• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر: افغانستان د کانونو زېرمه ده، خام مواد زموږ تر پښو لاندې دي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ د مرکز مشر رستم حبیبولین دغه هېواد د کانونو یوه زېرمه وبلله او ویې ویل: «خام مواد په عملي توګه زموږ تر پښو لاندې دي.» هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ زیاته شوې ده.

د رستم حبیبولین د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۷۰ میلیونه ډالره وه، خو سږ کال دغه شمېر یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ عمده توکي تېل او کرنیز محصولات دي.

رستم حبیبولین د روسیې له دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په مرکه کې ویلي، چې مسکو غواړي په افغانستان کې پر ځینو پروژو پانګونه وکړي.

ریانووستي خبري اژانس نن د رستم حبیبولین له قوله لیکلي دي، چې «افغانستان ته د روسیې پانګونه پیل شوې ده.»

رستم حبیبولين وویل: «روسیه په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځ ته کېدو اراده لري.»

روس د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي، خو په مسکو کې یې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته سپارلی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ١٤٠٣ کال د وري په مياشت کې وویل، چې په دغه هېواد کې د ترهګريزو سازمانونو له ليست څخه د طالبانو د ويستلو موضوع تر غور لاندې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال افغانستان ته سفر کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ویاند ويلي، د سولې په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي مرستيال ژان پيير لاکروا به نن کابل ته ولاړ شي. ښاغلی لاکروا به په دغه دوه ورځني سفر کې له جګړې د پاته شوو ناچاوده توکو د خطرونو اړوند د پوهاوي پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې سفر کې به د سرمنشي له مرستيال سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې مشره ایلین کوهین هم ملګرې وي.

دا سفر د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې د دوحې د دریمې غونډې په درشل کې ترسره کیږي.

طالبانو تراوسه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

ملګرو ملتونو په یوه رسمي اعلاميه کې وویل، چې د دې سفر موخه «په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو د پاکولو لپاره د اغیزمنو ستراتیژیو جوړول» دي.

ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې د دې مسالې پر بېړنيتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «ماینونه د افغانستان د خلکو ژوند ګواښي، له همدې امله د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ۸۲۱ کسان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.»

غالب: د طالبانو د کمېسون له لارې وطن ته ستون شوم، خو د دوی له لاسه بېرته ایران ته لاړم

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۱

په جمهوريت کې د ننګرهار د بهسودو ولسوال وايي، د طالبانو د اړیکو کمېسون له لارې وطن ته ستون شو؛ خو د دې ډلې له پرله پسې ځورونې وروسته بیا جلا وطن شو. قومندان غالب وايي، طالبانو ۴ ورځې مخکې د ده د هغه زوی پر کور د نشه يي توکو په تور چاپه اچولې چې موده مخ کې یې د ملايي پګړۍ تړلې.

ښاغلی غالب چې دا مهال ایران کې دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په يوه لېږلې ويډيو کې ویلي، چې له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د اړیکو کمیسون له لارې کابل ته تر ستنېدو او د جلال اباد د دريمې لېوا له طالب قومندان سیف الدین سره تر پخوانۍ شخړې او دوښمني حل کېدو وروسته یې هم ژوند ارام نه و.

د ولسوال غالب په خبره، چې کابل ته تر تګ وروسته پر نوموړي څلور وسله وال بريدونه وشول او بيا وطن پرېښېدو ته مجبور شو.

غالب وايي، چې طالبان اوس مهال د هغه کورنۍ ځوروي او څو ځله طالبانو په بېلابېلو نومونو د هغه پر کور چاپې او عملیات کړي.

نوموړی زياتوي، ۴ ورځې مخکې طالبانو د ده د زوی قاري شفيع پر کور د نشه يي توکو په تور چاپه اچولې، خو ښاغلی شفیع په خپله هم ملا دی او څه موده مخ کې یې د ملايي پګړۍ تړلې ده.

«طالبانو ۴ ورځې مخکې په کابل کې زما د زوی قاري شفیع پر کور بريد وکړ، پر ماشومانو یې ډزې وکړې، وايي تاسو وسلې او نشه يي مواد ساتلي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې طالبان دې عقدوي چلند، دسېسې جوړول او له دوی سره زور زياتی پرېږدي او د عمومي بښنې خبره دې عملي کړي.

غالب په همدې ويډیو کې د طالبانو د بښني فرمان ته په اشاره ويلي: « تاسو بښنه اعلان کړې خو طالب قومندانان دا خبره نه مني، تاسو بښنه دې ته وایاست چي موږ بیا وتښتيږو.»

غالب مجاهد د پخواني جمهوريت پر مهال د ننګرهار په بېلابيلو ولسواليو، بهسود، بټي کوټ، اچين او نورو کې يې دندې تر سره کړې دي.

نوموړی د جمهوریت په لومړیو کې د القاعده په تور هم د امریکا له خوا نیول شوی او پنځه کاله په ګونتنامو زندان کې و.

د پکتیا ځاځي اریوب کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ بیا جګړه شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې په سپینه شګه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نیم ساعت راهیسې جګړه روانه ده. سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې پوسته جوړه کړي، خو د طالبانو سرحدي ځواکونه یې خنډ شول او له امله یې جګړه ونښته.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي. لا هم په دغه جګړه کې د مقابلو اړخونو یا د ولسي مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ور کړل شوی.

د طالبانو او د پاکستان حکومت هم لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دوه ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نږدې یو ساعت جګړه روانه وه.

که څه هم طالبانو او پاکستاني ځواکونو رسمي څه ونه ویل، خو ځايي خلکو ویل چې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه.

څو میاشتې مخکې د پاکستاني پوځ له خوا په تورخم دروازه او تر هغه مخکې کونړ ته څېرمه سرحدي سیمه کې د پوستې جوړولو له امله هم د پاکستاني پوځ او طالبانو نښتې شوې وې.

د طالبانو دفاع وزارت په غور ولایت کې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدل تایید کړل

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه د فیروز کوه ښار په څنډو کې د هریرود سېند تر څنګ راپرېوتې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نسکوره شوې ( اېم ای ۱۷ ) ډوله چورلکه د هوايي ځواکونو اړوند وه، چې د غور په هریرود سېند کې د ملکي وګړو د بند پاتې موټر د ژغورلو په عملیاتو بوخته وه.
طالبانو د چورلکي د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزه ښودلې او ويلي یې دي، چې دغه چورلکه د بېړنۍ ناستې پرمهال له یوه دېوال سره د جنګېدو پر مهال نسکوره شوې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبره په یاده پېښه کې یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې چې کابو یو کال وړاندې هم په سمنګان ولایت کې د طالبانو یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې وه او دوه پیلوټان په کې وژل شوي وو.

تر دې وړاندې له غور څخه سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې نن چهار شنبه د (غويي ۲۶مه) سهار مهال د طالبانو یوه چورلکه د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې نسکوره شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، چورلکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

ډیلي ټېلګراف: یوشمېر طالب چارواکي د کوکنارو پر کر له بندیز څخه مالي ګټه پورته کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۱

ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې له افغانستانه په یوه راپور کې لیکلي، چې د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو د بیې له لوړېدو سره افغان کروندګر د کوکنارو د پټو کښتونو په لټه کې دي.

د ټېلګراف په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یو کیلو تریاکو بیه له ۳۰ پونډو څخه تر ۸۰۰ او ۱۰۰۰ پونډو پورې لوړه شوه چې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي ترې ګټه پورته کوي.
ټېلګراف د دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۴مه په یوه راپور کې له ایران سره په پوله او پرتو سیمو کې د افغان کروندګرو له‌خوا د غولک یا منجنیق په وسیله ایران ته د نشه‌یي توکو د انتقال او پټنځایونو ته کتنه کړې ده.

100%


ټېلګراف لیکي، چې افغان کروندګرو د نیمروز ولایت او د سیستان او بلوچستان له پولو ایران ته تریاک قاچاق کول؛ خو وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او د کوکنارو پر کښت یې بندیز ولګاوه، افغان بزګرانو اوس یوه بله حل لاره پیدا کړې ده.
د جبار په نوم یو افغان کروندګر ټېلګراف ته وویل: «طالبانو د نشه‌یي توکو سره د مبارزي لپاره د خلکو نیول ګړندي کړي، له همدې امله موږ اوس په تیاره کې نشه‌یي توکي د غولک په وسیله ایران ته غورځوو او هره شپه له مختلفو ځایونو څخه کار اخلو؛ ترڅو له طالبانو دوی سره د مخامخ کېدو مخه ونیسو.»
طالبان د کوکنارو پر کښت سخت بندیز لګولی.
د طالبانو دغه پالیسي تېره اونۍ په ارګو او درایم ولسوالیو کې د خلکو د نارضایتي سبب شوه او یوشمېر کسان له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.

د تورو سرو زور پټه کرنه

د کوکنارو پر کښت بندیز د نشه‌يي توکو پر بیو د پام وړ اغېز کړی او کروندګر یې اړ کړي، چې په پټه په خپلو باغونو کې کوکنار وکري.
احمد ولي د فراه په یوه لرې پراته کلي کې خپل د انګورو باغ کې کوکنار کرلي دي او د باغ شاوخوا یې لوی لوی دېوالونه ترې چاپېر کړي دي.
خپل دوه زامن یې دې ته ځانکړي کړي، چې د طالبانو د راتګ او یا هم د شکمنو کسانو د فعالیت په اړه ورته سم دستي راپور ورکړي.
نوموړي ټېلګراف ته وویل:« ما په کندهار او هلمند کې د کوکنارو کروندې لرلې؛ خو طالبانو له منځه یووړې.»
نوموړي ته یوه اندازه تریاک له تېر کاله ورپاتې دي او له پېرلو یې ډډه کړې؛ ځکه د تریاکو بیه ورځ تر بلې لوړېږي.

د بندیز ګټه د طالبانو جېبونو ته ځي

یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دغې بريتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د مخنيوي يو اصلي لامل د ترياکو د بيو لوړېدل دي، چې په دې توګه هغه طالب چارواکي چې د کوکنارو پټې زېرمې او د کوکنارو پټې کروندې لري.
او له دغه لارې ډېره شتمنې پیدا کړي.
په هرات ولایت کې یوه طالب چارواکي ټېلګراف ته وویل: «د بندیز ټوله مسله د بیو د لوړولو لپاره ترسره کېږي. ډېرو یې [طالبان]، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کندهار کې نفوذ لري، په سلګونو کیلوګرامه تریاک زېرمه کړي دي."
هغه زیاته کړه: «تر دوه کاله وړاندې زما قومندان له یوه زاړه موټرسایکل پرته بل څه نه درلودل؛ خو اوس دوه لنډ کروزر موټر او یو لوکس کور لري.» "دوی د کوکنارو د هرې کروندې له منځه تللو سره شتمن کېږي."
دغه سيمه‌ييز طالب چارواکی وايي، چې تېره مياشت يې په هرات ښار کې له يوه سوداګر څخه ١٢٠ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه کړل؛ خو « له کندهار سره یې ټلیفوني اړیکه ونیوه او ۵۰ کیلو ګرامه یې د لوړ پوړي طالب قوماندان سره ژمنه وکړه، ۲۰ کیلو یې زما د قوماندانو تر منځ ووېشل او په دې توګه یې ځان له سزا خلاص کړ.»
افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد بلل کېږي؛ خو د طالبانو له‌خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تریاکو تولید تر ۹۰ سلنه ډېر کم شوی دی.
د ټېلګراف د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې چې یو وخت د افغانستان تر ټولو زیات تریاک تولیدول، تېر کال د کوکنارو کښت ۲۵۰۰ جریبه ته راټیټ شو.
خو په دې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی نه دی؛ ځکه یو شمېر کروندګر د نشه‌يي توکو د کر او حاصل لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.
یو هلمندی کروندګر غلام يحيى وايي، چې د کوکنارو په شاوخوا کې يې غنم کرلي او ورور يې، چې طالب دى له ده سره همکاري کوي، چې خپلې کروندې له ويجاړتيا وژغوري.
هغه وويل: "زه کله ناکله هغه ته ترياک او پيسې ورکوم او مننه ترې کوم." دغه افغان کروندګر زیاتوي، چې اوس " تریاک د تورو سرو زرو په شان دي."
هغه پلان لري، چې د خپل تره د زوی له لارې نیمروز ته یو څه نشه‌يي توکي ولېږدوي او په لوړه بیه یې په ایران کې وپلوري.