• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بدخشان کې دوه تنه په عام محضر کې په دورو ووهل

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بدخشان کې یې دوه تنه د "زنا" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي. دغې محکمې نن یکشنبه (د غوايي ۳۰مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کسان یې په ٣٩ ۳۹ دورو وهلي.

طالبان وايي، دغو تورنو ته یې د یو کال او شپږ میاشتې سزاګانې هم اورولې دي.

طالبانو ویلي، چې د تورنو کسانو جسمي سزاګانې د بدخشان د لومړۍ محکمې له تصویب وروسته پلې شوې.

د طالبانو ډله هره اوونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په سزا رسوي.

د بشري حقونو مدافعانو او نړېوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه سزاګانو مخه دې ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قانون» له مخې وګړو ته سزا ورکوي.

طالبان یوازې عامو وګړو ته جسمي سزاګانې ورکوي، څو میاشتې وړاندې د کابل لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت د رییس یوه ویډیو خپره شوه، چې په کې نوموړی له خپل ساتونکي سره یو ځای څملي؛ خو نوموړي ته په عام محضر کې جسمي سزا ور نه کړل شوه او نه یې هم د جرم په اړه طالبانو کومه پرېکړه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې د بغلان له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د دغه هیواد شمالي سیمو بغلان ته سفر کړی. د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وايي، په داسې حال کې چې د شینکوریزو ګازونو په خورولو کې د افغانانو ونډه صفر ده، خو بیا هم د اقلیم د کړکیچ له ویجاړونکو اغېزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د افغانستان شمالي ولایت بغلان ته په دې موخه سفر کړی چې د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرستو څارنه وکړي.

هغې همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د اغیزمن شویو کسانو سره د بشردوستانه مرستو د چمتو کولو په اړه خبرې اترې کړې.

د غوايي میاشتې په ۲۱مه نیټه په بغلان کې د چکټو ورښتونو او سېلابونو له امله تر درې سره ډیر کسان مړه او د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د کورونو په نړېدو سره دروند مالي زیانونه اوښتي دي

طالبان: له ۵۰۰ ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیرروان ساتلی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې له اسلام اباده وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»

طالبانو له نړېوالو موسسو غوښتي چې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له نړېوالو موسسو غوښتي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیوـ ټلویزیون د یکشنبې ورځې (غوايي ۳۰مه) د راپور له مخې ملا برادر بغلان ولایت ته سفر کړی.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د سېلاب له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کچه "لوړه" بللې ده.

ملا برادر دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له بېلابېلو چارواکو سره په کتنه کې د بشري مرستو د زیاتوالي او چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتي چې د مرستو په وېش کې له طالبانو سره همغږي شي.

د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو له سېلاب ځپلو سره د همکارۍ او مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

لیتوانیا په بامیانو کې د خپل وګړي له ټپي کېدو وروسته خپل خلک افغانستان ته له سفر ګرځولي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د دغه هیواد یوه ښځینه وګړې د جمعې په ورځ په بامیانو کې د ډزو له امله ټپي شوې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د لیتوانیا خلکو ته سپارښتنه کړې چې د بې ثباته امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د وګړې روغتیايي وضیعت تر دمګړۍ د ډاډ وړ دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري د ورستیو خپرو شویو معلوماتو له مخې په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د جمعې ورځې د ډزو په پایله کې درې اسپانویان او درې تنه افغانان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د څلور بهرنیانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تردې مهاله هیڅ ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو ویلي چې، د دغه برید په تړاو یې یوه اوه کسیزه ډله نیولې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر دغه برید «ترهګریز» بللی او د دغه برید په څېړلو یې ټینګار کړی دی.

په بامیانو کې پر بهرنیو وګړو وروستي برید په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولي دي.

یو شمېر هیوادونو په پرله پسې ډول خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو او ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر نه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله په پرله پسې ډول ادعا کوي چې په افغانستان کې "امنیت" ښه دی او له بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي چې دغه هیواد ته د سیاحت لپاره سفر وکړي.

د طالبانو سټنډرډ اداره وايي ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې بېرته ایران ته ورستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبه په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې د فراه ولایت د (شیخ ابو نصر فراهي) بندر څخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.

خو د تېلو واردوونکي شرکتونه او سوداګر وايي، چې طالبان د نفتي او نورو توکو د کېفیت معلومولو لپاره معیار نه لري او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې خپلواکې او څارونکي ادارې نه شته چې د کره شمېرو او یا په معیاري ډول د طالبانو تر واک لاندې ادارو د چارو د معیاري ترسره کولو پخلی وکړي.

د طالبانو له لوري د ایراني تېلو د ټانکرونو تر ورستنولو وروسته ایراني چارواکو هم غبرګون ښودلی. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.

طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې وه.