• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له خوا د لوی اختر یوه ورځ ځنډولو ته غبرګونونه

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یو ځل بیا د دې ډلې سترې محکمې دا اعلان تکرار کړ، چې راتلونکې دوشنبه د غبرګولی ۲۸مه د اختر لومړی ورځ ده. تر دې مخکې تمه کېده چې ممکن طالبان د تېرې روژې په څېر له خپلې پرېکړې واوړي او اختر له سعودي سره یو ځای او د یکشنبې په ورځ وکړي.

خو د لوي اختر په اړه د طالبانو دغه رسمي او دوه ځلي اعلان ډیری افغانانو او د دې ډلې پلویانو ته پوښتنې پیدا کړې دي.

د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د سعودي عربستان پر ځای یوه ورځ وروسته اختر لمانځي.

د طالبانو د دې پرېکړې په اړه نه یوازې د دیني عالمانو او عامو افغانانو غبرګونونونه راپارولي بلکې دا ناراضیتي د دې ډلې تر غړو هم رسېدلې ده.

د دوی لپاره تر ټولو لویه پوښتنه د عرفې د روژې په هکله ده چې هر کال یې افغانان عرفات د حجایانو د تللو په ورځ نیسي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته راسېدو سره په لومړیو وختونو کې د المپیک ادارې مشر نظر محمد مطمین په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې « ‏ډیر بحث به نه کوو، پرته له جید علماوو او سترې محکمې؛ دا نورو ته چا ویلي چې د عرفې ورځې د تاخبر اړوند دلایل وایې او خپروي یې، دوی تیر کلونه عرفات روژه کومه ورځ نیوله،؟ بل داچې د افغانستان له جوړښت تر تیر کال خلکو عرفات روژه د حاجیانو د عرفات په ورځ نیوله هغه به یې راګرځوي که څنګه؟»

ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي ګوند پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سعودي خلاف یې د دوشنبې ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده او خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

افغانستان تقریبا په تاریخ کې همېش له سعودي سره په ګډه لوی او کوچنی اختر کړی دی او د طالبانو اوسنۍ پرېکړه ورته په اسلامي امت کې د نفاق نښه ښکاري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د طالبانو ددې پرېکړې په غبرګون کې په خپل اېکس پاڼې په یادښت کې لیکلي، «‏کله به چې پنجاب یوه ورځ وروسته د سعودي عربستان اختر کاوه موږ افغان ولس به ویل چې تاسو دا تور لنګي ګورئ چې په اسلامي مقدساتو کې هم اختلافات زیږوي.»

په همدې حال کې ټولنیز فعال حمد الله همدرد په خپل فیسبوک کې لیکلي، « د سیاسي پرېکړو لپاره دین نشو بدلولی او سبا (یکشنبه)‌د لوي اختر لومړی ورځ ده.»

ځینې افغانانو دا پوښتنه مطرح کړې ده، چې په تېر کوچني اختر کې په افغانستان او سعودي کی مياشت په يوه شپه ولیدل شوه او بيا په لوی اختر کې دا شپه ولې توپیر لري؟
‏ له دې سره ځینې روڼ اندي په دې باور دي چې طالبانو یوازې د خپل حاکمیت د منلو لپاره له ورته لارو څخه استفاده کوي ترڅو پر ولس خپل فشار زیات کړي.

خو د طالبانو له پرېکړې سره بیا هم له افغانستان تللی حاجیان نن د عرفات غونډۍ ته ختلي او ډېرو افغانانو د دوی په حاکمیت کې نن بیا هم د عرفې روژه نیولې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۱

۱۰۰۰ ورځي کیږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړي، د دغو زر ورځو له پوره کېدو سره، د بښنې نړۍوال سازمان له دغې ډلې وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

دغه سازمان ویلي، چې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.

د بښنې نړۍ‌وال سازمان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو سیاستونه د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د «زده کړې جرم نه دی» هشتګ په کارولو سره لیکلي، چې طالبان باید سمدستي ټول منځني او له هغه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیدو یوه میاشت وروسته، دغه ډلې هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو د نجونو د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې.

یو شمېر افغانانو په بلجیم کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د نه منلو پر وړاندې لاریون وکړ

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۱

یو شمېر افغانانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د بلجیم په پلازمینه بروکسیل کې د افغانانو د پناه غوښتنې د نه منل کیدو پر وړاندې لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکو په خپلې اعلامیه کې لیکلي، چې لاریون یې په بلجیم کې د زیانمنو افغان کډوالو د پناه غوښتنې د نه منلو او د دوی پر وړاندې د دغه هېواد د چارواکو د نا عدالتۍ په وړاندې ترسره کړی دی.

دغه لاریون د جمعې په ورځ د ماسپښین له ۲ تر ۵ بجو ترسره شو.

100%

د دغه لاریون یو جوړونکی او ګډونوال علم خان خوګیانی افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په بلجیم کې شا وخوا د ۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې رد شوي دي.

علم خان خوګیانی زیاته، دا اتم ځل دی چې دوی لاریون کوي خو د بلجیم د حکومت له خوا یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلی خوګیانی وایي، هغو افغان کډوالو چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوي ډېری یې کم عمره ځوانان دي.

د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د قضیو پر وړاندې د بلجیم حکومت سخت دریځ کاروي او له نرمښت څخه کار نه اخلي.

ښاغلي خوګیاني په ټینګار سره وویل: «تر هاغه به دغو لاریونونو ته دوام ورکوي تر څو چې د بلجیم حکومت د افغان پناه غوښتونکو قضیو ته مثبت ځواب ووایي.»

طالبان وايي، چې د غور ولایت له سېلاب ځپلو سره یې لسګونه میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۱

په غور ولایت کې له ویجاړونکو او مرګونو سیلابونو یوه میاشت وروسته، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه ولایت ته سفر کړی.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر د جزیياتو له ورکولو پرته وايي، چې نوموړي په دغه سفر کې له سېلاب ځپلو سره «د لسګونو ميليونو افغانيو» مرسته کړې ده.

د طالبانو دغه چارواکی د پنجشنبې په ورځ غور ته ولاړ او د جمعې په ورځ یې د دغه ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل. ملا برادر ویلي، چې د مرستو د روښانه وېش لپاره يې فوق العاده کمېټه جوړه کړې ده.

د روان کال د غویی میاشتې په پای کې د غور ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس عبدالحی زعیم ویلي و، چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي دي.

سیلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي وو. هغه مهال سېلاب ځپلو د طالبانو او مرستندويه بنسټونو له نه پاملرنې سر ټکوه.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د غور له سیلاب ځپلو سره د نغدي مرستو اندازه نه ده مشخصه کړې.

مجاهد: راتلونکې دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې لویاختر د دوشنبې په ورخ دی.

نوموړي ویلي: “څرنګه چې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي، په همدې اساس یوځل بیا یادونه کوو چې سبا په افغانستان کې د عرفې ورځ نه ده”.

نوموړي ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اختر لمانځل"شرعي حکم ده”.

د طالبانو په واک کې ملي راډیو ټلوېزون دوه ورځې وړاندې ویلي و؛ راتلونکې دوشنبه چې د جون ۱۷مه کېږي په افغانستان کې به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

خو سعودي عربستان چې د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو په میلیونونو خلک د حج لپاره ورځي تر دې د مخه راتلونکې یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

تر دې مخکې د طالبانو د سترې محکمې هم په اعلامیه کې ویلي و، چې راتلونکې دوشنبه (د غبرګولي ۲۸مه) به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د سویډن کمېټه: د زده کړو بندیز د افغانستان نیمایي برخه له ظرفیت او استعداد څخه بې برخې کوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۱

د نجونو د ښوونځیو د بندیدو له زر ورځو پوره کېدو سره هممهاله، د افغانستان لپاره د سویدن کمېټه وایي هره ورځ د نجونو پر زدکړو بندیز د افغانستان نیمایي برخه له ظرفیت او استعداد څخه محروموي. دغه کمېټه وايي، د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو زدکړه د هر چا لپاره ډېره مهمه ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې پرون پر اېکس ټولنیزې شبکې د یوه یادښت په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بندیز د دوام په اړه اندیښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د جنسیتي نابرابرۍ او تعلیمي فرصتونو ته د نه لاسرسي لامل شوي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو او تعلیمي ادارو د طالبانو د دغه بندیز په اړه له بېلابېلو لارو غبرګونونه ښودلي دي.

خو د طالبانو ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو باندې په ټینګار سره، ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو محدودیتونو د لګولو لېوالتیا ښودلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په دغه هېواد کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې میلیونونه نجونې دې ته چمتو نه دي چې خپلې هیلې له لاسه ورکړي.