• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ګمرکونو مشر: ولايتي مسوولين دې «همږغي زياته او سلسله مراتب» مراعت کړي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د ګمرکونو مشر د کندهار، نيمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو له مسوولينو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې په خپلو چارو کې «همږغي او سلسله مراتب» مراعت کړي. عبدالمتين سعيد د يوه پلاوي په مشرۍ په کندهار کې دغه ليدنه تر سره کړې.

د طالبانو ماليې وزارت د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی د ګمرکونو مشر ولايتي مسوولينو ته سپارښتنه کړې؛ څو سوداګريز توکې په سم ډول تشریح او لابراتوار ته جدي پاملرنه وکړي.

د طالبانو د ګمرکونو مشر عبدالمتين سعيد له ولایتي ریسانو غوښتنه کړې، چې تر ټاکلي وخت زیات کار وکړی او سوداګريز توکي په سم ډول وڅاري.

ډېر سوداګر په ګمرکونو کې د لوړې ماليې، د مامورينو د پر وخت کارونو نه تر سره کول او د لابراتوارونو د نشتوالي څخه شکايت کوي.

د دې سره ترڅنګ یو شمېر افغان سوداګر په افغانستان کې د فساد کچه لوړه یادوي؛ خو د ماليې وزارت چارواکو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د هېواد ټولې چارې له داخلي بوديجې څخه مخ ته وړي او نړۍ ورته حېرانه ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په ۲۰۲۴ کال کې افغان مېرمنو ته د کوسوو د جمهوري ریاست د زړورتیا مډال ورکړل شو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د کوسوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "ښځو، سولې او امنیت د نړۍوالې شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان مېرمنو ته ورکړل شو. د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني دغه مډال زهرا نادر، مدینه دروازي، عارفه فاطمي او د افغان ښځو یو شمېر نورو استازو ته ډالۍ کړ.

دا فورم د امنیت او سولې په برخه کې د خبرو اترو او له جنسي تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو د غږ انعکاس په موخه جوړ شوی و.

د ښځو، سولې او امنیت دویمه نړۍواله غونډه د دوشنبی په ورځ (د وري ۲۷مه) د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوسوو د ولسمشر په حضور کې ترسره شوه.

زهرا نادر، د زن ټایمز مشره مدیرې وویل: "د اټکل له مخې شل میلیونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي. دوی د کار یا زده کړو لپاره د سفر کولو حق نه لري او حتا د جامو غوره کولو حق هم نه لري."

زهرا نادر وویل؛ د طالبانو ډلې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټول سیستمونه له منځه وړي او د دغې ډلې پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن، د سلوانیا ولسمشر، د البانیا ولسمشر او د شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون مشهورو نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی و او په انلاین ډول یې ویناوې وکړې.

د کوسوو د زړورتیا ولسمشرۍ مډال په 2023 کې اوکرایني میرمنو ته ورکړل شوی و.

زرغون بهير ادعا کوي چې د طالبانو په دفاع وزارت کې ۱۰۰ زره خيالي ځواکونو شته

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي د طالبانو دفاع وزارت د یولک ۷۰ زره ځواکونو څخه یې يوازي ۷۰ زره اصلي دي. دا ادعا په داسې وخت کیږي، چې د طالبانو د دفاع وزیر په امر د ټولو طالب ځواکونو د بیا کرکتنې لپاره تصفیه پیل کړې ده.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير نن دوشنبه د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د طالبانو د دفاع وزارت د ننه د سلګونو داخلي او پټو اسنادو ته یې لاس رسی پيدا کړی.

د دې حرکت استخباراتي برخې «رسا» د طالبانو د دفاع وزارت تشکيلات په شپږو مادو کې تشریح کړي دي.

رسا زياتوي، چې د طالبانو د فاع وزارت څخه يې د ۵۰ زره کسانو د ګمارولو فورمې ترلاسه کړي، چې ۹۳ سلنه يې پښتانه او پاته يې دري ژبي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخي، چې «طالبانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یولک ۷۰ زره ښودلی؛ خو په اصل کې يې شمېر ۷۰ زره دی.»

رسا ويلي، چې د طالبانو يو شمېر وسله والو ته د قومي او قبيلوي اړيکو پر بنسټ پر کورنو امتيازات ورکول کيږي.

د زرغون بهير «رسا» استخباراتي څانګې د خپل راپور په دوهمه ماده کې ليکي، چې د طالبانو دفاع وزارت د ځينو «مشرانو د خيال او ګټو» په پام کې نيولو سره «خيالي او حقيقي» ځواکونه نشي معلومولای.

په خبره، چې په تېرو دوو کلنو کې دې ادارې پنځه ځله د يوه خاص هيت په ټاکلو تصفيه ترسره کړې، چې د طالب مشرانو د ګټو په پام کې نيولو سره به نيمګړې پاته شول.

د زرغون بهير معلوماتي ادره رسا د خپل راپور په يوه بله برخه کې زياتوی، چې د ولایتونو د طالبانو دفاع وزارت اړوندو مرکزونو کې مسولين د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره د اصلي کسانو پر ځای خیالي کسان ليکي.

دغه بهیر وايي، چې «د طالبانو په روزنيزو مرکزونو کې تر ۵ سوه زيات کسان نه وي؛ خو دوی له ۱۵ زره څخه تر ۲۰ زرو د کسانو اعاشه اخلي.»

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی .

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د تېري دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) هم د طالبانو تر واک لاندې د ۱۴۲ فعالو او غيري فعالو الوتکو نوملړ خپور کړی و.

دغه بهير ویلي و، چې د طالبانو په ۸ نظامي مرکزونو کې ۶۴ فعالې الوتکې او ۷۸ غیر فعالې الوتکې شته.

رغون بهير ادعا کړې وه، چې طالبان په افغانستان کې د فعالو الوتکو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکوي.

د طالبانو د ترافیکو ریاست: د اختر په ورځو کې د ترافیکو پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د ترافیکو ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اختر په شپو او ورځو کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي دي. یاد ریاست وايي، په دغو ترافیکي پېښو کې ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوي دي.

د ترافیکو ریاست د معلوماتو له مخې په مړو شویو کې ۲۹ تنه نارینه، ۸ښځې او ۱۳ ماشومان دي.

یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په ټپیانو کې ۱۱۸ تنه نارینه، ۳۵ ښځې او ماشومان شامل دي.

د موټر او موټرسایکل چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، ګړندی تګ او د ماشومانو له لوري د وسایطو چلول د ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کیږي.

د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست وايي، هرات د ۱۹، غزني د ۱۱ او پکتیکا د ۱۰ ټرافیکو پېښو په درلودلو سره هغه ولایتونه دې چې ډيرې ټرافیکي پېښې پکې رامنځته شوې دي.

په هرات کې د طالبانو او قزاقستان د سفیر تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو تړون وشو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کورینو چارو وزارت وايي، د هرات د والي او قزاقستان د سفیر تر منځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراخوالي په اړه خبرې او هوکړه وشوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي د هرات د والي مولانا اسلام جار او قزاقستان د سفیر له لوري په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د طالبانو د والي او قزاقستان د سفیر تر منځ د سوداګرو تر منځ تبادلې، د ګمرکي تعرفو د کمولو، د سوداګرو د ستونزو حل او د ویزو د ورکړې په اړه تړون وشو.

په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې، د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ اسانتیاوې او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې به زیاتوالی راشي.

طالبان: ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ور ستانه کړل

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي،‌ د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ور ستانه کړل. د طالبانو د سټنډرډ ادارې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل له پولې ګرځولي.

یاده اداره وايي، د دغو ۱۹ ټانکره تېلو کیفیت د طالبانو د سټنډرډونو سره په ټکر کې و.

دغې ادارې له سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

څو ورځې وړاندې ایراني چارواکو پر طالبانو نیوکه کړې وه او ویلي و چې طالبان د سټنډرډونو د معلوملو لپاره مناسب سیسټم نه لري.

خو د وري میاشتي په شلمه د طالبانو د سټنډرډ ادارې د ایراني چارواکو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان په ټولو بندرونو کې یې د نړۍ د پرمختللو کمپنیو د سټنډرډ معلومولو سیسټم لګولی او اجازه نه ورکوي چې هېواد بې کیفیته او ضرر رسوونکي توکي وارد شي.