عبدالسلام حنفي: موږ باید لومړي عقاید او اسلامي موضوعات او دویم عصري زده کړې وکړو
دطالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې ډلې د پوهنې وزارت له لوري د ۱۴۰۳ښوونیز کال د پیل په مناسبت وویل؛ "موږ په لومړي ګام کې باید عقاید او اسلامي موضوعات او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو."
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوې خبرپاڼې کې د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي: « له عصري علومو، ساینس او معاصرې ټېکنالوجۍ سره بلدتیا د هېواد د پرمختګ له اړتیاو څخه ګڼو.»
په دې مراسمو کې د طالبانو د پوهنې وزیر هم وویل: "دیني علوم زمونږ د زړونو مقصد دی او پر مونږ فرض دی او ژوند له دیني علومو پرته نه کیږي؛ خو عصري علوم هم اړتیا ده."
ښاغلی حنفي وایي؛ هغه ملت چې له سواد او زده کړې لېرې او علم زده نه کړي، تل د نورو محتاج وي، محتاجه او اړمنه ټولنه هېڅ وخت خپلواکۍ ته نه رسېږي؛ نو اړتیا ده چې معاصرو علومو او ټکنالوجۍ ته لاسرسی ولرو.
د حنفي په وینا؛ تېر کال یو میلیون او دوه سوه زره نوي زده کوونکي معارف ته جذب شوي.
عبدالسلام حنفي په داسې حال کې په هېواد کې د تحمیلي جنګونو او ناامنۍ کلونه په معارف کې د وروسته پاتې والي له لاملونو څخه ګڼي، چې د دې جګړې او ناامنیو لویه برخه همدا ډله ده.
حنفي د پوهنې وزارت مسوولین او کارکوونکي ته وویل، چې د باکیفیته معارف په برخه کې زیات کار او څارنه وکړي، ترڅو د تېر په څېر د خیالي مدرسو، ښوونځیو او ښوونکو ستونزه بیا په معارف کې تکرار نه شي.
په تېر حکومت کې د خیالي ښوونځیو او ښوونکو راپورونه خپاره شوي وو.
د نورو طالب چارواکو په څېر حنفي هم د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په اړه څه ونه ویل.
د یادولو ده، چې طالبانو د نجونو پر زدکړو د بندیزونو له لرې کولو پرته د نوي تعلیمي کال د پیل زنګ وواهه. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا دی ۹۱۵ ورځې کیږي، چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې دي.
نوموړي نن په خپل پیغام کې که څه هم د نجونو پر زدکړو د بندیزو نه ختمېدو ته اشاره نه ده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده: «د نجونو او هلکانو په ګډون پر ګرانو ځوانانو غږ کوم چې د تعلیم په برخه کې او لوړو تحصیلي درجو تر لاسه کولو کې له هېڅ ډول هڅو لاس وا نه خلی؛ تر څو زموږ هېواد د خپلو بچیانو په لاس ځان بساینې، پرمختګ او لوړتیا ته ورسېږي.»
حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوي کال نه نمانځلو ته له اشارې پرته د خپل پیغام اخر کې لیکلي، چې کوم ملتونه خپل لرغوني او تاریخي دودونه ساتي؛ نو د پرمختګ پر لار هم ځواکمن او هدفمن روان دي.
کله - کله په خپلو لیکنو کې یادونه کوم، چې ولسونه اصل او حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي وي؛ خو ځینې کسان د دې خبرې سره موافق نه دي او وایي، چې ولس مسوولیت نه لري بلکې حکومتي چارواکي همېشه مسوول وي؛ خو دا سمه نه ده ځکه د حدیث شریف روایت دی چې وایي: اعمالکم عمالکم.
څنګه چې دې عمل وي، هماغسې دې چارواکي وي.
دا خبره په هر لحاظ سمه ده؛ ځکه انسانان په ټولنه کې حقوق او وجایب دواړه لري.
څومره چې وجایب په ښه توګه ادا شي هماغومره حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کوي، د وجایبو د ادا کولو او حقوقو د لاسته راوستلو لپاره علم او پوهه، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه او ښه حکومتولي رول لري.
که د حکومتولۍ په بحث کې یو ساده مثال راوړو هغه به دا وي؛ که د پارلمان د ټاکلو لپاره ولس خپله رایه په ښه توګه استعمال کړي؛ نو یو ملک به ښه پارلمان ولري، ښه پارلمان به ښې کابینې ته رایه ورکوي، ښه کابینه به ښې پالیسي او پروګرامونه جوړ او پلي کوي.
که ولس یو کس ته د قوم، سمت، ژبې او یا شخصي ګټو په خاطر رایه ورکړي؛ نو ولس به خراب پارلمان ولري. بېکاره پارلمان به بېکاره کابینې ته رایه ورکوي. بېکاره کابینه به خرابې پالیسي او پروګرامونه جوړ او تطبیقوي.
داسې نه شي کېدلي چې ولس رایه ابوجهل ته ورکړي او عدالت عمري وغواړي. په دې خاطر حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي دي.
د تعلیمي نظام لوړې ژورې:
راځو اصلي موضوع ته؛ په تېرو پنځو لسیزو کې سربېره پر دې، چې د افغانستان فزیکي پرمختګ ټکنی او افغانستان د اسیا په کچه له ټولو څخه وروسته هېواد پاتې شو. د کورنیو او نیابتي جګړو له امله د افغانستان فکري رغونه هم شاته پاتې شوه.
په ملي روحیه تعلیمي نصاب چې د داود خان د حکومت په وخت کې پیل شوې و؛ ودرول شو. د جنګونو له امله د فزیکي جوړښتونو سره د افغانستان تعلیمي نظام، فرهنګي، کلتوري او ټولنیز بڼسټونه هم خراب شول.
د پان اسلامیزم او پان سوسیالیزم مفکورو په اساس د افغانستان د تعلیمي ادارو نصابونه بدل او رابدل شول.
کله چې د طالبانو حاکمه ډله په ۲۰۰۱زکال کې سقوط کاوه، تعلیمي نظام د کیفیت او کمیت په لحاظ د افغانستان لپاره د نشت سره حساب و. تعلیمي سیستم دومره ټیتې کچې ته نزول کړې و، چې د دېرش څلوېښتو کلونو پخواني نوټونه او چپترونه به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې استادانو تدریسول او اکثره د پوهنتونونو استادان به د لېسانس په کچه وو.
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د ټولو نیمګړتیاو سره په تعلیمي او فکري لحاظ ډېر کار وشو او د پوهنتونونو اکثره استادان او حتا ټول د ماسترې او دوکتورا کچې ته ورسېدل.
البته هغه هم کافي نه وو او زیات نور کار ته یې اړتیا درلوده؛ خو د نیابتي جګړې او هم د دولت په منځ کې کشمکشونه د دې باعث شول چې د طالبانو د دویم ځل راتګ سره د هغه پرمختګ مخه بیا ډب شوه او افغانستان بیا د فکري او تشکیلاتي انحطاط او زوال سره مخامخ شو.
د فکري او تشکیلاتي انحطاط رغونه زیاتې سرمایې ته اړتیا لري او د افغانستان غوندې فقیر هېواد ته به دا ګرانه وي چې ډېر ژر دې بېرته صعودي مزل پیل کړي.
د نجونو پر ښوونځیو له بندیز سره نوی پیل شوی تعلمي کال
دا په داسې حال کې ده، چې لا تر اوسه د طالبانو د حاکمې ډلې او هم د طالبانو د فکري او سیاسي مخالفینو ترمنځ د افغانستان د بیا جوړولو لپاره هېڅ ډول فکري یووالې او تګلاره شتون نه لري.
که فکري یووالی او تګلاره رامنځته هم شي، دا به څو لسیزې ونیسي، چې افغانستان بېرته د ۲۰۲۱ز کال د اګست څخه مخکې حالت ته ورسیږي؛ ځکه د افغانستان د علمي موسساتو، اداراتو او سیستمونو د له منځه وړلو او یا فلج کیدلو سره د افغانستان څخه لویه بشري سرمایه ووتله او دا بشري سرمایه په اسانې سره بېرته افغانستان ته ګرځیدلی نه شي.
د هرې ادارې بیا فعاله کېدل پانګونې او وخت ته اړتیا لري. که څه هم د ډېری افغانانو په زړه کې به دا وي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو د اکثرو کورنیو د ماشومانو زده کړې او هم کورني شرایط به د دې جوګه نه وي، چې بېرته ټول خپل هېواد ته د دایمې اوسېدلو لپاره ستانه شي؛ خو د یوټوبرانو او سیلانیانو تګ جلا خبره ده.
کله چې د ولسونو علمي او فکري وده رشد کوي، هماغومره د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي ادارو او موسساتو تهدابونه هم قوي کیږي.
د قوي موسساتو په درلودلو سره یو هېواد د پرمختګ او ثبات خواته ځي. کله چې په یو هېواد کې د تعلیم مخه نیول کیږي هغه هېواد هیڅکله پرمختګ نه شي کولی.
هغه هېواد به د فکري فقر سره مخامخ کیږي. تعلیمي او فکري رشد همېشه تدریجي وي او زیات وخت او پانګونې ته اړتیا لري؛ خو د تعلیمي نظام له منځه وړل بیا د ناشکن لوښي غوندې ډېر ژر د نظامونو په تغیر سره ماتېدلی شي؛ لکه څنګه چې افغانانو ولیدل چې په تېرو څو لسیزو کې حکومتونو او نظامونو سقوط وکړ او دې اړ و دوړ کې افغانانو ته په تعلیمي برخه کې زیاته ضربه ورسېدله.
د تعلمي ادارو نزول:
د طالبانو د بیا راتګ سره د افغانستان تعلیمي سیستمونو نزول او انحطاط په ډېر سرعت سره روان دی. دا درېیم کال دی، چې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې تړل شوي، کاري فرصت او حقوق ترې اخستل شوي او افغانستان ورځ تر بلې د فقر او فکري انحطاط خواته روان دی.
د هلکانو او ځوانانو پر وړاندې د تعلیمي ادارو کیفیت او کمیت دواړه په تېرو درېیو کلونو کې له نیمایې څخه زیات خراب شوی دی.
په پروان کې د طالبانو د پوهنې ریاست له ښوونکو او زده کوونکو غوښتي، چې په ښوونځي او د تګ راتګ پر مهال دې «اسلامي حجاب» مراعت کړي.
سيد محمد فيضي له ښوونکو غوښتي، چې زده کوونکو ته دې هم د حجاب اغوستلو لارښوونې وکړي.
طالب چارواکو نن د چاريکار په عبدالله اميري دولتي لېسه کې د نوي تعليمي کال د پيل پر مهال له کورنيو، زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي حجاب» په عملي کولو کې ور سره همکاري وکړي.
په پروان کې د طالبانو پوهنې رييس سید محمد فيضي زياتوي، چې ٰ«حجاب د خدای حکم دی» او زده کوونکې او ښوونکې يې بايد عملي کړي.
طالب ولايتي مسولینو د «اسلامي حجاب» په اړه نور معلومات ورنه کړل.
فیضي زياتوي، چې د نوي تعلیمي کال لپاره د ۳۰ زره نويو زده کوونکو لپاره تياری لري او پر مهال به یې له ۹ تر ۱۲ ټولګي ته د زر کسانو «مجاهدينو» نوم ليکنه هم وکړي.
هغه زياتوي: « سږکال د پروان په ښوونځيو کې د شاملېدو ظرفيت له ٣٠زرو څخه زيات دى او له ۹ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې به زر تنه مجاهدين ومنل شي.»