
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، له استخباراتو لوی ریاست او دفاع وزارت سره په ګډه یې د لوی اختر د لمانځلو لپاره سخت امنيتي تدابير نیولي دي. عبدالمتين قانع خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو، پټاکيو او د لمبه يي توکو له استعمال جدي ډډه وکړي.
د طالبانو نورو چارواکو هم له خکو ورته غوښتنه کړې او وايي، سرغړوونکي به له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
ښاغلي قانع نن پر خپله اېکس پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې د خپل امنیتی پلان په هکله وايي، د لوی اختر د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجدونو، عیدګاه جوماتونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې سېمو لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي.
قانع زياتوي، چې دغه امنيتي پلان یې د طالبانو د فاع وزارت او استخباراتو ادارې سره په ګډه عملي کوي.
طالبانو په تېر اختر کې هم د کلکو امنیتی تدابیرو خبره کوله او په نتیجه کې یې په هغه اختر کې هم کومه څرګنده امنیتي پېښه ونه شوه.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې د مشر په امر یې د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ بندیان خوشي او د ۲۷۰ زندانیانو د بند موده یې کمه کړې ده. د دې محکمې په نننۍ اعلاميه کې راغلي، چې دغه بنديان د بخښنې مستحق وو او د افغانستان له بېلابېلو بندخونو ازاد شوي دي.
طالبانو له خوشې شويو بندیانو غوښتي، چې له منفي کړنو لاس واخلي او خپل عادي ژوند غور وکړي.
په اعلاميه کې د خوشي شويو بنديانو د جرمونو په اړه جزيات نه دي ورکول شوي او دا يې هم نه دي ويلي، چې دا بنديان سياسي که جنايي وو.
طالبانو په تېر کوچنۍ اختر کې هم د ۲۸۵۵ بندیان د خوشي کولو او له زرو څخه د ډیرو بندیانو د بند مودې کمېدو خبر ورکړی وو.
د طالبانو د زندانونو ادارې نظامي مرستیال تېر کال په سلواغه مياشت کې وویل، چې دا ډله د ۲۵ بهرنیو اتباعو او شاوخوا ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره بندیان لري.
افغانستان فوټبال فدراسیون ويلي، د دغه هېواد د فوټبال لیګ اتل ټیم «د هرات اټک انرژۍ لوبډلې» د اسيا چلينج لیګ سياليو ته لار ومونده. فدراسيون زياتوي، دې لوبډلې د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د ټولو معيارونو پوره کولو سره په اسیا چلینج لیګ سياليو کې د ګډون جواز تر لاسه کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسيون نن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي، چې په دې سیاليو کې د ګډون لپاره به دوی د اټک انرژۍ او اسيا فوټبال کنفدراسيون ترمنځ پاته چارې منظمي مخ ته بوځي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زياتوي، چې د اتلانو فوټبال لیګ د درې فصلونو تر سره کولو سره افغان لوبډلې د معياري کېدو په لور روانې دي.
د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ دريم پړاو سيالۍ په تېره غويي مياشت کې په کابل کې پای ته ورسېدې.
په دغو سيالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت يې دوام وکړ.
په افغانستان کې د اتلانو فوټبال لیګ د دویم او درېيم پړاو سياليو اتلولې هرات اټک انرژۍ په خپل نوم کړې.
په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د امیر استبداد او مطلقه واکمني د اسلامي ټولنو د زوال یو اصلي لامل دی. ښاغلی ضعیف زياتوي هر «امیر»، چې د مطلق قدرت واکمن شي، د وخت په تیریدو سره به په «مطلق استبداد» بدل شي.
د عبدالسلام ضعيف په وینا « له هغه وروسته، چې امیر په اسبتدادي بدل شي، د تملق خلګ ځان ته ورنژدې کوي، د علم او فکر خلګ به ځني ليري کيږي.»
د طالبانو د لومړي حکومت دغه پیژندل شوي ډیپلومات نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د وخت په تیریدو سره د امیر پریکړې او فرمانونه د «تملق» پر بنسټ جوړیږي.
عبدالسلام ضعیف وړاندیز وکړ چې یوه «مقتدره رهبري شورا» د امیر «خالي ځای»ډکولی شي.
عبدالسلام ضعیف، چې د ملا عمر په دوره کې یې په مهمو دولتي پوستونو کې کار کړی و، په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې ونیول شو او بیا ګونتانامو زندان ته یووړل شو.
ښاغلی ضعیف له درې کاله بند وروسته په ۲۰۰۵ کال کې له ګونتانامو خوشی شو.
وروسته یې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال په کابل کې د «افغان بنسټ» په نوم یو دیني بنیاد جوړ کړ.
ښاغلي ضعیف پر اېکس پاڼه په خپل دغه یادداشت کې د مسولیتونو غفلت او ناوړه ګټه اخیستنه او همدارنګه د امیر او د هغه د خپلوانو لخوا له شریعت سره د شخصي غوښتنو ګډول د اسلامي ټولنو د زوال د نورو عواملو په توګه یاد کړي دي.
د طالبانو د ډلې دغه جګپوړی چارواکی ويلي دي، دا ډیره مهمه ده چې هر څوک مسوولیت په غاړه اخلي باید په خپل کار کې غفلت ونه کړی.
هغه ټینګار وکړ، چې که څوک د ورسپارل شوي مسوولیت وړ نه وي باید استعفا ورکړي، څو پر ځای یې بل کس وټاکل شي.
ښاغلى ضعيف، چې په کابل کې د «افغان بنسټ» مسوول دى وايي، دا هم مهمه ده،چې قانون او شريعت د شخصي «خوښيو» څخه لري درک شي.
د ده په وينا، چې که د شخصي خوښيو پر ځای پرېکړې وشي د اختلاف او نافرمانۍ لامل کيږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یو ځل بیا د دې ډلې سترې محکمې دا اعلان تکرار کړ، چې راتلونکې دوشنبه د غبرګولی ۲۸مه د اختر لومړی ورځ ده. تر دې مخکې تمه کېده چې ممکن طالبان د تېرې روژې په څېر له خپلې پرېکړې واوړي او اختر له سعودي سره یو ځای او د یکشنبې په ورځ وکړي.
خو د لوي اختر په اړه د طالبانو دغه رسمي او دوه ځلي اعلان ډیری افغانانو او د دې ډلې پلویانو ته پوښتنې پیدا کړې دي.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د سعودي عربستان پر ځای یوه ورځ وروسته اختر لمانځي.
د طالبانو د دې پرېکړې په اړه نه یوازې د دیني عالمانو او عامو افغانانو غبرګونونونه راپارولي بلکې دا ناراضیتي د دې ډلې تر غړو هم رسېدلې ده.
د دوی لپاره تر ټولو لویه پوښتنه د عرفې د روژې په هکله ده چې هر کال یې افغانان عرفات د حجایانو د تللو په ورځ نیسي.
د طالبانو د بیا ځلي واک ته راسېدو سره په لومړیو وختونو کې د المپیک ادارې مشر نظر محمد مطمین په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې « ډیر بحث به نه کوو، پرته له جید علماوو او سترې محکمې؛ دا نورو ته چا ویلي چې د عرفې ورځې د تاخبر اړوند دلایل وایې او خپروي یې، دوی تیر کلونه عرفات روژه کومه ورځ نیوله،؟ بل داچې د افغانستان له جوړښت تر تیر کال خلکو عرفات روژه د حاجیانو د عرفات په ورځ نیوله هغه به یې راګرځوي که څنګه؟»
ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي ګوند پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سعودي خلاف یې د دوشنبې ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده او خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.
افغانستان تقریبا په تاریخ کې همېش له سعودي سره په ګډه لوی او کوچنی اختر کړی دی او د طالبانو اوسنۍ پرېکړه ورته په اسلامي امت کې د نفاق نښه ښکاري.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د طالبانو ددې پرېکړې په غبرګون کې په خپل اېکس پاڼې په یادښت کې لیکلي، «کله به چې پنجاب یوه ورځ وروسته د سعودي عربستان اختر کاوه موږ افغان ولس به ویل چې تاسو دا تور لنګي ګورئ چې په اسلامي مقدساتو کې هم اختلافات زیږوي.»
په همدې حال کې ټولنیز فعال حمد الله همدرد په خپل فیسبوک کې لیکلي، « د سیاسي پرېکړو لپاره دین نشو بدلولی او سبا (یکشنبه)د لوي اختر لومړی ورځ ده.»
ځینې افغانانو دا پوښتنه مطرح کړې ده، چې په تېر کوچني اختر کې په افغانستان او سعودي کی مياشت په يوه شپه ولیدل شوه او بيا په لوی اختر کې دا شپه ولې توپیر لري؟
له دې سره ځینې روڼ اندي په دې باور دي چې طالبانو یوازې د خپل حاکمیت د منلو لپاره له ورته لارو څخه استفاده کوي ترڅو پر ولس خپل فشار زیات کړي.
خو د طالبانو له پرېکړې سره بیا هم له افغانستان تللی حاجیان نن د عرفات غونډۍ ته ختلي او ډېرو افغانانو د دوی په حاکمیت کې نن بیا هم د عرفې روژه نیولې ده.
۱۰۰۰ ورځي کیږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړي، د دغو زر ورځو له پوره کېدو سره، د بښنې نړۍوال سازمان له دغې ډلې وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.
دغه سازمان ویلي، چې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو سیاستونه د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.
د بشري حقونو دغه سازمان د «زده کړې جرم نه دی» هشتګ په کارولو سره لیکلي، چې طالبان باید سمدستي ټول منځني او له هغه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیدو یوه میاشت وروسته، دغه ډلې هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو د نجونو د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې.