د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په پنځو ګولونو سره د ټایلنډ لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن په یوه تمریني لوبه کې د تایلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ته ۵-۳ ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن په یوه تمریني لوبه کې د تایلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ته ۵-۳ ماتې ورکړه.
دغه لوبه په تایلینډ کې ترسره شوې او پر ټلویزیون نه ده خپره شوې.
د افغانستان له لوبډلې اکبر کاظمي، میثم فیضي، حسین محمدي او مهران غلامي هغه لوبغاړي و، چې په دې سیالۍ کې یې ګولونه ووهل او د اسیا د فوټسال دریم مقام لرونکي ټیم ټایلنډ ته یې ماتې ورکړه.

له دې لوبې وروسته به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د روان کال د وري په ۲۱مه له سعودي عربستان سره، وري په ۲۳مه له تاجکستان سره د وري په ۲۵مه له چین سره تمریناتي لوبې وکړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ټولې درې لوبې په ټایلنډ کې ترسره کیږي.
له دې درېیو لوبو وروسته به افغان لوبډله اسیایي جام ته لاره پیدا کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې دیارلسه ورځې وړاندې د تمریناتي لوبو د ترسره کولو په موخه ټایلنډ ته رسېدلې، تر اوسه یې له تایلنډ او میانمار سره شپږ لوبې کړي چې درې یې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې مساوي کړې ده.


نوي زېلنډ د پاکستان خلاف د پنځو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د نوي زیلنډ لوبډله به د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه له پاکستان سره دا لوبلړۍ پیل کړي، چې درې لوبې به په راولپنډۍ او دوه په لاهور کې ترسره شي.
د کرېکټ د نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې؛ نیو زیلنډ د پاکستان پر وړاندې دې پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ لپاره تجربه لرونکی ال راونډر مایکل بریسویل د خپل کپتان په توګه ټاکلی.
۳۳ کلن بریسویل د تېر کال له مارچ راهیسې کومه نړۍواله لوبه نه ده کړې او په دې وروستیو کې د ټپي کېدو اندېښنو وروسته کورنیو لوبو ته راستون شوی.
بریسویل به په دې سفر کې د نیو زیلند د ځوانې لوبډلې مشري وکړي، نور لوبغاړي ټرینټ بولټ، ډیون کانوې، لاکي فرګوسن، مټ هینري، ډاریل مچل، ګلین فیلیپس، راچین رویندرا، سانټنر او ویلیمسن ای پي ایل سره د ژمنې له امله دې لوبو کې نشته.
ول ینګ، تیم ساودي، کولن منرو او ټیم لاتم هم د بېلابېلاو لاملونو له امله ټیم کې نه شته؛ خو تمه ده چې تکړه اوپنر توپ وهونکی فن ایلن، تجربه لرونکی الرونډر جیمي نیشام او تکړه سپینر ایش سودي له دوی سره یوځای شي.
د پاکستان لپاره د نیوزیلینډ لوبډلې کې مایکل بریسویل، فن ایلن، مارک چیپمن، جوش کلارکسن، جیکب ډفي، ډین فاکسکرافټ، بین لیسټر، کول مک کونچي، اډم میلن، جیمي نیشام، ویل او رورک، ټیم رابینسن، بین سیرز، ټیم سیفرټ، ایش سودي شامل دي.
د لوبو مهال ویش:
لومړۍ لوبه د اپریل په ۱۸مه، راولپنډۍ
دویمه لوبه د اپریل ۲۰مه، راولپنډۍ
درېیمه لوبه د اپریل ۲۱مه، راولپنډۍ
څلورمه لوبه د اپریل ۲۵مه، لاهور
پنځمه لوبه د اپریل ۲۷مه، لاهور

د افغانستان کرېکټ بورډ اوايي، له ۴ نويو افغان لوبغاړو سره یې مرکزي قراردادونه کړي او له پنځو پخوانيو لوبغاړو یې دا قراردادونه اخیستي دي. کرېکټ بورډ له «صدیق الله اتل، ضيا الرحمن اکبر، بهيرشاه محبوب او عبدالمالک سره نوي قراردونه کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې له پنځو پخوانيو لوبغاړو « دولت ځدران، شاپورځدران، سميع الله شينواري، افتاب عالم او محمد شهزاد» یې قراردادونه اخیستي دي.
کرېکټ بورډ ويلي، چې د نويو لوبغاړو د کرېکټ لاسته راوړنې يې د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتي څخه بيا تر ډسمبر میاشتي پوري څارلي او د خپلو اصولو له مخي یې ټاکلي دي.
کرېکټ بورډ ادارې ليکلي: «د لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد ترلاسه کول او له لاسه ورکول د شپږ میاشتني راپور او د دوی کارکردګۍ له مخې کېږي.»
بورډ د نويو او پخوانيو لوبغاړو د قراردادونو په اړه نور جزيات ندي ورکړي.
پر فېسبوک د کرېکټ بورډ تر دې خبر وروسته ډېرو کرېکټ مينه والو په خپلو تبصرو کې که څه هم د بورډ دا پرېکړه ستايلې؛ خو پر دې ادارې يې نيوکه کړې، چې لا یې هم د موضوع اړوند بشپړ معلومات ندي شریک کړي.
افغانستان کرېکټ بورډ پر داسي مهال د نويو لوبغاړو سره قراردادونه کړي، چې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوريزه نړۍوالو سياليو ته څه باندي دوې مياشتي پاته دي.
د کرېکټ ډېری مينه والو زيات مهال پر بورډ ږغ کړی، چې په ملي لوبو کې دي ځوانانو ته ډېره برخه ورکول شي.

د هند د غوره لیګ (ای پي ايل) سيالیو ۱۲ مه لوبه ګجرات ټايټنز لوبډلې د درېيو افغان لوبغاړو پر مټ له سن رايزرز حيدراباد څخه د ۷ ويکټو په توپير وګټله. درېيو افغان لوبغاړو راشد خان، عظمت الله عمرزي او نوراحمد په توپ اچونه کې يو - يو لوبغاړی اوټ کړ.
د هند غوره لیګ کرېکټ سيالۍ د ۱۲ لوبې پچه سن رايزرز حيدر باد وګټله او لومړۍ يې د ټوپوهنې پرېکړه وکړه.
حيدراباد لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې هدف وټاکه.
د ګجرات ټايټنز په لوبډله کې درېيو افغان لوبغاړو راشدخان، عظمت الله عمرزی او نوراحمد د حيدراباد لوبډلې يو يو لوبغاړی اوټ کړ.

ګجرات کرېکت لوبډلې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو د شلم اورم په پيل کې دغه هدف پوره او لوبه يې وګټله.
د ګجرات په لوبډله کې ساسودهراسان ۴۵ او ډيويډ ميلر ۴۴ منډې وکړې.

دا لومړي ځل دی، چې د هند د مشهوره غوره لیګ (ای پي ایل) کرېکټ په سياليو کې په یوه لوبډله کې درې افغان لوبغاړي پر یوه وخت لوبيږي.

ګجرات لوبډلې پر خپله فېسبوک پاڼه له ستاينو سره د افغان لوبغاړو تصويرونه نشر کړی او زياتو مينه والو يې په ملاتړ نظرونه هم ورکړي دي.

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له «ایم.ایم.ای» لوبو څخه د درې کلونو لرې والي وروسته دغه ډګر ته بېرته ځواکمن راستون شو. مبارز نن شپه په تایلینډ کې خپل سیال جوهان وان ډیهل لوبغاړي ته ماتې ورکړه.
مبارز په دې بريا سره د خپل ژوند ۱۲ مه مسلکي بريا هم خپل په نوم کړه.
دا لوبه د تایلینډ په فوکټ ښار کې د سینبي مويتای کمپ کې په درېیو پنځه دقیقې پړاونو کې ترسره شوه.
باز محمد مبارز د خپل فرانسوي سيال سره د درېيو مرحلو له سيالۍ وروسته ګټونکی اعلان شو.

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، بابر اعظم چې تېرکال د لړم په ۲۴مه یې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا کړې وه، یو ځل بیا یې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه ټاکلی.
د پاکستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوراوي کمیټې د رایو ورکړې له لارې دغه بورډ بابر اعظم د پاکستان د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبډلو د لوبډلمشر په توګه وټاکه.
بابر اعظم، داسې مهال د پاکستان د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ لوبډلو د لوبډلمشر په توګه وټاکه چې نږدې دوه میاشتې وروسته د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربتوب د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کیږي.
له بابر اعظم وړاندې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاهین شاه اپریدی د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر و.
بابر اعظم چې له شاهین شاه اپریدي مخکې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو فارمټونو لوبډلمشر و تېر کال د لړم په ۲۴مه هغه مهال له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړه چې لوبډلې یې د یو ورځنیو لوبو د نړېوال جام پر مهال له افغانستان، هند، سوېلي افریقا او اسټرالیا د کرېکټ لوبډلو څخه ماتي وخوړله.