د ننګرهار ولایت له یوه کوچني کلي، شګې، خپل هنر پیل کړ، د غږ خواږه یې دومره ډېر وو چې دا غږ تر ننګرهاره محدود پاتې نه شو. د هغې ښکلي غږ د افغانستان ګوټ ګوټ او ان هم ژبو ګاونډيو هیوادونو ته ورسید.
مېرمن قمرګل د ژوند په اړه د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند لعل پاچا ازمون د «بلبله» په نوم کتاب لیکلی. په دې کتاب کې د مېرمن قمرګل د ژوند، هنر او مبارزې بیلابیلې برخې راخیستل شوي دي.
پوهاند ازمون وایي: «مېرمن قمرګل ته د وخت حاکمانو د هغې د هنر د لمانځنې په موخه د "بلبلې" لقب ورکړی و.»
د مېرمن قمرګل په یاد غونډه کې د استاد شاه ولي افغان، استاد شادکام، مېرمن هنګامه، استاد شمس الدین مسرور په ګډون د افغانستان دیریو هنرمندانو ګډون کړی و چې د مېرمن قمرګل په اړه یې خپلې خاطرې هم له نورو ګډونوالو سره شریکې کړې.
د افغانستان د موسیقۍ دغه بلبله د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په نهمه نېټه د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
مېرمن قمرګل شپږ لسیزې د افغانستان د موسیقۍ لپاره سندرې وویلې او نه شتون به یې ښايي د تل لپاره د هغې د مینه ترمنځ احساس شي.


د لغمان ولایت څخه د افغانستان د پارلمان پخوانې استازې افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خبرو کې وايي، چې د افغانستان له سقوط مخکې، په پارلمان کې د حکومت جوړونې یوه برخه وه خو اوس په کاناډا هیڅ هم نه ده.
اغلې صافۍ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مسکا سنګر نیازۍ سره له هېواده بهر د خپل ژوند په اړه د زړه خواله کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان په پارلمان کې درې دورې د لغمان د خلکو استازې وه. په افغانستان کې د قانون جوړونې، د وزیرانو د ټاکلو، استیضاح او لېرې کولو، د بېلابېلو قوانیو، د بودیجې او ملي پروژو د تصویب او داسې نورو خورا مهمو مسالو یوه برخه وه.
هغه وايي: "دلته مې ژبه نه ده زده او له همدې امله له بیکارۍ کړیږم، ځکه څوک مې حتا په رسټورانټ کې د یوې کارګرې په توګه هم په کار نه ګماري."
اغلې صافۍ وايي، چې په زرهاوو موکلین یې لرل او د هغوی ستونزې به یې حلولې. نوموړې زیاتوي، چې په خپل هېواد کې د شان او شوکت خاونده وه، خو اوس په کاناډا کې د کډوالۍ تریخ ژوند تېروي.
زیفنون صافۍ وایي، چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیوه، هغه مجبوره شوه چې د ځان د امنیت په خاطر له خپلې کورنې سره هېواد پریږدي او پاکستان ته ولاړه شي.
هغه وايي: "له پاکستان څخه یونان او بیا کاناډا ته کډواله شوم او اوس د کاناډا په کالګرۍ ایالت کې ژوند کوم."
مېرمن صافی وایي، چې کډوالي یوه ډېره ترخه تجربه ده. "په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ یم. د لسیزو لاسته راوړنې مې له خاورو سره خاورې شوې او اوس باید هر څه له سره پیل کړم."
مېرمن زیفنون وایي: "تر هر څه راته دا ډیره دردونکې ده چې موکلین مې له افغانستانه د مرستې غوښتنه کوي،خو زه ورته هیڅ هم نشم کولای."

افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم د زېږون پر مهال پکې مري. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو سازمان وياند سټېفن ډوچارېک د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په پیل کې کړې وې.
همدا راز، د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دې هېواد تر شپږو ګاونډیو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.
د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د ګراف په اړه چې له ۲۰۲۱ میلادي کال څخه راپه دیخوا ډېر شوی یا کم شوی، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وپوښت، خو زموږ پوښتنو ته یې ځواب را نه کړ.
بل خوا، له توکیو خپرېدونکې جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو مړینې پر موضوع د یو راپور په خپرولو سره یې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو پر مړینې ژور خپګان ښودلی او دا حالت یې زړه بوږنوونکی بللی دی.
راپور زیاتوي، چې ، په افغانستان کې وروستي اقتصادي کړکېچ د ماشوم زېږونې پر مهال د مېندو لپاره ګواښونه زیات کړي دي. «هغه ښځې چې پخوا به یې عامه زېږنتونونو ته مراجعه کوله اوس په کور کې ماشومان زېږوي، ځکه چې پیسې نه لري.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانې مالي او اداري مرستیاله وایي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د راپور له مخکې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هرو سل زرو کې ۶۳۸ تنه ښودل شوې ده.
دوکتورماموسۍ زیور زیاتوي، د ۲۰۲۱ اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبانو افغانستان بیا ونیو، داسې کوم علمي سند نشته چې څرګند کړي د مور مړینه د زېږون پر مهال ډېره شوې ده.
اغلې زیور وایي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ملګر ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" له خوا یوه ګډه سروي ترسره شوې چې هلته یې د زېږون پر مهال د مړینې ارقام نه دي واضیح کړي.
دوکتور زیور د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د علتونو په اړه وایي، په تېر حکومت کې ډېرې قابلې روزل شوې وې او په صحي مرکزونو کې په کار بوختې وې خو اوس د ښځینه صحي کارکوونکو د کمښت یا هم نه شتون له امله ښځې صحي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.
پر ښځو د زده کړې او کار بندیزونه، د مېرمنو محدودیدل په محرم پورې او خراب اقتصادی وضعیت چې ډېرې میندې حتی صحي مرکزونو ته د تګ پر مهال د لارې کرایه هم نه لري، هغه علتونه دي چې د زېږون پر مهال د میندو د مړېنې سبب ګرځي.
د بې سرحده ډاکټرانو ویاندې برین پروساک هم ویلې، چې د طالبانو له خوا د ښځو په تعلیم او کار باندې بندیزونه، د ښځو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال د جنورۍ په ۲۴مه یو راپور کې ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۱۱۹ زره افغانان پر سختې ساه بندۍ ناروغۍ اخته شوي دي.
دا ارزونه چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ تر ۲۰ مې نېټې ترسره شوې د سختې ساه تنګۍ د اخته شویو ټلو ناروغانو له ډلې ۵۸ زره او ۷۵۶ تنه یې ښځې او پاتې نور یې ماشومان دي.
دا حالت څرګنده وي چې د طالبانو په راتګ سره ښځې د ژوند په هره برخه کې زیانمنې شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په ۲۰۲۰ میلادي کال په یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان د ماشوم یا مور لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو ځایونو څخه دی او روغتون یا روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی د ډیری خلکو له لاسرسۍ بهر دی.
دغه هېواد په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او هر کال په زرګونو افغان میرمنې د امیندوارۍ اړوند لاملونو له امله مري، چې ډیری یې په اسانۍ سره مخنیوی کیدی شي.
د روغتيا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې خپرې شوې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو پر مهال ۶۳۸ ميندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په داسې حال کې چې په امريکا کې د ورته شمېر زيږونونو کې ۱۹ ميندې مري. د راپورونو له مخکې، شاوخوا څلوېښت سلنه افغان مېندې کورونو کې ماشومان زېږوي؛
خو په کلیوالي سیمو کې بیا د هغو مېندو شمېر چې کورونو کې ماشومان زېږوي تر اتیا سلنې پورې رسېږي، چې ډېر ځله ورسره په زېږون د کورنۍ مشرانې ښځې مرسته کوي او یا یوازې ماشوم زېږوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درملو د کمښت، د ډاکټرانو د نشتوالي او کافي بودجې د نشتوالي له امله اندېښنې په داګه کړې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، اټکل کېږي چې ۲۰۲۴کال به یو ننګونکی کال وي؛ ځکه چې د افغانستان روغتیایي سیسټم په ټولو برخو کې د بودجې د کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ۱۸.۴ مېلیونه خلکو روغتیایي مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته لوړه شوې ده.
خو تازه د اسلامي پراختیايي بانک افغانستان ته د شاوخوا یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت مالي مرسته اعلان کړې چې د بانک دغه مرسته به په لرو پرتو سیمو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا لپاره کارول کېږي.

د افغانستان د تېر حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویانده زرمینه کاکړ وایي، هغه روحي او رواني صدمه چې پر افغانستان طالبانو واکمنېدو ور کړه، که سل کاله هم تېر شي خپل عادي لومړني ژوند ته نه شي ستنیدلی.
زرمینه کاکړ د طالبانو له واکمنۍ مخکې، د ټآکنیزو شکایتونو کمېسون پر ویاندۍ سربېره د یوه سیاسي ګوند مرستیاله هم وه.
زرمینې خپله هم یوه مدني ټولنه لرله او په افغانستان کې یې سیاسي او مدني فعالیتونه کول.
زرمینه وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ یوه اونۍ وروسته لندن ته را وستل شوه او دلته میشته شوه.
زرمینې د افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې خبریالې مسکا نیازۍ سره په خبرو کې وویل: «کله چې له افغانستان څخه لندن ته راغلم دومره شاک شوې وم چې د دوه درې ورځو لپاره مې د سترګو نظر له لاسه ورکړې وه.»
اغلې زرمینې په ژړغونې غږ زیاته کړه،چې له هېواد، کورنۍ او ملګرو یې بیلیدل ورته ډېر ستونزمن و.
زرمینه وایي: «کله کله فکر کوم چې په یوه دروند خوب ویده یم او کله چې راویښه شم هر څه به سم وي. خو نه دا یو ستر او تریخ حقیقت دی.»
هغه وایي دا حالت یوازې پر ما نه دې په ټولو هغو ځوانانو او پیغلو دی چې مجبور شول هېواد پرېږدي او د کډوالۍ بده تجربه وزغمي.
زرمینه وایي: «ځان ته ډېر وایم چې له دې حالت څخه وتلی شم، زه یې کولی شم، ترکومه به دا حالت وي؟»
زرمینه کاکړ اوس په لندن کې ژوند کوي او هلته له حقوقي او مدنې ټولنو او رسنیو سره د افغانستان د ښځو او وضعیت په اړه فعالیت کوي.
اتم د مارچ د ښځو نړۍ واله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په افغانستان کې د ټولنې نیمایي برخه حذف شوې ده. ښځې د زدکړو، کار، د ټولنیزو فعالیتونو، پارکونو، سینګارتونو او ورزشي ځاینو ته له تګه منع شوي. د حجاب په نوم له ښځو سره زورزیاتی شوی.
دا دی ۹۰۲ ورځې کېږي چې نجونې له زده کړو چې دیني او اساسي حق یې دی بې برخې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو مدافعې ښځې له بنده خوشې کړي. ریچارډ بینیټ وویل: "د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه د افغانستان له ښځو او نجونو سره ولاړ یم، چې بې اندازې له بنسټیز او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي."
هغه د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه یادښت کې لیکلي دي: «زه د هغو کسانو زړورتیا، نوښت او رهبرۍ ته چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي؛ سلامونه وړاندې کوم.»
ښاغلي بینیټ له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو پر معنادار او مساوي ګډون ټینګار وکړ.
ریچارډ بینیټ د بشري حقونو د مدافعینو توقیف "خپلسري" وبلله او زیاته یې کړه: "زه پر طالبانو غږ کوم چې سمدستي او پرته له کوم شرطه ټول هغه کسان خوشي کړي، چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په خاطر نیول شوي دي."
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو پراخ بندیزونه ولګول.
په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو یو شمېر مدافعانو د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
که څه هم طالبانو تل د لاریونوالو لاریونونه ځپلې دي، خو دغه لاریونونه دوام لري.
نن د جمعې په ورځ په تخار کې د ښځو یوه ډله سړک ته راوتلې وه او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول.
په هغو ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل نن ترلاسه کړې، لیدل کېږي چې ښځې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو لاریونونو کې وايي، د افغانستان ښځې بندیانې دي.
دوی شعارونه ورکول: "د ښځو ضد حکومت، نسکور نسکور."

کابل، کندهار او هرات ځینې انځورګرو له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خبرو کې وويل، چې د رسامۍ، انځورګرۍ او ميناتورۍ هنر د طالبانو له وېرې په پټه پالي.
طالبانو د ساکښو پر انځورولو بندیز لګولی او هم یې له کندهار په تلوېزون کې د ساکښو پر ویډیو او انځور ښودل بند کړي او دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځوي.
په کابل کې انځورګره رينا اتل وايي واک ته د طالبانو په رسېدو د دې هنر ښوونيز مرکزونه، فعاليتونه او نندارتونه بند شوي او تر ډېره د ساکښ رسامۍ ته اجازه نشته.
هغه وايي:« طالبان چې راغلي زموږ د ښکلو هنرونو ټولنه او فعالیتونه بند شوي دي، موږ ته ويل شوي، چې د انسانانو تصویرونه به نه رسموئ.»
په کندهار او هرات کې هم انځورګرې له ورته اندېښنو سره مخ دي.
د دوی په خبره په کمه موده کې يې فعاليت، د هنر د مينه والو شمېر او پرمختګ په بې ساري ډول ډېر شو، خو د طالبانو واکمنېدو سره یې د هنر ارزښت او عايد دواړه کم شوي دي.
د کندهار اوسېدونکې زینب وايي: «موږ د پرمختګ په لور روان و، روزنیز مرکزونه وو، د انځورونو لپاره بازار و او ډېر ارزښت يې درلود؛ خو اوس هيڅ هم نشته.»
خو دغه انځورګرې ناهیلې نه دي او وايي خپل هنر به په دې تمه پاللي، چې يو مهال به ارزښت پيدا کوي او بيا به یې مينه وال زياتيږي.
ډېر هغه عکسونه، چې دې انځورګرو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته لېږلي د افغان مېرمنو د کړاو ډک ژوند، نرواکه ټولنه، سمسور چاپيريال او ځيني تحميل شوي ناسم کلتورنه پکې انځور شوي دي.

د معلوماتو له مخي، په کابل، کندهار او هرات کې د ښکلو هنرونو له بېلابېلو ټولنو سره تر ۱۰۰ زياتو انځورګرو کار کاوه، چې اوس يې زيات له خپلو کورنو دغه هنر پالي.
د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د يو شفاهي امر له مخيټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې انځور او ويډيو دي نه اخلي او يوازي دي په ليکلې او غږيږه بڼه خپل راپورنه شريکوي.
طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و.
دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسېدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه، چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.
خو طالبانو په واکمنېدو سره که څه هم په لومړیو کې خپل پخواني قیودات پلي نه کړل، اما ګام په ګام د هغه پخوانۍ واکمنۍ پر لور روان دي.