• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي: د سترو پروژو پلي کېدو کې د پاکستان د رغند رول په تمه یو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، د سیمې په کچه «د سترو زیربنایي پروژو عملي چارې په پیلیدو دي» او طالبان په دې برخه کې د پاکستان د رغند برخې اخیستلو په تمه دي. امیرخان متقي دا خبرې نن د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې کړې او نوموړي ته یې د رسمي سفر بلنه هم ور کړې.

امیرخان متقي کومې پروژې ته اشاره نه ده کړې، خو دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې پاکستان ته د افغان- ټرانس په نوم د پټلۍ او د کاسا زر په نوم د برېښنا رسوونکو پروژو څلور اړخیز تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، نوموړي اسحاق ډار ته د هغه د وزیر کېدو د مبارکۍ لپاره ټلیفون کړی و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې «دواړ لورو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.»

طالبان د اسحاق ډار له قوله وايي، چې د خپل ماموریت موده کې به د اسلام اباد او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدو پسې ورځ تر بلې د دې ډلې او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابېدونکې ښکاري.

که څه هم د دې اړیکو د پیوند لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ سفرونه وشول، خو پاکستان کې د بریدونو له امله ښايي ګټه ونه لري.

د امیرخان متقي او اسحاق ډار نننۍ خبرې هم په داسې حال دي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځي اډه په موټر بم پسې شپږو ځانمرګو برید کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، دغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۷ پوځیان وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او وايي، تر ۳۰ ډېرو پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو کندهار کې د غلا او اختطاف زیاتېدو سره د ګاډو د تورو شیشو لرې کول بیا پیل کړل

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰

طالبانو په کندهار کې د غلا او انسان تښتونو د مخنيوي لپاره د تورو شیشو پر ګاډ, بيا بنديز ولګاوه او هم یې له خلکو وغوښتل چې نااشنا ښځې دې کورونو ته نه ور پرېږدي. وروستيو کې په کندهار کې غلو په جلا پېښو کې یو طالب او یو ولسي وګړی وژلی. دوی په ځینې پېښو کې د ښځو په مرسته غلا کوي.

د کندهار ډېری اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږولو پيغامونو کې له وسله والو غلاوو شکایت کړی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په تېرو شپږو ورځو کې په کندهار کې د غلا لس پېښې ثبت کړې دي.

په دې پېښو کې له کورنو غلا، د سړک او کورنو له سر د موټرانو تښتول او د وسلې په زور له سړیو او ښځو پيسې او طلا اخيستل شامل دي.

دوه ورځي مخکې د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې د روژماتي پر مهال غلو د نصيب الله په نوم کس ويشتلی او وژلی دی او پيسې یې ترې وړې دي.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ هم دغه پېښه تاید کړې او ويلي دي، چې د غلو د نیولو هڅې روانې دي.

نصيب الله دوه کاله مخکې واده کړی و او يو ماشوم زوی يې پاته شو.

له دې پېښې وروسته د ټولنیزو رسنيو ډېری کارنو پر طالبانو نيوکې وکړې، چې د امنيت او جنايي پېښو په کنټرول کې پاته راغلي.

له غلو سره ملګرې ښځې

 نصيب الله  چې غلو د خپل کور مخ ته د پیسو لپاره وواژه
100%
نصيب الله چې غلو د خپل کور مخ ته د پیسو لپاره وواژه

پر وسلوالو غلو سربېره ځینې غلو په دغه ښار کې د غلا لپاره ښځې ملګرې کړې دي.

د فواد احمد په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وایي: « کورونو ته ښځي ورځي د کور معلومات کوي، چې څوک شته او کنه، وروسته بیا خپل نارینه ملګري خبروي، هغه بیا د ورځي په ګډه غلا کوي له کور سره زر او نور شیان وړي.»

د کندهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ د ورته پېښو د مخنیوي لپاره خلګو ته خبرداری ورکړی، چې د سوال، سوداګرۍ او په نورو نومونو دې ښځې کورنو ته نه پرېږدي.

طالبانو له خبریالانو هم غوښتي چې دغه خبرتیا په خپلو خواله رسنیو کې نشر کړي.

د دې ادارې مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د والي ملاشيرين په امر د تورو شیشو پر موټرانو هم بيا بندیز لګېدلی.

د قومندانۍ په دې خبرتيا کې ويل شوي: « د تورو ښیښو له کبله زموږ هیوادوالو ته د غلاوو او اختطاف اړوند ستونزي پېښېږي، لهذا ټولو ته خبر ورکول کيږي، چې د استعمال، پلور او کاروبار څخه يې ډډه وکړي.»

تر بل هر وخت په کندهار کې د روژې په راتګ غلاوي زياتي شوي دي او خلګ په اندېښنو کې دي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان بیا وغوښتل چې اسلام اباد ته په رسمي سفر ور شي. دا غوښتنه په هغو ټلیفوني خبرو کې شوې چې محمد بن سلمان نن د شهباز شریف د بیا ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره کړی و.

شهباز شریف په خپل تېر لومړي وزارت کې هم ښاغلي بن سلمان ته د پاکستان د لیدو بلنه ور کړې وه.

د پاکستان چارواکي هیله من وو چې د ۲۰۲۲ کال نومبر کې به نوموړی اسلام اباد ته ور شي او له پاکستان سره به اقتصادي مرسته اعلان کړي، خو محمد بن سلمان دا سفر وځنډاوه.

د پاکستان دولتي رادیو وايي، شهباز شریف په خپلو خبرو کې بیا سعودي ولیعهد د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد وګړي د نوموړي هرکلي ته منتظر دي.

دا رسنۍ وايي، محمد بن سلمان هم له لومړی وزیر سره خبرو کې له اسلام اباد د پوره ملاتړ ژمنه کړې ده.

محمد بن سلمان په دې خبرو کې ویلي، چې دواړه هېوادونه د ورورلۍ نږدې اړیکي لري.

ننګرهار کې یوې مور پنځه ماشومان وزېږول

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د ننګرهار سیمه ییز روغتون کې یوې مور ۵ ماشومان زیږولي چې ۴هلکان او یوه نجلۍ ده. د دې پنځو ماشومانو مور ۳۹ کاله عمر لري او د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اوسیدونکې ده.

باختر اژانس د حوزوي روغتون د ډاکټرانو په وینا وايي، چې د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دې اژانس د راپور له مخې، دا ماشومان د کوچنیانو وارډ په نوزیږو څانګه کې تر جدي څارنې لاندې دي.

په افغانستان کې د ورځ تر بلې بدترېدونکي اقتصادي حالت له امله د دغه هېواد خلک په تېره میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په یو وار د دومره ډېرو ماشومانو زېږېدول د مور او کورنۍ اقتصادي اړتیاوې زیاتوي، خو په مقابل کې د ورته کورنیو کوم مالي ملاتړ نشته.

پاکستان کې یو کس د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده په جرم په ۷ میاشتې بند محکوم شو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې یو سړی د خپلې لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده د کولو په جرم په ۷ میاشتې بند او پنځه لکه کلدارو په جریمې محکوم کړ. زونا نصر له خپل میړه محمد اورنګزیب خان د دې له خوښۍ پرته د دویم واده کولو له امله محکمې ته شکایت کړی و.

د محکمې قاضي وويل، چې «د مسلمانانو د کورني قانون» له مخې مېړه بايد د دويم واده لپاره له خپلې لومړۍ مېرمنې ليکلې اجازه ترلاسه کړي که نه نو دا عمل د بند او جريمې وړ دی.

محکمې د دغه سړي په سزا کې زیاته کړې، چې که د بند تر پایه جریمه ور نه کړي په سزا کې به یې یوه بله میاشت هم زیاته شي.

د محکمې دې پرېکړې په ټولنیزو رسنيو کې غبرګونونه پارولي او یو شمېر پاکستاني اسلام پالو پرې نیوکې کړې دي.

سرچینې: عبدالباقي حقاني کابینه کې نیوکه کړې چې ندیم په خپل سر له ملایانو ازموینه اخیستې

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د ازموینو ملي اداره کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د لوړو زدکړو وزیر په خپل سر له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو ارزولو ازموینه اخیستې او د دې ادارې ختمول غواړي. دوی وايي د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني په دې اړه د طالبانو کابینه کې شکایت کړی.

د ازموینو ملي اداره چې د جمهوریت له وخت فعالیت کوي، د کانکور په ګډون په مختلفو برخو کې د اسنادو د ثبت، تخصص او نورو ازموینو مسوولیت لري

د طالبانو د ازموینې ملي اداره کې سرچینو وویل، چې د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم اوس د دې ادارې چارې هم د وزارت له لارې کوي.

د دوی په خبره، نوموړي د ازموینې ملي ادارې هغو مکتوبونو ته توجو نه ده کړې، چې ترې غوښتي یې وو، له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو ازموینه د ازموینې ملي ادارې کار دی.

دې اداره کې سرچینې وايي، چې له ۵۱ ملایانو بایومټریک نه دی شوی او نه هم د دوی د مدرسو اسناد څېړل شوي، چې په ازموینه کې د کډون وړتیا لري او کنه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدکړو وزارت د ( کپ ۱۸) د کابل په شمول د هیواد په اووه زونونو کې یې له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو لپاره ازموینه واخېسته او دغو کسانو ته په ازموینه کې تر بریا وروسته د ماسټرۍ معادل اسناد ورکول کیږي.

ددې وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي وو، چې پر لوړو زده کړو وزارت سربېره د مرکزي ادارو رئیس صاحبانو، په زونونو کې د علماء کرامو شورا غړو، د جهادي مدرسو شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو استازو او د استخباراتو مسؤلینو د دې ازموینو څارنه کوله.

په دغه خبرپاڼه کې د ازموینې ملي ادارې کومه یادونه نه وه شوې.

د ازموینو ملي ادارې «د له منځه وړلو هڅه»

له دې وړاندې د طالبانو په حاکمیت کې د دیني عالمانو او ملایانو د مدرسو اسناد او بېلابیلې ازموینې د ازموینې ملي ادارې لخوا اخېستل شوې دي.

دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو د ازموینو ملي ادارې عبدالباقي حقاني ددې ډلې له لوړو زدکړو وزیر سره اختلافات رامنځته شوي دي.

دوی وايي، ندا محمد ندیم چې ملا هبت الله ته نژدې کس دی او د هغه د ملاتړ ترلاسه کولو سره غواړي د ازموینو ملي اداره له منځه ویسي.

د طالبانو ازموینو ملي ادارې مشر شېخ عبدالباقي حقاني چې د طالبانو واک ته رسېدو سره په لومړیو کې د لوړو زدکړو وزیر وو.

د نجونو پر پوهنتوني زدکړو اختلاف

له لوړو زدکړو وزارت د عبدالباقي حقاني تر لرې کېدو وروسته د نجونو پوهنتوني زدکړې هم بندې شوې
100%
له لوړو زدکړو وزارت د عبدالباقي حقاني تر لرې کېدو وروسته د نجونو پوهنتوني زدکړې هم بندې شوې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزارت د مقام پرمهال ملا هبت الله اخونزده سره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو مخالفت کړی و.

د معلوماتو له مخې حقاني د نجونو پرمخ د پوهنتوني زدکړو د دوام ملاتړی و او په دې اړه ملا هبت الله ته یې یوه طرحه هم سپارلې وه، چې له هغه وروسته له دندې ګوښه او د ازموینو ملي ادارې مشر وټاکل شوو.

د ملا هبت الله لخوا د لوړو زدکړو وزارت ته د ندا محمد ندیم تر ټاکل کېدو څو میاشتې وروسته په افغانستان کې د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول.

شېخ عبدالباقي حقاني د ننګرهار شنیوارو اوسیدونکی دی او د لوړو زدکړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم د کندهار اوسیدونکی دی.

د ندا محمد ندیم په کندهار ښار ۹مه ناحیه لویه ویاله کې د حکیمیه په نامه دیني مدرسه لري او ملا هبت الله هم لوموړی ځل د ده مدرسه کې راڅرګند شو.

تر اوسه د طالبانو د ازموینو ملي ادارې او د لوړو زدکړو وزارت ددغو روانو ننداریو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.