• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو وايي، اسراییل به د اوربند د خبرو د بیا پیلېدو سربېره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل د بریدونو په تړاو نړۍوال فشارونه رد کړي او ویلي یې دي،‌ چې هغه به په غزه کې د حماس پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

په غزه کې مرستندویه ادارې بیا وايي، چې په داسې حال کې چې ټاکل شوې چې د اوربند په اړه خبرې اترې بیا پیل په دغه سیمه کې قحطي د پراخیدو په حال کې ده.

نتنیاهو د کابینې په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې اسراییل به له پنځو میاشتو جګړې وروسته د غزې په تړانګه کې وروستی نسبتاً خوندي ځای رفح ته خپل عملیات وغځوي.

هغه وویل: "موږ به په رفح کې عملیات پیل کړو، دا به څو اونۍ وخت ونیسي خو دا کار به وشي."

هغه دا نه ده روښانه کړې، چې په رفح کې عملیات به څو اونۍ دوام وکړي او دا چې په څو اونیو کې به پیل شي.

د اسراییل متحدینو په پرلپسې ډول له نتنیاهو څخه غوښتنه کړې، چې په رفح ښار کې عملیات ونه کړي، چیرې چې د جګړې له نورو ځپل شویو سیمو د یو میلیون څخه ډېر بې ځایه شویو خلکو پناه اخیستې ده.

د جرمني صدراعظمې اولاف شولز اردن ته له پلان شوي سفر مخکې اسراییل ته ویلي، چې په رفح ښار باندې برید به سیمه ییزه سوله "ډېره ستونزمنه" کړي او دا چې د اوربند لپاره اوسنۍ هڅې "د دې موضوع د یقیني کولو لپاره دي چې په سیمه کې اوږدمهاله اوربند ټینګ شي."

نتنیاهو د خپلو متحدینو فشار ته په غبرګون کې ویلي: "ایا ستاسو حافظه دومره کمزورې ده؟ ایا تاسو د اکتوبر د ۷ مې برید دومره په چټکۍ سره هیر کړی چې تر هولوکاسټ وروسته د یهودانو تر ټولو وحشتناکه قتل عام وو؟"

هغه ویلي دي، چې اسراییل د رفح ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو پلان لري؛ خو مرستندویه ادارې او د اسراییل متحدین په دې اړه شکمن دي.

د حماس جنګیالیو د اکټوبر د اوومې پر اسراییل برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۳ تنه نور یې یرغمل کړل.

اسراییل د دغه برید وروسته په غزې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل او نږدې ټوله غزه یې ویجازه کړه.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ په دغو بریدونو کې ۳۱ زره ۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ډېری خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په قطر کې د اوربند له خبرو کې یو دخیلي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اسراییل د استخباراتي ادارې موساد مشر به له قطري، مصري او امریکايي منځګړو سره د اوربند په اړه خبرو کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

مولوي کبیر له چین څخه غوښتي چې د شانګهای سازمان په راتلونکې غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ سره په لیدنه کې له دغه هېواده د شنګهای سازمان په غونډه کې دوی ته د بلنې د وړاندیز تر څنګ په سترو پروژو کې د چین د پانګونې غوښتنه کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له اېکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې دغه لیدنه کې مولوي کبیر په دوحې او نورو ناستو کې د طالبانو په اړه د چین له ‘مثبت’ دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله په بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمنه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ سرحدي سیمې واخان ته د غځول شوي سړک جوړیدل د طالبانو او چین په اړیکو کې 'مهم تحول’ بللی او ویلي یې دي، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پام وړ زیاتوالی راشي.

دغه سړک د جوړیدو چارې د افغانستان د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شوې وې او اوس طالبان وايي، چې بشپړیدو ته نږدې دي.

سره د دې چې طالبانو د دغه سړک جوړېدو ته ډېر خوشبینه دي؛ خو چینايي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې دغه هېواد به د طالبانو دغه هیله پوره نه کړي چې غواړي د بدخشان د واخان له لارې افغانستان د چین له پراخ اقتصاد سره وصل شي.

دغه شنونکي وايي، چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ مولوی کبیر په بیجېنګ کې د طالبانو د سفیر منلو ته په اشارې ویلي، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري، چې طالبان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ رامنځته کړي.

مولوي کبیر ویلي، چې هیله لري چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو غوڼډو کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه حضور ولري.

نوموړي په دې برخه کې له چین څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې یې هڅه کړې، چې د طالبانو او چین اړیکې لا زیاتې پراخې شي.

ښاغلي شینګ ویلي، چې هیواد یې غواړو د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شوی او د جلغوزيو د پروسس او صادراتو په ګډون په مختلفو نورو برخو کې د چینایي پانګه والو پانګونې ښه پایله ورکړې ده؛ خو د مس عینک کان د رامنځ ته شوي پرمختګ په اړه په اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي.

ایراني او ایټالوي چارواکو په افغانستان کې په مخدره توکو کې ۹۵ سلنه کمښت ناڅرګند بللی

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر ویلي دي، چې په افغانستان کې د مخدره موادو په تولید کې د ۹۵ فیصده کموالي ادعا د منلو وړ نه ده. د دې نقل قول پر بنسټ؛ ایټالوي چارواکو ویلي، چې دا ډول کمښت هېڅ ښکاره اغېزه نه لري.

د ايران د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرکزي دفتر د يکشنبې په ورځ (کپ ٢٧مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې ايټالوي چارواکي دغه موضوع په ويانا کې د دغه مرکز له مشر اسکندر مومني سره په ليدنه کې راپورته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي مومني له جنرال پیرانجلو ایانوتي سره په کتنه کې په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره له افغانستان څخه د قاچاق په اندازه کې د بدلون په اړه پوښتنه وکړه.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ جنرال پیرانجلو ایانوتي هم په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید د کمښت خبره رد کړې ده.

دغه راز ويل شوي دي، چې دغه ايټالوي چارواکي له اسکندر مومني سره په کتنه کې په سيمه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او اروپا ته د هغې د ليږدونې په مخنوي په لاره کې د همکارۍ لپاره د خپل چمتووالي د اعلان په ترڅ کې د استخباراتي همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه.

دا غونډه په ویانا کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون د کلنۍ غونډې په څنډه کې وشوه.

د ايران له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرکزي دفتر د خبر له مخې؛ په دغو غونډو کې د افغانستان د نشه يي توکو قاچاق د هېوادونو له ګډو اندېښنو څخه بلل شوى دى.

100%

همدا راز د چين د ولسي جمهوريت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې مشر وي شيایو ژون بیا ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید "زموږ لپاره یو جدي ګواښ دی."

دغه چینايي چارواکي په افغانستان کې د بدیل کښت د ملاتړ په اړه وویل، چې په دغه هېواد کې د چارو د پېچلتیا او د زېربناوو د نه شتوالي له امله دا کار نه شي عملي کېدای.

شيایو ژون وړانديز وکړ، چې چين او ايران بايد د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات او معلومات تبادله کړي او د سيمه ييزو او نړۍوالو نوښتونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له ظرفيت څخه کار واخلي.

په ۱۴۰۰۰ کال کې له واک ته رسېدو وروسته طالبانو د مخدره توکو په کښت او پلور بندیز ولګاوه؛ خو دغه ډله وخت نا وخت د افغانستان په ولایتونو کې د نشه يي توکو د کشف خبر ورکوي.

ایران له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي په ویانا کې د خپل سفر په لړ کې وویل؛ ایران په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان څخه ۴۴۵۰ ټنه نشه يي مواد نیولي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د په يوه راپور کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې سږ کال د ترياکو په کښت کې ٩٥ سلنه کموالى راغلى دى.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت له ۲۳۳ زره هکتارو څخه ۱۰ زره ۸۰۰ هکتارو ته رسېدلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: د ناقانونه کډوالو او قاچاق وړونکو مخنیوی کوو

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ناقانونه کډوالو او قاچاق وړونکو ته به دا موقع ورنه کړي، چې د ترکیې له خاورې څخه د یوې غیر قانوني ترانزیتي لارې په توګه ناوړه ګټه پورته کړي.

علي یارلي کایا وویل؛ امنیتي ځواکونو په ازمیر ښار کې ۳۵ هوټلونه تلاشي کړي او ۴۰ غیر قانوني کډوال یې نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شمېرو له مخې، چې هغه اعلان کړې، له دغو کډوالو څخه ۳۹ یې د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي او یو تن اوس هم په توقیف کې دی.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د انساني قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.

ترکيې په تېرو دوو کلونو کې د ناقانونه پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

دغه هېواد په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د موندلو لپاره ګرځنده ګزمې فعالې کړې دي.

د راپورونو له مخې؛ ترکیې د روان کال له پیل راهیسې تر څلور زره ډېر افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند ټاکنې: د نړۍ ترټولو لویې ډیموکراسۍ کې ټاکنې څنګه ترسره کیږي؟

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۳ GMT+۰

نږدې یو میلیارد کسان د هند په ټول‌ټاکنو کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي. دغه ټاکنې به د اپریل میاشتې له ۱۹ مې پیل او د اوو اونیو لپاره به دوام وکړي. د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودې په دغو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره سیالي کوي او وايي چې ګټي یې.

د هند د پارلمان د ولسي جرګې د ۵۴۳ څوکیو لپاره ټاکنې به د جون میاشتې تر ۶مې نیټې دوام وکړي، چې د دغې هېواد په بېلابېلو برخو کې به دغو څوکیو ته د ۲۴۰۰ څخه ډیر سیاسي ګوندونه کاندیدان وړاندې کړي.

100%

شمیرې

په دغه ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره نږدې ۹۷۰ منلیونه هندیانو نوم لیکنه کړې ده چې د رای ورکونې په یو میلیون مرکزونو کې به خپلې رایې وکاروي. د هند د ټاکنو کمیسیون به د ټاکنو لپاره نږدې ۱۵ میلیونه کسان وګماري،‌ چې ډیری برخه یې ښوونکي او ځوان کارګران جوړوي.

دغه ټاکنې به په اوو پړاوونو کې ترسره شي، بیا به رايې به رایې شمېرل کېږي او پايلې به يې د جون په څلورمه اعلانیږي خو د ټاکنو ټوله پروسه به د جون په شپږمه بشپړه شي.

100%

ګوندونه

د مودي هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند (BJP)، چې واکمنه سیاسي ډله ده، په پراخه کچه تمه کیږي چې په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره اړینې ۲۷۲ څوکۍ وګټي. مودي وړاندوینه کړې چې ګوند به یې ۳۷۰ څوکۍ ګټي.

د مودي د حکومت اپوزیسیون، کانګریس ګوند، چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته یې تر ډیره په هند واکمني کړې، د حاکم ګوند سره د مبارزې لپاره یې د هند ملي پرمختیایي ټول‌شموله اتحاد جوړ کړی چې ۲۸ ګوندونه په کې شامل دي. خو دغه اتحاد د څوکیو د ویش په سر په خپل منځ کې اختلاف لري.

100%

ډ ټاکنو پروسه

د هند په دغو ټاکنو کې به په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شوي د رای ورکولو الکترونیکي ۵.۵ میلیونه ماشینونه وکارول شي. رای ورکوونکي به د کاندید د نوم او ګوند د نښان تر څنګ یوې تڼۍ په زور کولو سره خپلې رایې وکاروي.

د هند د ټاکنو کمیسیون لارښوونې وايي، چې هر رای ورکوونکی باید د رای ورکولو مرکز څخه تر ۲ کیلومتره فاصله کې ژوند وکړي او دا په دې مانا ده چې د ټاکنو کارکوونکي باید د ورځو لپاره سفر وکړي او له غرونو تیر شي، چې د رای اچونې لرې پرتو مرکزونو ته ځان ورسوي. په ګجرات ایالت کې د یوازې یو رای ورکونکي له پاره، د ټاکنو کارکوونکي باید له ځنلګه تیر شي او هلته شته د رای اچونې مرکز فعال کړي.

100%

اسراییل د نوي اوربند خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي لیږلو ته چمتو دی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۰

په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې اسراییل په داسې حال کې د نوي اوربند خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي لیږلو ته چمتو دی، چې د غزې په شمال کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویلي، چې د غزې په شمال کې له هرو دریو ماشومانو چې له دوه کلونو کم عمر لري، یو یې له خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

وروسته له هغه چې حماس اسراییل ته د یرغمل شوو او بندیانو د تبادلې لپاره د اوربند نوی وړاندیز وکړ، اسراییل د جمعې په ورځ وویل، چې د منځګړو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته یو پلاوی لیږي.

د دغه پلاوي مشري به د اسراییل د استخباراتي ادارې، موساد، مشر ډیویډ برنیا کوي. یوې سرچینې ویلي، چې د دې خبرو اترو څخه مخکې به لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې په رابللو سره د دې وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

د روژې له مبارکې میاشتې مخکې د اوربند د ټینګولو هڅې په پرله پسې ډول ناکامې شوې او اوس اسراییل وايي، چې له پنځو میاشتو جګړې وروسته د غزې وروستی نسبتاً خوندي ښار رفح کې د نوو عملیاتو پلان لري.

د جرمني صدراعظمې اولاف شولز، چې سیمې ته یې دوه ورځنی سفر پیل کړی، په رفح کې د برید په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د برید په پایله کې به «ډېر ناوړه ملکي تلفات» رامنځته شي.

د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه د اکتوبر په اوومې نېټې پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه. د اسراییلي چارواکو په وینا، د دې برید پایله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ملکي کسان وو او ۲۵۲ تنه نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۱ زره او ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.