• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیو زیلنډ د پاکستان خلاف د شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

نوي زېلنډ د پاکستان خلاف د پنځو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د نوي زیلنډ لوبډله به د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه له پاکستان سره دا لوبلړۍ پیل کړي، چې درې لوبې به په راولپنډۍ او دوه په لاهور کې ترسره شي.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې؛ نیو زیلنډ د پاکستان پر وړاندې دې پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ لپاره تجربه لرونکی ال راونډر مایکل بریسویل د خپل کپتان په توګه ټاکلی.

۳۳ کلن بریسویل د تېر کال له مارچ راهیسې کومه نړۍواله لوبه نه ده کړې او په دې وروستیو کې د ټپي کېدو اندېښنو وروسته کورنیو لوبو ته راستون شوی.

بریسویل به په دې سفر کې د نیو زیلند د ځوانې لوبډلې مشري وکړي، نور لوبغاړي ټرینټ بولټ، ډیون کانوې، لاکي فرګوسن، مټ هینري، ډاریل مچل، ګلین فیلیپس، راچین رویندرا، سانټنر او ویلیمسن ای پي ایل سره د ژمنې له امله دې لوبو کې نشته.

ول ینګ، تیم ساودي، کولن منرو او ټیم لاتم هم د بېلابېلاو لاملونو له امله ټیم کې نه شته؛ خو تمه ده چې تکړه اوپنر توپ وهونکی فن ایلن، تجربه لرونکی الرونډر جیمي نیشام او تکړه سپینر ایش سودي له دوی سره یوځای شي.

د پاکستان لپاره د نیوزیلینډ لوبډلې کې مایکل بریسویل، فن ایلن، مارک چیپمن، جوش کلارکسن، جیکب ډفي، ډین فاکسکرافټ، بین لیسټر، کول مک کونچي، اډم میلن، جیمي نیشام، ویل او رورک، ټیم رابینسن، بین سیرز، ټیم سیفرټ، ایش سودي شامل دي.

د لوبو مهال ویش:

لومړۍ لوبه د اپریل په ۱۸مه، راولپنډۍ

دویمه لوبه د اپریل ۲۰مه، راولپنډۍ

درېیمه لوبه د اپریل ۲۱مه، راولپنډۍ

څلورمه لوبه د اپریل ۲۵مه، لاهور

پنځمه لوبه د اپریل ۲۷مه، لاهور

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ بورډ: څلورو لوبغاړو ته قرارداد ور کړل شول او له پنځو واخیستل شول

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ اوايي، له ۴ نويو افغان لوبغاړو سره یې مرکزي قراردادونه کړي او له پنځو پخوانيو لوبغاړو یې دا قراردادونه اخیستي دي. کرېکټ بورډ له «صدیق الله اتل، ضيا الرحمن اکبر، بهيرشاه محبوب او عبدالمالک سره نوي قراردونه کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې له پنځو پخوانيو لوبغاړو « دولت ځدران، شاپورځدران، سميع الله شينواري، افتاب عالم او محمد شهزاد» یې قراردادونه اخیستي دي.

کرېکټ بورډ ويلي، چې د نويو لوبغاړو د کرېکټ لاسته راوړنې يې د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتي څخه بيا تر ډسمبر میاشتي پوري څارلي او د خپلو اصولو له مخي یې ټاکلي دي.

کرېکټ بورډ ادارې ليکلي: «د لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد ترلاسه کول او له لاسه ورکول د شپږ میاشتني راپور او د دوی کارکردګۍ له مخې کېږي.»

بورډ د نويو او پخوانيو لوبغاړو د قراردادونو په اړه نور جزيات ندي ورکړي.

پر فېسبوک د کرېکټ بورډ تر دې خبر وروسته ډېرو کرېکټ مينه والو په خپلو تبصرو کې که څه هم د بورډ دا پرېکړه ستايلې؛ خو پر دې ادارې يې نيوکه کړې، چې لا یې هم د موضوع اړوند بشپړ معلومات ندي شریک کړي.

افغانستان کرېکټ بورډ پر داسي مهال د نويو لوبغاړو سره قراردادونه کړي، چې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوريزه نړۍوالو سياليو ته څه باندي دوې مياشتي پاته دي.

د کرېکټ ډېری مينه والو زيات مهال پر بورډ ږغ کړی، چې په ملي لوبو کې دي ځوانانو ته ډېره برخه ورکول شي.

د هند ای پي ایل کرېکټ سيالۍ: ګجرات د ۳ افغان لوبغاړو پر مټ حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د هند د غوره لیګ (ای پي ايل) سيالیو ۱۲ مه لوبه ګجرات ټايټنز لوبډلې د درېيو افغان لوبغاړو پر مټ له سن رايزرز حيدراباد څخه د ۷ ويکټو په توپير وګټله. درېيو افغان لوبغاړو راشد خان، عظمت الله عمرزي او نوراحمد په توپ اچونه کې يو - يو لوبغاړی اوټ کړ.

د هند غوره لیګ کرېکټ سيالۍ د ۱۲ لوبې پچه سن رايزرز حيدر باد وګټله او لومړۍ يې د ټوپوهنې پرېکړه وکړه.

حيدراباد لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې هدف وټاکه.

د ګجرات ټايټنز په لوبډله کې درېيو افغان لوبغاړو راشدخان، عظمت الله عمرزی او نوراحمد د حيدراباد لوبډلې يو يو لوبغاړی اوټ کړ.

د هند په ګجرات لوبډله کې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی د ټوپ اچونې پر مهال
100%
د هند په ګجرات لوبډله کې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی د ټوپ اچونې پر مهال

ګجرات کرېکت لوبډلې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو د شلم اورم په پيل کې دغه هدف پوره او لوبه يې وګټله.

د ګجرات په لوبډله کې ساسودهراسان ۴۵ او ډيويډ ميلر ۴۴ منډې وکړې.

د هند په ګجرات لوبډله کې افغان لوبغاړی راشد خان د لوبغاړي تر سوځېدو وروسته
100%
د هند په ګجرات لوبډله کې افغان لوبغاړی راشد خان د لوبغاړي تر سوځېدو وروسته

دا لومړي ځل دی، چې د هند د مشهوره غوره لیګ (ای پي ایل) کرېکټ په سياليو کې په یوه لوبډله کې درې افغان لوبغاړي پر یوه وخت لوبيږي.

د هند کرېکټ غوره لیګ سيالۍ؛ راشد خان د توپ نيوني پر مهال
100%
د هند کرېکټ غوره لیګ سيالۍ؛ راشد خان د توپ نيوني پر مهال

ګجرات لوبډلې پر خپله فېسبوک پاڼه له ستاينو سره د افغان لوبغاړو تصويرونه نشر کړی او زياتو مينه والو يې په ملاتړ نظرونه هم ورکړي دي.

د ازادو سياليو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز خپل فرانسوي سيال ته ماتې ورکړه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له «ایم‌.ایم‌.ای» لوبو څخه د درې کلونو لرې والي وروسته دغه ډګر ته بېرته ځواکمن راستون شو. مبارز نن شپه په تایلینډ کې خپل سیال جوهان وان ډیهل لوبغاړي ته ماتې ورکړه.

مبارز په دې بريا سره د خپل ژوند ۱۲ مه مسلکي بريا هم خپل په نوم کړه.

دا لوبه د تایلینډ په فوکټ ښار کې د سینبي مويتای کمپ کې په درېیو پنځه دقیقې پړاونو کې ترسره شوه.

باز محمد مبارز د خپل فرانسوي سيال سره د درېيو مرحلو له سيالۍ وروسته ګټونکی اعلان شو.

پاکستان کرېکټ بورډ: بابر اعظم د کرېکټ شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، بابر اعظم چې تېرکال د لړم په ۲۴مه یې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا کړې وه، یو ځل بیا یې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه ټاکلی.

د پاکستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوراوي کمیټې د رایو ورکړې له لارې دغه بورډ بابر اعظم د پاکستان د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبډلو د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

بابر اعظم، داسې مهال د پاکستان د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ لوبډلو د لوبډلمشر په توګه وټاکه چې نږدې دوه میاشتې وروسته د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربتوب د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کیږي.

له بابر اعظم وړاندې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاهین شاه اپریدی د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر و.

بابر اعظم چې له شاهین شاه اپریدي مخکې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو فارمټونو لوبډلمشر و تېر کال د لړم په ۲۴مه هغه مهال له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړه چې لوبډلې یې د یو ورځنیو لوبو د نړېوال جام پر مهال له افغانستان، هند، سوېلي افریقا او اسټرالیا د کرېکټ لوبډلو څخه ماتي وخوړله.

د افغانستان کرېکټ بورډ د قوش تېپې شل اوره سیالۍ خپل کلني پلان ته اضافه کړې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د لومړي ځل لپاره یې د قوش تېپې په نوم شل اوره سیالۍ خپل کلنۍ پلان ته زیاتې کړې دي. د دې بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د قوش تېپې په نوم د لومړني پړاو ملي شل اوریزه سیالۍ به د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې تر ۲۷مې په کندهار کې وشي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی په حواله لیکل شوي: «د قوش تپې جام ملي شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کورني کرکټ د سیالیو او ټورنمنټونو کلني پلان ته اضافه شوې دي.»

دغه سیالۍ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي لپاره کیږي.

د قوش تپېې په دغو سیالیو کې به د زونونو په کچه پنځه لوبډلې ګډون کوي، چې په لړ کې به یې هره لوبډله له سیالې لوبډلې سره دوه ځلې مخ شي او ټولټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې
د دې خبرپاڼې له مخې، د کورني کرېکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.

قوش تېپه

قوش تېپه کانال چې بشپړېدو سره به یې د افغانستان څو ولایتونه سمسور شي
100%
قوش تېپه کانال چې بشپړېدو سره به یې د افغانستان څو ولایتونه سمسور شي

قوش تېپه د هغه کانال نوم دی چې له امو څخه افغانستان ته اوبه لېږدوي او طالبانو یې عملي چارې پیل کړې دي.

دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.

طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.

د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي و.

که څه هم د افغانستان ګاونډي په تېره ازبکستان د دې کانال له جوړېدو اندېښنه لري، خو طالبان وايي، دا کانال به بشپړ کړي.