• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان د دولتي رازونو په قضیه کې برات ترلاسه کړ، خو بیا به هم په زندان کې پاتې کیږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د عمریان خان وکیل او د هغه ګوند د دوشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان یوې ایالتې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند سزا لغوه کړه؛ خو نوموړی ​​به په یوه بله قضیه کې د محکومیت له امله د اوس لپاره په بند کې پاتې شي.

۷۱ کلن خان په ۲۰۲۲ کال کې په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر له خوا اسلام اباد ته د لېږل شوو پټو اسنادو د خپرولو په تور د یوې ابتدايي محکمې له خوا په لس کاله بند محکوم شوی و.

نوموړی د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې په بند کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي، چې په همدې قضیه کې له عمران سره محکوم شوی و،‌ هم برات ترلاسه کړی.

قریشي د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ پورې د عمران خان د بهرنیو چارو وزیر و.

د هغه برات د عمران خان لپاره لویه بریا بلل کیږي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د حقوقي چارو یوه ویاند نعیم پنجوتا پر اېکس ټولنیزې شبکې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي: "د خدای شکر دی، محکومیت ختم شو."

عمران خان ویلي، چې په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر له خوا اسلام اباد ته د لېږل شویو پټو اسنادو خپرول، د هغه د حکومت پر وړاندې د پاکستان د اردو او متحده ایالاتو د دسیسې ثبوت و.

هغه ویلي، چې دغې دسیسې په ۲۰۲۲ کې د نوموړي حکومت نسکور کړ او لامل یې دا و، چې هغه پر ​​اوکراین د روسیې له یرغل یو څه دمخه مسکو ته تللی و.

واشنګټن او د پاکستان پوځ دغه تورونه رد کړي دي.

د دولتي رازونو قضیه یوه له هغو څلورو قضیو څخه وه، چې عمران خان په فېبرورۍ میاشت کې د پاکستان له ټولټاکنو څخه مخکې محکوم شوی و.

د دغو قضیو له ډلې د دوو نورو سزاګانې د عمران خان د استیناف غوښتنې وروسته وځڼډول شوې.

خو د دوشنبې په ورځ د برات اخیستو سربېره؛ د کریکټ دغه پخوانی ستوری به په بند کې پاتې شي.

نوموړی، د خپلې درېیمې مېرمنې بشرا خان سره د واده کولو په یوه بله قضیه کې چې “د اسلامي دودونو سره په ټکر کې وه” په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد پوځ ته په اشارې سره ويلي، چې «په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي.» هغه وايي، له ترهګرۍ سره مبارزې «ترهګري لا زیاته کړې ده.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه هیواد کې د نا امنۍ په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې «که چیرې ترهګر له افغانستان څخه راځي نو پر ډیورنډ کرښه ولاړ پوځيان یې ولې راپریږدي.»

هغه وايي، هغه مهال چې «پرویز مشرف د پاکستان واک په لاس کې لرل، امریکا ته یې د افغانستان د بمبارد لپاره د پاکستان هوايي اډې په واک کې ورکړې او زرګونه افغانان یې پې ووژل.»

مولانا د پاکستان پوځ ته په اشارې وايي، «کله چې تاسو افغانان بمباردول هغوی له تاسو شکایت وکړ؟ تاسو خپله فضا امریکا ته د بمبارد لپاره ورکړه او شل کاله مو زرګونه کسان پې ووژل هغوی له تاسو ګیله وکړه؟»

د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې زیاتې کړې دي او د تحریک انصاف عمران خان ګوند سره یې په ګډه په سیاسي مخالفت لاس پورې کړی.

شنونکي وايي، مولانا فضل الرحمان چې کله هم په پاکستان کې له سیاسي امتیازه بې برخې شي نو د حکومت او پوځ په وړاندې پارونکي ویناوې کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کړې وې چې د «افغانستان د تېر جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې لپاره یې له پاکستانه ۳۰ زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره استولي وو.»

خو د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان: له دوه نیم زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او زور ۲۶۷۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي. دغه وزارت وایي؛ له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه بې سرپرسته ماشومان او له پاکستانه په راستنو شویو کډوالو کې ۱۲ بندیان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایران څخه ۱۹۵۸ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.

یاد وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي چې د کورنیو موندلو په موخه د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه یاد وزات وايي، چې د غبرګولي میاشت په ۱۱مه او ۱۲مه نیټه ۷۱۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزات د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو په حواله وايي، چې ۷۰ کورنۍ چې د غړو یې ۲۷۰ تنو ته رسیږي د تورخم او ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۳۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارو په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د پاکستان له لوري په جبري توګه په تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۱۲ هغه بندیان هم شامل وو چې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د کډوالو وزارت ویلي؛ چې تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان دفترونو ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.

د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په زور او خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

قرغزستان له تاجکستان سره په همکارۍ پاکستان ته برېښنا صادروي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د قرغزستان د انرژۍ وزارت د دغه هېواد د انرژۍ د پراختیا لس کلن ملي پلان اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به، قرغزستان د تاجکستان په همکارۍ په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته برېښنا صادروي. دغه بریښنا به افغانستان او سویلي اسیا ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې صادرېږي.

دغه هېواد په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې سویلي اسیا ته ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا صادره کړي.

د قرغزستان د انرژۍ وزارت ویلي، د دغه هېواد د اوبو برېښنا بندونه په اوړي کې د سویلي اسیا هېوادونو ته د برېښنا د صادرولو ظرفیت لري، خو قرغزستان معمولاً په ژمي کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي.

د قرغزستان چارواکي وايي، چې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات به هر کال زیات شي. دغه وزارت پلان لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات ۱.۷ میلیارد کیلو واټ په ساعت کې لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پېل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د کاسا ۱۰۰۰پروژې د بیا پېلولو په موخه ګډ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون وروسته له هغې لاسلیک شو چې د بشکیک او دوشنبې ترمنځ سرحدي شخړې او په هغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو کار ودرول شو.

قرغزستان اوس مهال له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د لوړ ولتاژ برېښنا مزي جوړوي. همدا راز په افغانستان کې هم د برېښنا مزو د جوړولو کار بیا پیل شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درول شوي و.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له افغانستان سره د نړۍوال بانک د پراختیايي مرستو د ځنډولو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې. خو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ د دغې پروژې کار چټک شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو د ويتنام د سفير مېرمن تر ورکېدو وروسته موندلې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو نن شنبه خبر ورکړی، چې پولیسو په دې هیواد کې د ویتنام د سفير مېرمن له ناردکه کېدو وروسته موندلې ده. پوليس وايي، چې هغه د ناين پارک په يوه ورزشي کلب کې وه او تر موندولو وروسته یې له خپل مېړه سره کور ته ولېږل شوه.

جيو نيوز وايي، د ویتنام د سفير د مېرمنې له نادرکه کېدو سره سم د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن رضا نقوي امنيتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د هغه په پيدا کېدو او خوندي کولو کې بيړنې اقدامات وکړي.

د معلوماتو له مخ د همدې مېرمنې د موندلو لپاره پوليسو ۷ بېلابېلې ډلې جوړې او بيړنې پلټنې يې پيل کړې.

پوليسو ويلي، چې د سفير مېرمن خوندي موندل شوې او اوس مهال په خپل کور کې ده.

پاکستاني پوليسو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، چې دا مېرمن د څومره وخت لپاره ورکه وه.

پاکستان راتلونکي مالي کال ته ۳.۶ سلنه ودې او تر ۱۲ سلنې د انفلاسیون کمېدو ته هیله من دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزارت وايي، راتلونکي مالي کال کې هیله لري چې تر ۳.۶۰ سلنې وده وکړي او تر ۱۲ سلنې انلاسیون کم شي. دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، دغه هېواد به د ۳ ورځو په ځنډ د جون پر ۱۰ کلنۍ بودیجه اعلان کړي. پاکستان کې مالي کال د جولای په اوله یانې نږدې یوه میاشت وروسته پیلېږي.

راتلونکي مالي کال ته د پاکستان د پلان وزارت دا هیله منتیا په داسې مهال ده چې له پیسو نړیوالو صندوق سره پر نور پور خبرې کوي.

دا وزارت وايي، دغه هیله منتیا یې له سیاسي ټیکاو، د پیسو ارزښت او د پسو نړیوال صندوق پروګرام له مخې د اقتصادي ټیکاو له پلانونو او د سونتوکو او نورو موادو د نرخ د کمېدو له اټکل سره تړلې ده.

د پاکستان مرکزي بانک هم د تېرې مۍ میاشتې لومړیو کې خپل نیم کلن راپور کې وویل، چې په ځینو اقتصادي برخو کې له پرمختګ سره د سیاسي ناڅرګندتیا له امله د دغه هېواد اقتصاد له خنډونو سره لاس ګرېوان دی.

له دې سره دغه بانک د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د پاکستان ناخالصه وده له دوو تر درې سلنې اټکل کړه.