• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د نوي اوربند خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي لیږلو ته چمتو دی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۰

په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې اسراییل په داسې حال کې د نوي اوربند خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي لیږلو ته چمتو دی، چې د غزې په شمال کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویلي، چې د غزې په شمال کې له هرو دریو ماشومانو چې له دوه کلونو کم عمر لري، یو یې له خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

وروسته له هغه چې حماس اسراییل ته د یرغمل شوو او بندیانو د تبادلې لپاره د اوربند نوی وړاندیز وکړ، اسراییل د جمعې په ورځ وویل، چې د منځګړو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته یو پلاوی لیږي.

د دغه پلاوي مشري به د اسراییل د استخباراتي ادارې، موساد، مشر ډیویډ برنیا کوي. یوې سرچینې ویلي، چې د دې خبرو اترو څخه مخکې به لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې په رابللو سره د دې وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

د روژې له مبارکې میاشتې مخکې د اوربند د ټینګولو هڅې په پرله پسې ډول ناکامې شوې او اوس اسراییل وايي، چې له پنځو میاشتو جګړې وروسته د غزې وروستی نسبتاً خوندي ښار رفح کې د نوو عملیاتو پلان لري.

د جرمني صدراعظمې اولاف شولز، چې سیمې ته یې دوه ورځنی سفر پیل کړی، په رفح کې د برید په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د برید په پایله کې به «ډېر ناوړه ملکي تلفات» رامنځته شي.

د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه د اکتوبر په اوومې نېټې پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه. د اسراییلي چارواکو په وینا، د دې برید پایله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ملکي کسان وو او ۲۵۲ تنه نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۱ زره او ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

فارن افيرز مجله: امریکا نه شي کولای چې طالبان منزوي کړي

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

امريکايي فارن افيرز مجلې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو د چلند د بدلون په اړه د امریکا سياست له دغې ډلې سره د سیمه ییزو قدرتونو د نږدېوالي له امله ناکام شوی دی.

د دې مقالې لیکونکو ویلي، چې د طالبانو د منزوي کولو پالیسي نوره اغېزمنه نه ده او امریکا باید نورې لارې چارې پیدا کړي.

د مقالې د لیکوالانو په باور په تېرو دوو کلونو کې سپینې ماڼۍ هڅه وکړه، چې طالبان دې ته اړ کړي، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د برابرولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوې نړیوالې اجماع په رامنځته کولو سره خپل چلند بدل کړي؛ خو دا هڅې تر اوسه د روسیې، چین او ایران په ګډون د سیمه ییزو قدرتونو د سیاست له امله ناکامې شوې دي.

اسفندیار میر او انډرو واتیکنز په دې مقاله کې ویلي، چې د متحده ایالاتو برعکس د چین په څیر زیات شمیر حکومتونه له طالبانو سره د یو پردي رژیم په توګه چلند نه کوي.

دوی د چين د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باور لیک منل، هغه هم په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له دوهمې غونډې لږ وروسته، طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د لوېديځ اجماع لپاره تر ټولو مهمه ننګونه بللي ده.

د دې مقالې د لیکوالانو په باور طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره قوي ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي.

دغه لیکوالانو په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له دغه هېواده بهر د طالبانو د زیاتو سفارتونو او سیاسي نمایندګانو فعال حضور ته په اشارې سره لیکلي: «د طالبانو مشران په پرله پسې توګه په سیمه کې له بیلابیلو هیوادونو او د اذربایجان په څیر له لرو ګاونډیو سره خپلې اقتصادي اړيکې پراخي کړي دي.»

د دې مقالې لیکوالانو د بېلګې په توګه له هند سره د طالبانو نږدې اړیکو ته په اشارې ویلي، چې واک ته د طالبانو له راتګ سره ډېر محتاط شوي دي. د سیمې دغه ځواکمن هیواد په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانيستی او طالبانو ته یې یو کال وروسته اجازه ورکړه، چې په ډيلي کې د افغانستان سفارت کنټرول ترلاسه کړي.

فارن افيرز په دې مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او پر هېوادونو د هغې د احتمالي اغیزو په اړه د خلکو له اندېښنو سربیره د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د سیمې نږدې هر هېواد له طالبانو سره عادي اړیکې ټینګې کړي دي.

په دې مقاله کې راغلي، چې له امریکا سره د چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونو ستراتیژیکه سیالي له طالبانو سره د دغو هېوادونو د نږدې اړیکو تر ټولو مهم لامل بلل کېږي.

د فارن افيرز د دې مقالې لیکوالانو ليکلي: « د طالبانو د ډیپلوماټیکې انزوا په اړه د اجماع له لاسه ورکولو د واشنګټن او د هغوی د متحدینو لپاره مهمې پوښتنې راپورته کوي. د طالبانو په رسمیت نه پيژندل نور یوه معتبره قهرجنه وسیله نه ده او که متحده ايالات غواړي چې د طالبانو په چلند کې نفوذ وکړي، بايد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې ولټوي.»

د دې مقالې لیکوالانو اسفندیار میر او انډریو واټکینز ویلي، چې د افغانستان قضیه هم د سوریې او روسیې قضیې ته ورته ده چې د دغو هیوادونو د انزوا په برخه کې هم د امریکا تګلاره ناکامه شوې ده.

اوکراین د ولسمشریزو ټاکنو په دوهمه ورځ د روسیې پر یو ښار او تصفیه خانې برید کړی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د روسیې په لویدیځ کې د اوکراین د توغندیو په برید کې دوه کسان وژل شوي او د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په یوه جلا ګوزار کې د روسیې د تیلو یوې تصفیه خانې یا چاڼخونې اور اخیستی.

دغه بریدونه د روسینې د ولسمشریزو ټاکنو په دوهمه ورځ شوي او د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کیف تور پورې کړی چې د ټاکنو د ګډودولو هڅه کوي.

د اوکراین جګړې د درې ورځنیو ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکولو پر پروسې سیوری اچولی، چې په پوره باور به بیا ویلادیمیر پوتین پکې د شپږو کلونو لپاره ولسمشر شي، خو دا ټاکنې له تیت پرک نیوکو سره هم مخ دي.

پر بلګراد د اوکراین توغندي برید کې، د سیمه ییزو چارواکو په وینا یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي.

په دغه سیمه کې د اوکراین له لوري بریدونه د ورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې.

رویټرز خبري اژانس ته رسېدلې ویډیو د بلګراد ښار په خالي سړکونو کې اور لګیدنه او د هوایی برید په اړه خبرداری ښيي.

د مسکو په سویل ختیځ کې د سمارا سیمې والي دیمیتري ازروف وایی، چې د سیزران په نوم د تیلو تصفیه خانه کې د برید له امله اور لګېدلی، خو په دوهمه تصفیه خانه د برید مخه نیول شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د بیلګراد سیمې ته د اوکرایني ځواکونو د ورننوتلو هڅه یې په شا تمبولې ده.

والي ګلادکوف ویلي، چې "اوسني وضعیت" ته په پام سره، د سیمې په ډیری برخو کې ښوونځي به د دوشنبې او سې شنبې په ورځ وتړلي پاتې شي او دغه راز د بلګراد په ښار کې د پیر مرکزونه به هم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو تړلي وي.

اوکراین په دې اونۍ کې د روسیې پر خاوره او په ځانګړې توګه د تیلو پر تصفیه خانو څو ځلې بریدونه کړي دي.

روسیې د جمعې په ورځ پر اوکراین یو تر ټولو خونړی برید وکړ او اودیسا ښار کې یې د استوګنې پر یوې سیمې توغندي وتوغول چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې ووژل شول او تر ۷۰ډیر نور ټپي شول.

امیرخان متقي: د سترو پروژو پلي کېدو کې د پاکستان د رغند رول په تمه یو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، د سیمې په کچه «د سترو زیربنایي پروژو عملي چارې په پیلیدو دي» او طالبان په دې برخه کې د پاکستان د رغند برخې اخیستلو په تمه دي. امیرخان متقي دا خبرې نن د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې کړې او نوموړي ته یې د رسمي سفر بلنه هم ور کړې.

امیرخان متقي کومې پروژې ته اشاره نه ده کړې، خو دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې پاکستان ته د افغان- ټرانس په نوم د پټلۍ او د کاسا زر په نوم د برېښنا رسوونکو پروژو څلور اړخیز تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، نوموړي اسحاق ډار ته د هغه د وزیر کېدو د مبارکۍ لپاره ټلیفون کړی و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې «دواړ لورو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.»

طالبان د اسحاق ډار له قوله وايي، چې د خپل ماموریت موده کې به د اسلام اباد او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدو پسې ورځ تر بلې د دې ډلې او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابېدونکې ښکاري.

که څه هم د دې اړیکو د پیوند لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ سفرونه وشول، خو پاکستان کې د بریدونو له امله ښايي ګټه ونه لري.

د امیرخان متقي او اسحاق ډار نننۍ خبرې هم په داسې حال دي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځي اډه په موټر بم پسې شپږو ځانمرګو برید کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، دغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۷ پوځیان وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او وايي، تر ۳۰ ډېرو پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان بیا وغوښتل چې اسلام اباد ته په رسمي سفر ور شي. دا غوښتنه په هغو ټلیفوني خبرو کې شوې چې محمد بن سلمان نن د شهباز شریف د بیا ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره کړی و.

شهباز شریف په خپل تېر لومړي وزارت کې هم ښاغلي بن سلمان ته د پاکستان د لیدو بلنه ور کړې وه.

د پاکستان چارواکي هیله من وو چې د ۲۰۲۲ کال نومبر کې به نوموړی اسلام اباد ته ور شي او له پاکستان سره به اقتصادي مرسته اعلان کړي، خو محمد بن سلمان دا سفر وځنډاوه.

د پاکستان دولتي رادیو وايي، شهباز شریف په خپلو خبرو کې بیا سعودي ولیعهد د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد وګړي د نوموړي هرکلي ته منتظر دي.

دا رسنۍ وايي، محمد بن سلمان هم له لومړی وزیر سره خبرو کې له اسلام اباد د پوره ملاتړ ژمنه کړې ده.

محمد بن سلمان په دې خبرو کې ویلي، چې دواړه هېوادونه د ورورلۍ نږدې اړیکي لري.

پاکستان کې یو کس د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده په جرم په ۷ میاشتې بند محکوم شو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې یو سړی د خپلې لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده د کولو په جرم په ۷ میاشتې بند او پنځه لکه کلدارو په جریمې محکوم کړ. زونا نصر له خپل میړه محمد اورنګزیب خان د دې له خوښۍ پرته د دویم واده کولو له امله محکمې ته شکایت کړی و.

د محکمې قاضي وويل، چې «د مسلمانانو د کورني قانون» له مخې مېړه بايد د دويم واده لپاره له خپلې لومړۍ مېرمنې ليکلې اجازه ترلاسه کړي که نه نو دا عمل د بند او جريمې وړ دی.

محکمې د دغه سړي په سزا کې زیاته کړې، چې که د بند تر پایه جریمه ور نه کړي په سزا کې به یې یوه بله میاشت هم زیاته شي.

د محکمې دې پرېکړې په ټولنیزو رسنيو کې غبرګونونه پارولي او یو شمېر پاکستاني اسلام پالو پرې نیوکې کړې دي.