• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په یو پوهنتون کې فلسطین پلوه لاریون کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د امریکا د کنیکټیکټ ایالت په ییل پوهنتون کې د دوشنبې په ورځ د فلسطین پلوه لاریون په ترڅ کې لسګونه لاریونوال د پولیسو له خوا ونیول شول، په داسې حال کې چې د نیویارک ښار په کولمبیا پوهنتون کې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه حضوري صنفونه لغوه شوي دي.

په کولمبیا پوهنتون کې تېره اونۍ پولیسو د فلسطین پلوه لاریون کوونکو پر وړاندې د پوهنتون له شکایت وروسته د هغوی خیمې غوڼډې کړې وې او یو شمیر لاریون کوونکي یې نیولي‌ وو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې لاریون کوونکو د ییل پوهنتون شاوخوا سیمې د ترافیک په مخ تړلې وې او د پوځي وسلو د تولید کونکو څخه د دغه پوهنتون د جلا کېدو غوښتنه یې کوله.

لسګونه لاریون کووونکوي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

100%

د ییل ډیلي نیوز ورځپاڼې په وینا، چې د زده کونکو له خوا چلول کیږي، پولیسو له ۴۰ څخه ډېر کسان نیولي.

د ییل پوهنتون چارواکو په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د ییل، کولمبیا او نورو پوهنتونونو په ګډون د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د اسراییل له خوا پر فلسطین د بریدونو په غبرګون لاریونونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

د تېر کال د اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه پر اسراییل د حماس له خونړي برید وروسته، اسراییل په غزې پراخ ځمکني او هوايي‌ بریدونه پیل کړي، چې نږدې ټوله غزه یې ویجاړه کړې ده.‌

بشري حقونو مدافعینو په وینا؛ د اکټوبر له اوومې راهیسې د یهودانو، عربو او مسلمانانو پر وړاندې د تعصب او کرکې کې عمومي زیاتوالي راغلی دی.‌

د کولمبیا پوهنتون مشر نعمت مینوچ شفیک د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، چې دغه پوهنتون حضوري صنفونه لغوه کړي‌ دي او د شاګردانو ترمنځ یې د کرکې او اختلافونو خپریدل غندلي دي.

100%

د کولمبیا پوهنتون د نیویارک په څانګه کې د حضوري ټولګیو د لغوه کولو پرېکړه د ۱۰۰ څخه زیاتو لاریون کونکو له نیول کیدو وروسته وشوه.

پوهنتون له دغو لاریون کوونکو پولیسو ته شکایت کړی و چې ورځنۍ چارې یې ورګډوډې کړې دي.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

چین: د عینک مس په داسې ډول استخراجوو چې د افغانستان تاریخي ابدات زیانمن نه شي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د عینک د مسو پروژه به د فرهنګي کارونو له زیان پرته ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې ژاو شينګ له طالبانو سره د چين د فرهنګي او اقتصادي همکاريو پر دوام هم ټينګار کړى دى.

خبر ځای د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ملا خيرالله خيرخواه او په کابل کې د چين د سفير ژاو شينګ ترمنځ د کتنې په باب ليکلي دي.

خیرخواه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي اړیکو له پراختیا او پياوړتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د ورېښمو لارې بیا رغونه یې په سیمه کې د کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل، چې چین د یوه ښه ګاونډی په توګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او تل یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کړې ده.

دغه طالب چارواکي په افغانستان کې د چینايي سوداګرو لپاره د پانګونې او سوداګرۍ د ښه فرصتونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې طالبان د بهرنیو شرکتونو لپاره خوندي کاري چاپیریال برابروي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ ژاو شينګ وويل، چې چين تل له افغانستان سره په پراخو برخو کې ډېپلوماتيکې اړيکې او همکارۍ ساتلې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ به د عینک د مسو پروژه په داسې ډول پرمخ یوسو چې کلتوري کارونو ته زیان ونه رسیږي."

سفير په دې برخه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په تېرو دوو کلونو کې رسمي چارواکو او د عینک د مسو کان کیندنې شرکت په وار - وار د دغې پروژې د پیل ژمنې کړي؛ خو له کوم رسمي وضاحت پرته یې کار نه دی پیل کړی.

د عینک د مسو کان چې په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی کان او په نړۍ کې د مسو دویم لوی کان دی، چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان او چینايي شرکت MCC ترمنځ لاسلیک شو.

دغه چینایي شرکت اوس د ۳۰ کلونو لپاره د عینک د مسو د استخراج ملکیت لري.

له اوکراین سره د امریکا مرستې: له روسیې سره په جګړه کې به څه توپیر رامنځته کړي؟

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د اوکراین د ختیځ ښار کوپیانسک ته نږدې د روسي ځواکونو له بریدونو ستړي شوي اوکرایني توپچي لپاره د متحده ایالاتو د مرستې کڅوړه چې تمه کیږي تصویب شي،‌ د ژوند تمه او د جنګ د اوسني توازن احتمالي بدلیدونکې هیله بلل کیږي، سره له دې چې د دغو مرستو رسېدل به یو څه وخت ونیسي.

د سیلر په یون یو اوکراینې عسکر د جګړې په کرښه کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د توپ مرمیو د کمښت له امله، له پیاده عسکرو د دوی ملاتړ خورا ضعیفه شوی، چې په پایله کې یې اوکراین ځینې سیمې او ډېر شمېر عسکر له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه:‌ "که دغه مرستې مخکې تصویب شوی وی؛ نو د جنګ وضعیت به یې خورا ډېر زمونږ په ګټه بدل کړی وی."

د امریکا د استازو په مجلس کې له شپږو میاشتو جنجالونو وروسته، تمه کیږي چې د ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې کڅوړه به په دې اونۍ کې د متحده ایالاتو د سنا مجلس له خوا تصویب او د ولسمشر جو بایډن له خوا لاسلیک شي او بیا به د کییف د توپونو د مرمۍ او هوایي دفاع سیسټمونو خورا تشې زېرمې ډکې کړي.

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر او یو اروپايي امنیتي چارواکي ویلي، چې دغه وسلې باید په ختیځ کې د روسیې د لوی پرمختګ د مخنیوي لپاره د کییف سره مرسته وکړي.

خو کییف لا هم د جګړې په ډګر کې د جنګیالیو له کمښت سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په وینا د روسیې د دوبي د عملیاتو تمرکز به د ۱۰۰۰ کیلومترو په اوږدو کې په لومړۍ کرښې وي، پوځي کارپوهانو دا پوښتنه راپورته کړې، چې اوکراین به وشي کولای چې دغه لوړمۍ کرښه په پوره قوت سره وساتي.

په پولنډ کې د روچان پوځي مشورتي ډلې مشر کونراډ موزیکا وویل: "د اوکراین د کمزورتیا تر ټولو مهمه سرچینه د جنګیالیو کمښت دی."

د څو میاشتو له بحثونو وروسته د اپریل په ۱۶ مه د زېلینسکي له خوا یو قانون لاسلیک شو؛ ترڅو هغه مقرراتو ته بیاکتنه وکړي، چې څنګه اوکراین په اردو کې ملکي خلک ځای پر ځای کړي او تمه کیږي، چې د می په میاشت کې دغه پروسه ګړندۍ، شفافه او په موثره توګه مخ ته ولاړه شي، چې اردو ته لا ډېر عسکر جذب کړي.

حکمتیار طالبانو ته: امریکا دې له شرارت لاس واخلي، ګني سفارت یې وتړئ او ټول امریکایان وباسئ

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

که څه هم امریکا په رسمي ډول ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې سفارت نه لري او د دوی غیر مقیم سفارت په دوحه کې موجود دی.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

نوموړي د طالبانو له مشرتابه غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له فرصته په استفادې سره افغانستان باید د بهرنيو له اغېز او سلطې څخه فارغ او خپلواك کړي.

اسلامي حزب د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په اسمان کې ګرځي او د خپلې خوښې بریدونه کوي.
په خبرپاڼه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې په کانګرس کې یې ویلي وو: "د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كې فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط طالبان له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي."
حکمتیار ویلي دي، چې طالبان باید امریکا مجبوره کړي، چې په افغانستان کې له شرارت څخه لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې دغه راز د حکمتیار له قوله لیکل شوي: "افغانان هیله لري چې مسوول او اسلامي نظام ولري؛ خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې دغو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېر ګواښونه او خنډونه شته."

د ګلبدین حکمتیار له خوا په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د ځینو اشخاصو د موجودیت په تړاو مساله په داسې مهال مطرح کیږي، چې طالبانو هم په بار - بار ویلي، چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې څوک نه شته.
حکمتیار په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده، چې افغانانو د شوروي او امریکا په ماتولو سره فعاله ونډه درلوده او دوی باید د یوه ډاډمن محور په رامنځته کېدو سره راغونډ کړی شي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دغه خبرپاڼه په داسې کې خپره کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

شهادت ورځپاڼه چې د اسلامي حزب رسمي ورځپاڼه ده، د ګلبدین حکمتیار دغه خبر پاڼه یې د طالبانو د درېیو مشرانو ملا هبت الله، ملا حسن اخوند او سراج الدین حقاني له عکسونو سره یو ځای خپره کړې ده.

100%


طالبانو څه موده مخکې حکمتیار له هغه کور څخه و اېسته چې تېر حکومت د یوې هوکړې له مخې ورکړی و.
طالبانو ویلي، چې د حکمتیار د اوسېدو ځای دولتي ملکیت او ملي دفاع وزارت پورې اړوند دی.
طالبانو له دې اقدام وروسته اسلامي حزب پورې اړوند د بریا راډیو ټلویزیون نشرات هم بند کړل او د ګلبدین حکمتیار پر ناستو او لیدنو یې هم بندیز ولګولو.

ابراهیم رییسي: ملګرو ملتونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر وايي؛ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو «خپل اغېز له لاسه ورکړی او امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.» ابراهیم رییسي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې مسالې د نړۍ خلک «تنګ» کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳مه) اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د غزې په تړانګه کې جګړې ته په اشارې سره وویل: « د فلسطین خلک له نسل وژنې او ماشوم وژنې څخه چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ملاتړ د اسراییل له خوا ترسره کیږي ستړي شوي دي.»

د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اته سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه د «نه منلو وړ» وبلله او ویې ویل، چې ایران به د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ابراهیم رییسي وویل؛ ایران له پاکستان سره اوږده پوله د یوه «فرصت» په سترګه ګوري او د ګډ بازار پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هېواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چې خپلې تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل، چې په دې لاره کې سره یو شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري او مجلسونه وکړي.

ډیویډ کامرون: له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه نوي دور په لټه کې دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۱

ډیویډ کامرون په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل، دی له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه «نوي دور» په لټه کې دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکو ورځو کې قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او منګولیا ته هم سفر وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته سفر کوي.

ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په دوشنبه کې د ملت په ماڼۍ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل: «موږ کولی شو په مهمو برخو لکه سوداګرۍ، د اقلیم بدلون او د ترهګرو پروړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړو.»

هغه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت لومړنی وزير دی، چې دوشبنې ته سفر کوي او خوښي څرګندوي.

نوموړي امام علي رحمان ته وویل؛ خواشنی دی، چې د بهرنيو چارو د یوه وزير سفر له بريتانيا څخه تاجکستان ته «دومره وخت ونیوو»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې موږ له منځنۍ اسيا سره د بريتانيا په اړيکو کې د «نوي دور» پيل کول غواړو او دغه نوې دوره به له تاجکستان څخه پيل کړو.

ښاغلي کامرون وویل، چې تاجکستان ته یې د دې لپاره سفر کړی، چې ووایي «راځئ نور په ګډه کار وکړو» او «راځئ چې همکاري پراخه کړو.»

بريتانيا ورځپاڼې ایریش نیوز په یوه راپور کې لیکلي، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تر لیدنې وروسته مسکو ته ځي.