• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې د بغلان له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د دغه هیواد شمالي سیمو بغلان ته سفر کړی. د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وايي، په داسې حال کې چې د شینکوریزو ګازونو په خورولو کې د افغانانو ونډه صفر ده، خو بیا هم د اقلیم د کړکیچ له ویجاړونکو اغېزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د افغانستان شمالي ولایت بغلان ته په دې موخه سفر کړی چې د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرستو څارنه وکړي.

هغې همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د اغیزمن شویو کسانو سره د بشردوستانه مرستو د چمتو کولو په اړه خبرې اترې کړې.

د غوايي میاشتې په ۲۱مه نیټه په بغلان کې د چکټو ورښتونو او سېلابونو له امله تر درې سره ډیر کسان مړه او د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د کورونو په نړېدو سره دروند مالي زیانونه اوښتي دي

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ۵۰۰ ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیرروان ساتلی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې له اسلام اباده وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»

طالبانو له نړېوالو موسسو غوښتي چې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له نړېوالو موسسو غوښتي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیوـ ټلویزیون د یکشنبې ورځې (غوايي ۳۰مه) د راپور له مخې ملا برادر بغلان ولایت ته سفر کړی.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د سېلاب له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کچه "لوړه" بللې ده.

ملا برادر دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له بېلابېلو چارواکو سره په کتنه کې د بشري مرستو د زیاتوالي او چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتي چې د مرستو په وېش کې له طالبانو سره همغږي شي.

د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو له سېلاب ځپلو سره د همکارۍ او مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

لیتوانیا په بامیانو کې د خپل وګړي له ټپي کېدو وروسته خپل خلک افغانستان ته له سفر ګرځولي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د دغه هیواد یوه ښځینه وګړې د جمعې په ورځ په بامیانو کې د ډزو له امله ټپي شوې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د لیتوانیا خلکو ته سپارښتنه کړې چې د بې ثباته امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د وګړې روغتیايي وضیعت تر دمګړۍ د ډاډ وړ دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري د ورستیو خپرو شویو معلوماتو له مخې په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د جمعې ورځې د ډزو په پایله کې درې اسپانویان او درې تنه افغانان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د څلور بهرنیانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تردې مهاله هیڅ ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو ویلي چې، د دغه برید په تړاو یې یوه اوه کسیزه ډله نیولې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر دغه برید «ترهګریز» بللی او د دغه برید په څېړلو یې ټینګار کړی دی.

په بامیانو کې پر بهرنیو وګړو وروستي برید په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولي دي.

یو شمېر هیوادونو په پرله پسې ډول خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو او ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر نه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله په پرله پسې ډول ادعا کوي چې په افغانستان کې "امنیت" ښه دی او له بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي چې دغه هیواد ته د سیاحت لپاره سفر وکړي.

د طالبانو سټنډرډ اداره وايي ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې بېرته ایران ته ورستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبه په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې د فراه ولایت د (شیخ ابو نصر فراهي) بندر څخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.

خو د تېلو واردوونکي شرکتونه او سوداګر وايي، چې طالبان د نفتي او نورو توکو د کېفیت معلومولو لپاره معیار نه لري او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې خپلواکې او څارونکي ادارې نه شته چې د کره شمېرو او یا په معیاري ډول د طالبانو تر واک لاندې ادارو د چارو د معیاري ترسره کولو پخلی وکړي.

د طالبانو له لوري د ایراني تېلو د ټانکرونو تر ورستنولو وروسته ایراني چارواکو هم غبرګون ښودلی. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.

طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې وه.

افغاني سرې میاشتې له قطر سره د زړه سوري ماشومانو د درملنې په موخه تړون لاسلیک کړ

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ له قطر سره د ۱۶۹ ماشومانو د زړه سوري د درملنې په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغې ټولنې مشر له نورو بنسټونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي.

د سرې میاشتې ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه ليک د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) د قطر د سرې مياشتې ټولنې د نړيوالو مرستو او پراختيا د څانګې مسوول محمد صالح ابراهيم او د افغانستان د سري میاشتي ټولني لپاره د طالبانو د مشر مطيع الله خالص ترمنځ لاسليک شو.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې درې زره او ٩٤ تنه د زړه په ناروغيو اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کور دننه روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د ناروغو ماشومانو درملنه به کله او کوم هېواد کې کېږي، خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې زرګونه ناروغ ماشومان د درملنې په تمه دي.

تر دې وړاندې سري میاشتي ویلي و، چې تېر کال یې له سلو ډیر ماشومانو د درملنې په موخه له غزني څخه جرمني ته استولي وو.

د زړه په ناروغیو، په اور د سځول شویو او په نورو جدي ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په کور دننه او بهر د بېلابېلو هېوادونو په مالي مرسته کېږي.

د زړه سوري درملنه خورا لوړ لګښت لري او په افغانستان کې ډیری کورنۍ د وړیا عملیاتو لپاره کلونه انتظار باسي.