• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تحریک انصاف ویاند د ناپېژانده نرښځیانو له خوا په چاقو وهل شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د دغه ګوند ویاند روف حسن نن د اسلام اباد په جي اووه کې د ناپېژانده کسانو له خوا په برید کې زخمي شوی دی. پولیسو بیا د امنیتي کمرو په استناد ویلي، چې نوموړی د نرښځیانو له خوا په چاقو وهل شوی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پاکستاني رسنیو ته تایید کړې ده، چې روف حسن نن په اسلام اباد کې یو خصوصي تلویزون څخه د راوتلو پر مهال د ناپېژانده اشخاصو د برید ښکار شوی دی.

عیني شاهدانو جیونیوز ته ویلي، څلورو ناپېژانده کسانو ښاغلی روف حسن لومړی په چاقو وواهه او هڅه یې کوله، چې نوموړی له ځانه سره یوسي، خو د خلکو په مرسته له بریدګرو خوشی شوی دی.

تحریک انصاف ګوند ویلي، چې ویاند روف حسن پر مخ ژوبل دی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

یو بل عیني شاهد بیا سما نیوز ته ویلي، چې د تحریک انصاف د ګوند پر ویاند د نرښځیانو له خوا برید شوی دی.

بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې کړې دي او ډېر ژر به له رسنیو سره د دغې پېښې نور جزییات هم شریک کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد محکمې د لانګ مارچ قضیه کې عمران خان، شاه محمود او شیخ رشید ته برات ورکړ

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱

په پاکستان کې د اسلام اباد محکمې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د بهرنیو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي او د کورنیو چارو پخواني وزير شيخ رشيد ته د "لانګ مارچ" د ورانکارۍ په قضیه کې برات ورکړ.

د محکمې قاضي شهزاد خان په دغه قضیه کې علي نواز اعوان، فيصل جاويد، قاسم سوري او راجا خرم نواز ته هم برات ورکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شيخ رشيد محکمې د حاضریدو پر مهال رسنیو ته وویل، چې پاکستان کې ډېموکراسي له جدي ستونزو کړیږي او حکومت خلکو ته د منلو وړ نه دی.

د عوامي مسلم ليګ ګوند مشر وويل، چې عام خلک باید د هېواد د روان وضعیت په اړه فکر وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې روان وضعیت به د ډېموکراسۍ پر وړاندې شته ستونزې لا ډېرې کړي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر وویل، چې د پیسو د نړۍوال صندوق له خوا پاکستان ته پور ورکړل شوی دی؛ نو باید د ۱۷مې رتبې مامورینو تنخواګانې دوه چنده شي، کنه د اقتصادي ستونزه له امله به ناورین رامنځته شي.

طالبان: له ۲ زره ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه او له سلو ډېر افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه له پاکستانه اېستل شوي دي. دوی زیاتوي، چې په دغه اېستل شویو کډوالو کې ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په ایران کې مېشتت ۲۶۳۹ تنه افغان کډوال (د غويي ۳مه) په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي.

بل خوا په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي، چې د تېرو اوولس میاشتو په موده کې ۵۶۲۳۶ کورنۍ د تورخم له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راغلې دي.

نوموړی وايي؛ څه د پاسه ۳۹ کورنۍ په ننګرهار کې مېشتې شوي او له ۱۶ زره زیاتې کورنۍ د هېواد نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو ملاتړو ادارو تر فشارونو وروسته هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلي او وايي‌؛ ټول هغه افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان لومړي وزیر د ابراهیم رییسي په مړینه په دغه هیواد کې یو ورځنی ماتم اعلان کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ايران د مخکني ولسمشر ابراهيم ریيسي په مړينه نن دوشنبه د (غوايي ۳۱مه) په دغه هیواد کې ماتم اعلان كړ. ښاغلي شریف ويلي، د دغه ماتم له امله به د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د دې تر څنګ شهباز شریف زیاته کړې چې په تهران کې به هم د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ايران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزير په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې هغه د پاکستان ښه دوست و، چې يوه مياشت وړاندې یې پاکستان د کوربه توب ویاړ درلود.

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د ايران د مخکني ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او نورو په مړينه خواخوږي څرګنده کړې او د ابراهيم ریيسي کړنې یې وستايلې.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

طالبان: له ۵۰۰ ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیرروان ساتلی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې له اسلام اباده وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»

د پاکستان لومړي وزیر په بشکیك كې د پاكستاني زده کوونکو پر وضعیت اندېښنه څرګنده كړې

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د قرغزستان په پلازمینه بشکيک کې د پاکستاني زده کوونکو پر وضعیت ژوره انديښنه څرګنده کړې او هغوی سره یې د بیړنۍ مرستې لارښونه کړې ده.

د قرغزستان پولیسو وویل، چې دوی د جمعې په ورځ د دغه هیواد په پلازمینه کې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره امنیتي ځواکونه منسجم کړي دي. په بیشکیک کې سلګونو قرغزیانو په هغو ودانیو برید کړی چې د پاکستاني محصلینو په ګډون بهرني محصلین پکې استوګن دي.

پولیسو وايي، چې لومړی برید د بهرنیانو لخوا شوی و - چې هویت یې لا معلوم نه دی، او په ښار کې یې ځایی خلک وهلي وو.

ښاغلي شریف پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان سفیر ته لارښوونه شوې چې زده کونکو ته ټولې اړینې مرستې چمتو کړي.

نوموړي ویلي، چې د لومړي وزیر دفتر په قرغزستان کې د پاکستان سفارت سره په تماس كې دى او په مسلسل ډول د حالاتو څارنه كوي.

شهباز شريف په قرغزستان كې د پاكستان سفير سره ټيليفوني خبرو کې نوموړي ته لارښونه کړې چې د زده کوونکو استوګنځي ته ورشي او ورته اړینې مرستې برابرې کړي.

هغه له سفیر څخه وغوښتل چې د زده کوونکو له کورنیو سره په دوامداره توګه اړیکه ونیسي او هغوی ته په وخت معلومات ورکړي.

د پاکستان سفارت ته هدایت ورکړل شوی، چې ژوبل شوو زده کوونکو ته روغتیایې اسانتیاوې برابرې کړي او هغه زده کوونکي چې غواړي بیرته پاکستان ته راستانه شي، د دولت له خوا ورته ټیکټونه واخیست شي.

ښاغلي شریف وویل، چې خپله د قرغزستان وضعیت څاري او ډاډ یې ورکړ چې پاکستاني محصلین به په دې حالت کې یوازې نه پریږدي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې په بشکیک کې د پاکستاني محصلینو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې یې په دغه هېواد کې د قرغزستان سفیر احضار کړی او ورته یې د احتجاج یو یاداشت سپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "د قرغزستان سفیر ته ویل شوي چې د قرغزستان حکومت باید د پاکستاني زده کونکو او وکړو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي."

د قرغزستان د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه تاوتریخوالي کې ژوبل شوي څلور پاکستاني زده کوونکي تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي دي او یو لا هم په روغتون کې بستري دی.