• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر له عامې روغتیا وزارت ډاکټر لرې او پر ځای یې یو ملا وزیر وټاکه

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې د حکومت د کورنیو چارو وزرت مخکېنی اداري معین مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزیر په توګه وټاکل شو. مجاهد وايي دغه ټاکنه د طالبانو مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن خپل اېکس کې د ملا هبت الله لخوا د ځینې طالب چارواکو د تغیر او تبیدل په اړه خبر ورکړ.

په دغو تغیراتو کې یې د طالبانو د عامې روغتیا پخوانی وزیر ډاکتر قلندر عباد پرځای مولوي نور جلال جلال د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

د ډاکتر قلندر عباد د ګوښه کېدو علتونه نه دي روښانه شوي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره ډاکتر قلندر عباد ددې ډلې لخوا د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه اعلان شو.

د طالبانو په واکمنۍ کې ګمارنې یوازې ددې ډلې غړیتوب په بنسټ ترسره کیږي او د ګمارل شوو کسانو د زده کړو په اړه هیڅ معالومات نه خپروي.

نړۍوالو بنسټونو په خپلو وروستیو راپورونو اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو واک ته رسېدو سره د بهرنیو مرستو کمښت د افغانستان روغتیایی سیستم ته سخت زیان رسولی دی او د فلج کېدو په حال کې دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: م.م د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د کرونده‌ګرو پر وړاندې بې غوري کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کرونده‌ګرو او خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو پر بې غورۍ او نه پاملرنې نیوکه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له قوله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کرونده‌ګرو او خلکو پر وړاندې د ملګرو ملتونه بې تفاوتي کوي.
باختر اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړ؛ خو ملګري ملتونه او همکارو ادارو یې د افغانستان خلکو او کروند‌ه‌ګرو ته هیڅ کار نه دی کړی، په داسې حال کې چې د کوکنارو پر کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو په خلکو مثبت اغېز کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د تریاکو کښت او د نشه‌یي توکو کاروبار منعه کړ؛ خو لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي او طالبان نه دي توانېدلي، چې کرونده‌ګرو ته د کنارو بدیل ورکړي.

دا رنګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم په وار، وار ویلي، چې لا له هغه هېواده د دوی هېوادونو ته د نشه‌یي توکو قاچاق نه یوازې دا چې کم شوی نه دی؛ بلکې څو برابره زیات شوی هم دی.

ایراني چارواکو څو، څو ځلې ویلي، چې له افغانستانه ایران ته د صنعتي شویو نشه‌یي توکو قاچاق مخ په زیاتېدو دی او داسې هم ویل کېږي، چې په دغو قاچاقو کې طالب لوړپوړي چارواکي لاس لري.

د ماشوم ژغورنې سازمان: په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو څخه ۳ یې له لوږې سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وړاندوينه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶.۵ میليونه افغان ماشومان د لوږې له بحران سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې د نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره بشري مرستې زیاتې کړي.

د ماشومانو ژغورنې سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) لیکلي، چې سېلابونه، وچکالي او د افغان کډوالو راستنېدل په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتوالي لاملونه دي.

د معلوماتو له مخې؛ تر پنځو کلونو کم عمره دوه میلیونه ماشومان په ډېرې خوارځواکۍ اخته دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر ارشد مالک وايي؛ د روان کال له پیله تر اوسه د څه باندې ۷زره خوارځواکو ماشومانو درملنه شوې ده.

هغه د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو تر څنګ لوږه د افغانستان په لویو برخو کې د «ماشومانو لپاره خطرناک حالت» وباله.

مالک وويل، چې دوی په بغلان کې يو «ګرځنده کلينيک» جوړ کړى دى.

په دې کلینیک کې نارینه او ښځینه ډاکټران، د رواني روغتیا متخصصين او د ماشومانو د ساتنې کسان کار کوي.

هغه وويل، «په سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان پاکو اوبو ته محدود لاس رسی لري او يو شمېر يې د معدې ناروغي لري.»

دې سازمان ته یوه مراجعه کوونکي وويل: «ډېر وختونه موږ د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لرو، زه غمجن یم کله، چې زما ماشومان وږي وي.»

هغه وویل، چې ځینې وختونه دوی په لوږه ويده کيږي.

د روسیې ځانګړی استازی: مسکو طالبانو ته د سنټ پیټرز بورګ غونډې ته بلنه ورکړې ده

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو طالبانو ته د سنټ پیټرزبورګ په نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده. ضمیر کابلوف ویلي، چې د غونډې بلنه طالبانو ته استول شوې ده. د هغه په ​​وينا؛ طالبان لېواله دي چې له روسيې څخه تېل او نور توکي واخلي.

دغه ډېپلوماټ د تاس خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه په دې غونډه کې له طالب استازو سره پر کومو مسایلو خبرې کوي وويل: «د همکارۍ ډېرې هیلې شته.»

تاس خبري اژانس د ضمير کابلوف له قوله په يو بل خبر کې لیکلي، چې د روسيې د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو ولسمشر پوتين ته وړانديز کړی، چې طالبان دې د ممنوع الخروج سازمانونو له لېست څخه وباسي.

د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي، چې تل له طالبانو سره د روسيې د اړيکو د پراخولو په لټه کې دی مخکي ويلي وو، چې «طالبان نور د روسيې دښمنان نه دي.»

ضمیر کابلوف په تیرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه مخکې ویلي وو، چې طالبان د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه پر روسیه باور لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:‌ د پاسپورت رییس په کندهار کې نه دی توقیف شوی

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغې ډلې د پاسپورټ ادارې مشر مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار کې نه دی توقیف شوی.‌

هغه ویلي: "څه موده وړاندې، د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي."

عبدالمتین قانع ټینګار کوي، چې د پاسپورټ ریاست چارې په عادي توګه روانې دي او هېڅ کومه ستونزه پکې نه شته دی.

ځینو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ چې د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عبدالکريم حسيب د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي له دریېمې راهيسې د ملا هبت الله په امر نیول شوی او بندي دی.

تصویري راپور: په کندهار کې د ځينو بنديزو سره - سره خلکو د شالمار په مېله کې برخه واخیسته

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

له کندهار څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر مېله والو د شالمار تاريخي مېلې ځنې انځورونه ليږلی، چې پکې بېلا- بېلې لوبې ترسره کوي. د مېلې ګډونوال وايي، چې دغه مېله د نورو کلونو په پرتله بې رنګه وه؛ ځکه د طالبانو بنديزونه پکې زیات وو.

په کندهار کې د شالمار په نوم مېله، چې شاوخوا ۴۰ ورځې دوام کوي، هر کال د توت پخېدو پر مهال د ارغنداب په ولسوالۍ کې جوړيږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې مېلې ځني برخې په تصوير کې وړاندې کوي.

د کندهار  ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب زيات او تفريحي پارک
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب زيات او تفريحي پارک

په دې مېله کې د ښار ترڅنګ د ولسواليو، د ډېورنډ کرښې د ها غاړې چمن او لېرې پرتو سیمو خلک برخه اخلي.

د مېلې ګډنوال تر ډېره تفريحي لوبې او په خاص ډول محلي لوبه غېږنيونه ترسره کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالي د شارلمار په نوم د مېلې برخوال
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالي د شارلمار په نوم د مېلې برخوال

یو شمېر میله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د تصويرونو د ليږولو ترڅنګ ويلي، چې طالبانو ورباندې ډېر بنديزونه لګولي او طالب استخباراتو به پرله پسې تعقیبول.

ارغنداب کې د شالمار مېلې پر مهال د غېږنيونې محلي لوبه، چې سلګونه کسان يې ننداره کوي
100%
ارغنداب کې د شالمار مېلې پر مهال د غېږنيونې محلي لوبه، چې سلګونه کسان يې ننداره کوي

د دوی په خبره، چې مخکې به يې په دې مېله کې د «موسيقي، لډو، قطعو، اتڼ، دریا ږغول او نورې تفريحي لوبې» کولې، چې سږ کال ورته طالبانو اجازه نه ورکول.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د زيارت په تفريحي پارک کې مېله وال د نښې ويشتلو پرمهال
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د زيارت په تفريحي پارک کې مېله وال د نښې ويشتلو پرمهال

مېله وال وايي، چې طالبانو تر ډېره د دوی د شخصي مجلسونو او ناستو د ويډيو او عکس اخيستلو اجازه هم نه ورکول.

ارغنداب ولسوالۍ په یوه تفريحی پارک کې د مېله والو مازیګری
100%
ارغنداب ولسوالۍ په یوه تفريحی پارک کې د مېله والو مازیګری
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې پر مهال د مېله والو ماښامنی خپل منځي مجلس
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې پر مهال د مېله والو ماښامنی خپل منځي مجلس
د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه ماشومان توتان پلوري
100%
د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه ماشومان توتان پلوري
په ارغنداب ولسوالۍ کې د محلي لوبې غېږنيونې یوه برخه
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د محلي لوبې غېږنيونې یوه برخه
د ارغنداب ولسوالۍ عمومي لاره، چې خلک تګ راتګ پرې کوي
100%
د ارغنداب ولسوالۍ عمومي لاره، چې خلک تګ راتګ پرې کوي
په ارغنداب ولسوالۍ کې يو کس په ليړۍ کې پېرکي پلوري او د مشتريانو په انتظار ولاړ دی
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې يو کس په ليړۍ کې پېرکي پلوري او د مشتريانو په انتظار ولاړ دی
ماشومان د سړک پر غاړه توتان پلوري
100%
ماشومان د سړک پر غاړه توتان پلوري
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې ګډونوال د نښې ويشتلو پر مهال
100%
په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېلې ګډونوال د نښې ويشتلو پر مهال
د ارغنداب ولسوالۍ رود، چې ماشومان او مېله کوونکي پکې لامبو وهي
100%
د ارغنداب ولسوالۍ رود، چې ماشومان او مېله کوونکي پکې لامبو وهي
د شالمار په مېله کې د غيږ نيونې لوبې د نندارچيانو یوه برخه
100%
د شالمار په مېله کې د غيږ نيونې لوبې د نندارچيانو یوه برخه

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار د دغې مېلې ډېرې برخې د نورو کلونو بر عکس سږ کال له وخت څخه مخکې ختمې شوې او يو شمېر مېله کوونکي خپلو سيمو ته تللي، چې دوی یې لامل د طالبانو بنديزونه او محدودیتونه یادوي.