د هالنډ محکمې د "نړیوال قضاوت" د اصولو پر اساس،چې هېوادونو ته اجازه ورکوي د جنګي جرمونو یا د بشریت ضد جرمونو په اړه شکمن کسان محاکمه کړي، عبدالرزاق عارف مجرم وباله او هغه یې په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د دغه حکم له صادرولو وروسته د ښاغلي عارف مدافع وکیلانو پر دغه پرېکړه د غور غوښتنه وکړه.
د څارنوالانو په وینا نوموړی ۲۳ کاله وړاندې هالنډ ته تللی او هلته یې د جعلي نوم او جعلي هویت اسنادو په کارولو سره ویلي چې په افغانستان کې ښوونکی و.
په هالنډ کې د ښاغلي عارف د پناه غوښتنې له منل کېدو وروسته نوموړي د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړ.
د استیناف محکمې د بیا کتنې جلسه کې د ښاغلي عارف وکیلان هڅه کوي چې د نوموړي د بند موده کمه کړي، خو د څارانوالانو په وینا، کوم جرمونه چې عارف د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په وخت کې کړي، هغه یې د دې سزا مستحق دی.
اوس استیناف محکمه کې د ښاغلي عارف مدافع وکیلانو د هغه ډېر عمر ته په اشارې سره د بند د کلونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
خو څارنوالانو استدلال کړی، چې نوموړي پر بندیانو ډېر ناانساني حالت تېر کړې دی او د هغو جرمونو له امله د دې سزا مستحق دی، چې د کابل ختیځ ته په پلچرخي زندان کې د ښاغلي عارف د ادارې پر مهال شوي دي.
په ابتدایه محکمه کې یو شمېر عیني شاهدان په دې باور وو چې د پلچرخي زندان پخواني رییس پخپله د بندیانو په شکنجه کولو کې مستقیم لاس درلود.
ښاغلی عارف له ۱۳۶۱ تر ۱۳۶۸کلونو د پلچرخي زندان مشر و.
هالنډ تر دې وړاندې هم د پخواني شوروي د ملاتړي حکومت د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د پوځي استخباراتو درې لوړ پوړي چارواکي د ورته جرمونو په تور محاکمه کړي دي.