د کرېکټ اسیايي شورا د ښځو اسیايي جام نېټه اعلان کړه

د کرېکټ اسیايي شورا وايي، چې د ۲۰۲۴ کال د ښځو اسیایي جام به د راتلونکې جولای له ۱۹ تر ۲۸ د سرېلانکا په دمبولا ښار کې وشي.

د کرېکټ اسیايي شورا وايي، چې د ۲۰۲۴ کال د ښځو اسیایي جام به د راتلونکې جولای له ۱۹ تر ۲۸ د سرېلانکا په دمبولا ښار کې وشي.
د دې شورا د اعلامیې له مخې؛ په دې جام کې د هند، پاکستان، نېپال، سرېلانکا، بنلګه دېش، مالیزیا، متحده عربي امارات او تایلنډ لوبډلې لوبېږي.
هند، پاکستان، متحده عربي امارات او نېپال په الف ګروپ او پاتې هېوادونه په ب ګروپ کې شامل دي.
د دواړو ګروپونو نیمه پایلوبه به د جولای پر ۲۶ او پایلوبه به په ۲۸ وشي.


د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې لپاره د هندوستان او افغانستان ترمنځ سیالي دوه په مقابل کې د يو افغانستان فوټبال لوبډلې وګټله.
دغه سيالۍ د هندوستان په کوربتوب په ګواهټي ښار کې تر سره شوه، چې د هند او افغانستان ترمنځ تېره لوبه مساوی پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه د (وري ۷مه) پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د هند پر وړاندې په افغان لوبډله کې «اویس عزیزي، اسلام الدین امیري، محبوب حنفي، جبار شرزه، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، امید پوپلزی، توفي سکندري، دوالفقار نظري او شریف محمد» ولوبېدل.
د لوبې په لومړي نيمايي کې هندي لوبغاړي سوني شتري په ۳۸ دقيقه کې پر افغانستان يو ګول وکړ.
خو د لوبې په دویمه نيمایي کې د افغان لوبډلې د پرله پسې هڅو وروسته د لوبې په ۷۰ دقيقه کې رحمت اکبري د مساوي او په ۸۸ دقيقه کې شریف محمد پر هندي لوبډلې د ګټې ګول وکړ.
د هندوستان او افغانستان ترمنځ تېره سيالۍ د عربستان په ابها لوبغالي کې مساوي پای ته ورسېده.
افغانستان د ۲۰۲۶ د نړۍوال جام د غوراوي د دویم پړاو په سیالیو کې په قطر او کویټ باندې لوبې بایللې وې.
افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې دی.
په دې ګروپ کې قطر تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې ګټلې او لومړی مقام لري.
هند دوې لوبې بایللې، یوه یې ګټلې او یوه یې مساوي کړې، چې په جدول کې دویم ځای لري. افغانستان دوې بایللې، یوه یې مساوي کړې او يوه يې هم ګټلې ده، چې په جدول کې درېيم او کویټ بیا یوه ګټلې او دوې یې بایللې.

فرانس پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د وزلوبې دودیزه لوبه چې اوس د طالبانو له خوا پرې بانګونه او ملاتړ کیږي، د مسلکيتوب لور ته روانه ده.
د دغه رپوټ له مخې؛ د سوداګرو پانګونو د وزلوبې لوبغاړو لپاره اسانتياوې زياتې کړي او په دې لوبه ته يې زيات ځوانان جذب کړي دي.
سرور پهلوان چې د افغانستان په شمال کې د وزلوبې یو مشهور لوبغاړی دی، فرانس پرېس ته وویل، چې پخوا به ورته وريجې، غوړیي، غالۍ او غواګانې په انعامونو کې ورکول کېدلې؛ خو اوس مسلکي وزلوبې لوبغاړي تر سل زره ډالرو پورې قراردادونه لاسلیکوي.
سعید کریم د تیلو یو سوداګر چې د مزارشریف، دوبۍ او استانبول ترمنځ سوداګري کوي، په نوي وزلوبه کې تر ټولو لوی پانګوال دی.
پنځه میاشتې وړاندې یې د خپل شرکت یما پټرولیم په نوم یو ټیم جوړ کړ.
هغه د سرور په ګډون د هېواد دوه غوره لوبغاړي پېرودلي او شاوخوا څلوېښت اسونه یې اخیستي دي، چې ځينې يې په قزاقستان او تاجکستان کې دي او هر يو يې تر سل زرو ډالرو پورې بيه لري.
هغه وايي: "موږ د اسونو، سپرلۍ، اسونو ساتلو او نورو وسایلو په اخیستلو باندې یو میلیون ډالر پانګونه کړې ده."
د وزلوبې پر لوبو کې پانګونه دومره زیاته شوې، چې د یما پټرولیم لوبډلې له بریا وروسته د لوبډلې پر غړو ۳۵ زره ډالره، درې اوښان او یو موټر ووېشل.
اوس په لوبو کې کله چې یو لوبغاړی له سختې مبارزې وروسته، د ۳۰ کیلو چرمي کڅوړې کې مړه وزه ځای پر ځای کړي، د ۱۰۰ ډالرو جایزه ترلاسه کوي.
د وزلوبې له مالي تمویلوونکو څخه محمد یما رضاغیار، د وزلوبې له ودې څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: «د دې لوبې لپاره د سوداګرو پانګونه ښه ده.دا ترتیب یې عالي دی."
هغه همدارنګه ټینګار وکړ: "نندارچيان پرته له وېرې راتللی شي، ځکه چې د طالبانو په راتګ سره مرګونې شخړې پای ته رسېدلې دي."
د وزلوبې د فدراسیون مشر غلام سرور جلال په افغانستان کې د وزلوبې د سپورټ په پیلېدو د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې فرانس پرېس ته وویل: "سږ کال ۲۰ تنو سوداګرو له موږ سره اړیکه نیولې ده. په نویو ټیمونو به څلور یا پنځه میلیونه ډالره پانګونه وشي. موږ غواړو (وزلوبه) د فوټبال یا کرېکټ په څېر په یوه سپورت بدله کړو. یوه سوداګریزه لوبه شي."
د هغه په وينا" پخوا د وزلوبو لوبغاړو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېده" خو نوې پانګونې د هغوى شمېر څه ناڅه ٥٠٠ تنو ته ورساوه او ډېر ځوانان يې دې ورزش ته جذب کړل.
سرور د وزلوبو لوبغاړی وويل: "پخوا به د هر ټورنمنټ وروسته زموږ په اوږو سړې اوبه اچول کېدې" خو اوس موږ سونا لرو."
په ورته ډول لوبغاړی د عضلاتو د جوړولو لپاره نور د ونو څخه ځانونه نه ځړوي، مګر اوس په جیمونو کې وزن پورته کوي.
سرور زياته کړه، چې د وزلوبی د لوبې له امله يې ژوند بدل شوى او د دې لوبو په پيسو يې يو کور، موټر او ګڼ شمېر پسونه اخيستي دي.
په دغه راپور کې فرانس پرېس زیاته کړې، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې دغه سپورټ غیر اخلاقي بللی و او پرې بندیز لګولی و اوس یې تر خپل واک لاندې یې یو ځل بیا د ښځو پر ورزشي لوبغالو بندیز لګولی؛ خو دوی پر دې لوبې کومه نیوکه نه لري او د دغو سیالیو د ترسره کولو مخالف نه دي.
د وزلوبې ملي لوبډلې د افغانستان د جمهوري دولت د وروستي ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په ۲۰۱۸ کال کې په کابل کې پیل شوې او ټولې چارې یې ملي راډیو تلویزون د وزلوبې له فدراسیون سره سمبالولې.

د امریکا کرېکټ بورډ د جمعې په وویل، چې د دې ادارې افغان اجرايي مشر نور محمد مراد یې له ډیر غور وروسته له دندې ګواښه کړی دی. دا اداره وايي، خپلو ګټو ته په کتو یې ښاغلی مراد له دندې ګوښه او د هغه قرارداد یې لغوه کړی دی.
په یو لیک کې د امریکا کرېکټ بورډ مشر وینو پیسیکي د دغې ادارې غړو او شریکانو ته لیکلي: “د متحده ایالاتو کرېکټ د خپل راتلونکي اجرایوي رییس پر ګمارلو کار کوي ترڅو موږ سره د دې سازمان په جوړولو کې مرسته وکړي.”
د دغه لیک له مخې، د امریکا کرېکټ بورډ ژمن دی چې د کرېکټ د دوامدار پرمختګ لپاره په دغه اداره کې بدلونونه راولي.
ښاغلي پیسیکي ویلي: “زه غواړم د کرکټ په ټولو کچو کې د شفاف او عادلانه انتخاب پروسو ته زموږ ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړم. لکه څنګه چې موږ د قوي او رقابتي ملي ټیمونو د جوړولو لپاره هڅه کوو، دا اړینه ده چې زموږ د انتخاب طرزالعملونه پیاوړي او د وړتیا پر بنسټ پاتې شي.”
د افغانستان کرېکټ بورډ پخوانی اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد د تیر کال په نومبر میاشت کې د امریکا د کرېکټ بورډ د اجراییوي رییس په توګه ټاکل شوی و.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکو لوبلړۍ د ځنډولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او وایي؛ کرېکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.
د افغانستان کرېکټ بورد د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې کرېکټ لوبه او په ټوله کې ورزش باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.
اسټرالیا له افغانستان سره د درېیم ځل لپاره د کرېکټ شل اوریزه سیالۍ لغوه کړه.
اسټرالیا وايي، د دغې لوبې د لغوه کولو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر نجونو لګېدلي بندیزونه او له هغې ډلې د نجونو په ورزش لګېدلی بندیز دی.
کرېکټ بورډ وایي، چې د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرېکټ بورډ شته فشارونه درک کوي؛ خو بهتره بولي چې ورته ستونزې د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ کار په پایله کې حل شي.
کرېکټ بورډ زیاتوي، چې په دې تړاو یې له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې کړې وې او له اسټرالیا دولت څخه هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرېکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د دې لوبې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره دې لاس په کار شي.
اسټرالیا وایي؛ له هغه ځایه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو حقونو تروړل شوي؛ نو دوی نه غواړي د داسې هېواد له لوبغاړو سره لوبه وکړي، چې هلته د بشري حقونو درناوی نه کېږي.
چې اسټرالیا کرېکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرېکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه.
تېر کال هم هغه هېواد له افغان لوبغاړو سره یوه د ټېسټ او درې یو ورځینۍ لوبې لغوه کړې وې.
خو تېر کال په نړۍوال جام سیالیو کې افغان لوبډله د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ شوه، هغه مهال یې د لغوه کېدو خبره نه وه کړې او لوبه یې له افغانستانه په درې وېکټو ګټلې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د یادې موضوع د اعلان پر ځای د حل لارې پیدا کولو او سلا مشورو سپارښتنه کړې وه،خو سربېره پر دې بیا هم اسټرالیا کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړه.
کرېکټ بورد وایي: «د اسټرالیا پر وړاندې د نړۍوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ملي لوبډلې د راتلونکو سفرونو د نوي پروګرام یا (FTP) برخه ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري د نهايي کېدو پر مهال پکې په خپله د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلود او دغه لوبې یې منلې دي».
افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا پر کرېکټ بوردغږ کړی، چې خپل دولت ته قناعت ورکړي، ترڅود کرکټ لوبې د ترسره کېدو په وړاندې خنډ و نه ګرځي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړیواله سیالې کې د اېرلنډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځولو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ایرلنډ ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ښه توپ اچونه وکړه او ۵۹ مډې یې جوړې کړې.
د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف پوره کړي او د لسو منډو په توپیر سره یې لوبه بایلوده.