• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین د ولسمشریزو ټاکنو په دوهمه ورځ د روسیې پر یو ښار او تصفیه خانې برید کړی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د روسیې په لویدیځ کې د اوکراین د توغندیو په برید کې دوه کسان وژل شوي او د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په یوه جلا ګوزار کې د روسیې د تیلو یوې تصفیه خانې یا چاڼخونې اور اخیستی.

دغه بریدونه د روسینې د ولسمشریزو ټاکنو په دوهمه ورځ شوي او د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کیف تور پورې کړی چې د ټاکنو د ګډودولو هڅه کوي.

د اوکراین جګړې د درې ورځنیو ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکولو پر پروسې سیوری اچولی، چې په پوره باور به بیا ویلادیمیر پوتین پکې د شپږو کلونو لپاره ولسمشر شي، خو دا ټاکنې له تیت پرک نیوکو سره هم مخ دي.

پر بلګراد د اوکراین توغندي برید کې، د سیمه ییزو چارواکو په وینا یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي.

په دغه سیمه کې د اوکراین له لوري بریدونه د ورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې.

رویټرز خبري اژانس ته رسېدلې ویډیو د بلګراد ښار په خالي سړکونو کې اور لګیدنه او د هوایی برید په اړه خبرداری ښيي.

د مسکو په سویل ختیځ کې د سمارا سیمې والي دیمیتري ازروف وایی، چې د سیزران په نوم د تیلو تصفیه خانه کې د برید له امله اور لګېدلی، خو په دوهمه تصفیه خانه د برید مخه نیول شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د بیلګراد سیمې ته د اوکرایني ځواکونو د ورننوتلو هڅه یې په شا تمبولې ده.

والي ګلادکوف ویلي، چې "اوسني وضعیت" ته په پام سره، د سیمې په ډیری برخو کې ښوونځي به د دوشنبې او سې شنبې په ورځ وتړلي پاتې شي او دغه راز د بلګراد په ښار کې د پیر مرکزونه به هم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو تړلي وي.

اوکراین په دې اونۍ کې د روسیې پر خاوره او په ځانګړې توګه د تیلو پر تصفیه خانو څو ځلې بریدونه کړي دي.

روسیې د جمعې په ورځ پر اوکراین یو تر ټولو خونړی برید وکړ او اودیسا ښار کې یې د استوګنې پر یوې سیمې توغندي وتوغول چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې ووژل شول او تر ۷۰ډیر نور ټپي شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: د سترو پروژو پلي کېدو کې د پاکستان د رغند رول په تمه یو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، د سیمې په کچه «د سترو زیربنایي پروژو عملي چارې په پیلیدو دي» او طالبان په دې برخه کې د پاکستان د رغند برخې اخیستلو په تمه دي. امیرخان متقي دا خبرې نن د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې کړې او نوموړي ته یې د رسمي سفر بلنه هم ور کړې.

امیرخان متقي کومې پروژې ته اشاره نه ده کړې، خو دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې پاکستان ته د افغان- ټرانس په نوم د پټلۍ او د کاسا زر په نوم د برېښنا رسوونکو پروژو څلور اړخیز تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، نوموړي اسحاق ډار ته د هغه د وزیر کېدو د مبارکۍ لپاره ټلیفون کړی و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې «دواړ لورو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.»

طالبان د اسحاق ډار له قوله وايي، چې د خپل ماموریت موده کې به د اسلام اباد او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدو پسې ورځ تر بلې د دې ډلې او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابېدونکې ښکاري.

که څه هم د دې اړیکو د پیوند لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ سفرونه وشول، خو پاکستان کې د بریدونو له امله ښايي ګټه ونه لري.

د امیرخان متقي او اسحاق ډار نننۍ خبرې هم په داسې حال دي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځي اډه په موټر بم پسې شپږو ځانمرګو برید کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، دغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۷ پوځیان وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او وايي، تر ۳۰ ډېرو پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان بیا وغوښتل چې اسلام اباد ته په رسمي سفر ور شي. دا غوښتنه په هغو ټلیفوني خبرو کې شوې چې محمد بن سلمان نن د شهباز شریف د بیا ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره کړی و.

شهباز شریف په خپل تېر لومړي وزارت کې هم ښاغلي بن سلمان ته د پاکستان د لیدو بلنه ور کړې وه.

د پاکستان چارواکي هیله من وو چې د ۲۰۲۲ کال نومبر کې به نوموړی اسلام اباد ته ور شي او له پاکستان سره به اقتصادي مرسته اعلان کړي، خو محمد بن سلمان دا سفر وځنډاوه.

د پاکستان دولتي رادیو وايي، شهباز شریف په خپلو خبرو کې بیا سعودي ولیعهد د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد وګړي د نوموړي هرکلي ته منتظر دي.

دا رسنۍ وايي، محمد بن سلمان هم له لومړی وزیر سره خبرو کې له اسلام اباد د پوره ملاتړ ژمنه کړې ده.

محمد بن سلمان په دې خبرو کې ویلي، چې دواړه هېوادونه د ورورلۍ نږدې اړیکي لري.

پاکستان کې یو کس د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده په جرم په ۷ میاشتې بند محکوم شو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې یو سړی د خپلې لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده د کولو په جرم په ۷ میاشتې بند او پنځه لکه کلدارو په جریمې محکوم کړ. زونا نصر له خپل میړه محمد اورنګزیب خان د دې له خوښۍ پرته د دویم واده کولو له امله محکمې ته شکایت کړی و.

د محکمې قاضي وويل، چې «د مسلمانانو د کورني قانون» له مخې مېړه بايد د دويم واده لپاره له خپلې لومړۍ مېرمنې ليکلې اجازه ترلاسه کړي که نه نو دا عمل د بند او جريمې وړ دی.

محکمې د دغه سړي په سزا کې زیاته کړې، چې که د بند تر پایه جریمه ور نه کړي په سزا کې به یې یوه بله میاشت هم زیاته شي.

د محکمې دې پرېکړې په ټولنیزو رسنيو کې غبرګونونه پارولي او یو شمېر پاکستاني اسلام پالو پرې نیوکې کړې دي.

د پاکستان لومړی وزیر د کابینې له غړو سره د پوځ له مشر سره د لیدو کتو لپاره ورغلی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د کابینې له جوړیدو څلور ورځې وروسته، د وزیرانو په ملتیا راولپنډۍ ته د پوځ د مشر عاصم منیر لیدو ته ورغلی. ښاغلي شریف په دغې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د پاکستان له پوځ څخه به په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې او د پاکستان حکومت په بېلابېلو خبرپاڼو کې لیکلي، چې لومړي وزیر او د پوځ مشر په دغې لیدنه کې د ملي او سیمه‌ییز امن او ټیکاو په اړه سره غږېدلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې لیکلي:« لومړي وزیر ډاډ ورکړی، چې د وسله‌وال پوځ د عملیاتي برخې لپاره به ټولې لازمې سرچینې برابرې کړي.»

په راولپنډۍ کې د پاکستان د نوې کابینې د وزیرانو او د دغه هېواد د پوځی مشرانو لیده کاته

په دغې لیدنه کې د پوځ مشر هم لومړي وزیر سره ژمنه کړې، چې د امنیتي ننګونو سره په مبارزه کې به د پاکستان د حکومت ملاتړ کوي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د بهرني سیاست په پراختیاو کې رغنده ونډه لري.

په دغې لیدنه کې د پاکستان د نوې کابینې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار، د دفاع وزیر خواجه اصف او د مالیې وزیر محمد اورنګزیب برخه لرله.

شهباز شریف د روان کال د کب په ۲۱مه ۱۹ کسیزه کابینه اعلان کړه. د هغه سیاسي مخالفین پر هغه تور پورې کوي، چې د پوځ په زور او ملاتړ واک ته رسېدلی دی.

د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ غزې ته ورسېده

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ چې خوراکي توکي لېږدوي، غزې ته رسیدلې ده. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د اسپانیا د غیر دولتي موسسې "اوپن ارمز" بیړۍ له ۲۰۰ټنو خوراکي توکو سره د جمعې په ورځ - د اګست د ۲۵مه - سهار مهال د غزې ښار سواحلو ته رسیدلې ده.

دغه مرستې په داسې حال کې غزې ته رسیدلې، چې ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالي برخه کې چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي پکې ژوند کوي، د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړي.

غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز پرانیستل د حماس او اسراییل د جګړې له اغیز د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.

غزې ته ځمکنۍ مرستې په عمده توګه د غزې په سویل کې د رفح له سرحده د مصر له خاورې رسول کیږي، خو د غزې په تړانګه کې د دوه میلیونه او ۴۰۰ زرو خلکو لویو اړتیاو ته په په کتو، دغه مرستې تر ډیره بسنه نه کوي.

د "اوپن ارمز" اسپانیايي مرستندویه ټولنې بیړۍ چې تیره سه شنبه یې له قبرس څخه حرکت کړی و، د ۳۰۰ زرو کسانو لپاره د یوه وخت خواړه لیږدوي چې د یو امریکايي نا دولتي موسسې له خوا چمتو شوي وو.