• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دیني عالمان: د طالبانو د فتوا په اساس د دې ډلې د قاضي القضات او نورو چارواکو حج باطل دی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ وه او د حج مراسم پر ځای شوي دي. دغه عالمان وايي: “د طالبانو قاضي القضات او نور چارواکي هم په حج کې دي، که هغوی د دوشنبې په ورځ د اختر فتوا ته صادق وي؛ نو حج یې باطل دی”.

د ننګرهار د یوې دیني مدرسې استاد او دیني عالم چې د امنیتي ستونزو له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې حکم کړی، چې د یکشنبې په ورځ د عرفې ورځ ده او په خپله د طالبانو قاضي القضات په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون لري.

هغه زیاته کړه: “دا چې د افغانستان ستره محکمه حکم کوي، چې اختر دوشنبه دی، دا په دې معنا چې فتوا د قاضي القضات له خوا منل شوې نو که هغه دا فتوا ورکړې وي، بیا د قاضي القضات او نورو ټولو طالب چارواکو حج باطل دی”.

نوموړی وايي، چې که چېرې د طالبانو قاضي القضات په خپله د شنبې په ورځ د حج مراسم ترسره کړې وي؛ نو دا په دې معنا چې د هغه فتوا باطله ده او اختر د یکشنبې په ورځ دی.

هغه وویل: “حضرت محمد ص فرمایلي دي، چې حج عرفه ده. پرته له عرفې حج ناممکن دی؛ نو پس د طالبانو د قاضي القضات فتوا باطله ده او اختر د یکشنبې په ورځ دی”.

د کابل یو بل دیني عالم افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په ټولو مذاهبو کې پر دې اجماع شوې، چې عرفه د حج رکن دی او هېڅ ډول تردید پکې نه شته.

نوموړي زیاته کړه: “د طالبانو قاضي القضات په خپله فتوا ورکړې، چې عرفه د یکشنبې په ورځ ده او په خپله حج ته تللی، هلته عرفه د شنبې په ورځ وه دا په دې معنا چې د هغه او نورو ټولو طالبانو چې حج ته تللي حج یې باطل دی او هلته تګ یې عبث دی”.

یاد دیني عالم زیاتوي، چې د طالبانو د چارواکو حج ته تګ په “منافقت” کې حسابیږي او مکې مکرمې ته تګ یې بې معنا دی.

د کندهار یو دیني عالم افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې حج څلور رکنونه (احرام تړل، عرفه، طواف او صفا و مروا) لري او باید یاد رکنونه پر ځای شي.

نوموړی وايي: “په دغو رکنونو کې که یو هم قضا شي نو حج باطل دی؛ نو که چېرې د طالبانو قاضي القضات په خپله فتوا کې صادق وي؛ نو حج یې باطل دی او که صادق نه وي بیا یې حج ته تګ منافقت دی”.

یاد دیني عالم زیاتوي، چې په اسلام کې که چېرې یو قاضي او مفتي د شخصي سلیقې په اساس فتوا او حکم ورکوي، حکم او فتوا یې د منلو نه ده.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو سترې محکمې په افغانستان کې یکشنبه د عرفې ورځ او دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده؛ خو په سعودي عربستان کې نن شنبه د عرفې ورځ وه او حاجیانو د حج لومړی رکن پر ځای کړ.

د طالبانو پر دغې پرېکړې د ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو دیني عالمانو نیوکې وکړې او د طالبانو دغه پرېکړه یې له پاکستان سره د یووالي په معنا یاده کړه.

د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په ګډون سراج الدین حقاني او د دغې ډلې له ۳۱ زیات چارواکي دا مهال د حج په مراسمو کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د مزارشريف اوسېدونکي په دغه ښار کې د جنايي جرمونو له زياتوالي اندېښمن دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د مزارشريف ځینې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په اړيکه کې په دغه ښار کې د ناامني او جنايي جرمونو پر زياتېدو اندېښنه وښوده. دوی وايي چې په وروستیو میاشتو کې د پخواني حکومت کارکوونکي او د بلخ د سوداګرو کورنۍ په دې ښار کې وژل کېږي او تښتول کېږي.

د بلخ ولایت اوسیدونکي طالبان او د دغې ډلې سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې په «ترور او تښتونو» کې په لاس لرلو تورنوي.

د غبرګولي مياشتې په پيل کې وسله والو کسانو په بلخ کې د پخواني حکومت د عامې روغتيا پر مرستيال ډاکټر يوسف صميم او د هغه پر ورور قاضي محمد ياسين بريد وکړ.

په دغه برید کې د ډاکټر یوسف صمیم ورور قاضي محمد یاسین په ډزو ووژل شو او ښاغلی صمیم پخپله سخت ټپي شو. دغه پخوانی دولتي چارواکی دا مهال په کابل کې بستر دی.

د مزارشريف دغه اوسېدونکي وايي، لږ تر لږه څلور مرمۍ يې په خېټه او شا کې لګېدلې دي.

له دې برید څو ورځې وروسته طالبانو ادعا وکړه،چې د دې پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.

خو طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.

له مزارشريف څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د دې پېښې دوه عاملين د بلخ د دريمې لوا د طالبانو استخباراتي مامورين وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په لومړيو کې هم د بلخ د يوه سوداګر ماشوم د ناپېژاندو وسله والو له خوا چې د طالبانو يونيفورم يې اغوستی و وتښتاوه.

دغه ماشوم د بلخ ولايت د مالچو د يوه سوداګر حاجي عبدالله زوی و، چې له دوو اوونيو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد شو.

طالبانو ادعا کړې چې د دغه ماشوم د تښتولو په تور يې درې تنه نيولي دي، تر اوسه یې د دغو تښتوونکو د هويت او په دې ډله کې د هغوى د غړيتوب په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت د خلکو کورونه څو ځلې د طالبانو له لوري تالاشي شوي او په دغه ښار کې عام خلک وسلې ته لاس رسی نه لري.

د بلخ د دغو اوسېدونکو په خبره، طالبان پر دوی فشار راوړي چې د دغه ښار له سوداګرو پیسې واخلي.

طالبان وايي د لوی اختر لپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، له استخباراتو لوی ریاست او دفاع وزارت سره په ګډه یې د لوی اختر د لمانځلو لپاره سخت امنيتي تدابير نیولي دي. عبدالمتين قانع خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو، پټاکيو او د لمبه يي توکو له استعمال جدي ډډه وکړي.

د طالبانو نورو چارواکو هم له خکو ورته غوښتنه کړې او وايي، سرغړوونکي به له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

ښاغلي قانع نن پر خپله اېکس پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې د خپل امنیتی پلان په هکله وايي، د لوی اختر د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجدونو، عیدګاه جوماتونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې سېمو لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

قانع زياتوي، چې دغه امنيتي پلان یې د طالبانو د فاع وزارت او استخباراتو ادارې سره په ګډه عملي کوي.

طالبانو په تېر اختر کې هم د کلکو امنیتی تدابیرو خبره کوله او په نتیجه کې یې په هغه اختر کې هم کومه څرګنده امنیتي پېښه ونه شوه.

د طالبانو ستره محکمه: د ملا هبت الله په امر له بندخونو نږدې ۳۵۰ بندیان خوشي شول

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې د مشر په امر یې د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ بندیان خوشي او د ۲۷۰ زندانیانو د بند موده یې کمه کړې ده. د دې محکمې په نننۍ اعلاميه کې راغلي، چې دغه بنديان د بخښنې مستحق وو او د افغانستان له بېلابېلو بندخونو ازاد شوي دي.

طالبانو له خوشې شويو بندیانو غوښتي، چې له منفي کړنو لاس واخلي او خپل عادي ژوند غور وکړي.

په اعلاميه کې د خوشي شويو بنديانو د جرمونو په اړه جزيات نه دي ورکول شوي او دا يې هم نه دي ويلي، چې دا بنديان سياسي که جنايي وو.

طالبانو په تېر کوچنۍ اختر کې هم د ۲۸۵۵ بندیان د خوشي کولو او له زرو څخه د ډیرو بندیانو د بند مودې کمېدو خبر ورکړی وو.

د طالبانو د زندانونو ادارې نظامي مرستیال تېر کال په سلواغه مياشت کې وویل، چې دا ډله د ۲۵ بهرنیو اتباعو او شاوخوا ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره بندیان لري.

د هرات اټک انرژۍ فوټبال لوبډلې د اسیا چلینج لیګ سياليو ته لار ومونده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۱

افغانستان فوټبال فدراسیون ويلي، د دغه هېواد د فوټبال لیګ اتل ټیم «د هرات اټک انرژۍ لوبډلې» د اسيا چلينج لیګ سياليو ته لار ومونده. فدراسيون زياتوي، دې لوبډلې د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د ټولو معيارونو پوره کولو سره په اسیا چلینج لیګ سياليو کې د ګډون جواز تر لاسه کړ.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي، چې په دې سیاليو کې د ګډون لپاره به دوی د اټک انرژۍ او اسيا فوټبال کنفدراسيون ترمنځ پاته چارې منظمي مخ ته بوځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون زياتوي، چې د اتلانو فوټبال لیګ د درې فصلونو تر سره کولو سره افغان لوبډلې د معياري کېدو په لور روانې دي.

د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ دريم پړاو سيالۍ په تېره غويي مياشت کې په کابل کې پای ته ورسېدې.

په دغو سيالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت يې دوام وکړ.

په افغانستان کې د اتلانو فوټبال لیګ د دویم او درېيم پړاو سياليو اتلولې هرات اټک انرژۍ په خپل نوم کړې.

پخوانی طالب چارواکی: د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د امیر استبداد او مطلقه واکمني د اسلامي ټولنو د زوال یو اصلي لامل دی. ښاغلی ضعیف زياتوي هر «امیر»، چې د مطلق قدرت واکمن شي، د وخت په تیریدو سره به په «مطلق استبداد» بدل شي.

د عبدالسلام ضعيف په وینا « له هغه وروسته، چې امیر په اسبتدادي بدل شي، د تملق خلګ ځان ته ورنژدې کوي، د علم او فکر خلګ به ځني ليري کيږي.»

د طالبانو د لومړي حکومت دغه پیژندل شوي ډیپلومات نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د وخت په تیریدو سره د امیر پریکړې او فرمانونه د «تملق» پر بنسټ جوړیږي.

عبدالسلام ضعیف وړاندیز وکړ چې یوه «مقتدره رهبري شورا» د امیر «خالي ځای»ډکولی شي.

عبدالسلام ضعیف، چې د ملا عمر په دوره کې یې په مهمو دولتي پوستونو کې کار کړی و، په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې ونیول شو او بیا ګونتانامو زندان ته یووړل شو.

ښاغلی ضعیف له درې کاله بند وروسته په ۲۰۰۵ کال کې له ګونتانامو خوشی شو.

وروسته یې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال په کابل کې د «افغان بنسټ» په نوم یو دیني بنیاد جوړ کړ.

ښاغلي ضعیف پر اېکس پاڼه په خپل دغه یادداشت کې د مسولیتونو غفلت او ناوړه ګټه اخیستنه او همدارنګه د امیر او د هغه د خپلوانو لخوا له شریعت سره د شخصي غوښتنو ګډول د اسلامي ټولنو د زوال د نورو عواملو په توګه یاد کړي دي.

د طالبانو د ډلې دغه جګپوړی چارواکی ويلي دي، دا ډیره مهمه ده چې هر څوک مسوولیت په غاړه اخلي باید په خپل کار کې غفلت ونه کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې که څوک د ورسپارل شوي مسوولیت وړ نه وي باید استعفا ورکړي، څو پر ځای یې بل کس وټاکل شي.

ښاغلى ضعيف، چې په کابل کې د «افغان بنسټ» مسوول دى وايي، دا هم مهمه ده،چې قانون او شريعت د شخصي «خوښيو» څخه لري درک شي.

د ده په وينا، چې که د شخصي خوښيو پر ځای پرېکړې وشي د اختلاف او نافرمانۍ لامل کيږي.